د ښځو د رایو ورکولو حق – په ټاکنو کې د ښځو د ونډې اخیستو حق – د ټولې نړۍ په هېوادونو کې د بېلابېلو مهالونو پر مهال ورکړل شوی. په ډېری هېوادونو کې ښځو ته د رایو د ورکړې حق د عمومي رایو د ورکړې له حق وړاندې ورکړل شوی، چېرې چې ځانګړو ټولنیزو اقتصادي ډلو یا نژادونو ته اړوندو ښځینه او نارینه وو نه شو کولای رایه ورکړي. یو شمېر هېوادونو دواړو جنسیتونو یعنې ښځو او نارینه و ته یو ځای د رایو د ورکړې حق ورکړی. په دغه مهالیزه توضېح کې هغه کلونه یاد شوي چې د ښځو د رایو د ورکړې حق په کې د بېلابېلو هېوادونو له خوا تصویب شوی. یو شمېر هېوادونه په کې له یوځل زیات یاد شوي ځکه چې ښځو ته د دغه حق اړوند د عمر، د ځمکې د مالکیت او نورو مواردو له مخې په کې بدلونونه راغلی. په ډېری مواردو کې د رایو د ورکړې له حق ورکولو وروسته هغوی راتلونکی کال په عملي بڼه رایې ورکړې دي.
په من ټاپو (له جغرافیايي پلوه بریتانیا ته له اړوندو ټاپوګانو څخه دی خو د متحدې پاچاهۍ اړوند نه دی) کې یو شمېر ښځو په ۱۸۸۱ زکال کې د رایو د ورکړې حق ترلاسه کړ.[ ۱]
نیوزلنډ په نړۍ کې لومړنی خپلواکه (خودمختاره) هېوادو و چې له ۱۸۹۳ زکال وروسته په کې ټولو ښځو په پارلماني ټاکنو کې د رایو د ورکړې حق ترلاسه کړ. ورته مهال ښځو تر ۱۹۱۹ زکال پورې دا حق ترلاسه نه کړ چې په پارلماني ټاکنو کې ځانونه نوماند کړي. [ ۲]
د سویلي اسټرالیا مستعمرې په ۱۸۹۴ زکال کې ښځو ته اجازه رکړه چې هم رایه ورکړي او هم ځانونه نوماند کړي. په سویډن کې بیا له ۱۷۱۸ زکال څخه تر ۱۷۷۲ زکال پورې د آزادۍ د دورې (age of liberty) پر مهال ښځو ته په مشروط ډول د رایو د ورکړې حق ورکړل شو. خو له دې سره هم تر ۱۹۱۹ زکال پورې په مساوي ډول د رایو ورکولو لپاره زمینه برابره نه شوه، هغه مهال چې نور د ښځینه او نارینه رایه مساوي ګڼل کېده.[ ۳] [ ۴]
۱۹۰۲ زکال ته اړوند اسټرالیایي د ټول ګټو رایو قانون (Commonwealth Franchise Act 1902) ښځو ته لار برابره کړه چې په فدرال ټاکنو کې رایه ورکړي او همدارنګه د اسټرالیا پارلمان ته ځانونه نوماند کړي او په دې سره یې دغه فدرالی شوی نوی هېواد په لومړني هغه هېواد بدل کړ چې ښځو په کې د رایو د ورکړې او ځان نوماند کولو حق تر لاسه کړ، په داسې حال کې چې یو شمېر بومي یا لرغوني اسټرالیایي ایالتونه له دغې پرېکړې مستثنی و.
