د کمپیوټري هارډوېیر تاریخچه چې له ۱۹۶۰ کال څخه پیل کېږي، د جامد وسایلو لکه ټرانزیسترونو او بیا یوځای شوي سرکېت (IC) چېپونو ته د خلاء له څراغ څخه بدلون په نښه کوي. د ۱۹۵۳ کال څخه تر ۱۹۵۹ کال پورې، جلا ترانزیسترونه په پراخه کچه ډاډمن او اقتصادي ګڼل کېدل چې نور یې د خلاء څراغ کمپیوټرونه له سیالۍ و غورځول. وروپسې د ۱۹۶۰ لسیزې په نیمو کې د اوسپنیز-اکساید د نیمه هادي (MOS) پراخ یوځایتوب (LSI) ټکنالوژي د نیمه هادي حافظې او بیا د ۱۹۷۰ لسیزې په لومړیو کې مایکرو پروسیسر د را منځ ته کېو لامل شو. دا د کمپیوټر د لومړنۍ حافظې لامل شو چې د مقناطیسي-مرکزي حافظې څخه یې جامد ساکن او ډینامیکي نیمه هادي حافظې ته بدلون وموند، چې د کمپیوټر بیه، کچه او د برېښنا مصرف یې په پراخه بڼه کم کړ. دا پرمختګونه په ۱۹۷۰ کلونو کې د کوچني شخصي کمپیوټر (PC) لامل شول، چې په کورنیو کمپیوټرونو او ډېسکټاپ (سرمېزي) کمپیوټرونو پیل شو، ورپسې لپټاپ (زنګون سرو) کمپیوټرونو او بیا په راتلونکو څو لسیزو کې یې ګرځنده کمپیوټرونو ته یې لاره هواره کړه.
په دې مقاله کې، د "دویم نسل" اصطلاح هغه کمپیوټرونو ته اشاره کوي چې جلا ټرانزیسترونه کاروي، حتی هغه وخت چې پلورونکي دوی ته د "دریم نسل" په توګه اشاره کوي. تر ۱۹۶۰ کال پورې ترانزیستر کمپیوټرونو د خلاء څراغ کمپیوټرونو ځای ونیو، چې ټیټه بیه، لوړ سرعت او د بریښنا کم مصرف وړاندې کړ. په بازار کې IBM او اوه وړوکي برلاسي وو:
خو ځینې کوچنیو شرکتونو پراخه ونډه ولوبوله. همدارنګه، د دویم نسل له پای ته رسېدو سره سم، د ډیجیټل تجهیزاتو شرکت (Digital Equipment Corporation) د کوچنیو او منځۍ کچې ماشینونو په بازار کې جدي سیال و.
په پیل کې د دویم نسل کمپیوټرونو جوړښت توپیر درلود؛ چې په کې د خصوصیاتو پر بنسټ اعشاري کمپیوټرونه، د ۱۰ رقمي کلمې د علامې-مقدار اعشاري کمپیوټرونه، د علامې-مقدار مضاعف (باینري) کمپیوټرونه، او د یو بشپړوونکي باینري کمپیوټرونه ګډون لري، که څه هم ځینې کمپنیو لکه پیلکو، آر سي اې او هاني وېل ځینې کمپیوټرونه درلودل چې د خصوصیاتو پر بنسټ باینري کمپیوټرونو وو، او نورو کمپنیو لکه د ډیجیټل تجهیزاتو کارپوریشن (DEC)، پيلکو د دوه بشپړوونکي کمپیوټرونه درلودل. د IBM ۳۶۰/سیستم په راتګ سره، د دوه بشپړوونکي کمپیوټرونه د نوي محصول د تولید د کرښې لپاره په نورم بدل شول.
د باینري لویو کمپیوټرونو (mainframes) لپاره د رایج کلمې اندازه ۳۶ او ۴۸ بایټ وه، که څه هم لومړیو کاروونکو او د منځنۍ کچې ماشینونو کوچنۍ کلمې، لکه ۱۲ بایټ، ۱۸ بایټ، ۳۰ بایټ کارولې. له کوچنیو ماشینونو پرته ټولو ناهمغږي I/O چینلونه او وقفې درلودل. د ځانګړتیاوو له اړخه، باینري کمپیوټرونه چې تر ۳۶ بایټونو د کلمې حجم یې درلود، په هره کلمه کې یې یوه لارښوونه درلوده، بائنري کمپیوټرونو چې په هر کلمه کې یې ۴۸ بایټونه حجم درلود دوه لارښوونې درلودې او د CDC ۶۰-بایټه ماشینونو په هره کلمه کې دوه، دری یا څلور لارښوونې درلودې. د لارښوونو له ترکیب سره سم، د بوروس د B5000 د لارښوونو ټولګه، د B6500/B7500 ټولګه او د B8500 د لارښوونو ټولګه پدې کې د پاملرنې وړ استثناوې دي.
