د هندوستان د انرژۍ تګلاره په سيمه ييزه کچه هندوستان کې د توليد شوې انرژۍ زياتول او د انرژۍ د فقر کمول دي، په داسې حال کې چې د انرژۍ د بديلو سرچينو په چوړولو زیات تمرکز لري، په ځانګړي ډول هستوي، لمريزه او بادي انرژي. په 2021-22ز کال کې په واردې شوې خالصې انرژۍ تکيه 40.9% وه.[۱][۲][۳][۴]
په 2021ز کال کې په هندوستان کې د انرژۍ مصرف تر 10.4% پورې لوړ شو، او دا هېواد له چين او متحده ايالتونو وروسته د 6% نړيوالې برخې په لرلو سره د انرژۍ څلورم مصرف کونکی هېواد دی. په 2018ز کال کې له ډبرو سکرو څخه د انرژۍ ټولټال ابتدايي مصرف 809.2 Mtoe دی [Mtoe د انرژۍ د اندازه کولو مقياس دی]، چې په دې کې له ډبرو سکرو څخه (452.2 Mtoe; 45.88%)؛ له خامو تيلو څخه (239.1 Mtoe; 29.55%)؛ له طبيعي ګاز څخه (49.9 Mtoe; 6.17%)؛ له هستوي انرژۍ څخه (8.8 Mtoe; 1.09%)؛ له اوبو توليد شوې برېښنا څخه (31.6 Mtoe; 3.91%)؛ او د نوې کېدو وړ انرژۍ څخه (27.5 Mtoe; 3.40%) مصرف دی (په دې کې دوديز بايوماس استعمال شامل نه دی). په 2018ز کال کې، د هندوستان د خامو تېلو واردات نږدې 205>3 ميلیونه ټنه دی، او توليد يې 26.3 Mtoe LNG او 141.7Mtoe د ډبرو سکاره دي، چې په ټوليز ډول په ابتدايي توګه 373.3 Mtoe ته رسېږي، کوم چې د ټولټال ابتدايي انرژۍ مصرف له 46.13% برخې سره برابر دی. هندوستان تر ډېره بريده د خپلې انرژۍ د اړتياوو پوره کولو لپاره د فوسيلي سون توکو په وارداتو تکيه لري – تمه ده چې تر 2030ز کال پورې، به په واردې شوې انرژۍ د دې هېواد د ټولټال مصرف تکيه 53% ته لوړه شي. د هندوستان د برېښنا توليد نږدې تر 80% پورې د فوسيلي سون توکو څخه کېږي. هندوستان له اړتيا زياته برېښنا توليدوي، او په 2017ز کال کې د برېښنا حاشيوي واردوونکی هېواد و. د 2015ز کال له پای ته رسېدو وروسته، د برېښنا د تقاضا د کمښت له امله د برېښنا د توليد لوی تاسيسات بې کاره پاتې دي. په 2016ز کال کې د 208.7 Mtoe په توليد سره هندوستان له چين وروسته د نوې کېدو وړ انرژۍ په تولید کې دويم ځای لري. په 2016ز کال کې په هندوستان کې د CO2 یو کيلو واټ کې د کاربن شدت 0.29 و، کوم چې د متحده ايالاتو، چين او اروپايي ټولنې څخه زيات دی. په 2021ز کال کې له انرژۍ، د اخراج له پروسې، ميتان او بلېدو څخه د انسان له خوا جوړ شوی CO2 اخراج، 2797.2 ميليون ټنه دی، کوم چې د نړيوال اخراج 7.2% برخه جوړوي. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
په 2020-21ز کال کې، له دوديز بايوماس څخه توليد شوې انرژۍ له استعمال پرته د سړي سر انرژۍ مصرف 0.6557 Mtoe دی او د هندوستان د يوې روپۍ پر بنسټ د هندوستان اقتصاد 0.2233 ميګا جولز (53.4 kcal/INR) دی. هندوستان په 2017ز کال کې ټولټال 63% انرژۍ برخه کې په ځان بسياوالي ته رسېدلی دی. د چټکې اقتصادي پراختيا له امله، هندوستان د نړۍ په کچه يو له چټکې مخ پر ودې انرژۍ بازارونو څخه دی او تمه ده چې تر 2035ز کال پورې به د انرژۍ د نړيوالې تقاضا په زياتوالي کې دويم ونډه لرونکی هېواد وي، چې په نړيواله کچه د انرژۍ د مصرف د زياتوالي لامل به وګرځي. د هندوستان له خوا د انرژۍ د مخ پر زياتېدونکې تقضا او د تيلو او ګاز محدودو زېرمو ته په کتنې سره، دا هېواد د نوې کېدو وړ او ډېر حل شوي هستوي انرژۍ پروګرام د پراخولو اميدوار پلانونه لري. هندوستان د نړۍ په کچه د بادي انرژۍ څلورم ستر بازار لري، او په پلان کې لري چې تر 2022ز کال پورې د لمريزې برېښنا وړتيا تر شا اوخوا 100,000 MW پورې زياته کړي. هندوستان په پنځه ويشتو کلونو کې د برېښنا د ټولټال وړتيا توليد هم له 4.2% څخه تر 9% پورې د ونډې ليد لري. په دې هېواد کې تر جوړېدو لاندې پنځه هستوي ريکترونه شته (چې په نړۍ کې درېيم ځای لري) او په پام کې لري چې تر 2025ز کال پورې 18 نور هستوي ريکټرونه جوړ کړي (چې په نړۍ کې دويم لوړ ځای لري). د 2018ز کال په اوږدو کې، د انرژۍ په برخه کې د نړيوالې پانګونې څخه چې 1.85 تريليونه امريکايي ډالره ده، د هندوستان له خوا د انرژۍ د سکتور په برخه کې ټولټال پانګونه 4.1% (75 ميليارده امريکايي ډالره) وه.