«د ښځو پر وړاندې جګړه» د متحده ایالاتو په سیاست کې یو شعار دی چې د جمهوري غوښتونکي ګوند د ځینې پالیسیو او قوانینو د تشرېح کولو لپاره کارول کېږي، چې د ښځو د حقونو په ځانګړې ډول د بارورۍ او ماشوم لرې کولو د حقونو په ګډون د ښځو د محدودولو لپاره پراخه هڅه کوي. د نانسي پلوسي او باربارا باکسرا په څېر مخکښو ديموکراتانو او همدارنګه فیمېنستانو دا عبارت د یادو قوانینو پر پلویانو د نیوکې لپاره کارولی، چې غواړي خپل ټولنیز لیدلوری د قانون له لارې پر ښځو تحمیل کړي. دا شعار د امیندوارۍ حفظ الصحې، په ځانګړې توګه د زېږون کنترول، د ماشوم لرې کولو خدماتو، د ماشوم لرې کولو د عمومي مالي تامین په موخه د جنسي تېري تعریف؛ د ښځو پر وړاندې جنايي څارنه او د ښځو پر وړاندې په کار ځای کې تبعیض په څېر برخو کې د جمهوري غوښتونکو د پالیسیو د تشرېح کولو لپاره کارول شوی.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
حال دا چې له ۲۰۱۰ څخه مخکې په نورو محتواو کې کارېده، خو د ۲۰۱۰ کال د کانګرېس له ټاکنو څخه وروسته د امریکا په سیاسي خبرو اترو کې په یو عام شعار بدل شو. دا اصطلاح غالباً په اوباما کییر (د ارزانه او لوړ کیفیته روغتیايي پاملرنې لایحه، ژباړن) کې له باردارۍ څخه د مخنیوي فرمان سره د مخالفت او د ښځو لپاره د روغتیايی سازمانونو د بودیجې د کموالي د پالیسیو د تشرېح لپاره کارول کېږي، البته هغه روغتیايي سازمانونه چې د والدینو له پلان سره د ماشوم لرې کولو خدمتونه وړاندې کوي. دغې مفهوم ته په ۲۰۱۶ کال کې د متحده ایالاتو په ولسمشریزو ټاکنو کې بیاځلي پام وشو، کله چې جمهوري غوښتونکي نوماند ډونالد ټرامپ د ښځو پر وړاندې پاروونکو تاریخي بیانیو او کړنو ته اشاره وکړه. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
دا عبارت او مفهوم د جمهوري غوښتونکو او د ماشوم لرې کولو خلاف ځینې دیموکراتانو له نیوکې سره مخ دی. د جمهوري غوښتونکو د ملي کمېټې رئیس رینس پربیوس دا یو له حده ډېر ساده نکل وباله چې د دیموکراتانو او رسنیو لهخوا وړاندې شوی دی. په داسې حال کې چې نورو جمهوري غوښتونکو ادعا وکړه چې دغه ډول الفاظ د دیموکراتانو د اقتصادي مدیریت پر وړاندې د ولسمشر بارک اوباما د حواسو د ګډوډولو لپاره کارول کېږي. د ۲۰۱۲ کال د باردارۍ او جنسي تېري په اړه د ټاډ اکېن بحث پاروونکې نظریې پر دغه مفهوم د رسنیو د بیا تمرکز لامل شوې. جمهوري غوښتونکو هڅه وکړه دا عبارت له دغه ریا کار استدلال سره چې دیموکراتانو د خپل ګوند د غړو پر جنسي رسواييو چې ښځې يې غولولې او ځورولې، جنسي تېری يې کړی او د جنسیت له مخې د ماشوم د زیانولو له لایحې سره د مبارزې د نه ملاتړ او د نه نیوکې له امله د دیموکراتانو پر ضد وکاروي. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]
