شنې پستې ته ورته یو ډول ځنګلي مېوه ده چې لاطیني نوم یې Pistacia khinjuk دی. کندهار، چمن ، ږوب، کوټه، شیراني ولسوالۍ او شا و خوا سیمو کی شنې تازه او وچې د ډوډۍ سره خوړل کېږي.
د شنو ځنګل د کندهار، چمن، ږوب، شیراني، خیبر پښتونخوا ایالت په غرنیو سیمو کې شتون لري او په نړیواله کچه بیا د ایران، مصر، سوریې په شمال ختیځ، د عراق کردي سیمو او ترکي د جنوب ختیځ اناطولیه په وچو غرونو کی راشنه کېږي. شنې ټول کال شنه او بوټې يې تر ۱۰ میټرو لوړ وي. په سهېلي پښتونخوا، خیبر پښتوخوا، چترال، ګلګت او سکردو کی د شنو بوټې د مارچ نه تر مې پورې ګل نیسي او د اپریل نه تر اکتوبر يې میوه شنه شي. که په ونې پریښودل شي نو دغه میوه بیا سور بخن شي.
شنې دوه ډوله ونې لري چې یوه ته شرون او بل ته اوژګی ویل کېږي خو خلک د شرون شنې زیاته خوښوي.
په شیراني ولسوالۍ کې له شنو څخه یو ډول خواړه هم تیارېږي چې هغه شینخړې ویل کېږي. کله چې شنې په هوکلۍ کې میده کړل شي نو یو ډول غوړ پیسټ ترې جوړ شي بیا خلک هغه له ډوډۍ سره خوري.
جار دې شم شینخړې
نه دې هل شته نه دې یوې
د شنو په لرګي راټول شوي سليخ چې خلک ورته د شرون ژابله هم وایي د انساني بدن په سوځیدلي ځای لکه د ملهم او د غاښ د درد لپاره کاروي. دغه سلیخ نه حکیمان د ځینو نورو توکو په ګډولو د معدې زخم درمل جوړوي. په ایران کی دا سلیخ په “مستاکي” شرابو کی د خوند لپاره کاروي. د دی غوړوالي له کبله د شنو او د پستې لرګې پخپلو کې سره قلم کړي نو پسته پرې غټه شي.
پر شنو ساینسي تجربو ښودلې ده چې د دې مېوې په غوړو کی ۹۵ ډول ارزښتناک توکي موجود دي. په راتلونکي کې ممکن له شنو ګټه واخیستل شي.
د شنو اړوند متل دا دی. " تر تس شکور سپینې شنې هم ښې دي " د دې متل مانا دا د چې تر نه څه لژ څه هم ښه دی.