واورین کېموپلاژ

واورین کېموپلاژ یا واورینه بڼه بدلونه (په انګلیسي: Snow camouflage) په ژمي کې د نتیجه ورکوونکي کېموپلاژ [کېموپلاژ په انګلیسي camouflage: د یو حیوان یا جسم د پټونې یا کوم بل جسم ته د تغیر شکل ورکولو په خاطر د موادو، رنګ آمیزۍ یا د نښو د ترکیب کارولو ته ویل کېږي.] لپاره د رنګ آمیزۍ یا نقشو کارونه ده، چې ډېری د دوبي کېموپلاژ سره یو ځای وي. د دوبي بېلګې معمولاً د خړو او نسواري څخه تر تورو رنګونو د ترکیب کولو څخه په ګیچو,نکې ډول نقاشي کېږي، په داسې حال چې، په ژمنیو بېلګو کې سپین رنګ ډېر کارول کېږي ترڅو د واورینو منظرو سره تطابق پیدا کړي.

په حیواناتو کې، بدلېدونکی واورین کېموپلاژ د بیل ژمني وزر یا ورګ سره د موسمي پولیفینیزم (seasonal polyphenism) یو ډول دی. یاده بڼه بدلونه په الوتونکو لکه ډبریزې سیسۍ، سوی شکلو لکه قطبي سوی، د مسټلډای (mustelids) کورنۍ لکه یو ډول نولی (stoat) او د سپیو له کورنۍ (canid) یو حیوان، قطبي یا سپینه ګیدړه، کې موندل کېږي. څرنګه چې یادو ژویو په بیله توګه تکامل کړی دی، مشابه ظاهر یې د نږدې تکامل له امله دی. واورین کېموپلاژ د طبیعي انتخاب د لومړنیو شواهدو لپاره وکارول شو. سربېره پر دې، ځینې قطبي نوعي لکه واورین کونګ او قطبي اېږ د ټول کال په اوږدو کې سپین پاتې کېږي.  

په پوځي کارَوَنه کې، سرتېري ډېری یا د دوی د اوړي په ګیچ کوونکې ډول-نقاشي شوی یونیفورم د ژمني نسبتاً پېړ واورین کموپلاژ یونیفورم سره چې ډېره برخه یې سپین رنګ لري یا د تکو سپینو بالا پوښونو سره بدلوي، ترڅو یې د جامو رنګ د واورې سره تطابق پیدا کړي او د دښمن لخوا په اسانۍ په نښه نشي. ځینې پوځونه په مخ او څټ اغوستل کېدونکی یا دوه مخی یونیفورم کاروي چې په هر مخ یې د موسم مطابق نقاشي شوې وي. موټرو او وسلو ته ځینې وخت له سره سپین رنګ ورکول کېږي. کله-کله، الوتکې ته هم د واورین کېموپلاژ رنګ ورکول کېږي.    

د حیواناتو تر منځ

[سمول]

سپین رنګ د کېموپلاژ په توګه

[سمول]

چارلز داروین په ۱۸۵۹ز کال کې "ژوندیو نوعو د اصل په اړه" تر عنوان لاندې د ده په چاپ شوي کتاب کې، د سیسیو د سپینې ژمنۍ رنګ آمیزۍ یادونه کړې ده:[۱]

کله چې موږ وینو... په ژمي کې غرنۍ سیسۍ سپینه، سور-ګروس (یو ډول الوتونکی دی) د سورساندي (یو ډول بوټی چې تل شین وي او ګلابي رنګ ګلان لري) په رنګ او تور-ګروس د تورې خټینې ځمکې په رنګ، موږ باید باور وکړو چې دا رنګونه د یادو الوتونکو د مرستې لپاره دي... له خطر څخه د دوی د ژغورنې لپاره.   [۱]

