زمرک ځدراڼ | |
---|---|
د شخص مالومات | |
د مړينې نېټه | کال 1972 |
پلار | ببرک خان ځدراڼ |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | له ۱۹۴۴ تر ۱۹۴۷ کلونو پورې د افغان قبایلو بغاوتونه |
سمول |
زمرک خان ځدراڼ (د شهرت مهال له ۱۹۰۰ لسیزې تر ۱۹۷۲ ز کال پورې) د ځدراڼ د قوم یو خان و چې د افغان قبایلو د بغاوت به مهال ۱۹۴۴- ۱۹۴۷ ز کې یې د افغانستان حکومت پر وړاندې او بیرته د واک ګدۍ ته د امان الله خان د راستنولو لپاره یې مبارزه وکړه. ځینو سرچینو د هغه نوم مزارک یا زمرک هم یاد کړی دی. [۱][۲][۳][۴]
ببرک خان ۹ یا ۱۸ زامن درلودل او زمرک یې تر ټولو مشر و، نوموړی د زمرک خان د پیدایښت په مهال د ځدراڼ د قوم مشر و. د زمرک یو ورور سید اکبر نومېده. د زمرک ژمنی کور په المارا کې و. د نوموړي ظاهره څېره په ۱۹۵۱ ز کال کې داسې بیان شوې: «یو لوی تنه کس چې توره ږیره یې لرله او د وړیو ګلدوزي شوي قهوه اې رنګه چوګا (بالاپوش) به یې پر کمېس او پرتوګ اغوست». په ۱۹۷۲ز کال کې د هغه ظاهري بڼه داسې بیان شوې: «یو پیاوړی پښتون، پر خپل نفس باندې اعتماد لرونکی په ظاهره او کړو وړو کې ارام، د نرمو خبرو لرونکی او د یوه ځانګړې اصلیت لرونکی. هغه سپینچک قهوه اې کمیس او پرتوګ اغوستی و، د لیاقت لویه توره خولۍ یې پر سر او همداشان تور بوټونه یې په پښو و او همداشان ږیره او بریت یې هم رنګ کړي و».[۵][۶][۷][۸][۹]
زمرک د خپل پلار له مړینې وروسته واک ته ورسېد. هغه د امان الله خان د بیرته راستنېدو ملاتړی و، هغه څوک چې د کورنیو جګړو له امله له سلطنت څخه وشړل شو. هغه څېړنه چې د یوه پاکستاني له خوا په ۱۹۴۷ ز کال کې تر سره شوې ده وايي: «له هغه وروسته چې اوسنیو مشرانو د کابل تخت تصرف کړ، نو د سیداکبر مشر ورور، زمرک ته یې د نایب سالار رتبه ورکړه». [۱۰][۱۱][۱۲]
زمرک په ۱۹۴۴ز کال کې دولتي ځواکونو ته د افغانستان په سویلي ولایت کې کمین ونیو او له هغه وروسته هغه ته بیرته ماتې ورکړل شوه او اړ شو چې بیرته غرونو ته ولاړ شي. هغه په وروستیو کلونو کې هم د افغانستان د حکومت پر وړاندې جګړې ته ادامه ورکړه. د ۱۹۴۴ز کال په وروستیو کې هغه پر بریتانوي هند برید وکړ او هلته یې د بلوچستان د قوم مشر، سلطان احمد هم له ځانه سره یو ځای کړ. څه وخت وروسته یو بل یاغي قومي مشر د پاک په مستعار نوم هم له ده سره ملګری شو. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
خو بیا هم د زمرک بخت هومره پیاوړی نه و چې دوام وکړي. او د بریتانوي هند د بمباریو په زور بیرته له بریتانوي هند قلمرو څخه را وشړل شو. د صافیو د قوم زیاتره خلک د ۱۹۴۵ ز کال د اکټوبر په میاشت کې تسلیم شول او له هغوی وروسته سلطان احمد هم د افغانستان دولت ته تسلیم شو. خو بیا هم زمرک او ورور یې خپلو جګړو ته دوام ورکړ او د ۱۹۴۷ ز کال د جنوري تر میاشتې پورې تسلیم نه شول. د افغانستان حکومت، زمرک له دې هېواد څخه وشاړه، خو بریتانوي هند له هغه نه هرکلی وکړ. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
هغه کتاب چې په ۱۹۶۹ز کال کې د پاکستان کې سیاسي توطیو په نوم لیکل شوی، راغلي دي چې د ځدراڼو د قوم مشر هغه وخت کې عبدالله خان ځدراڼ یاوان و، که څه هم دا په دقیقه توګه معلومه نه ده چې دا ځایناستې کېدا سمدستې وه که د زمرک او عبدالله تر منځ کوم بل کس هم و. [۲۲]
زمرک او د هغه ورور سید، د ۱۹۴۸ کال د اپریل په ۲مه د III 1818 مقررې د حکم له مخې، په ترتیب سره په ۳۰۰۰ او ۳۲۵۹ شمېره کورونو کې د ایبټ اباد د کاهل په سیمه کې تر څار لاندې اوسیدل. په هغه وخت کې د کمېشنر مرستیال، غلام سرور د سیمې د پولیسو مشر ته د ۴۹۳۸/۳۰.۲۰ شمېره لاندې لیک واستاوه او ترې ویې غوښتل تر څو هغوی له نږدې تر څار لاندې ولري او د هغوی د فعالیتونو په اړه وخت ناوخته رپوټ ورکړي. زمرک (چې لا تر اوسه پورې زنداني دی) پر دې تورن کېږي چې په ۱۹۴۷-۱۹۴۸ کلونو کې د هند او پاکستان د جګړې په درشل کې یې خپلو پیروانو ته امر کړی و تر څو د ازاد کشمیر له ځواکونو سره یو ځای شي او «کشمیر د هند له ولکې څخه ازاد کړي».[۲۳][۲۴]
د زمرک ورور، سید اکبر ببرک د ۱۹۵۱ کال د اکټوبر په ۱۶مه د پاکستان پر لومړي وزیر لیاقت علي خان باندې ډزې وکړي او هغه یې وواژه. له دې پیښې څه وخت وروسته، زمرک د پاکستاني پولیسو اړوند یوه کور کې زنداني شو او په پلان کې و چې هلته د یو څه وخت لپاره وساتل شي. نوموړې ادعا وکړه چې وړاندې تر دې چې ورور یې لیاقت علي خان ووژني، د ځینو افغان چارواکو له خوا ورته د لیاقت علي خان د وژنې لپاره ۱۴۰۰ یورو وړاندیز شوی و، خو هغه دا وړاندیز رد کړی و.[۲۵]
زمرک چې لا تر اوسه پورې په ایبټ اباد کې و په ۱۹۷۲ ز کال کې یې له زبیر قریشي سره د خپل ورور له خوا د لیاقت علي خان د مړینې په اړه مصاحبه وکړه. زمرک ټینګار وکړ چې ورور یې لومړی وزیر نه دی وژلی او همداشان یې وویل چې هغه لا اوس هم هره میاشت د پاکستان د دولت له خوا ۲۵۵ امریکايي ډالر تر لاسه کوي چې د هغه یوازینی د عاید سرچینه او د ژوند کولو او تفریحي سفرونو لپاره کفایت کوي. د هغه د دوبنۍ تفریح د علاقې وړ سیمې شوګران او د کاغان دره وه. [۲۶][۲۷]