متحده ايالتونو د لومړۍ نړيوالې جګړې له پيل څخه نږدې درې کلونه وروسته، د ۱۹۱۷ ز کال اپرېل پر ۶ مه نېټه جرمني سترواکۍ باندې جنګ اعلان کړ. د ۱۹۱۸ ز کال نومبر پر ۱۱ مه یو اوربند او لنډمهالې روغه اعلان شوې وه. جنګ ته له ننوتلو څخه وړاندې متحده ايالتونه بې پلوي پاتي شوي وو، که څه هم د انګليسان، فرانسې او د لومړۍ نړيوالې جګړې د نورو متحدينو يوه مهمه ملاتړې پاتې شوه وه.
متحده ايالتونو د تجهيزاتو، اومه موادو او پيسو په برخو کې خپلې سترې مرستې په ۱۹۱۷ ز کال کې پيل کړې. امريکايي نارينه ځواکونه په يوه ورځ کې ۱۰۰۰۰ تنه د فوځيانو جنرال John Pershing او د امريکايي اکتشافي ځواک د سر قوماندانۍ تر مشرۍ لاندې د ۱۹۱۸ ز کال په اوړي کې لويديځې جبهې ته ورسېدل. د جنګ پر مهال متحده ايالتونو له ۴ ميليونو څخه زيات نظامي پرسونل چمتو کړ او د ۶۵۰۰۰ نارينه نظاميان يې له لاسه ورکړل. جنګ ، د جنګ هڅې د چمتو کولو په موخه په يوه هڅه کې د متحده ايالتونو د حکومت او د دې هېواد د وسله والو ځواکونو په شمېر کې د پام وړ زياتوالي د ناڅاپي پراختيا شاهد و.
د ۱۹۱۸ ز کال په پسرلي کې د اقتصاد او کاري ځواک برابرولو کې له يو څه بطي پيل څخه وروسته د امريکا ملت په جګړه کې د ونډې لوبولو لپاره متوازن و. د ولسمشر Woodrow Wilson تر مشرۍ لاندې جنګ د پرمختللې دورې (Progressive Era) تر ټولو لوړ ه درجه ځکه وړاندې کړه، چې نړۍ ته د ديموکراسۍ او سمون راوړل يې موخه وه. جنګ ته د متحده ايالتونو د ورګډېدلو په اړه پياوړی عمومي مخالفت و [شتون درلود].
امريکا لومړي نړيوال جنګ ته د ۱۹۱۷ ز کال اپرېل پر ۶ مه نېټه د ولسمشر Woodrow Wilson له لوري په دې اړه د يو کلنې هڅې څخه وروسته ورګډه شوه. انګليستان لپاره د لومړني ملاتړ هڅوونکي Anglophile عنصر څخه علاوه، بې پلوۍ لپاره د امريکايانو د عمومي نظريې احساس او باور د ايرلنډي امريکايانو، جرمني امريکايانو، سکندنیاوي امريکايانو، د کليسا مشرانو او په ټوله کې د ښځو له منځه په ځانګړي ډول پياوړی و. له بل پلوه، ان مخکې له دې چې لومړی نړيوال جنګ پراخ شي، د جرمني سترواکۍ په اړه امريکايي مفکوره د اروپا د بل هر هېواد په پرتله منفي وه. د وخت په تېرېدو سره په ځانګړي ډول ۱۹۱۵ ز کال کې د بې رحمۍ له راپورونو او ورپسې په ۱۹۱۵ ز کال کې د مسافر وړونکې بېړۍ (RMS Lusitania) له ډوبېدلو څخه وروسته، د امريکا وګړي په زياتېدونکې ډول د جرمني سترواکي د بريدګرې په توګه وکتله. [۱][۲]
د متحده ايالتونو ولسمشر په توګه په خپله ويلسن و، چې د باندينيو چارو په اړه د مهمې تګلارې پرېکړې وکړې: هغه مهال چې په هېواد کې سوله وه، کورنی اقتصاد د آزادې اقتصادي تګلارې پر بنسټ پر مخ تله او امريکايي بانکونو بریتانيې او فرانسې ته پراخه پورونه ورکول. دا هغه پورونه وو، چې پراخه برخه يې د وسلو، اومه موادو او له اتلانتيک څخه د خوړو پېرلو په موخه کارېدل. ويلسن تر ۱۹۱۷ ز کال پورې د ځمکني جنګ لپاره لږ چمتووالی ونيو او د پياوړي چمتووالي لپاره د زیاتېدونکې غوښتنې تر څنګ يې د متحده ايالتونو لښکر په يوه کوچني سوله ايز وخت کې وساتل. که څه هم هغه بايد د متحده ايالتونو سمندري ځواک هم پراخه کړی وی.
