ناټو (د شمالي اتلانتيک د تړون سازمان) د ټولې نړۍ په کچه له زياتو نا غړو هېوادونو سره باندينۍ اړيکې ساتي. ناټو يو شمېر خپرونې پر مخ وړي، چې په خپله د ناټو او ذکر شویو ناغړو هېوادونو تر منځ په نمونه يي ډول د هېواد د موقعيت پر بنسټ د ګډون لپاره يو چارچوکاټ برابروي. نوموړي چارچوکاټونه د اروپا او اتلانتيک د ګډون شورا (Euro-Atlantic Partnership Council) او سولې لپاره ګډون (Partnership for Peace) رانغاړي.
د اروپايي اتحاديې شپږ غړي دولتونه چې ټولو يې له نظامي تړونونو سره خپل بې پرېتوب څرګند کړی دی، د ناټو غړي نه دي. ذکر شوي شپږ هېوادونه استريا، قبرس، فنلينډ، ايرلينډ، مالتا او سويډن دي. د دې تر څنګ سويزرلينډ چې ګردچاپېره يې اروپايي ټولنه پرته ده، د اروپايي ټولنې د غړيتوب نه لرلو له لارې يې خپله بې پلوي ساتلې ده. له قبرس پرته نور ټول ذکر شوي هېوادونه د سولې لپاره د ګډون خپرونې سره يو ځای شوي دي، په داسې حال کې چې سويډن او فنلينډ په ۲۰۱۴ ز کال کې له ناټو سره د يوه مشخص کوربه هېواد د ملاتړ تړون لاسليک کړ. ناټو د پينځو ميليونيم دولتونو يعنې Andorra, Liechtenstein, Monaco, San Marino او Vatican City سره سياسي اړيکې لري.[۱]
ارمنستان له ناټو غړو دولتونو سره مثبتې اړيکې ساتلې دي او سولې لپاره د ګډون (Partnership for Peace) خپرونه، د اروپا او اتلانتيک تر منځ د ګډون شورا او د انفرادي ګډون عملياتي پلان يې لاسليک کړي دي. که څه هم له ناټو سره د ارمنستان يو ځای کېدل ځکه ناشوني دي، چې سياستونه يا کړنلارې يې زياتره وخت دا هېواد روسيې ته نږدې کوي او دا هېواد د خپلواکو دولتونو د ګډو ګټو حکومتونو او د ډله ييز امنيت د تړون سازمان غړی پاتې کېږي. ارمنستان د ۲۰۰۹ ز د می پر ۸ نېټه باندې په جورجيا کې د ناټو په نظامي تمرينونو کې له خپل ګډون څخه شاتګ وکړ. ياد شاتګ له اذربايجان څخه د ناټو د سرمنشي د ملاتړ اعلانول وو، چې کېدای شي دا يې ان لږه شونې کړې وي چې ارمنستان دې په پای کې له ناټو سره يو ځای شي. که څه هم ارمنستان ضرور د ناټو په ټاکلو سوله ساتو عملياتو کې ګډون کوي. نوموړي هېواد د ناټو په مشرۍ د نړيوال امنيت د مرستندويه ځواک (ISAF) د برخې په توګه؛ په افغانستان کې نږدې ۱۳۰ عسکر [سرتېري] خپاره کړل. ياد سرتېري د جرمني قوماندان تر مشرۍ لاندې په کندز ولايت کې د يوه هوايي ډګر د ساتنې خدمت کاوه. [۲][۳][۴]