د قطبي حیواناتو سپین محافظتي رنګ د بڼې بدلونې د لومړني زده کوونکي، طبیعت پوه الفریډ رسل والېس په واسطه د ده د ۱۸۸۹ز کال چاپ کتاب داروینیزم کې وڅېړل شو؛ هغه قطبي اېږ، امریکایي قطبي سوی، واورینه ګیدړه او شنقار (gyr falcon) د ټول کال په اوږدو کې د سپین پاتې کېدونکو ژویو په لیست کې ثبت کړل، په داسې حال کې چې قطبي ګیدړ، قطبي سوی، ارمین (ermine) او سیسۍ خپل رنګ بدلوي او "ښکاره توضیح" ورته لري، هغه دا چې د پټېدنې په پار دا کړنه ترسره کوي، یاد کتاب د داروینیزم د زوال په پېر کې لیکل شوی. وروستنیو زولوژي پوهانو لکه هیو بي. کاټ د نوموړي مشاهدات تکرار کړي او زیاته کړې یې ده چې، د شمالي قطب نور حیوانات لکه د اوږدو ویښتو لرونکي غوایي (musk ox)، ګَوَزه (moose)، قطبي غرڅه، خېټور (یو ډول ژوی دی) او کارغه هیڅ وخت سپین رنګ نه خپلوي "ان د دوی د سیمې په ډېرو یخو برخو برخو کې." کاټ متوجه شو، هم هغه حیوانات چې ښکار کوي لکه قطبي اېږ او نولی او هم هغه حیوانات چې ښکار کېږي لکه سیسۍ او غرنی سوی بڼې بدلولو ته اړتیا لري ترڅو، په ترتیب سره له ښکار او ښکاري پټ شي. سره د دې چې د الوتونکو عالم ډبلیو. ایل. این. ټیکل په مرغانو کې د سپین وزر لپاره د وړاندیز شوو وضاحتونو  له بیا کتنې وروسته لیکي "په دې پایله سترګې پټول ستونزمن دي چې، د اوړي پټ خړ وزرونه (د سیسیو لپاره) په واوره کې په غیب بدلېږي او د دې لپاره یې سپین وزرونه د تطابق یوه بله پټه ځانګړنه ده." سربېره پر دې، دی یادونه کوي چې " د ژمنیو وزرونو سره-سره په شمال ختیځ ایسلېنډ کې، په ژمي کې اکثره سیسۍ د شنقارانو په واسطه وژل کېږي"، د پټېدنې په توګه د سپین رنګ د تطابق لپاره خورا لږ تجربوي شواهد وجود لري.       [۲][۳][۴]

موسمي پوليفینیزم

[سمول]

د لرې شمال ځینې حیوانات لکه واورین پوندی سوی (showshoe) او قطبي سویان، قطبي ګیدړ، نولی او ډبریزه سیسۍ د خپل پوستکي رنګ ته د اوړي له نسواري یا خړ کېموپلاژ څخه په ژمي کې سپین رنګ ته بدلون ورکوي (د ورګ اچونې او بڼریژون او نوي پت یا بڼکو د ودې له لارې)؛ د سپیو له کورنۍ (dog family) قطبي ګیدړه یوازېنۍ نوعه ده چې دا کړنه ترسره کوي. سربېره پر دې هغه قطبي سویان چې د کاناډا په لرې شمال کې ژوند کوي، چېرې چې دوبی ډېر لنډ دی، د ټول کال په اوږدو کې سپین پاتې کېږي. څرنګه چې، یادو حیواناتو په بشپړه توګه بېلو ډلو کې، په بیله توګه تکامل کړی، د رنګ آمیزۍ ورته والی یې د نږدې تکامل له امله دی، د دې اټکل په بنسټ چې، طبیعي انتخاب په یوه ځانګړي چاپېریال کې، یوه ځانګړې رنګ آمیزي غوره کوي.  [۵][۶][۷]

