مخه نیونکې جګړه هغې جګړې ته ویل کېږي چې د نږدې پېښېدونکي جګړې د دفع کولو یا د مقابل لوري د پلان د له منځه وړو په موخه ترسره کیږي؛ یا دا چې په نږدې پېښېدونکې جګړه کې (چې شونتیا نه لري وه دې نه شي) د جګړې له پیل لږ وړاندې د یو ستراتیژیک موقعیت د ترلاسه کولو په موخه کیږي. دغه ډول جګړه د دواړو اړخونو ترمنځ د «سولې حالت» له منځه وړي. [۱]
د وسله والو نښتو د پیل لومړنی مورد دا دی چې د جګړې د اړخونو ترمنځ «د سولې حالت» له منځه ځي په داسې حال کې چې لا وسله واله جګړه هم نه وي پیل شوې؛ دغه چاره د ملګرو ملتونو د منشور له مخې جواز نه لري، مګر دا چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د یو اجرایوي اقدام په توګه ورته اجازه ورکړل شي. یو شمېر لیکوالانو ادعا کړې، کله چې څرګنده شي یو فرضي دښمن د راتلونکي احتمالي برید لپاره چمتوالی نیسي، خو لا یې برید نه دی کړی، په داسې حالت کې جګړه «له وړاندې پیل بلل کېږي»، خو دغه نظر د ملګرو ملتونو له خوا نه دی تائید شوی.[۲][۳][۴][۵][۶]
د ۱۶۲۵ زکال په لومړیو کې هالنډي حقوق پوه هوګو ګروتیوس د یوه هېواد د مشروعې دفاع حق؛ په زور باندې له برید څخه د مخنیوي د حق په ګډون تعریف کړ. په ۱۶۸۵ زکال کې سکاټلنډي دولت د کمپبل قبیلې پر وړاندې مخه نیونکی برید وکړ. په ۱۸۳۷ زکال کې د کارولین پېښې اړوند د مخه نیونکو جګړو یوه ځانګړې قانوني سابقه رامنځته شوه چې په هغو کې انګریزي – کاناډايي ځواکونه د پورتنۍ کاناډا له نیاګارا سیند څخه په تېرېدو متحده ایالاتو ته ننوتل او هلته یې کارولین بېړۍ وسوزوله چې اصلاح غوښتونکو یاغیانو ته اړوند وه. د دغې چارې پر مهال ډزې وشوې او یو امریکايي وګړی د یو کاناډايي ضابط په ډزو ووژل شو. په دې سره متحده ایالاتو د کارولین قضیې قانوني اډانه رد کړه. [۷][۸]
په ۱۸۴۲ زکال کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ډانیل وبسټر وویل چې د اجباري غبرګون اړتیا باید «آني او په بشپړه توګه له منځه وړونکې وي؛ همدارنګه په داسې توګه وي چې د حل بله لار شتون وه نه لري او د مشورې لپاره مجال پاتې نه کړي». دغې فورمول بندي د کارولین ارزونې بنسټ کېښود چې «په پراخه کچه د مناسبو عرفي حقوقي معیارونو تضمین کوونکې ګڼل کېږي».[۹]
د اتریش – هنګري لوی درستیز، فرانتس کنراد فون هټسنډورف په ۱۹۱۳ زکال کې د صربستان پر وړاندې د مخه نیونکې جګړې په ګټه استدلال وکړ. صربستان د یو بریدګر او پراختیا غوښتونکي ځواک خیال درلود چې په بوسنیا او هرزګوینا کې د اتریش – هنګري د واکمنۍ لپاره ګواښ ګڼل کېده. د آرشیدوک فرانتس فردیناند ترور (جون ۱۹۱۴ زکال) په صربستان باندې د اتریش – هنګري د برید لپاره بهانه جوړه کړه چې له امله یې لومړۍ نړیواله جګړه پیل شوه.[۱۰][۱۱]
د ویجاړونکې او لګښتمنې لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د «جګړې د پای لپاره د جګړې» مفهوم په جدي بڼه پام وړ وګرځېد. د هیلو په دوام له جګړې وروسته د ملتونو ټولنه رامنځته شوه. د دغې ټولنې د جوړېدو اصلي موخه له جګړې څخه مخنیوی و، ځکه د ملتونو د ټولنې د میثاق ټولو لاسلیک کوونکو هوکړه وکړه چې د مخه نیونکو او نورو جګړو په ګډون به له هر ډول جګړې څخه ډډه کوي. په لومړۍ نړیوالې جګړې کې له متحده ایالاتو پرته بریالیو ټولو هېوادونو دغه هوکړه لاسلیک کړه. [۱۲][۱۳]
په ۱۹۲۰مې لسیزې کې دغې ټولنې ګڼ شمېر نړیوالې ستونزې په سوله ییزه بڼه حل کړې چې په عموم ډول په خپله اصلي موخه کې بریالۍ ګڼل کېده. خو په ۱۹۳۰مه لسیزه کې له یوې جګړې څخه د مخنیوي په برخه کې یې ناتواني لامل وګرځېده دغه ټولنه تر پوښتنې لاندې راشي. دغه پوښتنې هغه مهال مطرح شوې چې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۳۱ زکال کې څرګنده شوه چې نشي کولای په منچوریا باندې د جاپان د سترواکۍ د بریدونو مخه ونیسي. په موکدن پېښه کې جاپان ادعا وکړه چې په منچوریا کې دفاعي جګړه ترسره کوي او هڅه کوي چې د جاپانیانو پر وړاندې د چین د تهاجمي نیت څخه مخه ونیسي. د جاپانیانو په خبره چین دغه جګړه د سویلي منچوریا د اوسپنې د پټلې د یوې کرښې په الوزولو سره پیل کړه او له دې امله چې چینایان متجاوزین دي، جاپانیان یوازې له ځانه دفاع کوي. بل پلو هغه مهال ته اړوند پریمانه شواهد ښيي چې دغه د اوسپنې پټلۍ جاپاني استخباراتي مامورینو الوزولې وه. [۱۴]
