د پیدایښت باورۍ تاریخ، د فکر په تاریخ پورې اړه لري. د دې فرضیې پربنسټ چې طبیعي کائناتو پیل درلود او په خارق العاده ډول رامنځته شوي. د پیدایښت باورۍ اصطلاح په خپل پراخ مفهوم کې د نظریاتو او تشرېحاتو پراخه لړی پوښي او د 19 پیړۍ له پای څخه مخکې په عام ډول نه کارول کېده. ډېری خلکو د ثبت شوي تاریخ په اوږدو کې، نړی د پیدا شوي وجود په توګه لیدلې. د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ډېری لرغوني تاریخي روایات د ځمکې او کائناتو رامنځته کیدو ته اشاره یا دلالت کوي. که څه هم د پیدایښت باورۍ ځانګړې تاریخي پوهې د تجربوي، روحاني او یا فلسفي بېلابېلودرجې کارولې دي، دا ټولې د دې نظریې پربنسټ دي چې کائنات پیدا کړل شوي دي. د Genesis د خلقت روایت د یهودي او عیسوي علم پوهې لپاره بنسټیز چوکاټ چمتو کړی چې څنګه کائنات د Yahweh (په اسرائیلو کې د خدای نوم) خدای د الهامي مداخلې له لارې رامنځته شوي. په تاریخي لحاظ، د دې روایت ادبي تشریحات د تشبیهاتو په پرتله خورا برلاسی وو. [۱][۲][۳]
له ۱۸ پېړۍ راهیسې بېلابېل نظرونه چې هدف یې ابراهیمي دینونه او Genesis د جیولوژي، بیولوژي او نورو علومو سره پخلا کول دي، په لویدیځ کلتور کې رامینځته شوي. په دې وخت کې، د پیدایښت باورۍ کلمه د روح رامنځته کولو عقیدې ته اشاره کوي. هغه کسان، لکه په ۱۸۵۷ زکال کې فیلیپ ګوس، چې وایي دا ډولونه لري، په جلا عمل کې رامنځته شوي عموماً "د خلقت مدافعین" بلل شوي، که څه هم دوی په خصوصي توګه له ۱۸۵۶ ز راهیسې د داروین د ملګرو ترمنځ " پیدایښت باورونکي" بلل شوي. [۴][۵]
په شلمه پېړۍ کې د " پیدایښت باورۍ" کلمه د ۱۹۲۰ ز لسیزې د تکامل ضد حرکت او د ځمکې ځوان پیدایښت باورۍ سره وتړل شوه، مګر په دې استعمال د نورو ډلو لکه د ځمکې زاړه پیداېښت باورلرونکو او د تکامل پیداېښت باورلرونکو له خوا اعتراض شوی چې د خلقت مختلف مفکورې لري، لکه د ځمکې عمر منل او بیولوژیکي تکامل چې د ساینسي ټولنې له خوا هم منل شوی. [۶]
جینیسز فلد The Genesis Flood (۱۹۶۱ز( د ۱۹۴۵ زکال وروسته د ځمکې ترټولو ځوانه پیداېښت باورلرونکې خپرونه شوه. د ۱۹۶۰ ز لسیزې له نیمایي څخه په متحده ایالاتو کې پیداېښت باورلرونکي د عامه ښوونځیو ساینس ټولګیو کې د "Flood geology " په کارولو سره د "ساینسي پیداېښت باوري " ښوونې ته وده ورکړه. د قضیې قانوني قضاوت وروسته ډینیل وی واټرز (۱۹۷۵ز) پریکړه وکړه چې په عامه ښوونځیو کې د پیداېښت باوروی ښوونه د متحده ایالاتو اساسي قانون کې د لومړي تعدیل د تاسیس قضیې سره مخالفه ده، محتوا یې د انجیل ملاحظاتو څخه په ښکاره توګه لرې شوې او د خلقت ساینس نوم یې ورکړ. کله چې د محکمې قضیه اډوارډز وی اګویلارډ (۱۹۸۷ز) پریکړه وکړه چې د خلقت ساینس په ورته ډول د اساسي قانون خلاف دی، د ښوونځی په کتابونو کې د "خلقت" ټولې مراجعې ځیرکې کړنلاره (intelligent design) ته بدلې شوې چې د پیداېښت باورونکو له خوا د نوې ساینسي تیوري په توګه وړاندې شوه. د کټزمیلر وی ډوور ۲۰۰۵ حکم دې پایلې ته ورسید چې ځیرکه کړنلاره ساینس نه دی او د عامه ښوونځيو په ساینس ټولګیو کې په دین ښودلو باندې د اساسي قانون محدودیت سره مخالفت کوي. د ۲۰۱۲ زکال په سپتمبر کې، بیل نی ("The Science Guy") ) خپله اندېښنه څرګنده کړه چې د پیداېښت باورونکي نظرونه په متحده ایالاتو کې د ساینس زده کړې او نوښتونه ګواښي. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