د ویلو ګروس د سکاټلنډي او سکندنویایي اوسېدونکو ترمنځ موسمي پولیفینیزم توپیر لري. په سکاټلنډ کې، ګروس دوه وزرونه لري (نسلي او غیر نسلي)، په داسې حال کې چې په سکندنویا سپین مورف (د یو حیوان یا نبات د بېلابېلو نوعو څخه یوه) کې یې درېیم وزر هم وجود لري. د دې امر لپاره جنیتیکي بنسټ په میلانین رنګ کې نه دی او احتمالاً لامل یې اصلاحي بدلونونه دي. په پسرلي کې یې د ښځینه جنس د پڼرېژۍ کړنه، د دوی د وزرونو په حالت پورې اړه لري: کله چې یې د وزرونو ډېره برخه سپینه وي په واوره کې مېشتېدلو ته میل لري، خو کله چې یې وزرونه تور وي د هستوګنې لپاره د لوڅې او واورینه ځمکې ترمنځه پوله ټاکي. داسې برېښي چې دوی د خوړو د څرنګوالي او کېموپلاژ ترمنځ ترټولو ښه انډول غوره کوي.[۸][۹]

د نړیوالې تودوخې له امله اقلیمي بدلونونه د ځمکې له مخه په تدریجي توګه د واورې کمېدنې او د قطبي حیواناتو د پوستکي د موسمي رنګ ترمنځ د عدم تطابق لامل کېږي. [۱۰]

پوځي کاروَنه

[سمول]

په پوځونو کې د موسم د بدلېدو سره د بدلېدونکې رنګ آمیزۍ اصل کارول کېږي.

لومړۍ نړیواله جګړه

[سمول]

په لومړۍ نړیواله جګړه کې، د بڼه بدلوونکو (camoufleurs) په نامه مشهورو هنرمندانو په واسطه د مشاهدې او ویشتنې ځایونه په ګیچونکو بېلګو د لاس په وسیله نقاشي کېدل او دوی به کله-کله په موسمي توګه د دوی بېلګو ته بدلون ورکاوه. د پوځیانو یونیفورم به ډېری یو رنګ و، لکه د برتانیې خاکي (khaki)، خو واورینې کېموپلاژ جامې په ۱۹۱۷ز کال کې ځینو پوځونو وکارولې. د بېلګې په ډول، د اتریش-هنګري سرتېرو د ايټالیې په جبهه کې سکي (skis) کاروله او واورینې کېموپلاژ جامې یې په تن کولې او د خپل یونیفورم د پاسه یې بالاپوښونه اغوستل او د یونیفورم د خولۍ د پاسه یې سپینه ټوټه راکشوله.   [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

دویمه نړیواله جګړه

[سمول]

په دویمه نړیواله جګړه کې ډېرو پوځونو د شمالي اروپا په هېوادونو کې، بېلو ژمنیو جامو ته په بالاپوښونو ترجیح ورکوله. وافین ایس ایس (Waffen-SS) یو قدم وړاندې ولاړ، په مخ او څټ اغوستل کېدونکې جامې یې د ژمي او مني د بیلو طرحو سره او همدارنګه سپين ژمني بالاپوښونه یې ایجاد کړل. د المان نور واحدونه چې په ختیځه اروپا کې جنګېدل په لومړیو کې یې د ژمي لپاره تیاري کمزورې وه او مجبور وو ترڅو د دوبي په معمولي جامو اکتفا وکړي، خو د ۱۹۴۲-۱۹۴۳ز کلونو په ژمي کې نوي دوه-ټوټه یي خولۍ لرونکي سپین بالاپوښونه د اوږدو دستکشو سره ورته را ورسېدل. په اروپا کې  امریکایي سرتېرو د ۱۹۴۴-۱۹۴۵ز کلونو په ژمي کې، له سپین ټوکر څخه  واورین بالاپوښونه او د خولیو پوښونه، لکه له روجایي او د بالښتونو له پوښونو څخه، جوړ کړل. [۱۵][۱۶][۱۷]

سره پوځ (Red Army) د "تاکتیکي او تخنیکي، ۱۷ مې شمېرې" تر عنوان لاندې په ژمي کې د ټانګونو د کېموپلاژ په اړه د ۱۹۴۳ز کال په جنوري کې یو راپور ور کړ. په یاد راپور کې یې، د اوارو سیمو او خلاصو سیمو لپاره د تک سپین زینکي یا تک سپین تیتانیمي رنګ او د هغو سیمو لپاره چې ډېره تنوع لري لکه "د ځنګلونو، بوټي لرونکو سیمو، د استوګنې کوچنیو سیمو او خټینې ځمکې" لپاره یې د ګیچونکې د دوه-رنګه ژمني کېموپلاژ، توصیه کړې وه. یاد دوه رنګونه د بیا رنګونې په وخت کې د موټر د دوبي کېموپلاژ رنګ له څلورمې تر درېیمې برخې په پرېښودلو یا د خړو یا خړو-نسواري ټاپو سره په سپین رنګ د ټول موټر د بیا رنګونې له لارې ترلاسه کېدای شول.     [۱۸]

