رابرت ډيل اوين | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۷ نومبر ۱۸۰۱[۱][۲][۳] ګلاسګو |
مړینه | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | ديموکراتيک ګوند |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | سياست [۴]، ديپلوماسي [۴]، اوټوپیا [۴] |
لاسليک | |
سمول |
رابرټ ډيل اوين (۷ نومبر ۱۸۰۱ – ۲۴ جون ۱۸۷۷) يو سکاټلينډي الاصله ويلزي ټولنيز سمونپال و، چا چې په ۱۸۲۵ز کال کې متحده ايالاتو ته کوچ وکړ، د متحده ايالاتو تبعه شو او د انډيانا په سياست کې د انډيانا د استازو په مجلس کې د ډيموکراتيک ګوند د استازي په توګه فعال و (۱۸۳۵- او ۱۸۵۱-۵۳)، هغه همدا راز د متحده ايالاتو د استازو په جرګه کې هم د اينډيانا استازولي وکړه (۱۸۴۳-۴۷). د کانګريس د غړي په توګه «اوين» هغه قانون په برياليتوب سره مخ په وړاندې بوت، کوم چې «سمتسونين» اداره منځ ته راوړه او د دې ادارې په لومړي رئيسه پلاوي کې يې خدمت وکړ. اوين همدا راز په ۱۸۵۰ز کال کې د انډيانا اساسي قانون کنوانسيون ته د استازي په توګه خدمات وړاندې کړل او «ناپليس» ته د متحده ايالاتو د شارژد افير په توګه وټاکل شو. (ناپليس د ايتاليې يو ښار دی)
اوين د خپل پلار «رابرټ اوين» د ټولنپالو اصولو يو ځيرک مدافع و او د «نیو هارموني» انډيانا د هرې ورځې د کارونو سمبالښت يې کاوه، کومه چې یوه ټولنپاله «يوټوپي» ټولنه وه چې له خپل پلار سره يې په ۱۸۲۵ز کال کې جوړه کړې وه. د بلوغ د ژوند پر مهال، رابرټ ډيل اوين ګڼې رسالې، ويناوې، کتابونه او ليکنې وکړې او خپرې کړې، کومو چې د روحانيت په اړوند د هغه د باور په ګډون د هغه د شخصي او سياسي اندونو ښودنه کوله. اوین په انډيانا کې د ۱۸۲۰ز لسيزې په وروستيو کې له «فرانسس رايټ» سره په شريکه د «نيو هارمني ګزټ» مديرت وکړ او د ۱۸۳۰ز لسيزې پر مهال په نيويارک ښار کې يې د «فري انکوايرر» مديرت پر غاړه و. اوين د واده شويو ښځو د شتمنۍ درلودلو او طلاق د حقوقو پلوی و او د ۱۸۵۱ز کال د انډيانا په اساسي قانون کې يې د يوې مادې ځايول خوندي کړل، د کومې په پايله کې چې د ويړيا عامه ښوونځيو لپاره د يو ډول نظام په موخه د مالياتو په مرسته مالي تمويل منځ ته راوړل شو او د انډيانا د عامو زده کړو د سرپرست څوکۍ يې جوړه کړه. اوين په ۱۸۶۲ز کال کې د هغو پرانيستو لیکونو له امله هم مشهور دی، په کومو کې چې د مريتوب د ختمولو او عامې ازادۍ ملاتړ شوی دی. تر څنګ يې دا وړانديز شوی چې فدرالي حکومت بايد ازادو شويو خلکو ته مرستې وړاندې کړي.
