د ۱۹۰۰ – ۱۹۰۲ زکال پر مهال د روسیې قطبي اکتشافي ماموریت

د روسیې قطبي اکتشافي ماموریت له ۱۹۰۰ زکال څخه تر ۱۹۰۲ زکال پورې د سن پترزبورګ د علومو د اکاډمۍ له خوا ترسره شو څو د سایبریا د نوو ټاپوګانو شمالي لوري ته شمالي منجمد سمندر مطالعه او د سانیکوف په نامه افسانوي ځای ومومي. د دغه اکتشافي ماموریت مشري د بالتیک جرمني څخه ځمک پوه او د شمالي قطب کاشف، بارون اډوارډ وون ټول کووله چې د زاریا په نامه بېړۍ پر مټ یې ترسره کړ. ټول او د هغه درې همکاران د ۱۹۰۲ زکال په وروستیو کې هغه مهال چې د بانټ ټاپو اړوند په څېړنو بوخت وو، ورک شول. د دغه ماموریت بل کلیدي غړی هم الکساندر کولچاک و چې بیا وروسته ځوان څېړونکی، د روسیې د سمندري پوځ افسر او د روسیې د کورنۍ جګړې پر مهال لنډ مهالی واکمن و. کولچاک همدارنګه د ټول او د هغه د همکارانو د ژغورنې ماموریت ترسره کړ.

مخینه

[سمول]

د ۱۸۸۴ – ۱۸۸۶ زکلونو پر مهال ټول له الکساندر فون بونګه سره د لېنا له خولې څخه د یانا تر خولې پورې د شمالي منجمد قطب په سواحلو کې د سایبریا د نوو ټاپوګانو په کشف کې مرسته وکړه. له دې وروسته نوموړي په کوتلني ټاپو کې د ماموت هډوکي او په نوې سایبریا کې بولوشوې لیاخوفسکي ټاپوګان او هلته د ډبرو سکاره وموندل. [۱]

د یوې صافې ورځې پر مهال ټول له کوتلني ټاپو څخه شمال ختیځ لوري ته په ۱۰۰ کیلومترۍ کې ناڅرګندې ټاپوئېزې کرښې ولیدې چې شېپ داره سواحل او لوړ غرونه یې لرل. هغه باوري و چې دا د سانیکوف افسانوي سیمه ده چې دغه مهال په نقشو کې د یو ډبلې کرښې په بڼه ښوول شوې وه. [۲]

په ۱۸۹۳ زکال کې له نوې سایبریا څخه له راګرځېدو وروسته ټول سیمې ته د یو پام وړ سمندریز سفر د ترسره کولو په موخه کمپاین پیل کړ چې په دغو کې د علومو اکاډمۍ ته د هغه له جزیاتو ډک سیمینار هم شامل و. هغه اکاډمي متقاعده کړه چې د تایمیر ټاپو ختیځو برخو او همدارنګه برینګ تنګي ته د یو بالقوه سمندریز مسیر د موندلو په موخه اکتشافي سفر ترسره شي؛ هغه استدلال وکړ چې امریکایان هم د همدغې موخې په لټه کې دي او نه باید هغوی له موږ څخه لومړي واوسي. دغه پروژه د زیات لګښت له امله وځنډېده تر هغه چې د ۱۸۹۹ زکال د ډسمبر په ۳۱مه نېټه دویم نیکولاس تصویب او ټول یې د دغه اکتشافي ماموریت د مشر په توګه وټاکه. [۳]

پلان جوړونه او چمتووالي

[سمول]

لوی دوک قنسطنطین د دغه اکتشافي ماموریت په مدیریت کې پام وړ رول ولوباوه، له همدې امله د هغه انځور د زاریا بېړۍ د ناستې د خونې په لوړ ځای کې بند شوی دی. د سمندري ځواکونو د افسر په توګه قنسطنطین له دغه اکتشافي ماموریت سره پرېمانه لېوالتیا وښوده او مرسته یې وکړه څو بودیجه یې له ۲۴۰ زرو روبلو څخه ۵۰۹ زرو روبلو ته زیاته شي. دغه ماموریت په غوره بڼه تنظیم شو او پیلنۍ چارې یې له کوم ځنډ پرته ترسره شوې.

