عبدالرشيد غازي (ډېسمبر 2, 1925 – جولای 10, 2007)[۱] يو سخت دريزه پاکستانی ملا و، نوموړی د مولانا محمد عبدالله ځوی او د عبدالعزيز غازي کشر ورور و. خپل ورور ته ناورته هغه يو رسمي مولانا نه وه.
هغه د قاعد اعظم د پوهنتون نه د تاريخ په څانگه کې ماسټري ترلاسه کړې وه او بيا وروسته په اسلام آباد کې د زده کړو په وزارت کې د ۱۷ رتبې مامور په توگه دنده ترسره کړې.[۲]
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د راپور له مخې په ۱۰ د جولای، ۲۰۰۷ په غلي پوځي عملياتو کې چې د جولای په ۳مه، ۲۰۰۷ پېل شوي وه، عبدالرشيد غازي د پاکستاني پوځونو سره د نښتو په ترڅ کې ووژل شو. د هغه مړی د سور جومات په تاکاوي کې وموندل شو.[۳]
Maulana Abdul Rasheed Ghazi Shaheed