سياسي جګړه د دوښمنۍ د نيت پر اساس، د سياسي لارو چارو کارولو ته ويل کيږي، څو خپل مخالف اړ کړي چې د بل غوښتې تر سره کړي. سياسي اصطلاح د يو حکومت او موخه مخاطبينو تر منځ د محاسبه شوي تعامل په توګه تشريح کېدای شي، چې په مخاطبينو کې د يو بل هېواد حکومت، پوځ، او/يا ټول نفوس شامل دي. حکومتونه بيلا بيلې لارې کاروي تر څو د زور له لارې مشخص کارونه تر سره کړي، په دې ډول د مخالف په وړاندې اړوندې ګټې تر لاسه کوي. په دې لارو چارو کې تبليغات او رواني فعاليتونه (PsyOps) شامل دي، کوم چې په ترتيب سره ملي او پوځي موخو ته خدمت کوي. تبليغات ګڼ اړخونه، دوښمنانه او جبري سياسي اهداف لري. رواني فعاليتونه د ستراتيژيکو او ماهرانه پوځي اهدافو لپاره وي، او شونې ده چې موخه يې د دوښمن پوځي او ملکي اوسېدونکي وي.[۱]
د سياسي جګړې اجباري طبيعت د يو مخالف د سياسي، ټولنيزې يا اجمتماعي غوښتنې د کمزورۍ، يا ويجاړتيا لامل ګرځي او د فعاليتونو يو جريان د يو هېواد مطلوبه ګټو ته اړ باسي. شونې ده چې له سياسي جګړې سره تاوتريخوالی، اقتصادي فشار، ويجاړي، او ديپلوماسي يو ځای وي؛ خو د دې ډول جګړې اصلي اړخ «د الفاظو، انځورونو او نظرياتو کارول دي». د دې اجباري لارو چارو رامنځته کول، پراختيا او دوام د ملت لپاره د سياستمدارۍ يو عمل دی او د زيات مستقيم پوځي اقدام لپاره د بالقوه بديل په توګه کار کوي. د بېلګې په ډول، د اقتصادي بنديزيونو يا سوداګريز بنديز تګلاره په دې موخه تر سره کيږي، تر څو اړين اقتصادي زيان ورسېږي، او بيا سياسي بدلون رامنځته کړي. په سياسي جګړه کې په کار اچول شوې طريقې او تګلارې د يو هېواد د سياسي لرليد او جوړښت پورې تړلې دي. دا چلند دې ته په کتنې سره چې یو هېواد ټولواکيز، مطلق العنان، او که ولسواک دی، بلدون مومي.[۲][۳][۴]
د سياسي جګړې وروستی هدف دا دی تر څو د يو مخالف نظريات او کارونه د پوځي ځواک له کارولو پرته د يو هېواد د ګټو په لور تغيير کړي. همدا راز، د سياسي اهدافو د پراختيا لپاره، دا ډول منظم مجبورول او د زور کارول، له تاوتريخوالي څخه د ځان ژغورلو له لارې د ژوند د ساتلو عملي هدف هم لري. په دې اساس، په سياسي جګړه کې همدا راز «د ملګرو هڅول او د دوښمنانو د روحياتو کمزوري کول، د يو چا د هدف لپاره د مرستې تر لاسه کول، او د دوښمنانو د مخنيوي لامل ګرځېدلو هنر» هم شامل دی. په عموم کې، سياسي جګړه د دوښمنۍ په موخه او د بالقوه پراختيا له لارې رامنځته شوې ده، خو د ژوند بايلل يې منل شوې پايلې دي.[۵]
سياسي جګړه د يو ملت په لاس کې شته د اړتيا وړ ټول وسايل په کار اچوي، تر څو خپلې ملي موخې تر لاسه کړي. د سياسي جګړې تر ټولو غوره وسیله «پياوړې تګلاره چې په قوت سره تشريح شوې وي» ده او که لا زيات نېغ په نېغه وويل شي «څرګنده تګلاره چې په پياوړتيا يې ملاتړ شوی وي» بلکې سياسي جګړه په هغه ډول کارول شوې، لکه چې يو مخکښ مفکر د دې موضوع په اړه داسې وضاحت ورکړی، "کله چې په ټوله نړۍ کې د عامه اړيکو څرګندونې او د قناعت ورکولو نرمې عمومي ديپلوماسۍ طريقه – د ارام ځواک تګلارې –د اړينو