د وروستي پلان پر بنسټ، د نوو سایبریايي ټاپوګانو له سروې کولو وروسته به دغه ماموریت د ختیځ پر لور حرکت کوي او له کیپ ډژنف څخه په تېرېدو به ولادي وسټوک ته ځان رسوي. همدارنګه وړاندیز دا و چې دلته به دوی په دوه ډلو تقسیم کېږي او کوچنۍ مرستندویه ډله به د سایبریا ټاپوګانو ته د اړتیا وړ توکو د لېږد مسئولیت پر غاړه لري. [۴]

په دغه ماموریت کې کارول کېدونکې بېړۍ په ناروې کې جوړه شوې وه او وروسته بیا د هارالډ هارفاګر په نامه ګرینلنډ ته څېرمه د اوبو د خوګانو د ښکار په موخه کارول کېده. دا یوه ښکاري بېړۍ وه چې د فرام او اسس وېګا بېړیو په څېر جوړه وه. دغه بېړۍ د فریتیوف نانسن په وړاندیز په ۶۰ زره روبله وپېرل شول او د زاریا روسي نوم یې پرې کېښود چې د سپېده چاودې په معنی دی. [۵][۶]

له پېرلو وروسته دغه بېړۍ په لاوریک کې د کالین آرچر د بېړیو جوړونې کارخونې ته ولېږل شوه، څو له یخ سره د مقابلې په موخه یې چمتو کړي. نارویژي کشتۍ جوړونکي کالین آرچر، د فریتیویف نانسن لپاره هغه بېړۍ جوړه کړې وه چې په ۱۸۹۶ زکال کې شمالي قطب ته له خپل اوږد مهالي سفر (۱۸۹۳ – ۱۸۹۶ زکال) وروسته بېرته روغه راګرځېدلې وه. آرچر همدارنګه په ۱۸۹۷ زکال کې د سویلي تقاطع د اکتشافي ماموریت لپاره د سوترن کراس په نامه بېړۍ سمبال او هغه یې په یوې بشپړې قطبي بېړۍ اړولې وه. ارچر دغه بېړۍ د داخلي فرمونو او بیمونو پر مټ لا کلکه او پریمانه نور بدلونونه یې هم په کې رامنځته کړل. همدا و چې دغه بېړۍ د ۱۸۹۹ زکال په اکتوبر میاشت کې د یو درې کلن قطبي سفر لپاره تائید شوه.

د هایدرولوژیکي برخو لپاره یې د تجهیزاتو فرمایش په انګلستان، سویډن او روسیه کې ورکړ. له دې سره چې هایدرولوژیکي چمتووالي یې ډېر ناوخته پیل شول، خو کلچاک چې د دغې چارې مسئولیت ورترغاړې و، له ستونزو سره لاس او ګرایون و څو هغه په خپل مهال کې بشپړ کړي. ده همدارنګه په ناروې کې له نانسن سره د سلامشورې او روزنو په موخه ولیدل او بیا یې له دغه ځایه مسکو او آرخنګلسک ته سفر وکړ؛ دلته یې د سفر په موخه درې تنه هم استخدام کړل چې یو له دغو څخه سمیون اوسټیفیف و چې وروسته بیا د ټول له خوا د غوره بېړۍ چلونکي په توګه وستایل شو. [۷][۸][۹]

خدمه

[سمول]

د دغه اکتشافي ماموریت په څېړونکې علمي برخه کې لاندې کسان شامل وو: [۱۰]

  • بارون اډوارډ ټول – د ماموریت مشر، ځمک پوه او ژوي پوه.
  • قنسطنطین ولاسووېچ – د ۱۱ کسیزې مرستندویه ډلې مشر او ځمک پوه.
  • نیکولای کولومیتسف – د زاریا بریدمن او کپتان. هغه وړاندې له دې د یني سئي سیند په خوله کې د سپین سیند په اکتشافي ماموریت کې ونډه لرله.
  • فئوډور ماټیسن – بریدمن او د کولومیتسف یاور. نوموړی په ۱۸۹۹ زکال کې سوالبارد ته د اکتشافي سفر غړی و.
  • الکساندر کلچاک – بریدمن، هایدروګراف، هایدرولوژېست، مقناطیس پوه، هایدروکېمېسټ او کارتالوژېست.
  • الکسي بیالینیتسکی- بیرولیا – د روسیې په علومو اکاډمۍ کې د ژوي پوهنې د موزیم مخکښ ژوي پوه.
  • فردریس سیبرګ – ستورپوه او مقناطیس پوه.
  • هرمن اي. والټر – ډاکټر او باکتریالوژېست. په ۱۸۹۹ زکال کې نوموړي په هغه اکتشافي ماموریت کې ونډه لرله چې په مورمانسک او نوایا زملیا سیمو کې یې څېړنې وکړې.
  • ویکټور کاتین یارتسف – سیاسي تبعید شوی ډاکټر. هغه د ډاکټر والټر ځای ونیو چې د ۱۹۰۱ زکال د ډسمبر په ۲۱مه نېټه د زړه د سکتې له امله ومړ.
  • میخائیل بروسنف – سیاسي تبعید شوی انجینر.
  • او.اف. ټسیونګلنسکي – سیاسي تبعید شوی زده کړیال.

