بریاني، د سرسۍ يا کاهو سبزي، پلاو مچھلي او بهجي چاول په سېندي خوړو کې خورا مشهور دي.
د سېندي خولۍ ترڅنګ، سېندي بيجي خواړه چې د سېندي کلتور ښکارندويي کوي. | |
ډول | سابه |
---|---|
د خوړو وخت | اصلي خواړه |
ار هېواد | سېندي خواړه، پاکستان |
سیمه او ایالت | سوېلي اسيا |
اړونده ملي خواړه | پاکستاني خواړه |
بنسټيز توکي | دال، پالک، شنه سبزي او نور سبزيجات |
عمومي کارتوکي | بېلابېلې مسالې (مصالحه جات) |
دې ته ورته خواړه | سېندي سابه |
ځینې ځانګړي خواړه په ځانګړو مواردو کې پخيږي لکه بهي (سبزي ډېش) چې د چي کني په نوم یادیږی، د اوو سبزیجاتو څخه جوړيږي. سېندي کلتور د "میتو لولو" جوړولو دود لري او دا هغه وخت عملي کيږي، کله چې یو څوک د شری (ناروغۍ) څخه په بشپړ ډول روغ شي. دا یو خوږ رنګ لرونکی فلیټ ډوډۍ ده چې د غنمو له اوړو څخه جوړه شوې ده. غوړي (تېل) او د شکرې شربت او لاچي يا اېل په دې کې اضافه کیږي. [۱]
بهجي چاول د سېند یو ډول مشهور خواړه دي چې د سپینو جوش شويو وریجو څخه جوړ شوي چې د پالک، روميانو، پیاز او هوږې سره يو ځای پخيږي او خوړل کيږي.
کوکي یو بل مشهور سېندي فلیټ ډوډۍ ده، کوکي د وربشو یا غنمو له اوړو څخه جوړیږي او د هر ډول دال، سبزیجاتو یا غوړ یا چای سره يو ځای خوړل کيږي.
معمولا د خوږو (کله ناکله شیدو څخه جوړ شوي) ډوډۍ په توګه کارول کیږي چې مشهوره ده، خلک د لوی اختر او د کوچني اختر په ورځو کې د خوږو سویو ډوډۍ تياروي.
پلا مچھلی یو ډول مشهور سېندي خواړه دي، پلاومچلي په ډېرو ډولونو تياريږي. دا د ژورو غوړیو پیازو او محلي مصالحو سره پخيږي، دا د پیاز او کچالو سره د ماهي دودیز موسم کې پخيږي. ماهي ډېری وغوړ لري چې په سندي کې "آني" نومیږي.
د لوټس ریښه د سېند په شمال کې کرل کیږي چې بیا د خټو په کڅوړه کې د مختلفو مصالحو سره پخیږي، چې په پایله کې یې په ټول پاکستان کې مشهور دی.
سېندي بریاني مشهوره ده د سند خلک سندي بریاني په ډېر شوق سره خوري. د دې نه علاوه دال، اوړه، اچار، دانه او نور هم استعمالیږي.
نور سېندي خواړه په لاندې ډول دي