ناوه بارکزۍ ولسوالۍ

د ناوه بارکزۍ ولسوالۍ انځور
د ناوه بارکزۍ ولسوالۍ انځور

هيواد افغانستان   ويکيډاټا کې (P17) ځانګړنې بدلې کړئ
Map
کورډېناټونه: ۳۱°۲۲′۵۹″شمال ۶۴°۱۸′۰۰″ختیځ / 31.383°شمال 64.3°ختيځ / 31.383; 64.3   ويکيډاټا کې (P625) ځانګړنې بدلې کړئ[۱]
سيمه هلمند ولايت   ويکيډاټا کې (P131) ځانګړنې بدلې کړئ
جغرافیائی ځانګړتیاوې
لوړوالي 763 متر   ويکيډاټا کې (P2044) ځانګړنې بدلې کړئ
جیو کوډ 7732355  ويکيډاټا کې (P1566) ځانګړنې بدلې کړئ

ناوه ولسوالۍ د افغانستان د هلمند ولايت یوه ولسوالۍ ده. په دغې ولسوالۍ کې د مېشتو خلکو شمېر ۱۰۰،۰۰۰ وگړو ته رسېږي.[۲]

ناوه د افغان سوېلي هېلمند ولایت د ولسوالیو څخه ده چې کال ۲۰۰۶ میلادی، ۸۹۸۱۴ تنه نفوس اعلان شوی دی. چي اوس یې د نفوسو شمیر تر سل زرو اوړي [۳] د هلمند ولايت یو له پراخه حاصل خیزو مرکزي ولسواليو څخه ده چی د مرکز لښکرګاه څخه د بست کلا د سیمې په امتداد پرته ده او تقریبا د ۴۰ څخه تر پنځوس کیلومتره په اوږدوالی د جنوب له طرفه د ګرمسير( هزارجفت) ولسوالی او د لویدیځ له طرفه د مرجی ولسوالۍ او له ختیځ طرفه د هلمند سیند او ریګ او شمال له طرفه مرکز لښكرګاه احاطه کړیده

  1. دسیمې اوسیدونکي یې ټوله پښتانه دي چی اکثریت یې د ابدالي قوم سره تعلق لري.
  2. د ابدالي قوم دوه ښاخونه لکه پوپلزي او بارکزي د دغه ولسوالۍ ۸۰ سلنه نفوس جوړوي. لږ شمیر اڅکزي او نورزي هم پکښې اوسیږي.
  3. د ناوې ولسوالۍ اصلي او تاریخي نوم خلج دی.
  4. د ناوې ولسوالۍ ډیری اوسیدونکي د عصري او دیني علم په ګاڼه سمبال دي.

یوه اندازه اڅکزي هم پکی سته او په هزاراست کی پوپلزي او په سرخدز کی نورزي اوسیږي ناوه عمدتا په دوو برخو ويشل سوی شنه ناوه: چی اووه وطنه ده

۱: -عینک
۲: -خسرواباد
۳: - نګاری او ګوهر ګین
۴: -خرابه
۵: -خلچ( د ولسوالی مرکز )
۶: -هزارآسپ
۷: - سرخدز او شملان
. دښتې( وچه ) ناوه:
۱: - تریخ ناور
۲: - د شورشورک سیمه
د ناوې اکثره اوسیدونکی په زراعت مصروف دی او زیاته اندازه غنم او جواری کری لږ څه باغونه هم لري  او د توت ونه ډیره زیاته کرل کیږی چی د ښاخونو یی د سون د توکی په حیث کار اخلي ناوه پرېمانه اوبه لری او د بغرا نوی او زوړ کانال یی منځ کی تیریږي ټوله مځكه یی هواره پسته خاوره ده چی هیڅ غر او شګه نه لری

تړلې لیکنې

[سمول]

هېلمند ولایت موسی کلا ولسوالۍ

سرچینې

[سمول]

دا هم وگورۍ

[سمول]

سرچينې

[سمول]
  1.   ويکيډاټا کې (P402) ځانګړنې بدلې کړئ {{cite web}}: Empty citation (help)
  2. http://www.mrrd-nabdp.org/Provincial%20Profiles/Helmand%20PDP%20Provincial%20profile.pdf
  3. کينډۍ:ویبپاڼه