رابرټ ډيل اوين د ۱۸۰۱ز کال د نومبر په اومه نېټه د سکاټلینډ په «ګلاسګو» کې زېږېدلی و، د مور نوم يې «ان (يا اني) کارولين ډيل» او د پلار نوم يې «رابرټ اوين» و. د هغه مور د «ډايويډ ډيل» لور وه، څوک چې يو سکاټلينډی د رخت جوړنکی و؛ د هغه پلار چې په ويلز کې زېږېدلی و، د «نيو لانارک ميل» نيمه څښتن او مدير شو، کومه چې د سکاټلينډ په «نيو لانارک» کې د هغه د خسر د رخت کارخانه وه. رابرټ ډيل د مور او پلار د اتو بچيانو له ډلې تر ټولو مشر ژوندی پاتې شوی زوی و؛ د هغه کشران خوېندې وروڼه (درې وروڼه درې خوېندې) وليام، ان (يا اني) کارولين، جين ډال، ډايويډ ډال، ريچارډ ډال او ميري وو.[۵][۶][۷]
اوين د سکاټلينډ په «بريکس فيلډ» کې ستر شوی و او په شپاړس کلنۍ کې د سويټزيرلينډ په «هوفويل» کې د «فليپ امانويل ون فيلنبرګ» ښووځي ته تر استول کېدو مخکې يې شخصي زده کړې کړې وې. د سويس ښوونځي «اوين» «جوهن هينرک پسټالوزي» د زده کړې له طريقې سره بلد کړ. د رسمي زده کړې له بشپړولو وروسته، اوين سکاټلينډ ته ستون شو، څو په «نيو لانمارک» کې د خپل پلار سره د رخت په سوداګرۍ کې ملګرتيا وکړي.[۸][۹]
د اوين پلار چې يو بريالی رخت جوړونکی او بشرپال و، يو پېژندل شوی ټولنپال مصلح شو، د چا د ټولنيزې برابرۍ په ليد کې چې د نورو پروژو تر څنګ، په متحده ايالاتو او انګلستان کې د تجرباتي يوټوپي ټولنو منځ ته راوړل هم شامل و. رابرټ ډيل اوين، څوک چې په ۱۸۲۵ز کال کې متحده ايالاتو ته په کوچ کولو سره په ډېرو ټولنيزو مسائلو کې له پلار سره همنظری و، د متحده ايالاتو تبعه شو او د انډيانا په «نیو هارمني» کې يې له خپل پلار سره د ټولنپالو ټولنو په منظمولو کې مرسته وکړه. د «اوين» درې ژونديو پاتو وروڼو (وليام، ډايويډ او ريچارډ) او د هغه خور «جين» هم متحده ايالاتو ته کډوال شول او د «نیو هارمني» اوسېدونکي شول.[۱۰][۱۱][۱۲]
د ۱۸۲۵ او ۱۸۲۸ز کلونو تر منځ، «اوين» د انډيانا په «نیو هارمني» کې د ټولنپالو ټولنو ورځنۍ چارې سمبالولې، په داسې حال کې چې د هغه پلار په اروپا کې د خپلو ټولنيزو اصلاحاتو او بشرپالو کارونو د بيا پيل کولو لپاره بېرته «برتانيې» ته ستون شو. د هغه پر کارونو سربېره، «اوين» او د «فرانسس رايټ» په نوم يو بډای سکاټلينډی بشرپال او سخت دريځ سمونپال په «نيو هارمني ګزټ» کې ليکنې خپرې کړې، کومه چې د ښار اونيزه ورځپاڼه وه او د همدې ورځپاڼې د شريکو مديرانو په توګه يې کار وکړ. دا ورځپاڼه چې په ۱۸۲۵ز کال کې تاسيس شوې وه، د انډيانا تر ټولو لومړيو ورځپاڼو څخه يوه وه؛ خو د ۱۸۲۹ز کال د فبروۍ په مياشت کې يې خپرېدل بند شول.[۱۳][۱۴][۱۵]