سرچينې  

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Darwin, Charles (1859). Origin of Species. Murray. p. 84.
  2. Alfred Russel Wallace (2015) [1889]. Darwinism - An Exposition Of The Theory Of Natural Selection - With Some Of Its Applications. Read Books. p. 180. ISBN 978-1-4733-7510-9.
  3. Cott, Hugh B. (1940). Adaptive Coloration in Animals. Methuen. pp. 22–23.
  4. Tickell, W. L. N. (March 2003). "White Plumage". Waterbirds: The International Journal of Waterbird Biology. 26 (1): 1–12. JSTOR 1522461.
  5. "Arctic Wildlife". Churchill Polar Bears. 2011. نه اخيستل شوی 22 December 2011.
  6. Hearn, Brian (20 February 2012). The Status of Arctic Hare (Lepus arcticus bangsii) in Insular Newfoundland (PDF). Newfoundland Labrador Department of Environment and Conservation. p. 7. نه اخيستل شوی 3 February 2013.
  7. Rohwer, Sievert (1975). "The Social Significance of Avian Winter Plumage Variability". Evolution. 29 (4): 593–610. doi:10.2307/2407071. JSTOR 2407071. PMID 28563094.
  8. Skoglund, Pontus; Höglund, Jacob (2010). "Sequence Polymorphism in Candidate Genes for Differences in Winter Plumage between Scottish and Scandinavian Willow Grouse (Lagopus lagopus)". PLOS ONE. 5 (4): e10334. Bibcode:2010PLoSO...510334S. doi:10.1371/journal.pone.0010334. PMC 2859059. PMID 20428241.
  9. Steen, Johan B.; Erikstad, Kjell Einar; Høidal, Karsten (1992). "Cryptic Behaviour in Moulting Hen Willow Ptarmigan Lagopus l. lagopus during Snow Melt". Ornis Scandinavica. 23 (1): 101–104. doi:10.2307/3676433. JSTOR 3676433.
  10. Mills, L. Scott; Marketa Zimova; Jared Oyler; Steven Running; John T. Abatzoglou; Paul M. Lukacs (2013). "Camouflage mismatch in seasonal coat color due to decreased snow duration". PNAS. 110 (18): 7360–7365. Bibcode:2013PNAS..110.7360M. doi:10.1073/pnas.1222724110. PMC 3645584. PMID 23589881.
  11. Newark, Tim (2007). Camouflage. Thames & Hudson. pp. 54–57. ISBN 978-0-500-51347-7.
  12. Bull, Stephen (2004). Encyclopedia of Military Technology and Innovation. Greenwood. p. 53. ISBN 978-1-57356-557-8.
  13. Englund, Peter (2011). The Beauty And The Sorrow: An intimate history of the First World War. Profile Books. p. 211. ISBN 978-1-84765-430-4.
  14. "The Austro-Hungarian Army on the Italian Front, 1915–1918". Imperial War Museum. نه اخيستل شوی 13 April 2017.
  15. Brayley, Martin J. (2009). Camouflage uniforms : international combat dress 1940–2010. Ramsbury: Crowood. pp. 37 and passim. ISBN 978-1-84797-137-1.
  16. Peterson, D. (2001). Waffen-SS Camouflage Uniforms and Post-war Derivatives. Crowood. p. 64. ISBN 978-1-86126-474-9.
  17. Rottman, Gordon L. (2013). World War II Tactical Camouflage Techniques. Bloomsbury. pp. 31–33. ISBN 978-1-78096-275-7.
  18. Carruthers, Bob (2013) [28 January 1943]. Wehrmacht Combat Reports: The Russian Front. Pen and Sword. pp. 62–64. ISBN 978-1-4738-4534-3.