شېرخان فرنود

شېرخان فرنود (په انگرېزي:Sherkhan Farnood) د کابل بانک پخوانى مشر چې په دې خصوصي بانک کې يې ٢٨.١٦ فيصده ونډه (سهم) درلود. فرنود د پامير هوايي شرکت مشر هم دى، چې خليل الله فېروزي، محمد فهيم او ځينې نور ورسره شريکان دي.

د ٢٠١٠ز کال په نومبر کې د ورکړل شويو راپورونو پر اساس، د افغانستان بانک فرنود او فېروزي له دندو ليرې کړل. پر دوى دواړو بنديز لگېدلى چې له افغانستان څخه بهر سفر نه شي کولاى.

شېرخان فرنود په خټه اوزبک دی ،[۱] او له آره د افغانستان د شمالي ولايت کندوز دی.[۲] زده کړې يې په مسکو، روسيې کې کړي. سوداگري يې هم له مسکو څخه پيل کړې. د 1980 يمو او 1990 يمو کالونو کې يې د مسکو نه په غير رسمي توگه د د پيسو د حوالې کاروبار کاوه.[۳] د هغه د پيسو حواله د تاجکستان او افغانستان تر منځ د هيروينو او اپيمو قاچاقبرانو لخوا وړل راوړل کېده. په ۱۹۹۸ ز. کال کې د مسکو د چارواکو لخوا د هغه د حوالې سوداگري د پيسو د وينځلو او د مخدره موادو د قاچاق په پيسو کې د ښکېلتوب په تور بند شو، او د سوداگرۍ د بندېدو دمخه فرنود له روسيې څخه تښتېدلی و.[۴] شېرخان فرنود په روسيې کې د شېرخان محمد مراد په نامه سوداگري فعاليت کاوه."[۵]

فرنود يو مشهور قمارباز هم دی او ۲۰۰۸ کال د پوکر اروپا د قمار په نړيوالو لوبو کې يې گډون هم کړی و.[۶] پر ده د بنديزونو د لگېدو دمخه، هغه خپل ډېر وخت په دوبۍ کې تېراوه، فرنود په دوبۍ کې د پالم جميره په ښارگوټي کې د گڼ شمېر بنگلو او کورونو خاوند دی.[۷][۸]

سرچينې

[سمول]
  1. "Afghan businessmen leave for Bonn meet". gulfnews. November 29, 2001. بياځلي په 2011-07-16. زه اوزبک زېږېدلی يم, خو تاجکي، هزاره گي او پښتو خبرې کوم. ما يوې پښتنې سره واده کړی. زما مور يوه تاجکه ده. ښه به دا وي چې ته زما د قبيلوی اړوندتيا په اړه ونه پوښتې دا ځکه چې زه يو افغان يم.
  2. Afghan Biographies: Farnood, Sherkhan Shirkhan Farnud
  3. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named WP3
  4. Johnson, Gary H. "Poker, Drug-Running and Illicit Deals at the Kabul Bank: The Double Life of Sherkhan Farnood". Family Security Matters. بياځلي په 2/23/2012.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: dates (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  5. Johnson, Gary H. "Poker, Drug-Running and Illicit Deals at the Kabul Bank: The Double Life of Sherkhan Farnood". Family Security matters. بياځلي په 2/23/2012.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: dates (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  6. "Sherkhan Farnood". Pokernews.com. بياځلي په 2010-09-06.
  7. "In Afghanistan, signs of crony capitalism (p.2)". Andrew Higgins. The Washington Post. February 22, 2010. بياځلي په 2010-09-06.
  8. "US Cuts Aid After Millions Siphoned Off to Dubai". Susanne Koelbl. Spiegel. July 5, 2010. بياځلي په 2010-09-06.