د هند له تجزیې سره مخالفت په شلمه پېړۍ کې په بریتانوي هند کې پراخ و او همدارنګه د سویلي اسیا په سیاست کې یوه د بحث موضوع پاتې شوې. هغوی چې ورسره مخالف وو تر ډېره د هند په فرعي قاره کې د مرکبې ملتپالنې نظریې ته ژمن وو. هندي، عیسوي، انګلیسي-هندي پارسي او سیک ټولنې تر ډېره (او د هغه بنسټیزه دوه ملتي نظریه) د هند له تجزیې سره مخالف وو او ډېری مسلمانان هم ورسره مخالف وو (دا د ټول هند د ازادو مسلمانانو د کنفرانس په استازولۍ وړاندې شول). [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
پښتون سیاستوال او د هند دخپلواکۍ فعال او د خدای خدمتګار ازادي غوښتونکې غورځنګ مخکښ خان عبدالغفارخان د هند د تجزيې وړاندیز غیر اسلامي او د هغه مشترک تاریخ ضد وبلله چې په هغه کې مسلمانانو هند تر یوي زریزي ډېر خپل وطن باله. مهاتما ګاندي باوري و چې «هندیان او مسلمانان د هند د یوې خاورې زامن وو، دوی هغه وروڼه وو چې د هند یو موټي ساتلو او ازاد ساتلو لپاره یې باید هڅه کړې وی». [۹][۱۰]
د دیوبندي فکري مکتب سني مسلمانانو د اکثریت مسلمان مېشته مجزا مسلمان ملته دولت (یعنې راتلونکې پاکستان) د رامنځته کولو او تجزیې وړاندیز د یو متحد او پیاوړي هند د ظهور پر وړاندې د استعماري دولت توطئه بلله. په دې توګه دیوبندیانو د ازادو مسلمانانو د کنفرانس له سازمانولو سره د هند د تجزیې په غندلو کې مرسته وکړه. هغوی همدارنګه داسې استدلال وکړ که هند تجزیه شي د مسلمانانو اقتصادي پراختیا به زیانمنه شي. هغوی همدارنګه تمه لرله چې « په متحد هند کې لوی اکثریت – مسلمان مېشته ولایتونه به د خپلواک پاکستان د واکمنانو په پرتله په هندو مېشتو پراخو سیمو کې د مسلمانو لږکیو سره په مرسته کې اغېزمن وي.» دیوبندیانو د مکې د قریشو او مسلمانانو تر منځ د حدیبیې تړون ته اشاره وکړه چې «د دوو ټولنو تر منځ یې متقابل تعامل ته وده ورکړه او په دې توګه يې مسلمانانو ته ډېر فرصتونه چمتو کړل تر څو خپل دين له سولهییزې لارې څخه قریشو ته تبلیغ کړي.» سني دیوبندي څېړونکی سید حسین احمد مدني د «متحده قومیت اور اسلام» (مرکبه مليپالنه او اسلام) په نوم اثر کې د یو متحد هند لپاره استدلال وکړ او دا نظریه یې تبلیغ کړه چې بېلابېل دینونه بېلابېل ملتونو نه جوړوي او له دیني پلوه د هند تجزیه د توجیه وړ نه ده. [۱۱][۱۲][۱۳]
د خاکسار ګوند مشر علامه مشرقي د هند له تجزیې سره مخالفت وکړ ځکه داسې احساس یې کاوه چې که مسلمانانو او هندیانو د پېړيو لپاره له یوبل سره په هند کې په سوله او امن کې ژوند کاوه، نو دوی په متحد او خپلواک هند کې هم داسې کولی شي. هغه داسې استدلال وکړ چې د مذهبي کرښو پر بنست د هند وېش د پولې دواړو خواوو ته افراطپالنې او بنسټپالنې ته وده ورکوي. مشرقي داسې فکر کاوه چې «اکثر مسلمان مېشته سیمې له مخکې د مسلمانانو په واک کې وې، په دې توګه که مسلمانو غوښتی چې دغو سیمو ته کډه شي دوی ازاد و پرته له دې چې هېواد تجزیه کړي». د هغه له نظره جلا غوښتونکي مشران « د واک تږي وو او مسلمانان یې بېلارې کول تر څو د بریتانیا اجنډا ته په خدمت کولو خپل ځواک پياوړی کړي». د مشرقي په وینا ټول هندوستان له هندي مسلمانانو سره تړاو درلود. [۱۴][۱۵]
په ۱۹۴۱ کال کې یو د CID (په هند کې یوه تلویزني خپرونه، ژباړن) راپور ښيي چې زرګونه مسلمان اوبدونکي د مومن کنفرانس تر بیرغ لاندې له بیهار او ختيځ اوترا پردیش (U.P.) څخه د دوو ملتونو د پیشنهادي نظریې پر وړاندې د لاریونونو لپاره ډهلي ته راټول شول. په هغه وخت کې په یو غیر سازماني برخه کې له ۵۰ زره څخه د زیاتو کسانو راټولېدل معمول نه وو په دې توګه يې ارزښت په ښه توګه وپېژندل شو. غیر اشرافي مسلمانان چې د هند د مسلمانانو ډېره برخه یې جوړوله، د وېش مخالف و، خو په تأسف چې د هغوی غږ ونه اورېدل شو. هغوی پر اسلام ټینګه عقیده لرله خو له پاکستان سره مخالف وو. [۱۶]