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
د 2017ز کال د مۍ په مياشت کې د هندوستان د لمريزې انرژۍ PV تعرفه په يو کيلو وارټ ساعت کې 2.44 هندي روپۍ راښکته شوه، کوم چې په هندوستان کې د انرژۍ هر ډول توليد څخه ښکته ده. په 2020ز کال کې، د لمريزې PV برېښنا لپاره په امريکايي ډالرو کې برابره شوې تعرفه په يو کيلو واټ ساعت کې تر 1.35 سينټه پورې راښکته شوه. همدا راز د لمريزې تودوخې زېرمې انرژۍ بټۍ تعرفه په يو کيلو واټ ساعت کې تر 0.063 امریکايي ډالرو راښکته شوې، کوم چې د فوسيلي سون توکو له بټیو څخه ارزانه ده. ارزانه هايبريډ لمريزه انرژي (کومه چې د لمريزې PV او لمريزې تودوخې زېرمه کولو انرژۍ ګډوله وي) د ثابت شبکه يي فعاليت د ډاډمنولو لپاره قيمتي او د ککړتيا خپرونکو ډبرو سکرو/ګاز په مټ چلېدونکې برېښنا په توليد تکيې ته اړتيا نه لري. د لمريزې انرزۍ نرخ د نورو سون توکو د نرخونو (پيټروليم توليدات، طبيعي ګاز/بايوګاز، LNG، CNG، LPG، ډبرو سکاره، ليګنايت، ژوندي کتله او داسې نور) د وروستي استعمال او ګټو پر بنسټ ټاکلو لپاره قياسي نرځ ګرځېدونکی دی.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]
د هندوستان د انرژۍ تګلاره د څلورو سترو پر مخ وړونکو تر منځ د سوداګريزو اړيکو ځانګړتيا لري چې هغه دا دي: په چټکۍ سره مخ پر وده اقتصاد، په کوم کې چې د برېښنا، ګاز او پټروليم توليداتو باور وړ او اعتمادي عرضې ته اړتيا لري؛ په کورني عايد کې زياتوالی، کوم چې د برېښنا ارزانه او مناسبې عرضې او د پخلي پاکو سون توکو ته اړتيا لري؛ د فوسيلي سون توکو محدودې کورنۍ زېرمې، او د طبيعي ګاز او خامو تيلو پراخه برخې واردولو ته اړتيا، او په وروستيو کې د دې تر څنګ د ډبرو سکرو واردولو ته اړتيا؛ او د داخلي، ښاري او سيمه ييز چاپېريال اغېزې، کومې چې د پاکو سون توکو او پاکو ټيکنالوژيو خپلولو ضرورت ته اړتيا لري. په وروستيو کلونو کې، دې ننګونو په پرله پسې ډول اصلاحاتو، بيا جوړولو او انرژۍ پر خونديتابه پاملرنې ترمرکز کولو يوه ستره مجموعه جوړه کړې.[۳۶]
هندوستان په 2020ز کال کې په يوه ورځ کې د 4.669 ميليونه بيرل تيلو په مصرف کولو سره له متحده ايالاتو او چين وروسته درېیم ستر مصرف کونکی دی. د 2019ز کال په اوږدو کې، هندوستان 221.7 ميليونه ټنه خام تيل او 44.4 ميليونه ټنه تصفيه شويو پيټروليمو محصولات وارد کړي و، او 60.7 ميليونه ټڼه تصفيه شوي پيټروليمو محصولات يې صادر کړي و. هندوستان له چين وروسته د خامو تيلو او د هغې د محصولاتو دويم ستر خالص واردونکی دی. هندوستان د تصفيه شويو پيټروليمو محصولاتو د وارداتو لپار د صادرو شويو خامو تيلو په استعمال سره په نړيواله طبقه کې د زياتې تفصيې وړتيا لرونکی دی. د خامو تيلو خالص واردات د تصفيه شويو پيټروليمو محصولاتو د صادراتو او وارداتو له محاسبې وروسته يو په څلور برخې کم دی. د 2019ز کال په اوږدو کې د طبيعي ګاز توليد 26.9 ميليارده مکعب ميتره او مصرف يې 59.7 ميليارده مکعب متره و.[۳۷][۳۸]