احساساتو او کارونو په ترلاسه کولو کې ناکام شي». ستره هه لاره چې سياسي جګړه ورڅخه پر لار اچول کيږي، تبليغات دي. د دې کارونو اصل او طبيعيت هم پټ هم څرګنده کېدای شي. «سپین» يا څرګند تبليغات هغه دي چې له يوې معلومې سرچينې څخه راځي. له بله اړخه «خړ» تبليغات، "د يو حکومت د اواز نيمه رسمي پراخوالی دی». د سړې جګړې پر مهال د ازادې اروپا راډيو او د ازادۍ راډيو د «خړ» تبليغاتو بېلګې دي. خو «تور» تبليغات، بيا هغه تبليغات دي، چې له نامعلومې سرچينې څخه راپورته کيږي. د تورو تبليغاتو اصلي کلید دا واقعیت دا دی چې هغه ډېر ځله «داسې ښکاري چې له يوې بې طرفه سرچينې څخه منځته راغلی خو په حقيقت کې داسې نه وي». [۶][۷][۸][۹]
داسې کانالونه شته چې د تبليغاتو د انتقال لپاره کار ځينې اخستل کيږي. د تيکنالوژۍ زياته کارونه يوې ادارې سره مرسته کوي چې زيات شمېر خلکو ته معلومات خپاره کړي. تر ټولو بنسټيز کانال يې ويل شوي الفاظ دي. په ژوندۍ بڼه ويناوې او راډيو تلويزيون خپرونې هم په دې کې شاملېدای شي. څرګندې او پټې راډيويي خپرونې ځانګړې ګټوره وسېله بلل کېدای شي. چاپي مواد هم ډېر ځواکمن دي لکه رسالې، نشريې، کتابونه، مجلې، سياسي کارټونونه، او د ورځپاڼو مضامين (پټ يا په بله لاره) هم په دې کې شامل دي. ويجاړول، نفوذي استازي، جاسوسان، ژورنالستان، او «ګټور احمقان» دا ټول کېدای شي په سياسي جګړه کې د ځواکمنو وسيلو په توګه وکارول شي.[۱۰]
په سياسي جګړه کې د يوه لوبغاړي له خوا متشدد فعاليتونه هم شامل دي تر څو په اغېزناکه توګه اړونده ګټې يا پر بل لوبغاړي خپل واک تر لاسه کړي. د دوه ملي دولتونو تر منځ، دا جګړه د واک په تر لاسه کېدو يا د تېري کوونکي لوري په سياسي نظام يا د واک په مجموعه کې د قرباني شوي دولت په پرانيستي منحل کېدوسره پای ته رسېدای شي. دا د تيري کوونکي او قرباني شوي تر منځ اړيکه په يو دولت کې د مخالفينو تر منځ لېدل شوې ده، چې په دې کې به داسې طريقې ښکېلې وي، لکه وژنه، نيمه پوځي فعاليتونه، سبوتاژ کول، پوځي کودتا، بغاوت، انقلاب، چريکي جګړه، او کورنۍ جګړه.
1. مداخله يا نفوذ: د تېرې کوونکي له خوا د يو قرباني شوي هېواد په داخل کې په څرګند ډول د سياسي او ټولنيزو ډلو مداخله چې نهايي هدف يې د خپل نفوذ پراختيا او واک تر لاسه کول وي. تېری کوونکی د خپلې لوبې پای پټ ساتي، کوم چې د عادي بانفوذه طبيعيت لرونکې ديپلوماسۍ له پولو څخه بهر ځي، او جاسوسي پکې ښکېل کيږي. [۱۲]
2. د ځواک ټوټې ټوټې کول او سره پاشل: "د قرباني د سياسي او ټولنيز جوړښت ماتېدلو ته ويل کيږي، تر دې چې ملي اخلاق هم ټوټه ټوټه شي او هېواد د نور مقاومت وړتيا ونه لري". ممکنه ده چې تېری کوونکی د سياسي، طبقاتي، توکميز، مذهبي، نژادي او نورو ډلو تر منځ له داخلي تاوتريخوالي هم ناوړه ګټه پورته کړي. دا نظريه هغې تګلارې ته ورته ده چې وايي "ووېشه او ونيسه".[۱۳]
