په ژبپوهنه او فلسفه کې، یو ناڅرګنده (مبهم) ايښونی، هغه ایښوني ته ویل کېږي چې [د څو سکالوګانو] په [ګډو] پولو کې د لانجې رامنځته کولو لامل ګرځي. د بېلګې په توګه: د «جګې ونې» ګړنه، ناڅرګنده بلل کې، ځکه چې سموالی یا ناسموالی یې د منځنۍ ونې لرونکي وګړي لپاره په څرګنده توګه تعریف شوئ نهده، خو «لومړنی عدد» بیا ناڅرګنده نهګڼل کېږي، ځکه چې لومړني او مرکب عددونه په جوته توګه تعریف شوي دي. ناڅرګندوالی، په ټولیزه توګه، د سوریتس پارادوکس د یوې بېلګې په رامنځته کولو کې د یوه ایښوني د وړتیا له مخې نومېرل کېږي. ناڅرګندوالی له ګونګوالي (دوهمعناتوب) سره توپیر لري، په ګونګوالي کې یوه وینا څو معناوې لري. د بېلګې په توګه: د «غاړه» وییکی ګونګ بلل کېږي، ځکه چې کېدای شي، د «ژامې او ټټر تر منځ برخې» او یا هم د یوه «سیند یا سمندر څنډې» او یا هم «ټوکې» معنا راونغاړي، خو د درې واړو ژباړو په پولو کې هېڅ کومه لانجه نشته.
په فلسفي منطق کې، ناڅرګندوالی د څېړنې یوه ستره سکالو ده، چېرې چې د کلاسیک منطق پر وړاندې د یوې پیاوړي ګواښ په توګه راولاړېږي. په صُوري معناپوهنه کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو په ترڅ کې هڅه کېږي، ترڅو د ناڅرګندو بیانونو لپاره په طبیعي ژبه کې جوړښتي (ترکیبي) معناپوهنه چمتو کړل شي. د ژبې په فلسفه کې د ترسره شوو مطالعاتو پر مټ د معنا تیوري لپاره د ناڅرګندوالي پایلې په ګوته کېږي، حال دا چې مېتافزیک پوهان پر دې غور کوي چې، ګنې «واقعیت» په خپله یو ناڅرګند مفهوم دی.
د ناڅرګندوالي مفهوم فلسفي ارزښت لري. داسې وانګېرئ چې یو کس غواړي په اخلاقي معنا کې د «حق» تعریف بیان کړي. بل یو غواړي داسې یو تعریف ولري، چې ټولې سمې کړنې په کې نغښتې او ناسمې کړنې ورنه اېستل شوې وي، خو په پولو کې د شته لانجو سره به څه وکړي؟ بېله شکه چې دغسې ستونزې شته دي. ځیني فیلسوفان وایي چې: اړینه ده یو کس د داسې یوه تعریف د وړاندې کولو هڅه وکړي چې یوازې په هغو لانجمنو حالتونو کې پهخپله ناڅرګنده دی. ځیني نور بیا وایي چې: یو کس لېوال دی، ترڅو خپل تعریفونه د هغه څه په پرتله، چې معموله ژبه او یا معمول مفهومونه ورته اجازه ورکوي، په لا دقیقه توګه وړاندې کړي، هغوی د لا دقیقو تعریفونو وړاندې کولو وړاندیز کوي. [۱]
د «ناڅرګندوالي» ستونزه، په حقوقو کې هم راپورته کېږي، په ځینو حالتونو کې قاضي باید پرېکړه وکړي چې، ایا پولهییزه لانجه، د ناڅرګند مفهوم پر شرایطو برابره ده او که نه. د بېلګې په توګه: رنځوري یا معلولیت (یو کس په کومه کچه خپل د سترګو لید له لاسه ورکړی وي، ترڅو په قانوني توګه «ړوند» وبلل شي؟)، د انسان ژوند (د حملاخېستنې او زېږون تر منځ، له کومې شېبې نه وروسته په قانوني توګه یو انسان شتون لري، ترڅو د «بل وژنې پر وړاندې» په څېر «قوانینو» له لارې خوندي وساتل شي؟)، زړښت یا سپینږیرتوب (چې زیاتره د موټر چلولو، الکولي مشروباتو، څښلو، رایې کارولو او توافقي جنسي اړیکې نیولو او… لپاره قانوني عمرونو کې تر سترګو کېږي)، توکم (هغه کسان، چې ترکیبي توکم ورته په میراث پاتې دی، څنګه ډلبندي کېدلای شي؟)، او داسې نور. ان د جنسیت په څېر مفهومونه [چې له ورایه ګونګ نهښکاري] هم د ناڅرګندوالي اړوند ستونزو یوه برخه وي، نه یوازې د جنساوښتي (ترانسجندر) وګړي د جنسیت بدلېدنې له اړخه، بلکې د هغو ځانګړو جنتیکي شرایطو په پام کې نیولو سره چې په پایله کې یې یوه وګړي ته د ښځینه او نارینه یو لړ ترکیبي بیولوجیکي ځانګړنې ور په برخه کېږي، (intersex ووینئ).
