د ناسمو معلوماتو اغېز هغه وخت رامنځته کېږي، کله چې د پېښې وروسته معلوماتو له امله د پېښو یادولو په اړه د شخص یادونه په پوره کچه دقیقه نه وي. د ناسمو معلوماتو اغېز د ۱۹۷۰مې لسیزې نیمايي راهیسې څېړل شوی دی. په دې برخه کې الیزابت لافتوس یو له خورا ډېرو اغېزمنو څېړونکو څخه دی.یوه تیوري دا ده چې اصلي معلومات له ګمراه ګوونکو معلوماتو سره چې له حقیقت وروسته وړاندې شوي دي،له یو بل سره یوځای شوي دي. بله تیوري دا ده چې ګمراه کوونکي معلومات اصلي معلومات پېچلي کوي. په پایله کې، پوهان د دې وړاندیز کوي،چې ګمراه کوونکي معلومات له دې امله ډېر وروستي دي چې هغو ته بیا لاسرسی ډېر آسانه دی. [۱][۲][۳][۴]
د ناسمو معلوماتو اغېز د نویو یادښتونو د لاسوهنې یوه بېلګه ده او هغه وخت رامنځته کېږي، کله چې وروسته وړاندې شوي معلومات د مخکې کوډ شویو معلوماتو ساتلو وروسته وړتیا سره لاسوهنه وکړي. اشخاص هم د دوی په يادښت (حافظه) کې د ګمراه کوونکو معلوماتو د شاملولو لپاره حساس ښودل شوي دي، په ځانګړې توګه کله چې دا د یوې پوښتنې دننه وړاندې کېږي.په اړینه توګه، هغه نوي معلومات چې یو شخص یې ترلاسه کوي د اصلي پېښې د یادښت د خرابولو لپاره د وخت په تېرېدو سره کار کوي. یوه کړنلاره(میکانیزم) چې د هغې له لارې د ناسمو معلومات اغېز رامنځته کېږي، د هغې نا سموالی ده، چې په کښې د پېښې وروسته ورکړل شوي غلط معلومات د اصلي پېښې په اړه د خلکو له یاددښت سره یو ځای کېږي. د ناسمو معلوماتو اغېز د یاددښت له کمزورتیا نه هم سرچینه اخلي،په دې معنا چې له پېښې وروسته ناسم معلومات د خلکو لپاره د پېښې یاد ساتل ستونزمن کوي.ناسم معلومات د یاددښت دوه اصلي ګناوې منعکسوي: وړاندیز کول،زمونږ په یادښت کې د نورو خلکو د تمو اغېز؛ او ناسم نسبت ورکول، هغه معلومات چې یوې ناسمې سرچینې ته نسبت ورکړل شوي دي. [۵][۶][۷]
د ناسمو معلوماتو د اغېز څېړنې د یاددښت د دوام او اعتبار په اړه اندېښنې رابرسېره کړي دي. د ناسمو معلوماتو د اغېز پوهېدل د هغو د عیني شاهدانو د دقت په پام کې نیولو سره هم مهم دي، لکه څنګه چې له نورو شاهدانوسره د خبرو اترو،د پولیس د پوښتنو کولو او په محکمه که د را څرګندېدو له لارې د شاهدانو په یاددښتونو کې د ناسمو معلوماتو یو ځای کېدو ډېرې موکې شته. [۸][۹]
لافتوس میلر او بورنز د ناسمو معلوماتو اغېز په اړه رسمي څېړنه په ۱۹۷۸م کال کې پیل کړې. ګډونوالو ته یولړ سلایډونه وښودل شول،چې په یوه سلایډ کې یو ګاډی د درېدو په حال کې د درېدو نښان ته مخام ښيي.د سلایډونو له لیدو وروسته، ګډونوالو د هغه څه توضیحات لوستل چې وه یې لیدل. ځینو ګډونوالو ته د ناسمو معلوماتو لرونکي توضیحات ورکړل شوي ول، داسې په کښې ویل شوي ول چې ګاډی د بل ګاډي ته د لارې ورکولو له نښان سره ولاړ دی. د سلایډونو په تعقیب او د توضیحاتو په لوستلو سره، ګډونوال د هغه څه شي په وسیله وازمایل شول چې دوی ولیدل. پایلو وښوده چې هغه ګډونوالو ته چې دا ډول ناسم معلومات ورښودل شوي ول په ډېر احتمال سره یې د دې راپور ورکړ چې بل ګاډي ته د اجازې نښان یې لیدلی وه، په داسې حال کې چې هغوی ته ناسم معلومات نه وه ورکړل شوي.[۱۰]
ورته مېتودونه به د ناسمو معلوماتو د اغېز په څېړنو کې په پرله پسې توګه وکارول شي. په معیاري مېتودونو کې ، معمولا ډول د سلایډ شو یا ویډیو په بڼه د موضوعګانو یوه پیښه ښودل شامل دي. په پایله کې، ګډون وال د اصلي پيښې د ياددښت په اړه بیا وازمایل شول. اصلي څېړنې د اغېز څو نقلونو ته لاره هواره کړه،څو چې داسې شیان لکه ځانګړي بهیرونه چې په لومړي قدم کې د اغېز رامنځته کېدو لامل شوي دي او دا چې څنګه فردي توپیرونه د اغېز په ا ړه حساسیت اغېزمن کوي. [۱۱]
له ۲۰۱۰م کال راهیسې،د انځور اخیستنې فعال مقناطیسي ریزورانس Functional magnetic resonance imaging د مغز ځینې هغه برخې په ګوته کړې چې په ځانګړې توګه د ناسمو یاددښتونو د بیا ترلاسه کولو په وخت کې فعالې وې. ګډونوالو د fMRI په وخت کې انځورونه ولوستل. وروسته،هغوی د انځورونو په اړه هغه توضیح کوونکې جملې ولوستلې چې د ځینو معلومات یې له انځورونو سره په ټکر کې ول. یوه ورځ وروسته، ګډونکوونکي د انځورونو د منځپانګې په اړه د ياددښت د تشخیص یو حیرانوونکې برخې ته راستانه شول.[۱۲]