د هند د ۱۹۴۶ کال په ولایتي ټاکنو کې یواځې ۱۶ سلنه هندي مسلمانانو چې تر ډېره يې له لوړې ټولنیزې طبقې سره تړاو درلود وکولی شوی خپله رایه وکاروي. د هند د ټېټې طبقې ډېری مسلمانانو د هند له تجزیې سره مخالفت وکړ او باوري وو چې «یو مسلمان هېواد به یوازې د لوړې طبقې په ګټه وي». [۱۶][۱۷]
د ټول هند د هندي عیسویانو کنفرانس د استعمارګر هند د عیسویانو په استازولۍ او سیک سیاسي ګوندونو لکه رئیس خلسا دیوان او شیروماني اکالي دال د استاد تارا سېنګ په مشرۍ د جلا غوښتونکو له خوا د پاکستان د رامنځته کولو غوښتنه وغندله او دایې یو غورځنګ وباله، چې په احتمالي ډول به د هغوی د ځور لامل شي. یو مسیحي مشر فرانک انتوني چې د ټول هند د انګریزي – هندي ټولنې د رئیس په توګه يې خدمت وکړ، بېلابېل لاملونه د هند له تجزیې سره په مخالفت کې وړاندې کړل. که چېرې هند ووېشل شي د پاکستان لپاره وړاندیز شوې سیمې هم «د پاموړ شمېر غیر مسلمان وګړي لري او ګڼ شمېر مسلمانان په [خپلواک] هند کې هم پاتې کېږي» په دې توګه به دا تجزیه بې ګټې وي. پر دې سربېره د هند تجزیه د لږکیو ټولنې ګټې له خطر سره مخ کوي. هغه باوري و چې د ټول هند د مسلمانانو ټولنې وړانديز د بالکانیزاسیون (په کوچنیو حاکمیتونو د یو څو ملیتي حاکمیت وېش، ژباړن) چې په «بالقوه ډول د یو نړیوال رهبر په توګه د هند ”د شنډولو“ لامل کېږي». انتوني داسې څرګندونه وکړه چې «هند یو بنسټیز قومي او فرهنګي یوالي ته رسېدلی» او دا د اروپا خلاف ده. په پای کې انتوني باوري و چې «د هند تجزیه د دواړو هېوادونو تر منځ د جګړې لامل کېږي» او د افراطي اېډیالوژیو پراختيا ته وده ورکوي. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
د هند د تجزیې منتقدان داسې استدلال کوي چې یو نه تجزیه شوی هند به د نړۍ له تر ټولو پياوړو پوځونو څخه و، ډېر سیال ورزشي ټيمونه به یې لرل، د لږکیو له ملاتړ سره یې مذهبي همغږي پیاوړې کوله، د ښځو له حقوقو څخه د دفاع په برخه کې به اتل و، پراخ سمندري سرحدونه به یې لرل، په لوړه کچه نرم ځواک په کې اټکل کېده او «د دفاعي برخې پر ځای به یې پر روغتیا او زدهکړو ډېر تمرکز» وړاندې کړی و. [۲۲]
پاکستان د مذهبې تفرقې پر بنست د هند له تجزیې څخه رامنځته شو؛ د هند هېواد د تجزیې مفهوم له دې امله چې «د بېلابېلو مخینو لرونکي خلک له یو بل سره ژوند نه شي کولی» له نیوکې سره مخ شوی. د دغې تجزیې تر پېښېدو وروسته د دغې تجزیې منتقدان د ۱۵ میلیونه افرادو بې کوره کېدلو، تر یو میلیون ډېرو انسانانو وژلو او پر ۷۵۰۰۰ ښځو جنسي تېري ته اشاره کوي تر څو دا روښانه کړې چې دا تجزیه یوه تېروتنه وه. [۲۳][۲۴][۲۵]
The Jamiya-i-ulama-Hind founded in 1919, strongly opposed partition in the 1940s and was committed to composite nationalism.
Upon the assurances of the Congress Party that Sikh interests would be respected as an independent India, Sikh leadership agreed to support the Congress Party and its vision of a united India rather than seeking a separate state. When Partition was announced by the British in 1946, Sikhs were considered a Hindu sect for Partition purposes. They violently opposed the creation of Pakistan since historically Sikh territories and cities were included in the new Muslim homeland.
