د نوې یهود دښمني مفکوره چې د یهود دښمنۍ نوې بڼه ده، د ۲۰ مې پیړۍ په وروستیو او د ۲۱مې پیړۍ په لومړیو کې رامنځته شوې، د صهیونیزم د مخالف او د اسرائیلو حکومت باندې د نیوکې په توګه ځان څرګندوي. په دې مفکورې کې د یهود دښمنۍ تعریفونه، لکه: د یهود دښمنۍ کاري تعریف او د یهود دښمني 3D ازموینه شاملې دي.[ ۱]
دا مفهوم په عمومي توګه داسې انګېرل کېږي چې، د شلمې پېړۍ په وروستیو او د یووېشتمې پېړۍ په لومړیو کې ډېری هغه موارد چې ادعا یې کېږي، له اسرائیلو نه د ګوتنیونې په توګه مطرح کېږي، په حقیقت کې له شیطان جوړونې سره مساوي دي او د یهودانو پر وړاندې د یهود دښمني نړیوال بریدونه، د یهودانو سپکاوی، سمبولونه او یهودیت، له عام وژنې ډډه کول او په عمومي او انلاین خبرو اترو کې د یهود دښمنۍ عقایدو او کرکو زیاتوالی، دا ډول شیطان جوړونه د یهود دښمنۍ عقایدو په بڼه کې د تدریجي ودې استازیتوب کوي.[ ۲] [ ۳]
ددې مفکورې پلویان استدلال کوي چې، د صهیونیزم ضد او د اسرائیلو شیطان جوړوونې، او یا د دوی په چلند کې د دوه ګونو معیارونو پلي کېدل (چې په ځینو پلویانو کې یې د امریکا ضد، د نړیوالتوب ضد او درېیمه نړۍ هم شاملېږي) کېدای شي، د یهود دښمنۍ سره تړاو لري، یا د یهود دښمنۍ بله بڼه جوړه کړي. په ځانګړې توګه، کله چې په یوه وخت کې د کیڼ اړخ له اسلامپالنې او ښي اړخ څخه راپورته کېږي.[ ۴] [ ۵] [ ۶]
۱۹۶۰مه لسیزه: سرچینې[ سمول ]
فرانسوي فیلسوف پییر انډري تاګیوف استدلال کوي چې د « la nouvelle judéophobie» لومړۍ څپې د ۱۹۶۷ز له شپږ ورځنۍ جګړې وروسته په عربي-اسلامي نړۍ او د شوروي په سیمو کې راپورته شوي. هغه د جاک ګیویټ (۱۹۶۸ز) او تاریخ لیکونکي لیون پولیاکوف (۱۹۶۹ز) هغو مقالو ته اشاره کوي، چې د نوې یهود دښمنۍ مفکورې په اړه چې په صهیونیزم کې يې رېښه درلوده، بحث کوي.[ ۷] [ ۸]
۱۹۸۰لسیزه تر ننه: د بحث دوام[ سمول ]
د اسرائیلو ولسمشر چیم هرزوګ استدلال وکړ چې: د صهیونیزم پر ضد د یهود دښمني یوه نوې بڼه رامنځته شوې، چې د صهیونیزم معادلې ځانګړتیاوې له نازیزم سره او دا باور چې صهیونیستانو د دویمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې له نازیانو سره په فعاله توګه مرسته کړې وه، په ډاګه کړه.[ ۹] [ ۱۰] [ ۱۱]
یهود دښمني، خو یوه نوې ښکارنده نه ده[ سمول ]
یهودا بائر،د بیت المقدس په عبري پوهنتون کې د هولوکاسټ مطالعاتو پروفیسور د «نوې یهود دښمنۍ» مفکوره غلطه ګڼي، دا پدیده د زړې او پټې یهود دښمنۍ په توګه تشرېح کوي چې د بیا پيلېدو په وخت کې تکرارېږي. د هغه په اند: دا د اسرائیلو د اوسني حالت محرک دی و که چېرې یو جوړجاړی ترسره شي، یهود دښمني به کمه شي، خو له منځه نه ځي. [ ۱۲] [ ۱۳]
د صهیونیزم ضد یهود دښمني[ سمول ]
پوهانو د ورنو برګمن، سیمون شاما، الن جانسن، ډیویډ هیرش او انتوني جولیوس په ګډون د یوویشتمې پېړۍ د صهیونیزم ضد یهود دښمني ځانګړې بڼه بیان کړې چې د کیڼ اړخې دښمنۍ له پلوه له یهودانو سره ورته ده.[ ۱۴] [ ۱۵] [ ۱۶] [ ۱۷] [ ۱۸]
