جنرال محمد داود داود (۱ د جنوري، ۱۹۶۹ ز. - ۲۸ د مۍ، ۲۰۱۱ ز.) (په انگرېزي: Mohammed Daud Daud) د افغانستان د تخار ولايت پخوانی والي او د کورنيو چارو د وزارت د مخدره موادو د مبارزې ضد ادارې مرستيال و.[۱] هغه د احمد شاه مسعود د تنظيم شورای نظار او د شمالي ټلوالې غړی و،[۲] چې د طالبانو پر وړاندې جگړه کې يې فعاله ونډه ترسره کړې. نوموړی د انجنيري د پوهنځۍ نه فارغ شوی و.[۳] او د پوهنځي نه د فراغت وروسته يې د روسانو پر وړاندې جگړه کې د جميعت او د شورای نظار جنگياليو ډلو سره يوځای شوی و.[۴] کله چې شمالي ټلوالې د طالبانو په وړاندې جگړه کوله نو داود هم د شمالي ټلوالې د يوه جنرال په توگه د طالبانو پر وړاندې جنگېده او د همدې ټلوالې د جنگياليو د قوماندې واک يې لاس کې و.[۵] هغه د احمد شاه مسعود يو مهم مرستيال او ساتونکی هم و. د دې تر څنگ د کندوز د پوځي ځواک بولندوی هم پاتې شوی و.[۶]
جنرال محمد داود داود په ۲۰۰۱ ز. کال کې د کندوز په قلا زال کې د طالبانو د محاصرې او د هغوی سره د وروستۍ سترې جگړې لوی پازوال و، چې د طالبانو په پرځولو کې يې اهمه ونډه لرلې[۷] د کندوز د محاصرې په مهال د ښار شاوخوا ټولې لارې د شمالي ټلوالې د ځواکونو لخوا محاصره شوي و. داسې اټکل کېږي چې د ښار په مېنځ کې له ۲۰۰۰۰ - ۳۰۰۰۰ طالبان محاصره شوي وه چې بيا وروسته ځينې ژوندي او ځينې نور زخمي ونيول شول. په دغو طالبانو کې ډېريو شمالي ټلوالې ته د تسليمېدلو په پرتله تر مړينې د جگړې هوډ کړی و[۸].
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)