فېمینیزم په مکسیکو کې هغه فلسفه او کړنه ده، چې موخه یې د مکسیکو مېرمنو لپاره په سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیزو مساواتو په برخه کې د هغوی د حقوقو رامنځته کول، تعریفول او ساتل دي. د فېمینیزم اصطلاح چې په لیبرال فکر کې رېښې لري، په نولسمه پېړۍ کې په مکسیکو او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د اشرافو تر منځ په عامه توګه کارول کېده. تاریخي پېښو ته په کتو سره په مکسیکو کې د فېمینیزم تاریخ په څو دورو وېشل کېدی شي. د فتحو او استعماري دورو لپاره ځينې شمېرې په اوسني عصر کې بیاځلي ارزول شوې دي او په مکسیکو د فېمینیزم د تاریخ برخه ګڼل کېدی شي. د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې د خپلواکۍ په وخت کې داسې غوښتنې وې چې، ښځې باید د وګړو په توګه تعریف شي. د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د فېمینیزم څرګند پرمختګ د یوې ایډیالوژۍ په توګه ولیدل شو. لیبرالیزم د عصري کولو پروژې د یوې برخې په توګه د نجونو او هلکانو د سیکولر زده کړې ملاتړ وکړ او ښځې د ښوونکو په توګه کاري ځواک ته شاملې شوې. دا ډول ښځې، د فېمینیزم په لومړیو کرښو کې وې، داسې ډلې(ګروپونه) به یې جوړولې چې، د حقوقي حالت، تعلیم ته د لاسرسي، اقتصادي او سیاسي واک په برخه کې د ښځو پر وړاندې شته چلند باندې به یې نیوکې کولې. ډېره علمي پاملرنه انقلابي دورې(۱۹۱۵-۱۹۲۵ز) باندې متمرکزه وه. که څه هم د ښځو تابعیت او حقوقي مساوات هغه ښکاره موضوعګانې نه وې، چې د هغو د انقلاب لپاره مبارزه شوې وه. دویمه څپه (۱۹۶۸ ز-۱۹۹۰ ز، ۱۹۷۵ ز-۱۹۸۵ ز کلونو کې اوج ته رسېدلې وه) او د ۱۹۹۰ ز کال نه وروسته هم د پام وړ علمي پاملرنه ورته وشوه. فېمینیزم د نارینه وو او ښځو د برابرۍ پلوي کړې ده، خو د منځنې طبقې ښځو د فېمینیستي ډلو جوړولو،د فېمینیستي فکر د خپرولو په موخه د ژورنالونو جوړولو او د نورو ټولنیزو کړنو په برخه کې مشري کوله. په اوسني عصر کې کارګره طبقه، ښځې د خپلو ګوندونو او اتحادیو له لارې له خپلو حقوقو نه دفاع کولای شي. د مکسیکو په ۶۸(چې د the Games of the XIX Olympiad ) په نوم هم یادېږي په ۱۹۶۸ ز کال کې په مکسیکو کې ترسره شوې. د دې لوبو له رسمي پرانیستې نه لس ورځې مخکې، د هغه وخت د رژیم په لسګونو او ان په زرګونو مخالف محصلان د مکسیکو امنیتي ځواکونو له خوا په دار وځړول شول، چې دا پېښه (د تلاتیلوکو په وژنه شهرت لري) په نښتو کې برخه اخیستونکو، د دې نسل فېمینیست غورځنګ ته دوام ورکړ. په عمده توګه زدکړیالان(محصلین) او ښوونکي ول. هغه سلاکاران چې د ۱۹۸۵ ز کال زلزلې وروسته یې په اتحادیو کې ځان ته ځای جوړ کړ، هغه تعلیم یافته ښځې وې چې د منظم کار په سیاسي او حقوقي اړخونو پوهېدلې. هغه څه چې دوی درک کړل دا وه چې، یو باثباته او پرله پسې غورځنګ جوړ او د کارګرې طبقې هغه مېرمنې را جلب کړي، چې په لوړه کچه یې د غورځنګ منځنۍ برخه جوړوله. دوی اړ ول چې د یوه منظم او عملي کاري سیستم د جوړولو لپاره د کارګرانو له کاري مهارتونو او پوهې نه کار واخلي. په ۱۹۹۰ ز کال کې د ښځو حقوق په سیمه ییزو ټولنو، په ځانګړې توګه په چیاپاس د زاپاتیستا (د ملي آزادۍ پوځ چې د Zapatista په نوم هم یادېږي یوه آزادۍ غوښتونکې ،سوسیالیستي، سیاسي او وسله واله ډله ده، چې د مکسیکو سویلي ایالت چیاپاس کې د پام وړ سیمه کنټرولوي) په پاڅون کې، په یوې موضوع باندې بدل شول. د زیږون حقوق یوه جاري مسئله پاتې شوه، په ځانګړې توګه د ۱۹۹۱ ز کال راهیسې، کله چې په مکسیکو کې کاتولیکې کلیسا نورد اساسي قانون له مخې په سیاسیت کې د ښکېلتیا څخه نه منع کوي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
