روبرتو مانګابیرا اونګر | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | ۲۴ مارچ ۱۹۴۷ رايو ډي جينېرو [۱] |
تابعیت | برازیل [۲] |
رکن | د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | پرتګالي ژبه |
کاروونکي ژبه | |
کار ورکوونکی | هروارد پوهنتون |
سمول |
روبرتو مانګابیرا اونګر (په انګلیسي: Roberto Mangabeira Unger؛ پیدایښت: ۲۴-مارچ-۱۹۴۷ز) یو برازیلي فیلسوف او سیاستوال دی. فعالیت یې د کلاسیکې ټولنیزې تیورۍ او پراګماتیزم د دود پر چاپېره راګرځي او د حقوقي تیورۍ، فلسفه او دین، ټولنیزې او سیاسي تیورۍ، پرمختللي بلونجونو او اقتصاد په شمول نورو څانګو ته هم غځېږي. په طبیعي فلسفه کې هغه د «منفرده نړۍ او د وخت واقعیت» لهامله شهرت لري. په ټولنیزې تیوري کې د هغه «سیاست: جوړښتي ټولنیزې تیورۍ په تړاو اثر» مخکښ دی. په حقوقي تیوري کې هغه د انتقادي حقوقي مطالعاتو غورځنګ غړی ؤ چې یاد غورځنګ د امریکا حقوقي پوهنتونونو کې میتودولوجیکي اجماع سره دړېوړې کړه. د هغه سیاسي فعالیت، له نظامي رژیم څخه وروسته برازیل ته د دېموکراسۍ په راوړلو کې مرسته وکړه او په ۲۰۰۷ او بیا په ۲۰۱۵ز کې د برازیل د ستراتیژیکو چارو وزیر په توګه د هغه له ټاکل کېدو سره خپل هسک ټکي ته ورسېد. داسې برېښي چې د هغه فعالیت د انسانیت په هکله یو لیدلوری او د وګړو د پياوړتیا او د بنسټونو بدلون په اړه یوه کړنلاره وړاندې کوي.[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
د هغه د فلسفې محوري ټکی دا دی چې انسانیت تر هغو زمینو څخه، چې په کې واقع کېږي، ستر وښیي. هغه ویني چې هر وګړی، لا ښه ژوندون ته د رسېدلو لپاره وړتیاوې لري. د هغه ټولنیز فکر ریښه دغه اعتقاد ته رسي چې «ټولنیزه نړۍ یوه قراردادي رامنځته شوې او خیالي نړۍ ده». د هغه فعالیت له دغې فرضیې څخه پیلېږي چې هېڅ ډول طبیعي یا اړین ټولنیز، سیاسي یا اقتصادي ترتیبونه د فردي یا ټولنیز فعالیت بېخبنا نهده. د اونګر په اند، د مالکیت حقوق، لېبراله دېموکراسي او مزدورکاري، واړه د انسان په لاس جوړ شوي تاریخي اوزار دي او د انسان د سمسور او ازاد فعالیت له موخو سره هېڅ کومه اړینه اړیکه نهلري. د اونګر په اند، بازار، دولت او انساني ټولنیز سازمان باید د مخکې لهمخکې ټاکل شویو بنسټیزو ترتیبونو کې تنظیم نهکړل شي، خو د هغه څه پر بنسټ چې د فردي او ټولنیزې پياوړتیا لپاره فعالیت کوي، د ازمایښت او بیاکتنې لپاره خلاص پرېښودل شي. هغه پر دې باور دی چې په دغه توګه د انسان خلاصون امکان رامنځته کېدلای شي.[۱۲][۱۳][۱۴]
د اونګر مورنی نیکه، اوکتاویو مانګابیرا ؤ چې د ۱۹۲۰ز لسیزې په وروستیو کې د برازیل د بهرنیو چارو وزیر پاتې شوی ؤ، تر هغو چې د ګېتولیو وارګاس د ډېکتاتورۍ لهامله څو اروپا او امریکا کې څو ځلي بندي او تبعید شو. په ۱۹۴۵ز کې برازیل ته له راستنېدو وروسته یو منځنی-کیڼاړخی ګوند یې تاسیس کړ. په کال ۱۹۴۶ز کې په کامارا فدرال کې د استازي په توګه، په ۱۹۴۷ز کې د باهیا والي، او په ۱۹۵۸ز کې د سناتور په توګه وټاکل شو.[۱۵]