د توکم پالنې او پردو وېرې په اړه د اروپا د څارنې مرکز (EUMC) چې (په ۲۰۰۷ ز کال کې د بنسټیزو حقونو د ادارې له خوا رامنځته شوی) په فرانسې، المان، اطریش، سویډن، انګلستان، بلجیم او هالنډ کې د ۲۰۰۳ ز کال د جولای نه تر د ۲۰۰۴ تر ډسمبر میاشتې په اوږدو کې د یهود دښمنۍ د پېښو زیاتوالي یادونه کړې ده. د ۲۰۰۴ ز په سپټمبر میاشت کې، د توکم پالنې او نه زغمنې پر وړاندې د اروپا کمیسیون، د اروپا د شورا یوه برخه، له خپلو غړو هېوادونو یې وغوښتل، ترڅو چې ډاډ ترلاسه کړي چې د توکم پالنې ضد جرمي قوانین د یهود دښمنۍ په اړه پوښښ لري.[ ۱۹] [ ۲۰] [ ۲۱] [ ۲۲]
د ۲۰۱۱ ز کال په جون میاشت کې، د انګلستان مشر رئيس جوناتن ساکس (لارډ ساکس) وویل چې: د نوې یهود دښمنۍ بنسټ په ۲۰۰۱ ز کال کې د ډاربن کنفرانس و. ربي ساکس دا هم وویل چې نوې یهود دښمني «راډیکال اسلامپال د بشري حقونو نادولتي مؤسسوـ ښي اړخ او کیڼ اړخ- د اسرائیلو د دولت د یوه ګډ دښمن پر وړاندې سره یوځای کوي».[ ۲۳]
یو شمېر مبصرین استدلال کوي چې، ملګري ملتونه د یهود دښمني عمل غندي. لارنس سمرز، د هارورډ پوهنتون د هغه وخت رئیس لیکلي چې: د توکم پالنې په اړه د ملګرو ملتونو نړیوال کنفرانس په چین، روانډا یا د عربي نړۍ په هر ځای کې د بشري حقونو د سرغړونو په غندلو کې پاتې راغلی، په داسې حال کې چې د اسرائیلو د توکمیز پاکولو او د انسانیت پر وړاندې د جرمونو غږ پورته کوي.[ ۲۴] [ ۲۵]
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۰۴ ز کال راپور چې د نړیوالې یهود دښمنۍ په اړه و، د یهود دښمنۍ څلور اصلي سرچینې، په ځانګړې توګه په اروپا کې په ګوته کړي:
«د یهودو ضد دودیز تعصب ... چې په دې کې افراطي ملتپالان او ځینې نور شامل دي. دوی ادعا کوي چې د یهودي ټولنه حکومتونه، رسنۍ، نړیواله سوداګرۍ او مالي نړۍ کنټرولوي».
«د اسرائیلو ضد پیاوړي احساسات، چې د عیني نیوکو له کرښې د اسرائیلو او یهود دښمنۍ له سیاستونو څخه تېرېږي».
«د یهودو پر ضد احساسات چې د اروپا د یوشمېر مخ پر ودې مسلمان نفوس له خوا څرګند شوي، د اسرائیلو او یهودانو پر وړاندې د اوږدې مودې راهیسې ضد چلند او همدارنګه د مسلمانانو مخالفت د اسرائیلو او اشغال شویو سیمو کې د پرمختګونو پر وړاندې او په دې وروستیو کې د عراق حالت یې لاملونه دي».
«له متحده ایالاتو او نړیوال کېدو دواړو څخه نیوکه، چې له اسرائیل او په ځانګړې توګه له یهودیانو سره یو دی».[ ۲۶]
د نړیوالتوب ضد غورځنګ[ سمول ]
د ۱۹۹۰ ز لسیزې په ورستیو کې او د ۲۰۰۰ لسیزې لومړیو کې د نړیوالتوب ضد غورځنګ د لیکوالانو او څېړونکو لکه: والټر لاکور، پاول برمن او مارک سټراس له خوا د نوې یهود دښمنۍ د عناصرو په ښودلو تورن شو. د دې نظر منتقدین استدلال کوي چې: دا تور یا بې بنسټه ده او یا هم مبالغه ده، چې موخه یې د نړیوالتوب پر وړاندې د مشروع نیوکو او د آزادې سوداګرۍ اقتصادي سیاستونو بې اعتباره کول دي.
