زېږونځای | |
---|---|
ښاروندتوب | |
مړينې نېټه | |
مړينې لامل | |
مړينې لامل |
عمومي مالومات | |
---|---|
دین |
شېرعلي اپريدي (د مارچ په ۱۱، ۱۸۷۲ کې مړ شوی) يو پښتون هندي سرتېری و، چې په قتل محکوم شو او د انډامان ټاپو د پورټ بلير په جزايي کالونۍ کې بندي شو. [۱] [۲] هغه د ۱۸۷۲ کال د فېبرورۍ په ۸ مه د هند د وایسرای لارډ مایو د وژلو له کبله مشهور شو، برېتانوي سرچینو هغه "بې ډاره سرتېري بللو او د هر ډول خطرناکو عملياتو ترسره کولو لپاره به يې هغه ټاکه" .[۳]
شېرعلي چې د اپريدي پښتنې قبيلې سره تړاو لري، په ۱۸۶۰ لسيزه کې د پنجاب په پوليسو کې د برېتانوي حکومت لپاره کار کړی دی. [۴] هغه د خیبر ایجنسۍ د تیرا درې څخه راغلی و او د پېښور کمشنر لپاره یې کار کاوه. [۵] هغه په امبالا کې په استعماري پوځ کې د سپرو ځواکونو په لیکو کې دنده ترسره کوله. [۶] هغه د ۱۸۵۷ کال د هند د بغاوت په جریان کې په روهیلکنډ او اوده کې د صدارت په لښکرو کې دنده ترسره کړې. [۷] هغه په پېښور کې د سپاره سرتېري په توګه دنده ترسره کوله او د رینل ټیلر لپاره یې د سپاره شوي آرډرلي په توګه کار کاوه، چې شېرعلي ته یې آس، تومانچه او سند ورکړی و. [۸] شېرعلي د خپلو ښو اخلاقو له امله په اروپایانو کې مشهور و او د ټیلر د ماشومانو پالنه یې کوله. [۹]
شېرعلي اپريدي يو غل چې د ده اس او مېرمنې تښتولو هڅه يې کوله، وژلی وو.افریدي یو غل وژلی وو چې د هغه د څاروي او میرمنې د غلا کولو هڅه یې کوله، هغې ته د دې وژنې په مقابل کې بښنه او عفوه وشوه.[۲]
په ۱۸۶۷ کې، حیدر چې د هغه د دوښمنانو څخه و په پېښور کې په رڼا ورځ د خپلې خور د ځورونې په تور وواژه. [۱۰] که څه هم هغه د بې ګناهۍ غوښتنه وکړه، هغه په ۲م اپریل ۱۸۶۷ کې د مرګ په سزا محکوم شو. د استیناف په جریان کې، د هغه سزا د یوه قاضي، ډګروال پولاک لخوا د عمر قید ته کمه شوه [۱۱] او هغه د انډامان او نیکوبار ټاپوګانو ته د بندي په توګه ولېږل شو، ترڅو خپله سزا پوره کړي. هلته د تګ څخه وروسته د ده د ښه چلند له کبله نوموړي ته اجازه ورکړل شوه چې په پورټ بلیر کې د حجام (نايي) په توګه کار وکړي. [۹]
ریچارډ بورک، د میو شپږم ارل ، د ۱۸۶۹ څخه د هند وایسرای ، د ۱۸۷۲ په فېبرورۍ کې د انډامان او نیکوبار ټاپوګانو څخه لیدنه کوله. دا جزيره د هند د مجرمينو او سياسي بنديانو لپاره د برېتانیا د جزا کالونۍ په توګه کارول کېده لارډ میو د دې جزيري د مرکز د مقرراتو مسودې کې د پام وړ رول درلود. [۱۲] د فېبرورۍ په اتمه چې کله وايسراي تقريباً خپله معاينه بشپړه کړې وه او د ماښام په اوو بجو خپلې کۍتۍ ته راروان وو چې ليډي مايو هم په انتظار ولاړه وه نو شېرعلي اپريدی راښکاره شو او هغه يې په چړو ووهلو. [۱۳] شېرعلي سمدستي د دولسو امنيتي کسانو لخوا ونيول شو. لارډ میو ډېر ژر مړ شو. [۱۳] دا پېښه، چې د جزيرې د مسؤلينو پام يې ځانته راجلب کړ، د هیریټ د غره په لمن کې پېښه شوه. [۱۴]
د وايسراي وژنې، د هند د لوړ پوړي چارواکي، چې د برېتانوي واکمنۍ لخوا ټاکل شوي وو، په ټوله برېتانيا او برېتانوي هند کې د ټکان څپې راوپارولې. شېرعلي اپريدي غوښتل د خپلې سزا د غچ په توګه دوه برېتانوي وګړي، سپرنټنډنټ او وايسراى ووژني، چې د ده په اند د ده په حق کې يې زياتی کړی و. [۱۵] هغه ټوله ورځ انتظار وکړ او یوازې ماښام یې د وایسرای د وژلو فرصت وموند. هغه وویل چې د خدای په امر یې وژلی دی. [۹] هغه په ساده ډول د انځور لپاره ودرېد. [۱۳] په همدې وخت کې ځینې جهادي الهام لرونکي بندیان د اندامان په زندان کې وو، خو انګرېزانو د وایسرای په وژلو کې د دې بندیانو هیڅ تړاو ونه موند. [۹] شېرعلي اپريدی په مرګ محکوم شو او د وائپر ټاپو په زندان کې د ۱۸۷۲ کال د مارچ په ۱۱مه په دار وځړول شو. [۱۳]
<ref>
tag; name "Journal 1899" defined multiple times with different content
{{cite web}}
: Empty citation (help)
{{cite web}}
: Empty citation (help)
{{cite web}}
: Empty citation (help)
{{cite news}}
: Missing or empty |title=
(help)
Media related to Sher Ali Afridi at Wikimedia Commons