شیخ عبد الفتاح أبو غدة د اسلامی امت روښانه او ځلانده تاریخپاڼی یا خو د حق پالو علماوو پر زیار او سیاهی او یا هم د هغو سپیڅلو شهیدانو په وینو اړول شوی کوم چی خپل اوچت عقلونه او رسا پوهی د ویدو ولسونو د ویښولو ا و یا هم د لیار ورکو د لارښوونی لپاره مصرف وی. ددغسی اتلانو یاد د هغه مشهور تابعی سفیان بن عیینة رحمة الله علیه وینا ده چی : (موږ ته د خپلو لارښوونکو یاد د برکت او رحمت د راښکون لامل وه) د اسلامی امت د دغو اتلانو له لړه یو هم پیاوړی عالم دین، د سنتو ستر مدافع، نامتو داعی او فقیه شیخ عبدالفتاح ابو غدة وو. مخیینه[سمول]شیخ ابو زاهد عبدالفتاح بن محمد بشیر چی د نسب لړۍ یی ستر صحابی خالد بن ولید رضي الله عنه ته رسی په ۱۹۱۷ م کال یی د لرغونی شام (اوسنی سوریه) شمال ته څیرمه د حلب نومی ښار په یوی مشهوری دین دوسته او بډایی کورنۍ په غیږ کی سترگې پرانیستی، چې د اوبدونکو مصنوعاتو په سوداگرې بوخته وه. زده کړې[سمول]شیخ ابو غذة په اته کلنی کی خپلی لومړنی زده کړی د المدرسة العربیة الاسلامیة الخاصة له انگړه پیل کړه چی تر څنگ یی د حلب د مشهوری شیخ محمد علی الخطیب په مدرسه کی د قرآن کریم او خط زده کړی هم ترسره کولی، هغه بیا د ثانوی زده کړو لپاره د حلب مشهوره مدرسة (الخسرویة) غوره کړه چې له هماغه وخته پری د زیرکتیا او نبوغ نښی څرگندی وی او په ۱۹۴۲ م کی یی تری په اوچته درجه بری لیک ترلاسه کړ. لوړی زده کړې[سمول]شیخ ابو غدة د خپلو لوړو زده کړو لپاره د مصر د الازهر اسلامی پوهنتون د شرعیاتوپوهنځی غوره کړ او په ۱۹۴۸ کی یی تری په بریالتیوب بری لیک تر لاسه کړ. په ۱۹۵۰ کی شیخ د عربی ژبی په ادبیاتو کی د تدریس د اصولو په تخصص کی ماستری هم له همدغه پوهنتونه ترلاسه کړه. رسمي دندې[سمول]شیخ ابو غدة خپل پلرنی ټاټوبی حلب ته په رسیدو د خپل دینی مسوولیت په درکولو کابو یولس کاله د حلب په بیلابیلو مدرسو او لیسو کی د اسلامی ښوونی د استاذ په صفت دنده پر مخ بیوله چی مهمی مدرسی یی عبارت له: الشعبانیة او الخسرویة ځخه دی. هغه د تدریس تر څنگ د پوهنی په وزارت کی د دینی ښوونی د نصاب په تیارولو کی هم فعاله ونډه درلوده چی د همدی امله د دمشق پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځی د اصول فقه، حنفی فقهی او د مذاهبو د مقایسوی فقهو د استاد په توگه وگومارل شو. هغه د تدریس ترڅنگ په دی پړاو کی ددی پوهنځی په نوښت د اسلامی فقهی د موسوعی غړیتوب هم ترلاسه کړ. استاذ عبدالفتاح ابوغدة له دی وروسته د سعودی عربستان د ریاض د ښار د امام محمد بن سعود د اسلامی پوهنتون او د قاضیانو په عالی انسټیټیوټ کی له ۱۹۶۵ نه تر ۱۹۸۸م پوری د استاذ په توگه دنده پرمخ بیوله او په دی ترڅ کی یی د ډیرو علمی رسالو لکه ماسټری او دوکتورا گانو باندی د څارونکی استاذ په صفت دنده هم پر غاړه وه، چې بیا د همدغو علمی خدمتونو لپاره د امام محمد بن سعود د پوهنتون د علمی مجلس غړی هم وټاکل شو. علمي لوړتیا[سمول]استاذ ابوغدة د علم او پوهی د سمندر یو لالهانده تږی و ، تل د علمی مناظرو او مناقشو لیواله او د همدی مقصد لپاره یی د گڼو اسلامی هیوادونو له علماوو سره بحث او مناقشی ته کیناست چی ځینی یی عبارت دی له:د عثمانی خلافت پخوانی شیخ الاسلام شیخ مصطفی صبری، شیخ زاهد کوثری، د عراق مشهور محدث امجد الزهاوی، دهند په نیمه وچه کی مولانا محمد زکریا کاندهلوی، مولانا محمد یوسف کاندهلوی، شیخ ابوالحسن ندوی، مفتی محمد شفیع،... د ابو غده په اړه د نورو پوهانو آند[سمول]شیخ ابوغدة د خپلو هم عصرو علماوو په ژبه د ښی څیری او غوره اخلاقو خاوند و، د اسلامی آدابو پیاوړی مدافع او ساتونکی و، د علم ستر سمندر و چې تر څنگ یی په شخصیت تواضع او عاجزی غالبه وه. هغه په خپلو کتابونو کی د خپل نظر سره هیڅکله حتی د جمع ضمیر نه استعمالوه. یو وار په کوم مجلس کی کوم گډون کوونکی شیخ ابو غدة د امام ابو حنیفه رحمة الله علیه سره تشبیه کړ چی له امله یی د شیخ مخ سور شو او په غوسه یی وویل: زه چیرته او هغه چیرته، زه د امام ابوحنیفه دپښو گرد ته هم نشم رسیدای. شیخ ابوغدة د خوږو خبرو او رسا نظر څښتن و، ناست کس به یی له خپل مجلس نه اغیز کی راوست او خپل ځان ته به یی راجذب کړ. خپل وخت یی تل علم او عبادت ته وقف کړی و او پر ژبه یی د الله ذکر پروت و. پیاوړی داعی استاد سعید حوی دده په اړه وایی: په اوسنی زمانه کی چې زه گورم ښایی ددی آیت تطابق پر شیخ ابوغدة وی کوم کی چی الله تعالی فرمایی (و اذا تتلی علیهم آیت الرحمن خروا سجداْ وبکیا) او کله چی پر دوی زموږ ایاتونه ولوستل شی نو پر سجدو او ژړاو پریوځی.