په ملاتړیزه ډله کې بیا لاندې کسان شامل وو:

  • نیکیفور بیګیچف – په بېړۍ کې خدمتګار.
  • نیکولای بزبورودوف – بېړۍ چلونکی.
  • سمیون اوستیفیف – بېړۍ چلونکی.
  • واسیلي ګوروخوف – بېړۍ چلونکی.
  • ایوان کلیګ – اور وژونکی.
  • ایوان مالیګین – بېړۍ چلونکی، چې وروسته د سټیفان له خوا د راستوګویف ځای ناستی شو.
  • تریفن نوسف – اور وژونکی.
  • اډوارډ اوګرین – مخکښ انجینر.
  • نیکولای پروتودیا اکونوف – بېړۍ چلونکی.
  • ګاویریل پیزروف – اور وژونکی.
  • الکسی سمیاشیکل – بېړۍ چلونکی، چې وروسته یې ځای موشر پیټر ستریژیف ونیو.
  • اډوارډ شیروینسکی – انجینر.
  • سرګئی تولستوف – بېړۍ چلوونکی.
  • فوما یاسکوېچ – آشپز.
  • واسیلي ژلزنیاکوف – مسیر ټاکونکی.

د ۱۹۰۰ زکال د اپرېل په لومړیو کې ټول دغه ټیم د ناورې په لارویک ښار کې راغونډ شو، چېرې چې زاریا د بېړۍ جوړونکي کالین آرچر تر کار لاندې وه. له دغه ځایه اوسلو ته ولاړل څو هلته ځانته یو شمېر علمي وسایل او د ډبرو سکاره وپېري او سن پترزبورګ ته یې راوړي. د مۍ په ۲۹مه نېټه دویم نیکولاس دغه بېړۍ وکتله او هغو ته یې د ډبرو سکرو په رسولو کې مرسته وکړه. څو ورځې وروسته بیا لوی دوک قنسطنطین هم دغه بېړۍ وکتله. [۱۱][۱۲][۱۳]

لاسته راوړنې او اهمیت

[سمول]

دغه اکتشافي ماموریت د قطبي سیمو د جغرافیايي جوړښت او ژوروالي اړوند د بشپړې او سیستماتیکي اندازه ګیرۍ نمونې وړاندې کړې. ورته مهال یې څو نوي ټاپوګان کشف او هلته یې څېړنې وکړې. سربېره پر دې دوی د تایمیر ټاپو وزمې او کوتلني ټاپو کره نقشه هم وړاندې کړه. [۱۴]

د دغه سفر په علمي پایلو کې د هوا پوهنې، سمندر پوهنې، ځمکنۍ مقناطیس پوهنې، یخ پوهنې، فیزیکي جغرافیا، بوټي پوهنې، لرغون پوهنې او قوم پوهنې موضوعات او د شفق مشاهدات شامل وو. د دغو ترلاسه شوو معلوماتو پروسس له ۱۰ څخه تر ۱۵ کلونو وخت ونیو څو هغه د روسیې د علومو اکاډمۍ په ژورنال او سمندریزو چارتونو کې خپاره شي.

سرچينې

[سمول]
  1. Zyryanov, pp. 41–42
  2. Zyryanov, pp. 41–42
  3. Экспедиция барона Толля. e-reading-lib.org (in Russian)
  4. Zyryanov, pp. 41–42
  5. Экспедиция барона Толля. e-reading-lib.org (in Russian)
  6. Zyryanov, p. 43
  7. Katin-Yarcev V.N. (1904). "На Крайний Север. (В Русской полярной экспедиции барона Э. В. Толля.)". Мир Божий. 2: 93.
  8. Kruchinin, p. 20
  9. Zyryanov, p. 44
  10. Zyryanov, p. 43
  11. Zyryanov, p. 46
  12. Kolomeitsev N.N. (1902). "Русская полярная экспедиция под начальством барона Толля" [Russian polar expedition led by Baron Toll]. Izvestiya RGO. 38 (3): 343.
  13. Zyryanov, p. 47
  14. Zyryanov, p. 73