فلسطين جند (Jund Filastin) (عربي: جند فلسطين) دا د اموي خلافت او عباسي خلافت د بلاد الشام ولایت یوه له پوځي ولسوالیو څخه وه. چې د 630ز لسيزه کې د شام له فتحه کېدو وروسته رامنځته شو.
د عمر بن خطاب په وخت کې د شام له فتح کېدو وروسته هغه په څو برخو و وېشل شو، چې هر یو یې جند وبلل شو، چې د شام د ولایت له پنځو جندونو څخه یو و. څلور نور جندونه د قنسرین جند، دمشق جند، حمص جند او اردن جند نومول شوي دي. [۱]