د ځمکلاندې اوبو ککړتیا هغه وخت رامنځته کېږي چې ککړوونکي ځمکې ته خوشي کړل شي او ځمکلاندې اوبو ته لاره پیدا کړي. د اوبو دا ډول ککړتیا په طبیعي ډول په ځمکلاندې اوبو کې د کوچني عنصر، ککړوونکي یا ناپاکۍ د موجودیت له امله هم رامنځته کېدای شي چې په دې صورت کې د ککړتیا پر ځای ناپاکي بلل کېږي. د ځمکلاندې اوبو د ککړتیا لامل ښايي په سیمه کې د فاضلابو د تخلیې سیستمونه، د کثافاتو د خښولو ځایونه، د فاضلابو د تصفیې له ځایونو څخه وتونکي مواد، تویېدونکي یا خپرېدونکي فاضلاب، د تېلو پمپونه، هایدرولیکي ماتېدنې یا په کرنه کې د ډېرې کیمیاوي سرې استعمال وي. ککړتیا (ناپاکي) د طبیعي ککړوونکو لکه ارسینیک یا فلورایډ له امله هم رامنځته کېدای شي. که ککړې ځمکلاندې اوبه وکارول شي، د زهري کېدو یا (د اوبو له لارې د لېږدېدونکو ناروغیو) د خپرېدو له لارې عامې روغتیا ته خطرونه پېښولی شي.[۱][۲][۳]
په ځمکلاندې اوبو کې موجود ککړوونکي فزیکي، غیر عضوي کیمیاوي، عضوي کیمیاوي، باکتریولوژیکي او راډيواکټیو پارامترونه لري. په اصل کې ډېری هغه ککړوونکي چې د سطحي اوبو په ککړتیا کې رول لري، ښايي په ککړو ځمکلاندې اوبو کې هم وموندل شي، که څه هم چې اهمیت یې ښايي توپیر ولري.
ارسینیک او فلورایډ په نړیواله کچه د روغتیا د نړیوال سازمان لهخوا د څښاک په اوبو کې د جدي ککړوونکو په توګه پېژندل شوي دي.[۴][۵]
غیر عضوي ارسینیک په خاوره او اوبو کې د ارسینیک تر ټولو عام ډول دی. فلز ته ورته ارسینیک ښايي په طبیعي ډول په ځمکلاندې اوبو کې وي، لکه څرنګه چې تر ډېره په اسیايي هېوادونو لکه چین، هند او بنګلدېش کې لیدل کېږي. د هند او بنګلدېش په شمال کې د طبیعي ارسینیک له امله د ګنګ په جیلګه کې د ځمکلاندې اوبو شدیدې ککړتیا د دوو سیمو پر ۲۵ سلنه لږو ژورو څاهګانو اغېز کړی دی. په دغو سیمو کې ځمکلاندې اوبه هم د ارسینیک لرونکو افت وژونکو د کارولو له امله ککړې شوې دي.[۶][۷][۸]
په ځمکلاندې اوبو کې موجود ارسینیک په هغو ځایونو کې موندل کېدای شي چې کاني عملیات یا کاني کثافات هلته موجود وي او ارسینک هلته وینځل کېږي.
په ژورو ځمکلاندې اوبو کې د طبیعي فلورايډ زیاتوالی یوه لویه اندېښنه ده، ځکه «څه باندې ۲۰۰ میلیونه کسان د څښاک د داسې اوبو له خطر سره مخ دي چې د فلورایډ لوړ غلظت لري». کله چې د اوبو سختي کمه وي، فلورایډ له تېزابي اتشفشاني ډبرو او پاشل شویو اتشفشاني ایرو څخه ازادېدای شي. په ځمکلاندې اوبو کې د فلورایډ د کچې لوړوالی د ارجنټاین په پمپای، چیلي، مکسیکو، هند، پاکستان، د ختیځې افریقا په ریفټ او ځينو اور غورځوونکو جزیروکې یوه جدي ستونزه ده.[۹][۱۰]
په هغو سیمو کې چې ځمکلاندې اوبه یې د څښاک لپاره کارېږي، په طبیعي ډول د فلورایډ لوړې کچې موجودې وي، هلته ښايي د غاښونو د فلوروزیس او د هډوکي د فلوروزیس په نامه دوې ناروغۍ موجودې او شدیدې وي.[۱۱]
د حفظ الصحې د مناسبو تدابیرو نشتوالی او د اوبو نامناسب څاهګان کیندل د غایطه موادو او ادرار له لارې په لېږدېدونکو میکروبونو د ککړو اوبو د څښاک لامل کېږي. په دا ډول لېږدېدونکو ناروغیو کې توره تبه یا د لویانو تبه، کولرا او اسهال یا نس ناستی شامل دي. په غایطه موادو کې څلورو ډولونه (باکتریاوې، ویروسونه، پروتوزوا او د کولمو چینجي یا د دغو چنجیو هګۍ) شامل وي چې په دې کې دا لومړي درې ډولونه معمولاً په ککړو ځمکلاندې اوبو کې موندل کېږي، په داسې حال کې چې د کولمو د چنجنیو یو څه لویې هګۍ معمولاً د خاورې د ماټرېکس په مرسته فېلټر کېږي.[۱۲][۱۳]
ژورې او محدودې اوبه معمولاً میکروبونو ته په پام د څښاک د اوبو تر ټولو خوندي سرچینه ګڼل کېږي. له تصفیه شویو او ناتصفیه مصرف شویو اوبو څخه میکروبونه کولی شي ځمکلاندې اوبه په ځانکړې توګه لږ ژورې اوبه ککړې کړي.[۱۴][۱۵]