د اونګر مور او پلار دواړه روښاندي وو. آلمانيالاصل پلار یې، آرتور اونګر، په ماشومتوب کې له درسدن څخه امریکا ته کډوال او وروسته بیا د متحده ایالاتو تبعه شو. مور یې اېدیلا مانګابیرا نومېده او د برازیل یوه شاعره او خبریاله وه. آرتور او اېدیلا په متحده ایالاتو کې د اوکتاویو مانګابیرا د تبعید په موده کې سره ولېدل. [۱۶][۱۷]
روبرتو مانګابیرا اونګر په کال ۱۹۴۷ز په ریو دې ژانیرو کې زېږېدلی او خپل د ماشومتوب دوره یې د منهتن په «اپر ایست سایډ» کې تېره کړې ده. هغه د آلن ستیونسن په خصوصي ښوونځي کې شامل شو. په یوولس کلنۍ کې یې پلار مړ شو او مور یې سره له کورنۍ برازیل ته کډه وکړه. هلته په یوه یسوعي ښوونځي کې شامل شو او د ریو دې ژانیرو په فدرال پوهنتون کې یې حقوق ولوستل. [۱۸]
اونګر د ۱۹۶۹ز کال په سپټمبر کې د هاروارډ حقوقو پوهنځي ته لار ومونده. د LLM سند په ترلاسه کولو سره یې، بیا هم یو کال له تحصیلي بورسیې سره په هاروارډ کې پاتې شو او وروسته بیا د ډوکتورا زدهکړې یې پیل کړې. اونګر په ۲۳ کلنۍ کې د د لومړي کال زدهکړیالانو ته فقه ښودله. په ۱۹۷۶ کې، کله چې ۲۹ کلن ؤ، خپل SJD سند یې ترلاسه کړ او د علمي کادر یو ځوان غړی او وروسته د هاروارډ په حقوقو پوهنځي کې د دایمي استاد په توګه پاتې شو.[۱۹]
د اونګر اکاډمیک ژوند له «پوهه او سیاست» او «په نومهالې ټولنه کې حقوق» کتابونو سره پیلېږي چې په ترتیب سره په ۱۹۷۵ او ۱۹۷۶ز کلونو کې چاپ شوي دي. دغه آثار د دې لامل شول چې اونګر سره له ډنکن کېندي او مورتون هورویتز سره د انتقادي حقوقي مطالعاتو (CLS) مرکز پرانېزي. نوموړي غورځنګ، معیاري حقوقي بورسیې له ننګونو سره مخ کړې او د حقوقي زدهکړو لپاره یې راډیکالي وړاندیزونه وړاندې کړل، چې د امریکا په ټولو حقوقي پوهنتونونو کې یې لانجې راوپارولې.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
د ۱۹۸۰ز لسیزې په اوږدو کې، اونګر پر خپل ستر کتاب – سیاست: په جوړښتي ټولنیزې نظریې کې یو اثر – باندې کار وکړ؛ یاد کتاب په درې ټوکونو کې چاپ ته چمتو شو چې په هغو کې کلاسیکه ټولنیزه نظریه تر څېړنې او ارزونې لاندې نیول شوې او یو سیاسي، ټولنیز او اقتصادي بلونج پهکې پنځول شوی ؤ. د کتابونو دغه لړۍ د داسې یوې فرضیې پر بنسټ ولیکل شول چې ګنې ټولنه یوه قراردادي ښکارنده ده؛ یاد کتابونه ځیني بنسټیز ترتیبونه ردوي. په ۱۹۸۷ز کې د «سیاست» چاپ شوی کتاب د ټولنیز سیاست پر نومهالې نظریې باندې تر ټولو غوره انتقادي اثر ؤ؛ د جوړښتي او ایډیولوجیکي بدلون یوه نظریه پهکې وپنځېدله او د نړۍ د تاریخ په هکله یې یوه بلونجه څرګندونه وړاندې کړه.
{{cite web}}
: External link in |خونديځ تړی=
(help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف=
ignored (help)

: نگهداری یادکرد:عنوان آرشیو به جای عنوان (link)