په ۱۹۰۶ زکال کې د فنلنډ لوی دوک نشین (Grand Duchy of Finland) چې وروسته د فنلنډ په جمهوریت واوښت په نړۍ کې لومړنی هېواد و چې ټولو ښځو او نارینه و ته یې د رایې او همدارنګه د ځان نوماند کولو حق رکړ. همدارنګه فنلنډ لومړنی اروپايي هېواد و چې ښځو ته یې د رایو د ورکړې حق ورکړ. د نړۍ په کچه لومړنیو ښځینه پارلماني استازو راتلونکی کال د فنلنډ پارلماني څوکۍ خپلې کړې. [ ۵] [ ۶]
په اروپا کې وروستۍ قضايي حوزه چې ښځو ته یې د رایو د ورکړې حق ورکړ، سویسي ایالت یا کانتون اپنزل اینرهودن و چې په ۱۹۹۱ زکال کې یې دغه کار وکړ. دغه ایالت د سویس تر ټولو کوچنی ایالت دی چې په ۱۹۹۰ زکال کې یې نږدې ۱۴۱۰۰ تنه اوسېدونکي لرل. په سویس کې ښځو په فدرال کچه د رایو د ورکړې حق په ۱۹۷۱ زکال کې ترلاسه کړ چې په ایالتي کچه یې بیا له ۱۹۵۹ زکال څخه تر ۱۹۷۲ زکال پورې ترلاسه کړی و.[ ۷] [ ۸] [ ۹] [ ۱۰]
فریسلنډ: په لرې پرتو سیمو کې ځمکې لرونکو ښځینه و اجازه ومونده د فریسلنډ (د هالنډ له ۱۲ ایالتونو څخه یو دی) په ایالتي ټاکنو کې رایه ورکړي.[ ۱۱]
سویډن: هغه املاکو لرونکو ښځینه و چې د خپلو املاکو مالیات یې ورکول په قانوني اکثریت یې اجازه ومونده د لرې پرتو سیمو په سیمه ییزو ټاکنو کې رایه ورکړي (دغه حق هېڅکله هم وا نه خیستل شو).[ ۱۲]
کراوسیا: ښځو د کرواسیا په خپلواکه جمهوري شورا یا جمهوریت کې د رایې د ورکولو حق درلود (دغه حق په ۱۷۶۹ زکال کې د فرانسې له خوا د کرواسیا له الحاق وروسته لغو شو).[ ۱۳]
نیوجرسي (متحده ایالاتو ته اړوند ایالت):ښځو د رایو د ورکړې حق ترلاسه کړ خو په ۱۸۰۷ زکال کې لغو شو.[ ۱۴]
سویلي اسټرالیا – اسټرالیايي مستعمره: ملکیت لرونکو ښځو ته حق ورکړل شو رایه ورکړي.
سویډن: په مالیاتو کې د کسر له رامنځته کېدو وروسته سیمه ییزې کچې ته په محدود ډول د رایو د ورکړې حق ورکړل شو؛ د عامه رایې امتیاز په ۱۹۱۹ زکال کې ورکړل شو او په ۱۹۲۱ زکال کې یې له خپل دغه حق کار واخیست.[ ۱۵]
ارجنټاین: یوازې سیمه ییزو ټاکنو ته په محدود ډول، همدارنګه د سان خوآن باسواده ښځینه وګړو دغه حق درلود.
د فنلنډ لوی دوک نشین (د روسیې سترواکي): په لرې پرتو سیمو کې د ښاروالیو په ټاکنو کې مالیاتو ورکوونکو ښځو ته محدود؛ او په ۱۸۷۲ زکال کې یې ښارونو ته هم پراختیا ومونده.[ ۱۶]
ویکټوریا – د ویکټوریا اسټرالیايي مستعمره: ښځو په ناغوښتلي ډول د ۱۸۶۳ زکال د ټاکنو د قانون له مخې د رایو ورکولو حق خپل کړ او راتلونکی کال یې په ټاکنو کې رایه ورکړه. دغه قانون په ۱۸۶۵ زکال کې د تېروتنو د اصلاح په موخه تعدیل شو.[ ۱۷]
د لویې بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي: د ښاروالیو د رایې ورکولو د قانون له مخې هغو مجردو ښځو ته محدود چې د خپلو املاکو مالیات یې ورکول.[ ۱۸] [ ۱۹] [ ۲۰] [ ۲۱]
متحده ایالات – د وایومینګ متحد قلمرو: ښځو ته د رایو ورکولو بشپړ حق ورکړ.[ ۲۲]
لیتویا، د روسیې سترواکي
کوینزلنډ (د اسټرالیا ایالت) (غیر بومي ښځو ته محدود)[ ۲۳] [ ۲۴]
د فنلنډ لوی دوک نشین (د روسیې سترواکي) (د ۱۹۰۵ زکال د روسیې له انقلاب وروسته په اروپا کې د لومړي ځل لپاره د فنلنډ لوی دوک نشین ښځو ته د رایو د ورکړې او پارلمان ته د ځان نوماند کولو حق ورکړ). راتلونکی کال د نړۍ لومړنۍ د پارلمان ښځینه استازې په فنلنډ کې وټاکل شوه.[ ۲۵]
شوروي قرغزستان (شوروي اتحاد)
د لویې بریتانیا او ایرلنډ متحده پاچاهي (له ۳۰ کلونو څخه زیات عمر لرونکو ښځو ته محدود، په داسې حال کې چې دغه شرط د نارینه و لپاره ۲۱ کاله او د هغو نارینه و لپاره چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې یې جګړه کړې و ۱۹ کاله عمر لرل و؛ د ملکیت اړوند شرایط هم بېلابېل و)
د ارمنستان لومړنی جمهوریت[ ۲۶] [ ۲۷]
بلجیم (د ښاروالیو کچې ته محدوده رایه ورکول)
ګرجستان
د هنګري شوروي جمهوریت: د کاریګري اتحادیې ښځینه غړو ته د عمومي رایې ورکونې حق.[ ۲۸]
د من ټاپو: ټولو بالغو ښځینه او نارینه و د رایو د ورکړې او ځان نوماندولو حق وموند، کونډو او مجردو ښځو د ملکیت لرلو په شرط له ۱۸۸۱ زکال وروسته دغه حق وموند.