د ۲۰۰۹ ز کال په اګسټ کې د ناټو د يوې سياسي سرچينې له مخې په بروکسل کې د ناټو د مرکزي ادارې ځينو مهمو چارواکو د غړيتوب پوښتنې په اړه د اذربايجان د بوختولو په موخه سخت فشار راووړ. ترکيه، رومانيا، ايټاليا، پولينډ، انګليستان او بالتيک دولتونه د هغو غړو دولتونو له ډلې څخه دي، چې د اذربايجان د ناټو غړيتوب په اړه يې شاتګ وکړ. هغه مهال چې ولسمشر Ilham Aliyev په ۲۰۰۳ ز کال کې واک ته له پورته کېدو راهيسې په عمومي ډول د نابېړني حالت (که څه هم د ناګورنو کاراباغ پر سر له ارمنستان سره د ناحل شوي ټکر له امله ناپېيلی نه و) ملاتړ وکړ، اذربايجان په ۲۰۰۹ ز کال کې د ناټو د نظامي تمريناتو او لوړې کچې ناستو کوربه توب وکړ. د Nagorno-Karabakh ناحل شوی ټکر به د غړيتوب پر وړاندې د لارې یو ستر خنډ وړاندې کړي. اذربايجان هغه مهال د يوه جغرافيوي سياست يا نظامي جوړښت سره د خپلې بې پلوۍ تګلاره جوړه کړه، چې په ۲۰۱۱ ز کال کې د ناپېيلي خوځښت بشپړ غړی شو. [۵]
قبرس د اروپايي ټولنې يوازينی دولت دی، چې نه د ناټو غړی دولت دی او نه د سولې لپاره د ګډون خپرونې غړی دی. د قبرس پارلمان د ۲۰۱۱ ز کال په فبروري کې د يادې خپرونې د غړيتوب لپاره د غوښتنې کولو په موخه رايه وکاروله، مګر ولسمشر Demetris Christofias ياده پرېکړه ځکه ونه منله [ويټو کړه]، چې کېدای شي، دا به د قبرس شخړې د پای ته رسولو په موخه د خبرو اترو په اړه د نوموړي د هڅو او د ټاپو وزمې [ناګورنو کراباخ] د نا بې وسلې کولو مخنيوی وکړي. شوني ده، ترکيه چې د ناټو بشپړ غړی دولت دی، تر هغه وخته پورې له ناټو سره د قبرس د بوختېدلو هر ډول هڅه ونه مني، چې شخړه نه وي حل شوې. د ۲۰۱۳ ز کال په فبروری کې د قبرس د ولسمشريزو ټاکنو ګټونکي Nicos Anastasiades څرګنده کړې ده چې: نوموړی اراده لري، د واک له تر لاسه کولو څخه وروسته، سملاسي د سولې لپاره د ګډون خپرونه کې د غړيتوب غوښتنه وکړي. د باندينيو چارو اوسني وزير Nicos Christodoulides په ناټو يا د سولې لپاره د ګډون خپرونه کې د قبرس ګډون نه دی منلی او نوموړی د اروپايي ټولنې په چارچوکاټ کې د قبرس د باندينيو او دفاع چارو ساتلو ته لومړيتوب ورکوي. [۶][۷][۸][۹][۱۰]
فنلينډ سولې لپاره د ګډون خپرونې په نږدې ټولو فرعی سيمو کې ګډون کوي او د افغانستان او Kosovo دواړو ماموريتونو لپاره يې سوله ساتي ځواکونه برابر کړي دي. که څه هم د ۲۰۰۵ ز کال يوې رايې کارونې په ګوته کړه، چې عام خلک په پياوړي ډول د ناټو غړيتوب خلاف وو. په ناټو کې د فنلينډ د غړيتوب شونتيا د ۲۰۰۶ ز کال فنلنډي ولسمشريزو ټاکنو سره په اړيکه کې تر ټولو مهمه بحث شوې مسئله وه. [۱۱][۱۲]
د ۲۰۰۶ ز کال په ټاکنو کې اصلي مخالف نوماند Sauli Niinisto، چې اوس د ملي يووالي ګوند رئيس دی، له «زياتې اروپايي» ناټو سره د فنلينډ د يو ځای کولو ملاتړ وکړ. د سويډني خلکو د ګوند د ښي اړخ پلوي Henrik Lax هم په ورته ډول د ياد مفهوم ملاتړ وکړ. له بله پلوه د سوسيال ديموکراتيک ګوند رئيس Tarja Halonen د دريځ بدلولو مخالفت وکړ، لکه څرنګه چې په ټاکنو کې نورو نوماندانو وکړ. د ولسمشرۍ چوکۍ ته د نوموړي بريا او بيا ټاکنې د فنلينډ لپاره د ناټو د غړيتوب مسئله لږ تر لږه د نوموړي د دورې پر مهال پر ځای پرېښې وه. که څه هم فنلينډ وروسته له هغې د ناټو غړيتوب په اړه خپل رسمي دريځ بدلولی شو، چې د اروپايي ټولنې نوی تړون بيانوي چې ايا د اروپايي ټولنې په کچه کومه نوې دفاعي راکړه ورکړه به وي او که نه، مګر په ورته وخت کې د فلينډ دفاعي ځواکونه د غړيتوب لپاره تخنيکي چمتووالي کوي او څرګندوي چې دا به د فنلينډ امنيت زيات کړي. اوسمهال هېڅ سياسي ډله هم په څرګند ډول د ناټو غړيتوب ملاتړ نه کوي. [۱۳]
د فنلينډ نورې سياسې څېرې، چې په نظرياتو سره يې ارزښت لوړ شوی دی، د فنلينډ پخواني ولسمشر Martti Ahtisaari راونغاړه. ولسمشر Ahtisaari استدلال وکړ چې فنلينډ بايد د فنلينډ کوونې د ټول بار يا پېټي لپاره د يو ځل بې پامۍ په موخه د نورو لويديځو ولسواکيو له لورې ملاتړ شويو ټولو سازمونو سره يو ځای شي. يو بل پخواني ولسمشر Mauno Koivisto په دې بحث کولو سره د يادې نظريې مخالفت وکړ، چې د ناټو غړيتوب به له روسيې سړې د فنلينډ اړيکې له منځه يوسي. فنلينډ د روسيې له لوري ان له ناټو سره د يو ځای کېدنې شونتيا ته په پام سره؛ د ۲۰۰۹ز کال څېړنې له مخې ځينې خورا سخت غبرګونونه تر لاسه کړي دي. ياده څېړنه وړانديز کوي چې د ناټو غړيتوب په ټوله کې له اروپايي ټولنې او ناټو سره د روسيې د اړيکو لپاره اغېزې يا پايلې لرلی شي. د ۲۰۰۹ ز کال په اکتوبر کې د فنلينډ لومړي وزير Matti Vanhanen بيا تکرار کړه، چې فنلينډ له ناټو سره د يو ځای کېدلو هيڅ پلانونه نه لرل او څرګنده يې کړه، چې د ۲۰۰۸ ز کال سويلي Ossetia جګړې اصلي درس [عبرت] له روسيې سره د نږدې اړيکو اړتيا و. د ۲۰۱۴ ز کال په سپټمبر کې فنلينډ له ناټو سره يو تړون لاسليک کړ، چې ناټو او فنلينډ ته په فنلينډي خاوره کې د ګډو تمرينونو د تر سره کولو او لکه د آفتونو، ماتېدنې او امنيت ته د ګواښونو په حالتونو کې له ناټو غړو دولتونو څخه مرستې ته اجازه ورکوي. په دې ډول فنلينډ (او سويډن) په ۲۰۱۵ز کال کې د ناټو په مشرۍ د شمالي قطب د ګواښ تمرين (Arctic Challenge Exercise) کې ګډون وکړ. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
پر اوکراين باندې د ۲۰۲۲ ز کال روسي يرغل څخه وروسته رايه اچونه تر سره شوه، چې ٪۵۳ سلنه ځواب ويونکي د تړون له فنلينډي غړيتوب سره لېوال، ٪۲۸ مخالف او ٪۱۹ بې پرېکړې وو. که چېرې له ناټو سره د يو ځای کېدلو په اړه د سويډن د خلکو پرېکړه هم يو ځای شي، نو د لېوالتيا کچه [اټکل يا شمېر] تر ٪۶۶ پورې پورته کېږې او مخالفت تر ٪۲۰ راښکته کېږي. [۲۰]
{{cite web}}
: Cite uses generic title (help)CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)