د 2012-13 مالي کال په اوږدو کې، د خامو تيلو توليد 37.86 ميلیونه ټنه و، د طبيعي ګاز توليد 40,679 ميليونه معياري مکعب متره (نږدې 26.85 ميلیونه ټنه) و. د خامو تيلو او پټرولیمو د محصولاتو خالص واردات 146.70 ميلیونه ټنه دی چې ارزښت يې 5611.40 ميليارده روپیو ته رسېږي. په دې کې 9.534 ميلیونه ټنه LNG واردات شامل دي چې ارزښت يې 282.15 ميليارده روپيو ته رسېږي. په نړيواله کچه، د LNG نرخ (د LNG يو ميليون Btu = 0.1724 بيرل خام تيل (Boe) = 29.52 مکعب متره طبيعي ګاز = 21 کيلو ګرامه طبيعي ګاز = 29.2 ليتره ډيزل = 21.3 کيلو LPG = 0.293 ميګا واټ ساعت) د حراتي اندازې له اړخه د خامو تيلو ارزښت څخه ښکته ټاکل شوی دی. LNG په ګاز له بدلېدو پرته، د سرک او سمندر له لارې ترانسپورت کې نېغ په نېغه استعمال سون توکو په توګه خپل ځای تر لاسه کوي.[۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]
د 2016ز کال تر پای پورې، د LNG نرخ د هغې د تيلو د لومړيتوب د نرخ څخه نږدې 50% کم شوی دی، چې په دې سره د ترانسپورت په سکتور کې له ډيزلو/ګاز تيلو څخه ډېر اقتصادي سون توکي ګرځېدلي دي. په 2012-13 کال کې، هندوستان 15.744 ميلیونه ټنه پيټرول او 69.179 ميليونه ټنه ډيزل مصرف کړي دي، کوم چې تر ډېره حده د ډېرې بهرنۍ مبادلې په مټ له واردو شويو خامو تيلو څخه توليد شوي دي. د تودوخې، پخلي او برېښنا د توليد لپاره د طبيعي ګازو کارول اقتصادي نه دي، ځکه چې په سيمه ييزه کچه توليد شوي طبيعي ګاز به په زیاته کچه په LNG بدل شي، ترڅو د ترانسپورت په سکتور کې وکارول شي او په دې ډول د خامو تيلو واردات کم کړای شي. د دوديز طبيعي ګاز پر توليد سربېره، په ګاز د ډبرو سکرو بدلول، د ډبرو سکرو د بستر ګاز، د ډبرو سکرو کان ميتان او د بايوګاز هاضم / د نوې کېدو وړ طبيعي ګاز به هم د LNG يوه سرچينه وګرځي، کوم به چې په پراخه کچه د وېشل شوې تقاضا د پوره کولو لپاره د LNG د توليد لپاره غېر متمرکز بنسټ شي.[۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵][۵۶]
د دې ډېره شونتيا شته چې د درنو بارونو ډېر موټر (په ډيزل سره د اورګاډي چليدونکو ماشينونو په ګډون) د LNG په سون توکو چلېدونکو موټرو بدل شي، تر څو د عملياتي لګښت او کمې ککړتيا د ګټو لرنکي ډيزل مصرف تر ډېره بريده کم کړای شي. همدا راز، د برېښنا په توليد کې د واردو شويو ډبرو سکرو څخه په LNG د بدلولو لپاره تر کارونکي پورې، د معادل نرخ اټکل د يو ميليون برتانوي ترمل واحدونو (په ميګاواټ ساعت کې 20 امريکايي ډالره) په سر شپږ امريکايي ډالرو ته نږدې دی. د ارزانه سمندري CNG ترانسپورت په راتګ سره به د لوړ نرخ او لوړ معيار ټرانسپورت په سکتور کې د LNG استعمال محدود شي، تر څو د قيمته مايعو سون توکو ځای ونيسي، او د واردو شويو CNG استعمال به نورو اړتياوو ته پاتې شي. له دې امله چې سمندري CNG ټرانسپورت د منځني واټن د ترانسپورت لپاره اقتصادي دی او په ډېرو بندرګاوو کې د قيمته ښکته کولو اسانتيا څخه پرته په چټکۍ سره د ښکته کولو وړتيا لري، دا د اوبتل د ګاز پايپ لیکو لپاره بديل ګرځېدلی دی. طبيعي ګاز/ميتان هم د سون توکو د حجرې لرونکي موټر ټيکنالوژۍ په مټ د ترانسپورت په سکتور کې د استعمال لپاره د شنو خونو د کوم ډول ګاز له اخراج پرته، په ارزانه نرخ سره په هايډروجن ګاز او کاربن بليک بدلېدای شي.[۵۷][۵۸][۵۹][۶۰][۶۱][۶۲][۶۳]
{{cite web}}
: External link in |خونديځ تړی=
(help); Unknown parameter |خونديځ-تړی=
ignored (help)
{{cite web}}
: External link in |خونديځ تړی=
(help); Unknown parameter |خونديځ-تړی=
ignored (help)