د مخدره توکو پالیسي د ذهني اغېزمنوونکو (سایکو اکټیو) توکو د څارنې او تنظیم په اړه یوه پالیسي ده (چې په عمومي ډول مخدره موادو ته راجع کېږي)، په ځانګړې توګه هغه چې د روږدتیا یا فزیکي او رواني تړاو لامل کېږي. سره له دې چې د مخدره توکو پالیسي ګانې عموماً د حکومتونو لخوا پلې کېږي، بیا هم ښايي په ټولو کچو کې ادارې (د نړیوالو سازمانونو، ملي یا سیمه ییزو حکومتونو، ادارې، یا شخصي ځانګړو شوو ځاینو په ګډون) د مخدره توکو په تړاو خپلې ځانګړې پالیسۍ ولري.
د مخدره توکو پالیسي معمولاً په مخدره توکو باندې د د روږدي والي یا له هغو سره د تړاو پر وړاندې داسې مبارزه ده چې د مخدره توکو تقاضا او عرضه دواړه، او همداراز د مخدره توکو د کارولو د زیانونو راټیټول، او د روغتیایي مرستو برابرول او درملنه تر مطالعې لاندې نیسي. د تقاضا کمولو په اقداماتو کې داوطلبانه درملنه، د روږدي والي پرېښودنه یا ترک، بدیله درملنه، له اندازې نه د زیاتو موادو د کارولو مدیریت، د مخدره توکو اړوند کوچینيو سرغړونو لپاره د بند بدیلونه، د درملو طبي نسخه، د پوهاوي کمپاینونه، د معاشرې ټولنیز خدمتونه، او د کورنیو لپاره ملاتړ په کې شامل دي. د عرضې اړخ په راټیټولو کې د داسې د بهرنۍ پالیسۍ پلي کول چې موخه یې د مخدره توکو د هغه نړیوال کښت له منځه وړل وي له کوم چې د یادو توکو د تولید د منبع په توګه کار اخیستل کېږي او همداراز د مخدره توکو د قاچاق مخه نیول، د مخدره توکو اړوندو سرغړونو لپاره جریمه اېښودل، او د مخدره توکو د جرمونو په تړاو د محکوم شويو وګړو لپاره د بند په څېر اقدامات شامل دي. په هغه پالیسۍ کې چې د مخدره توکو کارولو خطرونو په کمولو کې مرسته کوي د پېچکارۍ ستنې بدلولو برنامې، د مخدره توکو د بدیل برنامې، او د مخدره توکو د خالصیت د ازموینې لپاره وړیا اسانتیاوې شاملې دي.
د "مخدره توکو" دغه تصور – داسې یوه ماده چې تر څارنې لاندې ده - له یو قانون څخه تر بل هغه پورې توپیر لري. د بېلګې په توګه، هېرویین تقریباً هر ځای تر څارنې لاندې دي. د قات، کوډیین، یا الکولو په څېر مادې په ځینو ځایونو کې تر څارنې لاندې دي، په داسې حال کې چې په ځینو نورو ځایونو کې تر څارنې لاندې نه دي. زیاتره قوانين د نسخې درمل هم تر څاري یا تنظیموي، هغه درمل چې خطرناک نه بلل کېږي خو یوازې د روغتیايي اړوندې نسخې لرونکو ته عرضه کیدای شي، او کله درمل له نسخې پرته تر لاسه کېدای شي، خو یواځې باید له یو تایید شوي عرضه کوونکي لکه درمل جوړونې له یو مرکز څخه تر لاسه شي، خو یادې چارې معمولا د یو درمل په توګه "د مخدره توکو د پالیسۍ" تشریح نه بلل کېږي. په هر ترتیب، ځینې نړیوال معیارونه موجود دي چې د کومو له مخې چې مادې تر ځانګړو څارنو، په ځانګړې توګه د مخدره توکو د کنترول د دریو نړیوالو کنوانسیونونو تر چتر لاندې تر څارنو لاندې دي.[۱]
د رواني اغېزمنوونکې مادې (psychoactive substance) د کنترول لپاره لومړی نړیوال تړون په ۱۸۹۰ز کال کې د بروکسل په کنفرانس کې د غلامانو د سوداګرۍ او اړوندو الکولي مشروباتو پر وړاندې د مقررراتو په مجموعه کې تصویب شو. نوموړی تړون د ۱۹۰۹ز کال د شانګهای د تریاکو د کمېسیون په وروستۍ اعلامیې سره تعقیب شو کومې چې د ۱۹مې پیړۍ د تریاکو له جګړو وروسته د سولې د حاکمولو او د اپینو د سوداګرۍ د تنظیمولو هڅه وکړه.[۲][۳]