په ۱۹۳۳ زکال کې هغه مهال چې جاپان او نازي جرمني په دغه ټولنه کې د خپل غړیتوب د لغو کولو ګواښ وکړ د دغې ټولنې ناتواني څرګنده شوه. فاشیستي ایټالیا هم له لږ ځنډ وروسته په ۱۹۳۷ زکال کې له دغې ټولنې ووته او له یاد بهیر څخه یې پیروي وکړه. ډیر ژر ایټالیا او جرمني په پوځي اقداماتو لاس پورې کړ او هڅه یې کوله خپلې پولې پراخه او یا هم د خپل پوځي کنټرول حوزه لویه کړي؛ دغې چارې وښووله چې یاده ټولنه په خپلو موخو کې ناتوانه ده. د دغې ټولنې څخه څرګنده شوې ناتواني په ۱۹۳۹ زکال کې د دویمې نړیوالې جګړې د پیل کېدو لامل وګرځېده. د دویمې نړیوالې جګړې پیل په بشپړه توګه په پولنډ باندې د جرمني له برید څخه سرچینه واخیسته. پام وړ دا ده چې هغه مهال جرمني ادعا وکړه چې پر پولنډ باندې یې برید په واقعیت کې «دفاعی برید» دی، ځکه چې ویل کېدل یو شمېر پولنډي یاغیانو په جرمني اړخ برید کړی و او د پولنډ د هغه لوی برید څرګندویي یې کوله چې ډیر ژر یې ټول جرمني ته پراختیا موندلی شوای. له همدې امله جرمني په پولنډ باندې د مخه نیونکي برید پرته کومه بله لار نه لرله څو په جرمني د برید مخه ونیسي. وروسته بیا د جرمني مخالفو هېوادونو څرګنده کړه چې جرمني د پولنډي یاغیانو د چارو اړوند شواهد د ګلایویتس پیښې د برخې په توګه جعلي جوړ کړي وو. [۱۵][۱۶]
اسرائیلو په خپلو پوځي دوکتورینو کې مخې نیونکې جګړې ته ځانګړی ځای ورکړی څو د پام وړ ستراتیژیک عمق له لرلو پرته باور وړ دفاع کوونکی موقعیت وساتي. دغه شپږ ورځنۍ جګړه چې د ۱۹۶۷ زکال د جون په پنځمه په مصر باندې د اسرائیلو په بریالي برید سره پیل شوه، په پراخه کچه د یوې مخه نیونکې جګړې په توګه توصیف کېږي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په خبره «دا کېدای شي د [مخه نیونکې جګړې] تر ټولو ډیره یاده شوې بېلګه هم وي». نورو هم په متناوبه بڼه دغه جګړه د یوې مخې نیونکې جګړې په توګه یاده کړه. یو شمېر نورو بیا دغه عمل د شخصي دفاع پر بنسټ یاد کړ. د دغه لیدلوري له مخې د مصر هېڅ اقدام هم د یوې وسله والې نښتې د نښو څرګندويي نه کوله، خو د اسرائیلو او د هغوی د متحدینو پر باور د مصر ټولیزو اقداماتو دا څرګندوله چې ګویا مصر په اسرائیلو باندې د وسله وال برید پر لور روان دی. د چارو یو شنونکي ادعا کړې چې د اسرائیلو برید د کارولین ارزونې له مخې مجاز نه و؛ هغه څرګندوي چې د اسرائیلو د بقا پر وړاندې هېڅ ګواښ شتون نه درلود. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]
په عراق باندې د امریکا د برید اړوند د مخه نیونکې جګړې دوکتورین بیاځلي وارزول شول. د جورج ډبلیو بوش دولت ادعا وکړه چې اړینه ده د صدام حسین له خوا د ټولیزې وژنې د وسلو له جوړولو څخه د مخنیوي په موخه باید ګام واخیستل شي. دغه مهال امریکايي پرېکړه کوونکو ادعا وکړه چې دغه ډول وسلې کېدای شي د ترهګرو ډلو لاس ته ولوېږي او د دوی د هېواد امنیت له شدید ګواښ سره مخ کړي. کانګرس د ۲۰۰۲ زکال په اکتوبر میاشت کې ګډ پریکړه لیک تصویب کړ او د متحده ایالاتو ولسمشر ته یې اجازه ورکړه څو د صدام د رژیم پر وړاندې له پوځي ځواک څخه کار واخلي. ورته مهال د عراق اړوند د اطلاعاتو د راغونډونې کمیسیون په ۲۰۰۵ زکال کې تائید کړه چې دوی په عراق کې هېڅ ډول هستوي وسلې او یا هم د بیولوژیکي وسلو د تولید وړتیاوې وه نه موندلې؛ دا په دې معنی وه چې د نړۍ ځواکمن هېوادونه خپلې هرې چارې ته پلمه لټوي او د ملګرو ملتونو په ګډون داسې څوک نشته چې ترې پوښتنه وکړي. ګڼ شمېر منتقدینو په عراق باندې د برید اړوند د امریکا د دولت واقعي موخه تر پوښتنې لاندې راوړه او څرګنده یې کړه چې دغه برید کېدای شي د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د غچ اخیستو په موخه ترسره شوی وي؛ خو تر اوسه چې څه مالوم شوي دا دي چې متحده ایالاتو نه غوښتل په عربي نړۍ کې دې د عراق په څېر ځواکمن هېواد شتون ولري. [۲۹]
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) A timeline of all major League events.