د اخوان المسلمون د غورځنگ د لارښود په توگه[سمول]استاذ د شیخ مصطفی السباعی نه وروسته دوه دوری د اخوان د گوند د لارښود په توگه دنده پرمخ بیوله چی په ښه توگه یې سرته ورسولهاستاد ابو غدة هیڅکله دعوتی او ډله ییز اسلامی کارونه د علمی او اکاډمیکو کارونو خنډ نه بولی، بلکی د یو دعوتگر لپاره تر ټولو وړاندی دعلم جامه ضرور او لازمه گڼی. هغه د ډیرو علمی مصروفیاتو سره سره په اسلامی دعوت کی تل فعال حضور درلود او دعامو او خاصو خلکو محبوبیت یی لاس ته راوړی و او په ۱۹۶۱ کی د حلب له ښاره د پارلمان د ا ستازی په توگه غوره شو. استاذ ابوغدة ددعوت په لاره کی ډیری لالهاندۍ گاللی چی په همدی سلسله کی یو وار ۱۹۶۰ کی د (تدمرصحرا) په جیل کی ۱۱ میاشتی بند تیر کړ، هغه یو صابر او بردبار انسان و چی دوخت د فاسد رژیم ټولی ناخوالی یی په پراخه سینی وگاللی اوهیڅکله یی ددوی غوښتنو ته سر ټیت نکړ. استاذ ابوغدة په ۱۹۷۸ کی د سوریی له خاوری ووت او د سعودی په خاوره کی یی میشتیدنه غوره کړه، هغه په خپلی جلاوطنی کی دعلم تر څنگ د اسلامی امت قضایاوو ته ځان وقف کړی و. استاد ابوغدة د استاد حسن حبنکه المیدانی نه وروسته د سوریی له هیواده د رابطة العالم اسلامی موسسی د تاسییس مجلس غړی وگرځید او له همدی منبره یی د ډیرو اسلامی قضیو څخه په میړانه دفاع کړی. شیخ عبدالفتاح ابو غدة د اسلامی امت یو له هغو عالمانو څخه و چی د افغانستان سپیڅلی جهاد نه یی په میړانه دفاع کړی او دایی د مسلمانانو دعزت او برم لامل گاڼه، هغه څو ځلی ویلی چی: د افغانستان جهاد د مسلمانانو سر اوچت کړی دی شیخ ابو غدة به وخت پر وخت د اسلامی نړۍ د گوټ گوټ هیوادونو لکه سودان، یمن، هند، پاکستان، اردن، ترکیه، الجزایر، عراق، قطر او اروپایی هیوادونو ته سفر کاوه او علمی او دعوتی سمینارونو کی به یی برخه اخیسته. شیخ ابوغدة ۱۹۹۵ کال کی د لندن د اکسفورډ د اسلامی مطالعاتو د مرکز لخوا د اسلام د تعریف او د حدیثو د خدمت په ویاړ د سلطان برنای د جایزی گټونکی شو، او په همدی کال د سوریی د پخوانی ولسمشر حافظ الاسد لخوا ورته شیخ محمد سعید رمضان البوطی د منځگړی په حیث ولیږل شو چی په دی توگه یی خپله ۱۷ کلنه جلاوطنی پای ته ورسوله. پوهنیز ژوند او لیکلي اثار[سمول]شیخ ابوغدة دخپل ژوند وروستی کلونه هم د اسلام او علم خدمت ته وقف کړی و او خپل ډیر وخت یی تحقیق او تالیف ته ځانگړی کړی و. د هغه ځانگړنه په دی کی نغښتی وه چی خپل کتاب به یی له ښی کره کتنی وروسته راویست او د یو کتاب له تحقیق سره به یی خپله ځانگړی حاشیه اوفواید هم پری اضافه کول. شیخ ابوغدة د حدیثو، فقهی، تصوف، اصول حدیث، اصول فقه او جرح تعدیل په علمونو کی بډایه تصنیفات ترسره کړی چی ځینی یی په لاندی ډول دی:
شیخ ابوغدة بالاخره د ۸۰ کالو په عمر د یو اوږد خدمت او جهاد نه وروسته د ۱۹۹۶ کال ددسمبر په میاشت کی د ورپیښی ناروغۍ نه د سعودی عربستان د ملک فیصل روغتون ته راوړل شو او د ۱۹۹۷ د فبروری د میاشتی په ۱۶مه د ابدی سفر په لور رخصت شو. رحمة الله علیه سرچيني[سمول]
|