د لومړي نسل د ډیټا چینلونو (I/O چینلونه) کمپیوټرونو د چینل کېبل ته د DMA (د حافظې مستقیم لاسرسي) ابتدایي پیوستون (interface) درلود. دویم نسل هم ساده و، لکه څنګه چې د ۶۰۰۰CDC په لړۍ کې چینلونو هیڅ DMA نه درلود، او هم یې ډېر پیچلي ډیزاینونه درلودل، لکه په ۷۰۹۰ IBM کې ۷۹۰۹ چې محدود محاسبوي، محدود انشعاب (په څانګو وېش) او پرچاو سیسټم درلود.
که څه هم د ۱۹۶۰ کلونو په اوږدو کې داسې ماشینونو شتون درلود چې استوانه یي حافظه او د ځنډ-کرښې حافظه یې کاروله، خو تر ۱۹۶۰ کال پورې مقناطیسي مرکزي حافظه برلاسې ټیکنالوژي وه. د دویم نسل په ځینو ماشینونو د نري-فلم مقناطیسي حافظه او میله یي حافظه کارول کېده، خو د مرکزي حافظې په ټیکنالوژي کې پرمختګ تر هغه برلاسی پاتې شول چې نیمه هادي حافظې د دواړو، هم مرکزي حافظې او هم نري فلم ځای ونیو.
په لومړي نسل کې، کلمه-بنسټه کمپیوټرونو په عمومي ډول یو واحد ذخیره کوونکی یا لنډمهاله حافظه (accumulator) او یو شاتاړی (extension) درلود، چې د پورته او ښکته ذخیره کوونکي، ذخیره کوونکی او د ضرب ضریب (MQ) رجستري یا ثبت کوونکې په نوم بلل کېدل. په دویم نسل کې، په کمپیوټرونو کې د څو پته مننونکو ذخیره کوونکو شتون عام شو. په ځینو کمپیوټرونو کې، د بېلګې په توګه، PDP-6، ورته ثبت کوونکو د ذخیره کونکو او د شاخص ثبت کوونکو په توګه کار کاوه، چې دوی د عمومي ثبت کوونکو لومړنۍ بېلګه ګڼل کېږي.
په دویم نسل کې، د پتې په نویو بڼو کې، د لنډې پتې په ګډون، د بېلګې په توګه، په Philco TRANSAC S-2000، UNIVAC III ، او په RCA 601، UNIVAC 1107, GE 635 کې د اتومات شاخص ثبت د زیاتوالي په ګډوڼ، پراخ پرمختګ موجود و. که څه هم د شاخص ثبت په لومړي نسل کې چې د B-line تر نوم لاندې وړاندې شو، په دویم نسل کې د هغه کارول خورا عام شو. په همدې ډول، غیر مستقیمه پته په دویم نسل کې، هم د شاخص په ثبت کې او هم د هغه پر ځای، ډېر عامه شوه . په داسې حال کې چې په عمومي ډول د لومړي نسل کمپیوټرونو لږ شمېر د شاخص ثبت درلود یا یې هېڅ نه درلود، خو د دویم نسل د کمپیوټرونو زیاتره نسلونو، د بېلګې په توګه، Atlas، Bendix G-20، IBM 7070، د شاخص د ثبت لوی شمېر درلود.
لومړي نسل، د بېلګې په توګه په IBM 709 کې TSX، د لاندچلن د اړیکې لپاره د ځانګړو اسانتیاوو کارول پیل کړل. په دویم نسل کې، دا ډول اسانتیاوې هر اړخیزې و عامې وې. په لاندې توضیحاتو کې، NSI د راستنیدو پتې د راتلونکی ترتیب لارښوونه ده. ځینې بېلګې یې په لاندې ډول ډي:
د ټوپ پته (Jump Address) ثبت په Philco TRANSAC S-2000 کې
د لړۍ د تاریخچې (Sequence History) او د ګډې لړۍ د تاریخچې (Cosequence History) ثبت په Honeywell 800 کې
په IBM 1401 کې د شاخصي ځانګړتیا سره د B ثبت
په RCA 301 او RCA 501 کې د P (STP) ځایونه ذخیره کوي
په UNIVAC 1107 کې د راګرځېدو ټوپ (Return Jump)
د CDC 3600 او CDC 6000 لړۍ کې د راګرځېدو ټوپ
په IBM 7070 کې د کلمې په شاخص (BLX) کې ځای ټاکي او وېشي
د GE-600 لړۍ کې Xn (TSXn) لېږدوي او تنظیموي
په IBM System/360 کې څانګه او اړیکه (BAL)
په DEC PDP-6 کې د ټېل جمپ
په بروروس B5000 نسل کې د پروګرام توضېح کونکي
په بروروس B6500 نسل کې د پروګرام توضېح کونکي
دویم نسل د داسې ځانګړتیاوو د معرفي شاهد و چې موخه یې د څو پروګرامونو او څو پروسسرونو د ترتیب، لکه د د مالک/غلام (څارونکي/ستونزې) حالت، د ذخېرې د خوندیتوب کیلۍ، د محدود ثبت، د پتې د ژباړې اړوند خوندیتوب او اټومي (ناڅرګندې لارښوونې) ملاتر کول وو. [۱][۲]
{{cite web}}
: External link in |خونديځ تړی=
(help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف=
ignored (help)