په ۱۸۲۷ز کال کې د «نیو هارمني» يوټوپيايي ټولنې له منحل کېدو وروسته، «اوين» مخکې تر دې چې په ۱۸۲۹ز کال کې بېرته متحده ايالاتو ته ستون شي، په اروپا کې يې سفرونه وکړل. په دې پړاو کې اوين «اخلاقي فيزيولوژي» يا «د نفوس د پوښتنې په اړوند لنډه او ساده رساله (۱۸۳۰) وليکله، کومه چې د نفوس د مديريت په اړه یوه جنجالي رساله وه. دا په متحده يالاتو کې د «ډاکټر چارلس نولټن» د «د فلسفې ميوه Fruits of Philosophy» تر څنګ د نفوس د مديريت په ملاتړ کې يو له لومړيو کتابونو څخه و. نولټن او اوين همعصره وو او څرګنده ده چې يو بل يې پېژندل. د نولټن د کتاب منځپانګه د اوين په کتاب کې معلومېږي او د نولټن د کتاب دويم ځپل خپرېدو کې د اوين ځينې مواد شامل وو.[۱۶][۱۷][۱۸]
اوين د نیويارک ښار ته ولاړ، چېرته چې هغه او «رايټ» په شریکه سره تر ۱۸۳۱-۳۲ پورې د (فري انکوايرر) اونيزې په شريکه مسئوليت مديرت په غاړه درلود. څه ډول چې دوی په «نیو هارمني ګزټ» کې کړي وو، «فري انکوايرر» هم پر بېلا بېلو موضوعاتو د دوی سخت دريځو اندونو څرګندونو ته دوام ورکړ، د مريتوب ختمول، د ښځو حقوق، د رايې نړيوال حق، وړيا عامه زده کړه، د زيږون مديريت او مذهب په دې موضوعاتو کې شامل وو. وروسته له دې چې هغه او رايټ د نيويارک د ورځپاڼې مديريت بند کړ، په ۱۸۳۳ز کال کې، اوين د انډيانا نيو هارمني ته ستون شو.[۱۹][۲۰]
د اوین او «ميري جين رابنسن» واده د ۱۸۳۲ز کال د اپريل په دولسمه نېټه د نيويارک ښار د قاضي په وړاندې وشو. اروپا ته د یو اوږد سفر څخه وروسته، دوی د انډيانا په «نیو هارمني» کې مېشت شول. دې جوړې شبږ بچيان درلودل، د هغوی له منځه دوه په کم عمرۍ کې مړه شول. د ودی پاتې بچيانو نومونه دا دي: فلورانس (په ۱۸۳۶ز کې زېږېدلی)، جوليان ډيل (په ۱۸۳۷ز کې زېږېدلی)، ايرنيسټ (په ۱۸۳۸ز کې زېږېدلی) او روزامونډ (په ۱۸۴۳ز کې زېږېدلی).[۲۱][۲۲]
د ۱۸۷۶ز کال د جون په درويشتمه نېټه د خپلې لومړۍ مېرمنې له مړينې پنځه کاله وروسته، اوين له «کالډويل لوټي والټن کيلوګ» سره د نيويارک په «کالډويل» کې واده وکړ او هغه بيا يو کال وروسته ومړ.
د ۱۸۲۹-۳۰ز کلونو په اوږدو کې، اوين د نيويارک د کارګر سړي ګوند فعال مشر شو. د هغه مهال د نورو ډيموکراتانو په پرتله، اوين له مريتوب سره مخالف و، په داسې حال کې چې د هغه سخت دريځ ګوندپالنې نوموړی د هغه مهال له مخکښو مريتوب مخالفينو څخه لرې کړ.[۲۳]
په ۱۸۳۳ز کال کې د انډيانا نيو هارمني ته له ستنېدو وروسته، هغه په ايالتي سياست کې فعال شو. اوين د انډيانا د استازو په مجلس کې خدمات وړاندې کړل (۱۸۳۵-۳۸ – ۱۸۵۱-۵۳). د خپلې لومړۍ دورې پر مهال، د ايالت د مالياتو په مټ مخ تلونکي عام ښوونځي نظام لباره د ځانګړي کړي مبلغ په خوندي کولو سره، هغه د انډيانا د عمومي اسامبلۍ د یو اغېزناک غړي په توګه ثابت کړ. سربېره پر دې، اوين د قوانينو په وړاندې کولو کې مهمه ونډه درلوده او د کونډو او واده شويو ښځو د شتمنۍ ساتلو حق په ملاتړ کې يې استدلال وکړ، خو دا قانون بيا هم له ماتې سره مخ شو. هغه همدا راز هغه قوانين وړاندې کړل چې ښځو ته د طلاق زیاته ازدي ورکوي.[۲۴][۲۵]
{{cite web}}
: Unknown parameter |تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter |خونديځ تړی=
ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف=
ignored (help)ساتل CS1: url-status (link)