جامایکا (بریتانوي تاج ته اړونده مستعمره) ۲۵ کلنو او له هغو زیات عمر لرونکو هغو ښځو ته محدود چې په کال کې یې ۵۰ پونډه عاید درلود او ۲ پونډه ټکس یې ورکړی و. (د بالغو وګړو د عمومي رایې حق تر ۱۹۴۴ زکال پورې ور نه کړل شو)[ ۲۹] [ ۳۰]
چکسلواکیا (په سیمه ییزه یا د ښاروالیو په کچه)
لوکزامبورګ
هالنډ (ښځو د رایو ورکولو حق ترلاسه کړ او په ۱۹۱۷ زکال کې یې د ځان نوماند کولو حق هم وموند)
نیوزلنډ (ښځو په ټاکنو کې د رایو ورکولو حق وموند او په ۱۹۱۷ زکال کې د نوماندۍ حق هم ورکړل شو)
سویډن: د اساسي قانون پر بنسټ د سویډن د ملي شورا (Riksdag) د دوه لومړیو پرېکړو څخه لومړۍ یې په ملي شورا کې ښځو ته د مساوي رایې ورکولو حق و.
ارجنټاین[ ۳۱]
د چین جمهوریت (۱۹۱۲-۱۹۴۹ زکال) (د تایوان په ګډون خو د محدودیتونو په لرلو)
مالتا
مکسکو (د ښاروالۍ په کچه محدود)
هند
نیپال
پاکستان (د دولت په بنسټ اېښودو کې)
ملګرو ملتونو د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې ۲۱مه ماده تصویب کړه[ ۳۲]
بلجیم
اسرائیل
عراق
نایجریا
افغانستان (بېرته لغو شو)
۱۹۹۹ زکال
قطر
کویټ (بېرته لغو شو)
افغانستان (د طالبانو د لومړۍ دورې واکمنۍ وروسته بېرته ښځو ته د رایو ورکولو حق ورکړل شو)
سعودي عربستان (ښځو ته یې د رایو ورکولو او همدارنګه د ښاروالیو په ټاکنو کې د ځان د نوماندۍ حق اعلان کړ)[ ۳۷]
افغانستان (پخواني بشپړ حقونه یې لغو کړل او یوازې «لنډ مهاله» محدود حقونه ورکوي)[ ۳۸] [ ۳۹]
↑ "Tynwald - Parliament of the Isle of Man - Home" . www.tynwald.org.im . نه اخيستل شوی 2019-06-28 .
↑ "New Zealand women and the vote - Women and the vote | NZHistory, New Zealand history online" . nzhistory.govt.nz . نه اخيستل شوی 2019-11-25 .
↑ 1894: Women's suffrage, South Australia , National Museum of Australia
↑ Karlsson Sjögren, Åsa, Männen, kvinnorna och rösträtten: medborgarskap och representation 1723–1866 [Men, women and suffrage: citizenship and representation 1723–1866], Carlsson, Stockholm, 2006 (in Swedish)
↑ Brief history of the Finnish Parliament
↑ Centenary of women's full political rights in Finland
↑ "Bilanz der ständigen Wohnbevölkerung nach Kanton, 1991–2016" (XLS) (official site). Neuchâtel, Switzerland: Federal Statistical Office, FSO. 30 August 2017. نه اخيستل شوی 2018-05-07 .
↑ Smith, Bonnie G., ed. (2008). The Oxford Encyclopedia of Women in World History . Oxford University Press. pp. 171 vol 1. ISBN 9780195148909 .
↑ "Women dominate new Swiss cabinet" . BBC News . 22 September 2010.
↑ Gorney, Cynthia (December 12, 2015). "In a Historic Election, Saudi Women Cast First-Ever Ballots" . National Geographic.
↑ Wierdsma Schik, P. (1857). "Akademisch proefschrift over de staatsregtelijke geschiedenis der Staten van Friesland van 1581 tot 1795" . Google Books (په هالنډي). W. Eekhoff. p. 18. نه اخيستل شوی 11 June 2018 .
↑ Karlsson Sjögren, Åsa, Männen, kvinnorna och rösträtten: medborgarskap och representation 1723–1866 [Men, women and suffrage: citizenship and representation 1723–1866], Carlsson, Stockholm, 2006 (in Swedish)
↑ Karlsson Sjögren, Åsa, Männen, kvinnorna och rösträtten: medborgarskap och representation 1723–1866 [Men, women and suffrage: citizenship and representation 1723–1866], Carlsson, Stockholm, 2006 (in Swedish)
↑ Lucien Felli, "La renaissance du Paolisme". M. Bartoli, Pasquale Paoli, père de la patrie corse, Albatros, 1974, p. 29. "Il est un point où le caractère précurseur des institutions paolines est particulièrement accusé, c'est celui du suffrage en ce qu'il était entendu de manière très large. Il prévoyait en effet le vote des femmes qui, à l'époque, ne votaient pas en France."
