د مغذي موادو ککړتیا د اوبو د ککړتیا یو ډول دی چې اوبو ته د بې حده ډېرو مغذي موادو د ننوتو له امله رامنځته شوې ککړتیا ته ویل کېږي. دا د سطحي اوبو (جهیلونو، سیندونو او ساحلي اوبو) د ډېرې مغذي کېدنې اصلي لامل دی چې په کې د اضافي مغذي موادو لکه نایتروجن یا فاسفورس له امله د اوبړیو وده چټکېږي. د مغذي موادو د ککړتیا په سرچینو کې له کرنیزو سیمو او څړځایونو څخه د سطحي جریان اوبه، د سپټېک له زېرمو او اخورونو څخه د موادو وتل او د سوځېدو له امله د ګازونو خپرېدل شامل دي. خام فاضلاب د کرنیزو موادو په مغذي کېدو کې لویه ونډه لري، ځکه فاضلاب لوړه اندازه مغذي مواد لري. په ډېرو اوبو کې د خامو فاضلابو خوشي کول د فاضلابو تخلیه بلل کېږي چې دغه کار لا هم په ټوله نړۍ کې کېږي. په لویه کچه کې د چاپېریالي اندېښنو لامل په چاپېریال کې تر اندازې د ډېر فعال نایتروجن مرکبات دي. په دې کې د سطحي اوبو ډېر مغذي کېدل، د اوبړیو مضرې غوزې، هایپوکسیا، تېزابي باران، په ځنګلونو کې د نایتروجن اشباع او د اقلیم بدلون شامل دي.[۱][۲]
کله چې په ۱۹۱۰مه لسیزه کې او بیاځلي په ۱۹۴۰مه لسیزه کې کرنې وده وکړه او غذايي موادو ته تقاضا ډېره شوه، له هغه مهال راهیسې له دغې تقاضا سره د مطابقت لپاره کرنیز تولیدات په پراخه کچه د کیمیاوي سرې پر استعمال تکیه دي. کیمیاوي سره یوه طبیعي یا اصلاح شوې کیمیاوي ماده ده چې د خاورې په ښېرازۍ یا حاصلخېزۍ کې مرسته کوي. دا سرې په ډېره اندازه فاسفورس او نایتروجن لري چې په پایله کې يې ډېره اندازه مغذي مواد خاورې ته ننوځي. نایتروجن، فاسفورس او پوتاشیم په سوداګریزو سرو کې «درې لوی» اصلي مغذي مواد دي، په دغو درې واړو مغذي موادو کې هر یو یې د نبات په تغذیه کې اساسي رول لري. کله چې د ودې په حال کې نباتات نایتروجن او فاسفورس په بشپړ ډول مصرف نه کړي، د کرنې په ساحو کې ورکېږي او د هوا او ځمکلاندې اوبو پر کیفیت منفي اغېز کوي. دا مغذي مواد په پای کې د اوبو ایکوسیستمونو ته رسېږي او د موادو په مغذي کولو کې ونډه اخلي. کله چې کروندګر سرې شیندي، هغه که عضوي وي یا مصنوعي، ځینې یې د اشغالو یا کثافاتو په توګه باقي پاتې کېږي او کېدای شي په لاندېنیو جریانونو کې د موادو د مغذي کېدو لامل شي.[۳][۴][۵][۶][۷]
د مغذي موادو د ککړتیا کمولو په لارو چارو کې د مغذي موادو اصلاح یا پاکول، د مغذي موادو راکړه ورکړه او د غذايي موادو د سرچینو وېش شامل دي.
د اوبو په یوه منفرده حوضه کې د مغذي موادو د ککړتیا اصلي سرچینې د ځمکې په ډېر استعمال پورې اړه لري. سرچینې ښايي نقطهيي او غیر نقطهيي یا دواړه وي:
د مغذي موادو هغه ککړتیا چې د هوا د ککړتیا د ځینو سرچینو له امله راپیدا کېږي، ښايي د ځايي ځمکو له کارولو پرته هم رامنځته شي چې لامل یې له لرې سرچینو څخه د هوا ککړوونکو پراخ لېږد یا ترانسپورت دی.[۹]
د دې لپاره چې د ډېرې مغذي کېدنې د مخنیوي څرنګوالی وارزول شي، باید هغه ځانګړې سرچینې وپېژندل شي چې د مغذي موادو په ښېرازۍ کې رول لري. د مغذي او عضوي موادو دوې عامې سرچینې موجودې دي چې یو یې نقطهيي او بل یې غیر نقطهيي سرچینې دي.