3. ويجاړي او ناکامي: ويجاړي په دې مانا چې «د قرباني شوی هېواد په داخل کې د وفادارو او مهمو سياسي او ټولنيزو ډلو بدنامول يا راجلا کول او د تېري کوونکي سياسي يا نظرياتي اهدافو ته د هغه انتقال». د يو مخيز او مستقيم انتقال پر ځای، شونې ده چې تېری کوونکی داسې منځګړي حالات هم ومني چې لا هم د هغه له موخو سره برابر وي، لکه د په سياسي لحاظ د مهمو اشخاصو ملاتړ. سربېره پر دې، په قرباني هېواد کې له بانفوذه اشخاصو او مهمو مشرانو څخه د نخبه ګانو پر ضد اشخاص جوړول، د نوي حکومت لپاره مشروعيت او دوام رامنځته کوي. را جلا کول د تېري کوونکي ډلې ته د مهمو اشخاصو او مشرانو د وفادارۍ انتقال ته ويل کيږي. ممکنه ده چې يو شخص بل چرته ځای پر ځای کړای شي او يا په قرباني هېواد کې په خپل ځای پاتې شي، خو په مسلسل ډول په سيمه ايزو مسائلو پېښو کې کې له خپل نفوذ څخه د تېرې کوونکي په ګټه کار اخلي. را جلا شوي، همدا راز له داخل څخه معلومات تېري کوونکي ته مهيا کوي.[۱۴][۱۵]
کودتا د موجود هېواد په منځ کې له سياسي سرچينو څخه د ملاتړ تر لاسه کولو لپاره ګټه اخلي، او هغه شنډوي يا يې له حرکت غورځوي، کوم چې د کودتا په وړاندې د راټولېدو وړتيا لري. بريالۍ کودتا په چټکتيا سره رامنځته کيږي او د حکومت د واګو له تر لاسه کولو وروسته، د اړيکو او فعاليت په کنترولو سره وضعيت باثباته کوي. سربېره پر دې، د ناامنۍ د احساس په کمولو سره، يو نوی حکومت بايد د ولس، پوځ او اداري جوړښت څخه قبوليت تر لاسه کړي. په پای کې، نوی حکومت به د خپلو خلکو په سترګو کې د ځان لپاره مشروعيت ولټوي، او په ورته وخت کې به د بهرني مشروعيت (رسميت پېژندنې) په لټه کې شي. شونې ده چې کودتا د ملي ځواکونو له خوا رهبري شي، يا پکې بهرنی اغېز ښکېل شي، چې دا بهرنۍ ازادۍ يا نفوذ ته ورته دی.[۱۷][۱۸]
د سياسي جګړې تاريخ تر لرغونې زمانې رسېږي. چینايي جنرال او ستراتيژيک سن ټزو د دې جګړې اصل د چينايي پوځي ستراتيژۍ په لرغوني کتاب، د جګړې هنر، کې ځای کړی، چې وايي: دا چې په سلو جګړو کې سل ځله بريالی شې دا د غوره والي لوړه څوکه نه ده؛ تر ټولو لوړ غوره والی دا دی چې د دوښمن پوځ بې له کومې جګړې کمزوری کړې...د پوځي چارو کارپوهان د دوښمن ځواکونه جګړې ته له تګ پرته کمزورې کوي، بې له کوم بريده د دوښمن په ديوالونو راتاو ښارونه نيسي او د دوښمن هېواد بې د جګړې له اوږدولو ټوټه ټوټه کوي.[۲۴]
په لرغونې زمانه کې د سياسي جګړې ډېرې زياتې بېلګې شته. په لرغوني يونان کې، يوه مشهوره بېلګه يې ټروجن هورس دی، چا به چې د تکتيکي پوځي اهدافو لپاره د غولولو حربه کاروله. د يوناني لفاظۍ او تياتر په ګډون له تبليغاتو په عمومي ډول ګټه اخستل کېده، کوم به چې الفاظ او انځورونه کارول تر څو د ټولې يوناني نړۍ په کچه په عامو خلکو نفوذ پيدا کړي. دې چارې د سياسي ځواک د ميکانيزم په توګه ويناوې د هميشني ميراث په توګه پرېښودې، چې د اختلافاتو په حل او تسلميدو کې له ځواک څخه هم پياوړی دی. په همدې پړاو کې، سکندر اعظم سکه وهل وکارول چې د هغه انځور پرې کښل شوی و، په دې توګه يې په غير مستقيم ډول نيول شوي ملتونه اړ کول تر څو د هغه مشروعيت د يو ملي واکمن په توګه ومني او مختلف ملتونه د خپل واک تر مستعرو لاندې سره راټول کړي.[۲۵][۲۶]