په ۱۹۱۷ ز کال کې د روسي اوښتون او جنګ په اړه د غوړېدلې بې پروايۍ څخه راوتنې او د برتانيې او فرانسي د امتياز ټيټوالي، جرمني سترواکي په اروپا کې د پورته يا پياوړي لاس لرونکې په توګه راښکاره کړه، په داسې حال کې چې عثماني سترواکي په منځني ختيځ کې خپلو ملکيتونو پورې وتړل [متصل] شوه. په همدې کال کې جرمني سترواک بریتانوي اوبو ته د هرې رسېدونکې بېړۍ پر وړاندې د ناټاکلې اوبتل وسله والې جګړې د بيا پيلولو پرېکړه وکړه. د بریتانيې د محاصره کولو په موخه د لوږې ګاللو دا هڅه د هغې پوهې پر وړاندې متوازن وه، چې په زيات يقيني ډول به متحده ايالتونه جنګ ته رادننه کړي. جرمني سترواک د Zimmermann ټلګرام په نوم په يو رمزي ټلګرام کې د له لاسه وتلو مکسيکويي سيمو د بيا نيولو مرستې په موخه يو پټ وړانديز هم وکړ، چې د بریتانوي استخباراتو له لوري يې مخنيوی وشو. د يادونې وړ ده، چې جرمني ذکر شوې سيمې د مکسيکو او امريکا جنګ کې له لاسه ورکړې وې. د يادې جنګي اعلاميې خپرېدنې ځکه د امريکايانو سپکاوی وکړ، چې جرمني U-boats [U کښتيو] په شمالي اتلانتيک کې د امريکايي سوداګريزو بېړيو ډوبول پيل کړل. له دې وروسته Wilson له کانګرس څخه د «ټول جنګ پای ته رسولو په موخه جنګ» غوښتنه وکړه، چې «نړۍ به د ديموکراسۍ لپاره خوندي کړي» او کانګرس د ۱۹۱۷ ز کال د اپرېل پر ۶ مه نېټه پر جرمني سترواکۍ باندې د جنګ اعلان ته رايه ورکړه. متحده ايالتونو د ۱۹۱۷ ز کال د ډسمبر پر ۷ نېټه پر استريا-هنګري باندې د جنګ اعلان وکړ. امريکايي ګڼ شمېر ځواکونو په ۱۹۱۸ ز کال کې لويديځې جبهې ته ورتګ پيل کړ. [۳][۴][۵][۶]
وروسته له هغې چې په ۱۹۱۴ ز کال کې جنګ پيل شو، متحده ايالتونو د المان سترواکۍ پر وړاندې د ولسمشر Woodrow Wilson د کرکې تر څنګ بيا هم د بې پلوۍ تګلاره غوره کړه.
کله چې جرمني U-boat U-20 د ۱۹۱۵ می پر ۷ د Lusitania بریتانوي سوداګريزه کښتۍ د ۱۲۸ سپرو امريکايي اتباعو سره ډوبه کړه، ويلسن پر مسافر وړونکو کښتيو باندې د جرمني بريدونو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه او خبرداری يې ورکړ، چې د امريکا متحده ايالتونه به د امريکايانو د حقونو او نړيوالو مجبوريتونو په تېري کې ناټاکلی اوبتل وسله وال جنګ ونه زغمي. د ويلسن د دولت منشي William Jennings استعفا ورکړه او باور يې دا و، چې د جرمني له لوري د U-boat بريدونو پر وړاندې د ولسمشر نيوکې د بې پلوۍ برخه کې د امريکا له رسمي ژمنتيا سره په ټکر کې وې. له بله اړخه ويلسن د پخواني ولسمشر Theodore Roosevelt په مشرۍ د جنګ بازانو (war hawks) او د Cecil Spring Rice او Sir Edward Grey تر څار لاندې د بریتانوي خبرو اترو تر اغېزې لاندې راغی. پاتې دې نه وي چې د روزولت ډلې جرمني کړنې د سمندري غلا په توګه تورنې کړې. [۷][۸]
د متحده ايالتونو عمومي نظريې د ۱۹۱۶ ز کال د جولای په ۳۰ مه د New Jersey په نیو جرسي ښار کې د Black Tom [تور پوستي ټام] شکمن جرمني ورانکاري ته په سپکاوي او د ۱۹۱۷ ز کال د جنوري پر ۱۱ مه په اوسمهال Lyndhurst, New Jersey کې د Kingsland چاودنې پر وړاندې غبرګون وښود. [۹]
په پرېکنده ډول د ۱۹۱۷ ز کال په پسرلي کې د بې پلوۍ په اړه د ولسمشر ويلسن رسمي ژمنتيا په ډاګه شوې وه. نوموړي درک کړل چې سولې ته د بڼې ورکولو په موخه جنګ ته د ننوتلو او د پاريس سولې کنفرانس کې د ملتونو ټولنې ته د خپل لرليد پلي کولو اړتيا لري. [۱۰]
امريکايي عامه نظر وېشل شوی و. ډېری امريکايانو د ۱۹۱۷ ز کال تر لومړيو پورې په پراخ ډول نظر درلود، امريکا بايد له جنګ څخه لرې پاتې شي. نظر په پرله پسې ډول په بلجيم او Lusitania کې د جرمني چارو ته د غبرګون، د جرمني الاصل امريکايانو د اغېز له لاسه ورکولو او د ويلسن هغه دريځ ته په ځواب کې د برخې په توګه بدل شو، چې امريکا بايد ديموکراسۍ لپاره د نړۍ ساتلو په موخه ونډه ولوبوي. [۱۱]
په عمومي خلکو کې د جرمني سترواکۍ په پلوۍ جنګ ته د داخلېدلو لپاره لږ او ان هيڅ ملاتړ نه و. د جرمني الاصل امريکايانو لوی ډېره کيو او هم د سکندنیاوې امريکايانو له متحده ايالتونو څخه د بې پلوه پاتې کېدلو غوښتنه وکړه، په داسې حال کې چې د جنګ په پيل کې، په زرګونو امريکايي اتباعو په جرمني پوځ کې د شاملېدلو هڅه کړې وه. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]