د فاسفورس ککړتیا د کیمیاوي او حیواني یا عضوي سرې د ډېر استعمال له امله رامنځته کېږي، په ځانګړې توګه کله چې د خاورې له تخریب سره ترکیبېږي. فاسفورس هم د ښاري فاضلابو د تصفیهځایونو او ځينو صنایعو لهخوا تخلیه کېږي.[۱۰]
نقطهيي سرچینې په مستقیم ډول له یوه اغېز سره تړلې بلل کېږي. په نقطهيي سرچینو کې د مغذي موادو ضایعات په مستقیم ډول له سرچینې څخه اوبو ته ځي. د نقطهيي سرچینو تنظیم یو څه اسانه دی.[۱۱]
د غیر نقطهيي سرچینو ککړتیا (چې د خپرې شوې ککړتیا یا د اوبو د جریاني ککړتیا په نامه هم پېژندل کېږي) هغه ککړتیا ده چې له نامعلومو او تیت پرک سرچینو څخه رامنځته کېږي. د غیر نقطهيي سرچینو تنظیم ستونزمن دی او معمولاً د ځای او وخت له نظره (د موسمونو، ورښتونو او نورو نامنظمو پېښو له مخې) توپیر لري.[۱۲]
څرګنده شوې ده چې د نایتروجن لېږد په اوبو کې د بشري فعالیتونو له بېلابېلو شاخصونو سره تړاو لري. په کرنه کې یویې کول له هغو فعالیتونو څخه دي چې د غذايي موادو په حاصلخېزۍ یا ښېرازۍ کې ډېره ونډه لري.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
د بشري فعالیتونو په پایله کې رامنځته شوي مغذي مواد په خاوره کې راټولېږي او کلونه کلونه هلته پاتې کېږي. دا څرګنده ده چې په سطحي اوبو کې د ګډ شوي فاسفورس اندازه په خاوره کې د فاسفورس له اندازې سره په خطي ډول ډېرېږي. همدا لامل دی چې کله په خاوره کې مغذي مواد ډېر شي، بالاخره اوبو ته لاره پیدا کوي. نایتروجن هم دې ته ورته د لسیزو لسیزو ګردشي وخت لري.[۱۷]
د انساني فعالیتونو په پایله کې رامنځته شوي مغذي مواد له وچې څخه سطحي اوبو یا ځمکلاندې جریانونه ته ځي. په ځانګړي ډول نایتروجن د باران د اوبو د ایستلو، د فاضلابو د پایپونو او د سطحي اوبو د جریانونو د نورو ډولونو له لارې له منځه ځي. په اوسنۍ یا مدرنه کرنه کې مغذي مواد د دې لپاره په کروندو کې کارول کېږي چې د تولید کچه حد اکثر حالت ته ورسول شي. کروندګر په پرلهپسې ډول د اړینو محصولاتو په نسبت ډېر مغذي مواد کاروي او په پایله کې یې سطحي یا ځمکلاندې اوبو ته اضافي ککړتیا ورځي. له کرنې څخه د مغذي موادو د کمولو لپاره جوړ شوي مقررات معمولاً د هغو مقرراتو په پرتله سختګیرانه دي چې د فاضلابو په تصفیهځایونو او د ککړتیا په نورو نقطهيي سرچینو کې وضع شوي دي. دا هم باید هېره نهشي چې د ځنګلي ځمکو داخلي جهیلونه هم د سطحي اوبو د جریانونو تر اغېز لاندې دي. د اوبو جریان کولی شي منرالي نایتروجن او فاسفورس له کوچنیو ډبرو څخه پاک کړي چې پایله یې د مغذي موادو ورو او طبیعي ډېروالی دی.[۱۸][۱۹][۲۰]
نایتروجن د امونیا د تبخیر او نایټرس اکسایډ د تولید په پایله کې هوا ته ازادېږي. د فوسیلي سونتوکو سوځول د اتومسفیر د نایتروجني ککړتیا هغه لوی لامل دی چې انسانانو رامنځته کړی دی. اتوموسفیري نایتروجن د دوو بېلابېلو پروسو له لارې ځمکې ته رسېږي، لومړی د مرطوب رسوب لکه باران یا واورې په ډول دی او دویم وچ رسوب دی چې په هوا کې موجود ذرات او ګازونه دي. اتوموسفیري رسوب (مثلاً تېزابي باران) په اوبو کې د مغذي موادو پر غلظت اغېز کولی شي، په ځانګړې توګه په ډېرو صنعتي سیمو کې.[۲۱][۲۲]
اضافي غذايي مواد په بالقوه ډول د لاندې مواردو لامل کېږي:
{{cite web}}
: External link in |خونديځ تړی=
(help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter |تاريخ الوصول=
ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف=
ignored (help)
{{cite journal}}
: More than one of |archivedate=
و |archive-date=
specified (help); More than one of |archiveurl=
و |archive-url=
specified (help)