د فېمینیست تیوري په نظري یا فلسفي برخو کې د فېمینیسزم پراختیا ده
په مکسیکو کې ډېری دا ډول تیوري ګانې، له استعمار وروسته او له ټولنیزو ساختماني ایډیالوژیو څخه سرچینه اخلي. د فېمینیزم پر وړاندې وروسته ماډرن تګلاره(چلند) د څو حقیقتونو ( د نارینه او ښځینه لیدلوریو پرځای) په ګوته کوي، چې په مکسیکویي افکارو کې یې پراختیا موندلې ده، په داسې حال کې چې د ماچیسمو (machismo د نارینه توب حس یا ځان بساینه) پلارنی کلتور په څرګنده توګه نه، د یو ماریانیسمو( marianismo د ښځينه جنس رول) خلاف نه، د یو مالینچیسمو(malinchismo يو ډول جذابیت ته ویل کېږي، کله چې د یوه کلتور کس، هغه د بل کلتور لپاره خوښوي) سره یوځای کېږي. د مکسیکو په ځانګړو حالاتو کې د ښځو دودیز لیدلوریو متضادو موقعیتونو کې ځای موندلی دی. چېرته چې سوچه،پاک لمنه،مطیع،متواضع ماریانیسټیکه ښځه، لکه: د مېرمنې ګوادالوپ (په کاتولیک مذهب کې هغه پاک لمنې ښځه چې د بی بی مریم لقب هم ورته ورکول کېږي)په څېر ، چې دا ډول نظریه لري او ځینې ګناهکارې،مکارې،خیانت کارې،دوکه ورکوونکې، د میستیزو زېږونکې، لکه د لا مالاینش(چې د مکسیکو خلیج سواحلو اصلي اوسېدونکې وه، د ازټیک سترواکۍ د هسپانوي سوبه(فتحه) کې د مرستې لپاره پېژندل شوې) په څېر هم شته. دا ډول ستیروټایپونه، د ادب،هنر،نڅا،فلم،تلویزیون او سوداګریزو اعلانونو له لارې نور هم پیاوړي شوي دي. پرته له دې چې دا انځورونه دقیق،تاریخ بنسټه یا د شخصي ګټو لپاره کارول شوي وي، هغوی د مکسیکو د ښځینه هویت درې اصلي موضوعګانو-کاتولیزم، ښکېلاک او میستیزو ته وده ورکړه. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]
د نولسمې پېړۍ تر وروستیو پورې، په ټولیزه توګه د ښځو ډېری انځورونه، په هنر یا هم ټولنه کې د نارینه وو یا د ښځو په اړه د نارینه وو د افکارو په وسیله ترتیب شوي ول. له انقلاب وروسته دولت یو نوی انځور د دې په اړه چې یو مکسیکن څوک دی، رامنځته کړ. دا په لویه کچه د ولسمشر ایلوارو ابریګون Álvaro Obregón د هڅو پایله وه، چې یو ځايي هندی د یوه کلتوري سمبول په څېر وګرځېد. معمولا میستیزو ښځینه چې د استعمار او لوېدیځ امپیریالیزم سره یې د پرېکون استازیتوب وکړ، په داسې حال کې چې د ښځو په اړه د نارینه وو تعریفونه او د دوی سیمه، د «رسمي» مخکښ کلتوري ماډل په توګه پاتې شو، چې پیل یې له هماغې مودې نه ده، کله چې په ۱۹۲۰ز کال کې ښځو د دې غوښتنه وکړه چې، خپله سیمه به په خپله تعریفوي. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]
په مکسیکو کې، د ښځو د برابرۍ ځینې غوښتنې، د کورنیو ژمنو او کم معاش لرونکو کارونو تر منځ د ښځو له مبارزې څخه سرچینه اخلي. د لوړې او منځنۍ طبقې کورنۍ، د کور دننه ښځې استخداموي، ترڅو ښځو ته دا موکه ورکړي چې د دودیزو جنسیتي رولونو د قبلولو وړتیا پیدا کړي. [۳۰]