سخت دریځې/ رادیکال فېمینیستې انډریا ډورکین په ۱۹۸۹ کال کې د خپل کتاب په سریزه کې د «ښځو پر وړاندې جګړه» په اړه لیکل وکړل او په ۱۹۹۷ کال کې یې هغه او خپلې نورې لیکنې د مرګ او ژوند په نوم اثر کې د ښځو پر وړاندې د مداومې جګړې په اړه د تاسف نه وړ لیکنې له فرعي عنوان سره راټولې کړې. فېمینیستې سوزان فالوډي په ۱۹۹۱ کال کې د غبرګون: د امریکايي ښځو پر وړاندې نه اعلان شوې جګړې په کتاب کې استدلال وکړ چې رسنیو د ۱۹۸۰ لسیزې په بهیر کې د ۱۹۷۰یمې لسیزې د فېمینیستي پرمختګونو پر وړاندې «غبرګون» رامنځته کړی. د ښځو پر وړاندې د جمهوري غوښتونکو جګړه په نوم د پخوانۍ جمهوري غوښتونکې سیاسي مشاورې تانیا میلیچ د ۱۹۹۶ د خاطراتو کتاب: د کرښو تر شا یو محرم راپور، د جمهوري غوښتونکو پهواسطه د مساوي حقونو له تعدیل سره مخالفت او د ماشوم زیانولو ضد غورځنګ ترکیب له فېمینیستي دلیلونو څخه انحراف وباله. [۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]
د جورج ډبلیو بوش دولت د هغه د ولسمشرۍ په بهیر کې د فېمینیستانو او د ښځو د حقونو د فعالانو له مقاومت سره مخ شو. په ۲۰۰۴ کال کې فیمېنیستي مطبعې د ډبلیو د اغېز په نوم: د ښځو پر وړاندې د بوش د جګړې اړوند د لورا فلنډرز د مقالاتو ټولګه خپره کړه. په همهغه کال کې سیلویا فدریچي د کالیبان او کوډګره په نوم اثر کې «د ښځو پر وړاندې جګړه» په لومړنۍ معاصره اروپا کې د جنسیتي اړیکو د بیارغونې د تحلیل لپاره د یو چارچوکاټ په توګه یاده کړه. اقتصادپوه باربارا فینلي په ۲۰۰۶ کال کې د جورج ډبلیو بوش او د ښځو پر وړاندې جګړه په نوم کتاب: د پرمختګ په لور د ساعت بېرته راګرځول چې د زیډ بوکس خپرندویه ټولنې خپور کړ. [۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]
د ۲۰۱۰ کال په منځمهاله ټاکنو کې جمهوري غوښتونکي ګوند (GOP) د مشرانو جرګې اکثریت ترلاسه کړ. د ۲۰۱۱ کال د جنوري په ۴مه د کانګریس تر رامنځته کېدو یوه ورځ وروسته له لېبرال ډيلي کوز ورځپاڼې څخه کیلې جوی ګرې د «ښځو پر وړاندې راتلونکې جګړه» له سر لیک سره یوه مقاله ولیکله. په دغې مقاله کې هغه ډېری هغه قوانین تشرېح کړل چې جمهوري غوښتونکو غوښتل د مشرانو جرګې له طریقه یې پر مخ یوسي، په دې کې د شخصیت اړوند قوانین، د جنین درد او د والدینو له پلان سره د ماشوم روزنې د بودیجې پر کموالي هڅه شامله وه. د ۲۰۱۱ کال په فبروري کې سارا سلټزر او لورن کیلي «د ښځو پر وړاندې د جمهوري غوښتونکي ګوند په جګړه کې د ۹ نویو قوانینو» له سرلیک سره د الټرنېټ مقالې له لیکلو سره د ایالت په کچه د ماشوم زیانولو حقونو ته د محدود لاسرسي په مستندولو پیل وکړ. په همهغه میاشت کې د نیویارک استازي جرولډ ناډلر د ماشوم لرې کولو لپاره د مالیې ورکوونکو د مالي تامین پرته پيشنهادي قانون ته اشاره وکړه، دا د کانګرېس له لومړیو اقداماتو څخه و او یوله هغو اقداماتو څخه بلل کېده چې سیاست ته یې بدلون ورکاوه چې په ترڅ کې یې یواځې د «جبري جنسي تېري» قربانیان یا له جنسي ناسمې ګټې اخیستنې سره مخ ماشومان د ماشوم د لرې کولو لپاره ځانکړې شوې بسپنې مېډیکېډ په شرایطو برابر بلل کېدل چې «د ښځو او د هغوی د کورنیو پر وړاندې جګړه کې په بشپړ ډول یوه نوې جبهه وه.» د فلوریډا استازی او د دیموکرات د ملي کمېټې ریئس ډبي واسرمن شولټز د «ښځو پر وړاندې جګړه» اصطلاح د ۲۰۱۱ کال په مارچ کې وکاروله. [۴۹][۵۰]