په ۱۵ او ۱۶ پیړیو کې، په نوو ځمکو(هېوادو) کې موندنو د ژوند تنوع پوهه منځ ته راوړه. په ۱۶۰۵ زکال کې فرانسیس بیکن ټینګار وکړ چې په طبیعت کې د خدای کارونه موږ ته لارښوونه کوي چې څنګه انجیل تشرېح کړو او د بیکونین میتود Baconian method تجربوي تګلاره یې معرفي کړه چې د عصري ساینس مرکز شو. طبیعي خدای پېژنده Natural theology په طبیعت کې هغه شواهد لټولي چې د خدای د فعال رول څخه ملاتړ کوي، او د نوې پوهې سره د انجیل طوفان افسانې او د نوح کشتی کیسې د مطابقت هڅې شوې دي. په ۱۸ او ۱۹ پیړیو کې د عصري جیولوژي پرمختګ د جیولوژیکي طبقې او فوسل سلسلې وموندلې چې خورا پخوانۍ ځمکه ته اشاره کوي. د نوح د طوفان ځمکه پېژندنه د دوی د بریا قرباني شوه، لکه څنګه چې د ساینسي تحقیق روحیه چې دوی هڅولې وه، په تدریجي ډول د داسې موندنو لامل شوه چې د سیلاب جیولوژی او ناورین باوری catastrophism په اړه د انجیل فرضیې کموي. [۱۲][۱۳]
د نولسمې پیړۍ له پیل راهیسې هغه نظریې لکه د ژان-باتیسټ لامارک د نوعو د لېږد مفهوم، په پاریس او اډینبورګ کې ملاتړ کوونکي پیدا کړل چې ډېری یې د اناتومیسټانو وو. په ۱۸۴۴ زکال کې د خلقت طبیعي تاریخ پاتې شوني Vestiges of the Natural History of Creation نامعلومه خپرونې د کویکرز Quakers او یونټیرینز Unitarians ملاتړ څخه پراخه عامه علاقه راوپاروله چې د کلک ملاتړ شوي ساینس غوښتنه یې کړې وه، مګر د مذهبي مؤسیسې او ساینسي ټولنې له خوا سختې نیوکې ورباندې وشوې. په ۱۸۵۹ ز کال کې چارلس داروین د نوعو په اصل کې هغه شواهد د یوې معتبرې او محترمې سرچینې څخه چمتو کړل او د یوې لسیزې یا ډېرې مودې په اوږدو کې یې ساینس پوهانو ته قناعت ورکړ چې تکامل واقع کېږي. دا نظر د انګلستان په کلیسا کې د محافظه کاره انجیلیانو سره ټکر درلود، مګر په۱۸۶۰ ز کال کې د دوی پام د انګلیسي لبرال پوهانو liberal Anglican theologians له خوا د مقالو او بیاکتنو په اړه خورا ډیر شورماشور ته واوښت چې "لوړ انتقاد" یې معرفي کړ، لوړ انتقاد د تفسیر علم hermeneutic یو میتود دی چې د انجیل بیا کتنه او د لفظي لوستنو پلټنه کوي. تر ۱۸۷۵ ز پورې ډېری امریکایی طبیعت پوهانو د توحیدي تکامل نظریاتو ملاتړ وکړ چې ډېری وختونه د انسانانو ځانګړی جوړښت په کې شامل و. [۱۴][۱۵]
په دې وخت کې هغه کسان چې وایي دا نوعې په جلا توګه رامنځته شوې وې، عموماً د "خلقت مدافعین" بلل کیدل، مګر دوی کله ناکله د چارلس داروین او د هغه ملګرو ترمنځ په خصوصي توګه "پیدایښت باورونکي" بلل کیدل. دا اصطلاح په هغه لیکونو کې ښکاري چې داروین د ۱۸۵۶ ز او ۱۸۶۳ ز کلنو ترمنځ لیکلي او د چارلس لییل له خوا په ځواب کې هم کارول شوي وه. [۱۶]
په دې وخت کې ځمکپوهانو تشخیص کړل چې ځمکه ملیونونه کاله عمر لري. د داروین له خوا وړاندې شوې دقیقه کرونولوژي د نورو ځمکه پوهانو له خوا رد شوه، او مخکښ فزیک پوه ولیم تامسن (وروسته د لارډ کیلون لقب ورکړل شو) د ځمکې او لمر تودوخې انرژي او تودوخې تاریخ تحلیلونه رامینځته کړل چې د عمر اټکلونه یې ورکړل چې د تدریجي تکامل لپاره خورا لنډ وو. د تامسن همکار فلیمینګ جینکن د داروین د نوعو په اصل باندې ۱۸۶۷ ز بیاکتنې لیکلې چې د موجود وخت لنډوالي پربنسټ د تکامل مخالفت کړې. د کیلوین د عمر تناقض حل شوی نه و، تر هغه چې په شلمه پیړۍ کې وموندل شوه، دا چې ځمکه د راډیو اکټیو وړانګې سره تودېږي، دا چې د هغې داخلي حرارتي تدریج د پوښ ارتباط له خوا اغېزمن کیږي، او دا چې لمر د اټومي څپو د ګډېدو له امله ګرمېږي. [۱۷][۱۸]
د ۱۹۸۰ ز لسیزې راهیسې د لویې چاودنې تیوري big-bang theory د کائناتو لپاره د نړی پېژندنې برلاسی ماډل دی. هغه په ۱۹۳۰ زلسیزه کې د روم کاتولیک کشیش، مونسیګور جورجز لیماتری لخوا تصور شو. لیماټری وړاندیز وکړ چې د کائنات څرګنده پراختیا که په وخت کې یې وړاندوینه وشي، په دې معنا وه چې په تېرو محدودو وختونو کې د کائناتو ټوله کتله په یوه نقطه "لومړني اتوم" کې متمرکزه شوې، کوم ځای او کله چې د وخت جوړښت او فضا رامنځته شوه.[۱۹][۲۰][۲۱]
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) Adapted from Young 1995