د مارک سټراوس ادعاوې[ سمول ]
مارک سټراوس، د بهرني سیاست په هکله استدلال کوي چې چې نړیوال کېدو د «بهرنیو ځواکونو» په اړه اندېښنې راپارولي دي او دا چې هغه لیکي چې: هغه څه چې دي، «د نړیوالتوب په هکله غبرګون» ګڼي، بېلابېل سیاسي عناصر یې سره یوځای کړي، چې له کیڼ اړخ څخه ښۍ خواته، د یوه ګد لامل له لارې چې دې کار«یو ګډ دښمن ته وده ورکړې».[ ۲۷]
د نړیوالتوب، یهودیانو او اسرائیلو اړیکه[ سمول ]
د یروشلیم په عبراني پوهنتون کې د اروپا او یهودو د تاریخ پروفیسور رابرټ ویسټریچ، مانفرډ ګیرسټینفیلډ ته وویل چې: نړیوالتوب د نړیوال کېدو کیڼ اړخ ته وده ورکړې ده چې «په ښکاره توګه د امریکا ضد، د پانګوالۍ ضد او د نړۍ له یهودانو سره دښمني ده». هغه استدلال کوي: کومه لسیزه چې د اوسنۍ یهود دښمنۍ له ډېروالي څخه دمخه وه، هغه لسیزه وه چې په چټکه توګه د نړۍ د اقتصاد د نړیوال کېدو شاهده وه او داسې یوه مرحله چې بایلونکي یې عرب او اسلامي نړۍ وه. [ ۲۸] [ ۲۹] [ ۳۰] [ ۳۱]
د فرانسې غورځنګ دننه د یهود دښمنۍ پر سر جنجال[ سمول ]
د یهود دښمني د مطالعاتو لپاره د سټیفن روټ انسټيټیوټ د راپور له مخې: په فرانسې کې د نړیوالتوب ضد غورځنګ لپاره مهمه پېښه د ۲۰۰۳ ز کال د نومبر په میاشت په پاریس کې د اروپا ټولنیزه ناسته(ESF) وه. چې تنظیموونکي یې د ادعا په توګه یو شمېر اسلامي ډلې، لکه: Présence Musulmane , Secours Islamique , and Collectif des Musulmans de France دي. د مصر د اخوان المسلمین بنسټ ایښودونکي د حسن البنا لمسي، طارق رمضان هم په دې غونډو کې ګډون درلود. [ ۳۲]
↑ Fastenbauer, Raimund (2020). "Islamic Antisemitism: Jews in the Qur'an, Reflections of European Antisemitism, Political Anti-Zionism: Common Codes and Differences". In Lange, Armin; Mayerhofer, Kerstin; Porat, Dina; Schiffman, Lawrence H. (eds.). An End to Antisemitism! – Volume 2: Confronting Antisemitism from the Perspectives of Christianity, Islam, and Judaism . Berlin and Boston : De Gruyter . pp. 279–300. doi :10.1515/9783110671773-018 . ISBN 9783110671773 .
↑ "USCIRF 2020 Annual Report: "Rising Anti-Semitism in Europe and Elsewhere" " (PDF) . Uscirf.gov . Washington, D.C. : United States Commission on International Religious Freedom . April 2020. pp. 87–88. Archived (PDF) from the original on 28 April 2020. نه اخيستل شوی 30 September 2020 .
↑ Manfred Gerstenfeld, The Deep Roots of Anti-Semitism in European Society . Jewish Political Studies Review 17:1–2 Spring 2005
↑ Taguieff, Pierre-André. Rising From the Muck: The New Anti-Semitism in Europe . Ivan R. Dee, 2004.
↑ Cohen, Florette (September 2011). The New Anti-Semitism Israel Model: Empirical Tests . BiblioBazaar. ISBN 978-1-243-56139-8 .
↑ Klug, Brian . The Myth of the New Anti-Semitism . The Nation , posted January 15, 2004 (February 2, 2004 issue), accessed January 9, 2006; and Lerner, Michael . There Is No New Anti-Semitism , posted February 5, 2007, accessed February 6, 2007.
↑ Taguieff, Pierre André . Rising from the Muck: The New Anti-Semitism in Europe . Ivan R. Dee, 2004, p. 62.
↑ Pierre-André Taguieff cites the following early works on the new antisemitism: Jacques Givet, La Gauche contre Israel? Essai sur le néo-antisémitisme, Paris 1968; idem, "Contre une certain gauche," Les Nouveaux Cahiers, No. 13-14, Spring-Summer 1968, pp. 116–119; Léon Poliakov, De l'antisionisme a l'antisémitisme, Paris 1969; Shmuel Ettinger, "Le caractère de l'antisémitisme contemporain," Dispersion et Unité , No. 14, 1975, pp. 141–157; and Michael Curtis, ed., Antisemitism in the Modern World, Boulder, 1986. All cited in Pierre-André Taguieff . Rising from the Muck: The New Anti-Semitism in Europe. Ivan R. Dee, 2004, p. 159-160, footnote 1.