پایلو دا وښودله، چې ځینو ګډونوالو ناسم ياددښتونه رامنځته کړي دي، دا چې د لفظي معلوماتو راپور ورکول یې له انځورونو سره په ټکر کې دي. د اصلي پړاو په بهیر کې، په کیڼ اړخ کې د fusiform gyrus او ښي temporal/occipital cortex کې د فعالیت زیاتوالی موندل شوی، چې ممکن د لید توضیحاتو ته یې پاملرنه منعکسه کړې وي، چې د بحراني مواردو په اړه وروستی دقیق یاددښت همدارنګه د وروستیو ناسمو معلوماتو په اړه د مقاومت پایله وګرځېده. د ریښتونو یاددښتونو بیا ترلاسه کول د حسي ځانګړو کورټیسونو په لویه کچه بیا فعالېدو سره تړاو درلود، د بېلګې په توګه: د لید لپاره occipital cortex. د دې مسئلې په اړه د الیکټروینسفالوګرافي Electroencephalography څیړنه هم د دې وړاندیز کوي، چې د ناسمو معلوماتو بیرته تر لاسه کول د ریښتونو یادونو په پرتله د پام کمولو او د یادولو اړوند پروسس کولو سره تړاو لري. [۱۳]
د دې په یاد کې ساتل اړین دي،چې د ناسمو معلوماتو په اړه هر څوک حساس نه دي. د ناسمو معلوماتو یادولو په اړه انفرادي ځانګړتیاوې او وړتیاوې حساسیت یا زیاتوي او یا یې هم کموي. دا ډول ځانګړتیاوې او وړتیاوې عمر،د یاددښت کاري وړتیا،شخصیتي ځانګړتیاوې او انځوریزې وړتیاوې په بر کې نیسي. [۱۴]
ډېرو څېړنو د عمر په مختلفو ډلو باندې د ناسمو معلوماتو د اغېز په اړه د نفوذ تمرکز کړی دی. ځوان – په ځانګړې توګه له ښوونځي نه مخکي عمر لرونکي ماشومان د غټ عمر لرونکو ماشومانو او مشرانو په پرتله – د ناسمو معلوماتو په اړه ډېر حساس دي. کوچني ماشومان په ځانګړي ډول د دې اغیزې لپاره حساس دي، ځکه چې دا د پردیو یادونو او معلوماتو سره تړاو لري، لکه څنګه چې ځینې شواهد د دې وړاندیز کوي، چې د ناسمو معلوماتو اغېز د نوي جوړ شوي یاددښت په پرتله پر شته ضمني یاددښت پیاوړی اغېز لري. دا اغېز دوه چنده کیږي که سرچینه یې د پوښتنې پر ځای د داستان په بڼه وي. که څه هم، ماشومان هم په ډېر احتمال سره ناسم معلومات هغه وخت مني، کله چې د خلاصو پوښتنو پر ځای د خاصو پوښتنو پر ځای وړاندې شي. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
د دې سربېره، په لویانو کې د ناسمو معلوماتو د اغېز د زیانمنتیا په اړه ډول ډول لید لوري شته. ځینې شواهد د دې وړاندیز کوي، چې د ناسمو معلوماتو په اړه مشران د ځوانانو په پرتله ډېر حساس دي. د دې لید لوري پر خلاف، که څه هم، نورې څېړنې ښیي چې د ناسمو معلوماتو د اغېز په اړه مشران د ځوانانو په پرتله لږ تیروځي، دا د پوښتنې ډول او په یادولو کې اړینو مهارتونو پورې اړه لري.دا متضاد لید لوری دا په ګوته کوي، چې هغه عمر پورې تړلی ځانګړی فکټور لږ تر لږه په لویانو کې په لویه کچه د دوی د پوهېدو وړتیا پورې اړه لري، او د پوهېدو(درک) خرابوالی چې په معمول ډول له عمر سره مل وي،د عمومي لیدل شوي کمښت عام لامل وي. د دې سربېره، ځینې څېړنې د دې وړاندیز کوي، چې مشران د ځوانانو په پرتله د ناسمو معلومات پروړاندې یو ډول حساس دي.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
هغه اشخاص د یاددښت ډېره کاري وړتیا لري، چې د اصلي پېښې ډېر همغږی انځور رامنځته کړي. ګډونوالو دوه ګونې دنده ترسره کړه: په یوه وخت کې د کلمو د نوملړ په یادولو سره د ریاضي حساب په اړه سم قضاوت کول.هغه ګډونوالو چې د دوه ګونې دندې په اړه یې ډېر دقت درلود، د ناسمو معلوماتو د اغېز په اړه لږ حساس ول چې پر بنسټ یې دوی ناسم معلومات رد کړل. [۲۴][۲۵]
{{cite book}}
: سرچينه ساتل:څونوميز:ليکوالانو نوملړ (link)
{{cite book}}
: نگهداری یادکرد:استفاده از پارامتر نویسندگان (link)
{{cite journal}}
: More than one of |archivedate=
و |archive-date=
specified (help); More than one of |archiveurl=
و |archive-url=
specified (help)
{{cite journal}}
: سرچينه ساتل:څونوميز:ليکوالانو نوملړ (link)