ګڼشمېر ساینسي مفهومونه، په ناچاره توګه ناڅرګند دي. د بېلګې په توګه: په بیولوژي کې، د [ژویو] کړهییزو (حلقوي) ډولونو په څېر ناڅرګندو حالتونو له امله [د ژویو] ډولونه په دقیقه توګه تعریفېدلای نهشي. له دې سره سره، په خورا ګڼشمېر مواردو کې، د «ډولونو» مفهوم په پراخه توګه د پلي کېدو وړ دی. څرنګه چې ویل کېږي، د یوه تعریف «ناڅرګنده» ګڼل، هرومرو پر هغه تعریف باندې د نیوکې کولو معنا نهلري. د آلاسکا هغه ژوي په پام کې ونیسئ چې نسل یې د هاسکیانو او لېوانو د جوړه کېدو په پایله کې منځته راځي: ایا دا ژوې سپي ګڼلای شو؟ څرګنده نهده، ځکه چې دا ژوي د سپیو د نسل پولهییزه لانجه ده. دا په دې معنا ده چې، په یوه ژوي کې د سپي د یوې معمولي ځانګړنې شتون، د هغه ژوي په اړه، په غوڅه توګه پرېکړې کولو لپاره، په پوره توګه بسنه نهکوي.
دغه فلسفي پوښتنه چې«له ناڅرګندوالي نه د خلاصون تر ټولو غوره تیوریکي لاره څه ده (چې د انبار پارادوکس، یا د سوریتس پارادوکس په توګه پېژندل شوي پارادوکس ته ډېر ورته دی)؟» د ګڼشمېر فلسفي بحثونو موضوع ګرځېدلې ده.
د امریکایي ریاضيپوه لطفي علي عسکرزاده د ناڅرګند منطق پنځول شوې کړنلاره، یوه تیوریکي حللاره بلل کېږي. ناڅرګند منطق له یو «بشپړ ناسموالي» نه (د بېلګې په توګه: بېل کلېنټن ګنجۍ دی) یو «بشپړ رښتینوالي» ته (د بېلګې په توګه: پتریک سټېوارت پک(ګنجۍ) دی) یوه تدریجي اوښتنه وړاندې کوي. په معمولي منطقونو کې، د سموالي لپاره یوازې دوه ارزښتونه شته: «سم» او «ناسم». د بشپړ رښتین والي او بشپړ ناسموالي ترمنځ د یوه طیف په اوږدو کې د یو لړ بېشمېرو سموالي ارزښتونو په مطرح کولو سره، د ناڅرګند منطق لرلید له نورو نه په توپیر کې راڅرګندېږي. بشپړ رښتیوالی کېدای شي، په «1» او بشپړ ناسموالی په «0» سره وښودل شي. په پولو کې پراته لانجمن حالتونه د «سموالي ارزښت» له مخې د 0 او 1 ترمنځ په پام کې نیول کېږي (دنمونې په توګه: 0.6). د ناڅرګند منطق ملاتړ کوونکو له جملې نه کولای شو، له «K. F. Machina» (۱۹۷۶ز) او «Dorothy Edgington» (۱۹۹۳ز) نه نوم واخلو. [۲][۳]
یوه بله حللاره، د سترې ارزښتپالنې (supervaluationism) په توګه پېژندل کېږي. دغه تګلاره د کیټ فاین (Kit Fine) او روزانا کیفې (Rosanna Keefe) لهخوا وړاندې شوې ده. فاین استدلال کوي چې: په پولهییزو برخو کې د ناڅرګندو ایښُونو کارونه نه سمه او نه هم ناسمه ده، بلکې د «رښتینوالي ارزښتونو ترمنځ تشو(خالیګاه وو)» په توګه بلل کېږي. د هغې انګېرنې پر بنسټ چې ګنې یو ناڅرګند ایښونی، د بېلابېلو بدیلونو له لارې دقیق کېدلای شي، هغه د ناڅرګندو ایښونو د معناپوهنې له یوه پهزړهپورې او پېچلې سیسټم نه دفاع کوي. له دغه سیسټم نه ترلاسه شوې پایله ښيي چې، د ناڅرګندو ګړنو لانجمن پولهییز حالتونه داسې بیانونه وړاندې کوي چې، نه سم دي او نه هم ناسم. [۴]
