لیس ډوسېټ | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | ۲۴ ډيسمبر ۱۹۵۸ |
تابعیت | کاناډا |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | خبريال [۲]، تلویزیوني خپرونکئ ، ډايريکټر [۳] |
کاروونکې ژبه | انګرېزي ژبه ، فرانسوي ژبه ، پارسي ژبه |
د کړنې څانګه | خبريالي [۴] |
دندې | بي بي سي |
سمول |
.
ليس ماري ډوسېټ (۲۴م د ډسمبر کال ۱۹۵۸م زېږېدلې )په اگرېزي ـ (Lyse Marie Doucet) يوه کاناډايي د بي بي سي نړېوال راډیو ټلویزيون د باندنیو خبريالانو د څانگې مشره پازواله خبرياله او د خبر څارونکې هم ده .
مېرمن ډوسېټ د بېتهرسټ په نیو برونسویک کاناډاهېواد پورې اړه لري چې هماغلته د انگلافون کورنۍ په غېږ کې لويه شوې . د هغې خور آندريه ډوسېټ نومېږي چې په کاناډا کې د سوسيالوژي په څانکه کې پروفیسره ده . د پلار لخوا د آيرلنډ د نوموتي مېگماو پښت پورې تړاؤ لري .
آغلې لیس ماري ډوسېټ د ښکليو هنرونو له څانگې د لسانس سند د کوينز پوهنتون (Queen's University) څخه چې کنگسټن کې ده په کال ۱۹۸۰م زېږدي کې اخیستی . له هماغه پیره يې لیکوالي پیل کړې او د کاناډا ځايي ورځپاڼو ته یې لیکوالي کوله . وروسته یې د ټورنټو پوهنتون څخه د نړېوالو اړیکو په څانگه کې خپله ماسټري واخیسته .