په هنر، ناولونو او عکاسۍ کې د ښځو انځورول د هنر د موضوع په توګه د دوی له اعتراض او انځور وړاندې کولو سره په ټکر کې وه. د خپل هنر په جوړولو سره،له انقلاب څخه وروسته دوره کې، هنرمندانو کولی شوی، د خپل هویت ادعا او د ښځینه توب تفسیر وکړي.[۳۱]
په داسې حال کې چې له انقلاب نه وروسته دوره کې ښځينه هنرمندانو خپلو ځانګړو لارو چارو په وسیله د دې کوښښ وکړ، چې د بدن او د انځورجوړونې په اړه شخصي افکار او نظریات په نوو طریقوسره بیا تعریف کړي، خو دوی په معمول ډول له ټولنیز بدلون نه په سمه توګه دفاع او ملاتړ ونه کړ. دا هغه فېمینیستان ول چې وروسته راڅرګند شول،د دوی په کار باندې یې بیا کتنه وکړه، چا چې د دې ټولنیز بدلون په رامنځته کولو کې د انقلابي په توګه پېژندل پیل کړل. په ۱۹۵۰ ز لسیزه کې د مکسیکو لیکوالانو یوه ډله چې د «۵۰از نسل» په نوم هم یادېدل د مکسیکو د ټولنې ارزښتونو په پوښتلو کې اغېز درلود. روساریو کاستیلانوس( Rosario Castellanos ) یو له هغو لومړیو کسانو نه وه چې د منځنۍ طبقې مېرمنو پام یې په ظلم او په جنايي جرمونو کې د دوی ښکېلتیا ته راواړوله او وې ویل: د وروستي خادم په ورکېدو سره به لومړی قهرجن یاغي را څرګند شي.[۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]
کاسټیلانوس د خپلې لیکنې له لارې د دې کوښښ وکړ چې، ذات او امتیاز، ظلم، توکم پالنه او جنسیت تر پوښتنې لاندې راولي. ایلینا پونیاتوسکا (Elena Poniatowska) په ژورنالیزم، ناولونو او لنډوکیسوکې یې په فلسفي توګه د هغو ښځو رول وڅېړه او د هغو ارزونه یې وکړه چې په لویو ټولنو کې یې هېڅ ځواک هم نه درلود، د هغو له غږ سره یوځای شوه.[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]
تر ۱۹۸۰ز کلونو پورې د فېمینیزم ډېری بحثونه د نارينه او ښځو اړیکو،ماشوم محوره برخو او معاشاتو باندې متمرکز ول. له هغې دورې وروسته د بدن، شخصي اړتیاوو او جنسیتي بحثونه را څرګند شول. له ۱۹۸۰مې ز لسیزې راهیسې، ځینې فېمینیست پوهانو د ښځو د تاریخي ریکارډ ارزونه وکړه او دایې وښوده چې، دوی د هېواد په تاریخ کې رغنده رول درلود.
په ۱۹۸۷ز کال کې جولیا تونان پابلوس( Julia Tuñón Pablos ) یوه لیکنه ( ښځې د مکسیکو په تاریخ کې) تر سرلیک لاندې ولیکله، چې د شلمې پېړۍ په اوږدو کې د مکسیکو تاریخ جوړونې په برخه کې د ښځو تاریخي مرستو په اړه لومړنی جامع حساب ګڼل کېږي. له هغه وخت راهیسې، پراخو څېړنو د دې څرګندونه کړې ده، چې ښځو د مکسیکو د ژوند په ټولو برخو کې ونډه لرله. له ۱۹۹۰مې ز لسیزې را پدېخوا، د جنسیت په اړه لیدلوری، د اکاډمیکې مطالعې لپاره د پراخېدو په حال کې تمرکز باندې بدل شوی دی. [۴۰][۴۱]
د تاریخ په اوږدو کې ښځو د مکسیکو په سیاسي مبارزو کې مهم او رغنده رول لوبولی دی، خو بیاهم هېواد ته د دوی خدمت د شلمې پېړۍ تر نیمایي پورې، کله چې ښځو د رایي ورکولو حق ترلاسه کړ، د سیاسي حقونو پایله نه درلوده. [۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]
{{cite journal}}
: Cite journal requires |journal=
(help)
{{cite book}}
: |first1=
has generic name (help)
{{cite book}}
: |first1=
has generic name (help)
{{cite journal}}
: Cite journal requires |journal=
(help)
{{cite book}}
: |first1=
has generic name (help)
{{cite book}}
: |first1=
has generic name (help)
{{cite book}}
: |first1=
has generic name (help)