د یوې سترې ارزښتپالنې معناپوهنې ته په کتو سره، کېدای شي د «زښته سم» ایښونی داسې تعریف شي چې: د «یوه بیان ټولو دقیق کوونکو لړیو لپاره سم» وبلل شي. دغه ایښونی به د ذروي بیانونو په معناپوهنه کې بدلون رانهولي (د بېلګې په توګه: «فرانک ګنجی دی»، حال دا چې د فرانک د ګنجيتوب په یوه پولهییز حالت کې پروت دی)، خو منطقي پېچلو ترکیبي بیانونو لپاره ځینې پایلې درلودلای شي. په جلا توګه، د بیاني منطق تاوتولوژي (د بېلګې په ډول: «فرانک ګنجی دی» یا «فرانک ګنجی نهدی») به زښته سم ایښوني ته واوړي، ځکه چې د ګنجيتوب د هرې څرګندوونکې لړۍ له مخې د «فرانک ګنجی دی» یا «فرانک ګنجی نهدی» په بیانونو کې به یو یې سم وي. په داسې حال کې چې د پولهییزو لانجمنو برخو شتون، د دغې تګلارې پهڅېر اصول ګواښوي (پرته له منځنیو برخو نه)، خو که چېرې ستر ارزښتپالنه وکړای شي، یادې لانجمنې برخې د ابهام له محدودې نه وژغوري، نو دغه د «ژغورنې» حقیقت به یو فضیلت وانګېرل شي.
ټیټه ارزښتپالنه (subvaluationism) د سترې ارزښتپالنې منطقي غبرګه تګلاره ده او د ډومینیک هایدې (۲۰۰۸ز) او پابلو کوبرېروس (۲۰۱۱ز) لهخوا وړاندې او دفاع شوې ده. په داسې حال کې چې ستره ارزښتپالنه یو حقیقت، د «ستر حقیقت» له اړخه یادوي، ټیټه ارزښتپالنه یوه حقیقت ته د «کوچني حقیقت» او یا «کم تر کمه په ځینو دقیقو څرګندوونکو لړیو کې سم» له دریڅي نه ګوري. [۵]
په ټیټه ارزښتپالنه کې داسې ویل کېږي چې، د ناڅرګندو ګړنو پولهییزې کارونې هم سمې دي او هم ناسمې. له دې امله د «رښتینوالي ارزښت» لپاره د «خوړو» بڼه لري. د دې تیوري له مخې: که چېرې یو ناڅرګند بیان کم تر کمه په یوې دقیقې څرګندوونکې لړۍ کې سم وي، نو سم او که چېرې کم تر کمه په یوې دقیقې څرګندوونکې لړۍ کې ناسم وي، نو ناسم ګڼل کېږي. که چېرې یو ناڅرګند بیان د یوې دقیقې څرګندوونکې لړۍ په ترڅ کې سم او په بلې کې ناسم وبرېښي، نو بیان هم سم او هم ناسم دی. په پایله کې، ټیټه ارزښتپالنه دې ادعا ته رسېږي چې، «ناڅرګندوالی، په رښتینه توګه، یوه اړپېچنه او متناقضه ښکارنده ده». د «ګنجيتوب» په پولهییز لانجمن حالت کې، دا بیان به هم سم او هم ناسم وي چې: «هغه ګنجی دی»او په ورته توګه، دا بیان به هم سم او هم ناسم وي چې: «هغه ګنجی نهدی».[۶]
{{cite book}}
: External link in |خونديځ تړی=
(help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter |تاريخ الوصول=
ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف=
ignored (help)