په ۱۹۱۲ز کال کې په هاګ کې د تریاکو په لومړي نړیوال کنفرانس کې، د تریاکو څو اړخیز نړیوال کنوانسیون تصویب شو؛ چې په پایله کې په ۱۹۱۹ز کال کې د ویرسیل په تړون کې مدغم شو. د مخدره توکو اړوند یو شمېر نور نړیوال تړونونه په ورپسې لسیزو کې لاسلیک شول:
په پایله کې، په ۱۹۶۱ز کا کې د مخدره توکو د څارنې نهه (۹) پخواني تړونونه د ۱۹۶۱ز کال د واحد کنوانسیون له رامنځته کېدو سره لغوه شول، له کوم سره چې د مخدره توکو په سوداګرۍ او کارولو باندې نړیواله څارنه منطقي کړه. هېوادونو تعهد وکړ چې "د [انسان]یت له روغتیا او رفاه څخه ساتنه وکړي" او له مخدره توکو د ناوړه ګټه اخیستنې او روږدي کیدو پر وړاندې مبارزه وکړي. دغه تړون یواځې یو اړخیز پلی کېدونکی تړون نه دی: بلکې هېوادونه باید خپل قوانين د کنوانسیون له چوکاټ سره سم تصویب کړي. د ۱۹۶۱ز کال کنوانسیون د ۱۹۷۱ او د ۱۹۸۸ز کلونو له کنوانسیونونو سره مدغم شو، چې د مخدره توکو د کنترول درۍ ګوني نړیوال تړونونه ترې راووتل کوم چې د نورو قانوني سوابقو یا حقوقي ابزارو لپاره مرجع ګڼل کېږي. د عامه تصور پر خلاف، دغه تړونونه د خپلو مسودو په ترڅ کې په ځانګړي ډول د متحده ایالاتو له خوا تر اغېز لاندې نه دي راغلي، بلکې پر ځای یې د فرانسې، انګلستان، سویلي افریقا یا مصر په څېر هېوادونو له خوا اغیزمن شوي دي. په هر حال، متحده ایالاتو، په ځانګړې توګه په ۱۹۷۱ز کې د نېکسون جمهوري ادارې د "مخدره توکو په وړاندې د جګړې" په اعلانولو سره او په ۱۹۷۳ز کال کې د DEA ادارې له رامنځته کېدو وروسته د نوموړو تړونونو په پلي کولو کې مخکښ رول لوبولی دی. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
د مخدره توکو د څارنې مهم تړونونه چې په اوس وخت کې په نړیواله کچه د پلي کېدو وړ دي عبارت دي له:[۱۳]
نور داسې تړونونه هم شته دي چې مخدره توکي تر نړیوالې څارنې لاندې نیسي، لکه:
برسیره پردې، د نړیوالو قوانینو نورې برخې هم په دې تړاو خپل رول لوبوي، لکه د بشري حقونو هغه نړیوال تړونونه چې د روغتیا حق یا د ځایی خلکو د خوندي توب په اړه دي، او د هغو نباتاتو په سره په تړاو کې چې د مخدره توکو بوټي ګڼل کېږي (کوکا بوټي (coca plant)، چرس (بنګ)، کوکنار)، د ځمکې د حق د ساتنې، بزګرانو په برخه کې د کروندګرو حقونه، او د نباتاتو د جنېتیکو منابعو (plant genetic resources) یا سیمه ییز پوهاوي په اړه تړونونه. [۱۵]
د مخدره توکو د څارنې د نړیوالو کنوانسیونونو (۱۹۶۱، ۱۹۷۱ او ۱۹۸۸ز کلونونو د کنوانسینونو) تر قیمومیت لاندې څلور ادارې موجودې دي:
{{cite book}}
: CS1 maint: unrecognized language (link)
{{cite journal}}
: More than one of |archivedate=
and |archive-date=
specified (help); More than one of |archiveurl=
and |archive-url=
specified (help)
{{cite book}}
: CS1 maint: unrecognized language (link)