نایټرېټ په نړۍ کې په ځمکلاندې اوبو او لږو ژورو اوبو کې تر ټولو عام کیمیاوي ککړونکی دی. په ځينو کم عاید لرونکو هېوادونو کې په ځمکلاندې اوبو کې د نایټرېټ کچه ډېره لوړه ده چې د روغتیايي ستونزو لامل کېږي. نایټرېټ د لوړ اکسیجن په شرایطو کې ډېر پایدار دی (یعنې نه کمېږي).[۱۶][۱۷]
په ځمکلاندې اوبو کې په لېتر کې تر لس ملي ګرام نایټرېټ څخه لوړه کچه د «بلو بې بي سنډروم» لامل کېږي. په اروپايي اتحادیه کې د څښاک د اوبو د کیفیت معیارونو په یوه لېتر کې د نایټرېټ کچه تر ۵۰ ملي ګرامه کمه ټاکلې ده.[۱۸][۱۹]
له دې سره سره، د څښاک په اوبو کې د نایټرېټ د موجودیت او د دغه سندروم تر منځ د اړیکې په اړه په نورو څېړنو کې بحثونه شوي دي. د دغه سنډروم د رامنځته کېدو لامل ښايي د څښاک په اوبو کې د نایټرېټ د غلظت له ډېرېدو پرته کوم بل څه هم وي.[۲۰][۲۱][۲۲]
دا چې ولې په ځمکلاندې اوبو کې د نایټرېټ کچه لوړېږي، ښايي لامل یې په سیمه کې د فاضلابو د تصفیه کولو ځایونه، د فاضلابو خښول او کرنیز فعالیتونه وي. له دې امله ویلی شو چې کېدای شي سرچینه یې ښاري یا کرنیزه وي.[۲۳][۲۴]
تښتېدونکي یا الوتونکي عضوي مرکبات د ځمکلاندې اوبو خطرناک ککړوونکي دي. دغه ککړوونکي معمولاً د بې دقته صنعتي فعالیتونو له لارې چاپېریال ته ننوځي. ډېری دا مرکبات د ۱۹۶۰مې لسیزې تر وروستیو پورې مضر نه وو پېژندل شوي او د ځمکلاندې اوبو تر منظمې کتنې وروسته دا مواد د څښاک د اوبو په سرچینو کې تشخیص شول.
عضوي ککړوونکي د حشره وژونکو او واښه وژونکو په توګه په ځمکلاندې اوبو کې موندلی شو. ډېری افت وژونکي د ډېریو نورو مصنوعي عضوي مرکباتو په څېر ډېر پېچلی مالیکولي جوړښت لري. دا پېچلیتوب یې په اوبو کې د منحلوالي کچه، د جذب ظرفیت او د ځمکلاندې اوبو په سیستمونو کې د افت وژونکو متحرکیت ټاکي. له همدې امله ځينې افت وژونکي د نورو په پرتله ډېر فعال دي او په اسانۍ سره د څښاک د اوبو یوې سرچینې ته رسېدای شي.[۲۵]
نور عضوي ککړونکي لکه عضوي هالیډونه او نور کیمیاوي مرکبات، نفتي هایدروکاربونونه او بېلابېل کیمیاوي مرکبات دي چې د شخصي حفظ الصحې، سینګار توکو، روغتیايي محصولاتو او درملیزو میتابولیتونو کې موجود دي. په غیر عضوي ککړوونکو کې ښايي نور غذايي مواد لکه امونیاک او فوسفاټ او راډيونوکلیډونه لکه یورانیم یا راډون موجود وي چې په طبیعي ډول د ځمکپېژندنې په ځينو جوړښتنو کې شته. د تروشو اوبو نفوذ هم د طبیعي ککړتیا یوه بېلګه ده، خو ډېری وخت د انساني فعالیتونو له امله لا ډېرېږي.
د ځمکلاندې اوبو ککړتیا یوه نړیواله ستونزه ده. د ۱۹۹۱ او ۲۰۰۴ کلونو تر منځ د متحدو ایالتونو د ځمکنیو اوبو د کیفیت په اړه یوه څېړنه وشوه او دې څېړنې وښوده چې ۲۳ سلنه کورني څاهګان د انساني روغتیا له معیارونو پورته ککړونکي مواد لري. یوې بلې څېړنې وښوده چې په افریقا کې د ځمکلاندې اوبو د ککړتیا لویې ستونزې په لاندې ډول دي: (1) د نایټرېټ له امله ککړتیا، (2) میکروبونه، (3) عضوي ککړتیا، (4) مالګین کېدل او (5) د کان د تېزابو ایستل.[۲۶][۲۷]
{{cite book}}
: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
{{cite book}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
{{cite book}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
{{cite journal}}
: CS1 maint: unflagged free DOI (link)
{{cite book}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
{{cite book}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)