↑ Congress Bi-weekly , American Jewish Congress, Vol. 40, Issues 2-14, 1973, p. xxv
↑ Wistrich, Robert . "Anti-zionism as an Expression of Anti-Semitism in Recent Years" Archived 2017-05-12 at the Wayback Machine ., lecture delivered to the Study Circle on World Jewry in the home of the President of Israel , December 10, 1984.
↑ Chomsky, Noam. "TRANSCRIPT of Amy Goodman interview of Noam Chomsky" . Democracy Now! . نه اخيستل شوی 19 May 2016 .
↑ Tzvi Fleischer (May 2007). "Hate's Revival" . Australia/Israel Review . AIJAC .
↑ Fulford, Robert (2009-08-15). "When criticizing Israel becomes ritual" . nationalpost.com. Archived from the original on 2012-09-12. نه اخيستل شوی 2009-08-15 .
↑ Pelinka, Anton; et al. (2009). Handbook of Prejudice. Chapter on Anti-Semitism by Werner Bergmann . Cambria Press. p. 56. ISBN 978-1-60497-627-4 .
↑ Schama, Simon (19 February 2016). "The left's problem with Jews has a long and miserable history" . Financial Times . نه اخيستل شوی 26 February 2016 .
↑ Hirsh, David (30 November 2006). "Openly Embraing Prejudice" . The Guardian . نه اخيستل شوی 6 March 2016 .
↑ Julius, Anthony (2010). Trials of the Diaspora: A History of Anti-Semitism in England . Oxford University Press. p. 476. ISBN 978-0-19-929705-4 .
↑ Johnson, Alan (Fall 2015). "The Left and the Jews: Time for a Rethink" . Fathom . نه اخيستل شوی 26 February 2016 .
↑ "(U.S.) State Department report on Anti-Semitism: Europe and Eurasia" excerpted from a longer piece, and covering the period of July 1, 2003 – December 15, 2004.
↑ Whine, Michael. "Progress in the Struggle Against Anti-Semitism in Europe: The Berlin Declaration and the European Union Monitoring Centre on Racism and Xenophobia's Working Definition of Anti-Semitism" Archived 2022-02-26 at the Wayback Machine ., Post-Holocaust and Anti-Semitism , Jerusalem Center for Public Affairs, February 1, 2006.
↑ tp://eumc.eu.int/eumc/material/pub/AS/AS-WorkingDefinition-draft.pdf "Working definition of antisemitism" Archived 2011-01-25 at the Wayback Machine ., EUMC.
↑ "Working Definition of Antisemitism" (PDF) . European Union Agency for Fundamental Rights. Archived from the original (PDF) on 5 January 2010. نه اخيستل شوی 23 July 2017 .
↑ "UK Chief Rabbi Jonathan Sacks: "The New Anti-Semitism is a Virus" " .
↑ "Anti-Semitism in the United Nations" , UN Watch, February 1998 (originally published December 1997), accessed March 6, 2005.
↑ Summers, Lawrence H. Address at morning prayers Archived 2004-10-10 at the Wayback Machine ., September 17, 2002. On the site of Harvard University , accessed January 9, 2006.
↑ "(U.S.) State Department report on Anti-Semitism: Europe and Eurasia" excerpted from a longer piece, and covering the period of July 1, 2003 – December 15, 2004.
↑ Strauss, Mark . "Antiglobalism's Jewish Problem" Archived 2021-05-11 at the Wayback Machine ., Foreign Policy , November 12, 2003.
↑ Gerstenfeld, Manfred . "Something is Rotten in the State of Europe": Anti-Semitism as a Civilizational Pathology. An Interview with Robert Wistrich" Archived 2011-11-28 at the Wayback Machine ., Post-Holocaust and Anti-Semitism , Institute for Global Jewish Affairs Archived 2021-02-11 at the Wayback Machine . at the Jerusalem Center for Public Affairs , October 1, 2004.
↑ "France" Archived 2012-11-19 at the Wayback Machine ., The Stephen Roth Institute for the Study of Antisemitism and Racism, Tel Aviv University, 2003.
↑ Joffe, Josef . "Nations we love to hate: Israel, America and the New Anti-Semitism" Archived 2006-09-09 at the Wayback Machine ., Posen Papers in Contemporary Antisemitism, No.1, Vidal Sassoon Center for the Study of Antisemitism, Hebrew University of Jerusalem, 2004, p.12.
↑ Joffe, Josef . "Nations we love to hate: Israel, America and the New Anti-Semitism" Archived 2006-09-09 at the Wayback Machine ., Posen Papers in Contemporary Antisemitism, No.1, Vidal Sassoon Center for the Study of Antisemitism, Hebrew University of Jerusalem, 2004, p.9.
↑ "France" Archived 2012-11-19 at the Wayback Machine ., The Stephen Roth Institute for the Study of Antisemitism and Racism, Tel Aviv University, 2003.