«د ښځو پر وړاندې جګړې» شعار غالباً په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کې د ښځو د بارورۍ او روغتیا قوانینو په تصویب کې د بېساري زیاتوالي د تشرېح پر مهال کارېده. په ۲۰۱۱ کال کې په ټوله امریکا کې ایالتي ولسي جرګو د ښځو او د بارورۍ د حقونو په اړه له ۱۱۰۰ څخه ډېرې مادې معرفي کړې او د ۲۰۱۲ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۹۴۴ اضافي مادي ایالتي ولسي جرګو ته ورزیاتې شوې چې نیمو یې د جنین زیانولو ته لاسرسی محدوداوه. قانون پر اجباري التراسوند/تلویزوني معاینو متمرکز دی، چې د جنین د لرې کولوموده محدودوي او د جنین د زیانولو بیمه محدودي. [۵۱][۵۲][۵۳][۵۴]
دیموکراتې ستراتیژیستې زرلینا ماکسول یو.اېس نیوز اند ورلډ ریپورټ (د متحده ایالاتو خبرونه او نړیوال راپور) ته یوه سرمقاله ولیکله چې په هغه کې یې د ګاتماچر موسسې تحلیل ته اشاره وکړه، یاد تحلیل دا څرګندوله چې ایالتي ولسي جرګې ۱۳۵ قوانین وضع کړي چې د هغه سند په توګه د ښځو د بارورۍ پرحقونو اغېز کوي چې «د ښځو پر وړاندې د جمهوري غوښتونکو جګړه» خیالي نه ده. دا تحلیل ښيي چې د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۱ کلونو تر منځ د ماشوم د زیانولو د حقوقو پر وړاندې د مخالفو ایالتونو شمېر د پام وړ ډېر شوی او په ۲۰۱۱ کال کې د ایالتي مشرانو جرګو لهخوا د ماشوم زیانولو د محدودولو لپاره د تصویب شویو مقرراتو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی. [۵۵][۵۶]
ډېری ایالتونو د امریکن یونایټيډ فار لایف (امریکایان د ژوند لپاره متحدې دي) پهواسطه لیکل شوي موډلي قوانین تصویبول، دا د ماشوم د زیانولو پر ضد یوه مدافعې ډله وه. د ۲۰۱۱ کال په جون کې چرمن یوویسټ او له متحدو امریکایانو څخه ډېنیس اېم. بوړک دغه تشرېح د وال سټریټ ژونال لپاره تایید کړه او ویې لیکل چې «اېنډیانا د روغتيا پالنې لپاره د فېدرال بودیجې په له لاسه ورکولو تهدیدیږي او ځنډيږي چې «د ښځو پر وړاندې د جګړې» د اعلان په توګه ورته سپکاوی کېږي.» [۵۷]
{{cite web}}
: External link in |خونديځ تړی=
(help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter |تاريخ الوصول=
ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف=
ignored (help)
{{cite web}}
: External link in |خونديځ تړی=
(help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter |تاريخ الوصول=
ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف=
ignored (help)