↑ P. Orman Ray: Woman Suffrage in Foreign Countries. The American Political Science Review. Vol. 12, No. 3 (Aug. 1918), pp. 469–474
↑ P. Orman Ray: Woman Suffrage in Foreign Countries. The American Political Science Review. Vol. 12, No. 3 (Aug. 1918), pp. 469–474
↑ "Women in Parliament – Parliament of Victoria" . Parliament.vic.gov.au. نه اخيستل شوی 2013-05-06 .
↑ "Female Suffrage before 1918" , The History of the Parliamentary Franchise , House of Commons Library, 1 March 2013, pp. 37–9, نه اخيستل شوی 16 March 2016 , by 1900 the number of women registered for the local government franchise in England was over 1 million
↑ Heater, Derek (2006). Citizenship in Britain: A History . Edinburgh University Press. p. 136. ISBN 9780748626724 .
↑ "Women's rights" . The National Archives. نه اخيستل شوی 11 February 2015 .
↑ "Which Act Gave Women the Right to Vote in Britain?" . Synonym . نه اخيستل شوی 11 February 2015 .
↑ Rea, Tom. "Right Choice, Wrong Reasons: Wyoming women win the right to vote" . wyohistory.org . نه اخيستل شوی 26 August 2015 .
↑ Brief history of the Finnish Parliament
↑ Centenary of women's full political rights in Finland
↑ Bourdiol, Julien (1908), Condition internationale des Nouvelles-Hebrides , p 106
↑ Badalyan, Lena (5 December 2018). "Women's Suffrage: The Armenian Formula" . Chai Khana. Archived from the original on 1 December 2018. نه اخيستل شوی 30 November 2018 .
↑ Harutyunyan, Anahit (8 March 2018). Առաջին խորհրդարանի (1919-1920) երեք կին պատգամավորները . ANI Armenian Research Center (په ارمني). Yerevan: Armenian Research Center for Anteriology. Archived from the original on 4 May 2018. نه اخيستل شوی 11 January 2019 . Three female deputies of the first parliament (1919-1920)
↑ Sulkunen, Irma; Nevala-Nurmi, Seija-L eena; Markkola, Pirjo, eds. (2009). Suffrage, Gender and Citizenship: international perspectives on parliamentary reforms . Newcastle upon Tyne, England: Cambridge Scholars. pp. 242–243. ISBN 978-1-4438-0162-1 . Archived from the original on 2020-02-28. نه اخيستل شوی 2023-05-01 . ; ; ; ;
↑ "History this week:Constitutional Developments in British Guiana and Jamaica between 1890 and 1945 (Part 3)" . Stabroek News . Georgetown, Guyana. 13 May 2010. Archived from the original on 24 August 2013. نه اخيستل شوی 16 February 2019 .
↑ "Continuation of the Session of the Honourable Legislative Council" . The Gleaner . Kingston, Jamaica. 17 May 1919. p. 6. نه اخيستل شوی 16 February 2019 – via Newspaperarchive.com . کينډۍ:Open access
↑ Gregory Hammond, The Women's Suffrage Movement and Feminism in Argentina From Roca to Peron (U of New Mexico Press; 2011)
↑ "The Universal Declaration of Human Rights" . www.un.org . نه اخيستل شوی 2019-06-28 .
↑ Wayne, Tiffany K. (29 June 2020). Women's Suffrage: The Complete Guide to the Nineteenth Amendment . ISBN 9781440871993 .
↑ Sankey, Margaret D. (17 August 2018). Women and War in the 21st Century: A Country-by-Country Guide . ISBN 9781440857669 .
↑ Franceschet, Susan; Krook, Mona Lena; Tan, Netina (26 October 2018). The Palgrave Handbook of Women's Political Rights . ISBN 9781137590749 .
↑ "Kuwait grants women right to vote" . CNN . May 16, 2005. نه اخيستل شوی 13 April 2014 .
↑ "Women in Saudi Arabia 'to vote and run in elections' " . BBC News . London. September 25, 2011. نه اخيستل شوی September 25, 2011 .
↑ "Taliban to 'temporarily' adopt monarchy constitution granting women voting rights with riders" . India Today . Delhi. September 28, 2021. نه اخيستل شوی September 28, 2021 .
↑ "East Asia/Southeast Asia :: Brunei — The World Factbook - Central Intelligence Agency" . www.cia.gov . نه اخيستل شوی 2019-06-28 .