No sooner was it made public than the Sikhs launched a virulent campaign against the Lahore Resolution.
Many Indian Muslims, including religious scholars, ferociously opposed the Muslim League's demand for Pakistan.
Khan Abdul Ghaffar Khan (a Pathan or Pashtun leader from India's northwest frontier), opposed Jinnah's demand to partition India as un-Islamic and contrary to the history of Muslims in the subcontinent, who had for over a millennium considered India their homeland.
In fact, he had wanted the entire India to be Pakistan. The Muslims had ruled India for a long time; it was not easy to abandon this and let the Hndus rule a major part of the land and the Muslims living there. He firmly believed that India should be returned to the Muslims because it belonged to the Muslims. He further believed that Muslims and Hindus could continue to live together as they had been living. Mashriqi being a visionary was aware that there were far more negatives than this in the partition plan.
However, many Indian Muslims regarded India as their permanent home and supported the concept of a secular, unified state that would include both Hindus and Muslims.
No sooner was it made public than the Sikhs launched a virulent campaign against the Lahore Resolution.
{{cite journal}}
: CS1 maint: unrecognized language (link)
Anthony was vocally critical of the British Raj in India for its racial discrimination in matters of pay and allowances, and for failing to acknowledge the sterling military and civil contributions made by Anglo-Indians to the Raj. Anthony vociferously opposed Partition and fought for the best interests of his community as Indians, not Britishers.
He went on to say, "To welcome Partition is to imply that people with different backgrounds and different blood-lines cannot live together in one nation. A regressive suggestion." He lamented that the "Muslim majorities who got Pakistan did not need it; Muslim minorities remaining in India who needed security became more insecure." "If tyranny had ended with partition, I would have welcomed division. In fact, however, tyranny was multiplied by partition."
The partition of the Indian subcontinent was based on the formula of religious segregation. Many Muslims migrated to Pakistan, but many more also decided to stay back. The country had an obligation to protect Islamic interests as Muslims in India tied their destiny with the rest. There were also Christians, Jews, Sikhs, Buddhists, Jains and other communities which were living mostly in peace for centuries.
Anthony was vocally critical of the British Raj in India for its racial discrimination in matters of pay and allowances, and for failing to acknowledge the sterling military and civil contributions made by Anglo-Indians to the Raj. Anthony vociferously opposed Partition and fought for the best interests of his community as Indians, not Britishers.