ویرا غیر فعال څارونکی غونډال ( په چېکی :Pasivní sledovací systém Věra ) یو ډول اېلېکترونیکی غونډال دی چې د چېک په جمهوریت کې جوړېږی . دغه څارونکی غونډال د الوتکو او نورو موخو د څارلو لپاره کارېږی.د ویرا غیر پوځي ماډل په هوایي سرویس کې کارېدلای شي. دغه غونډال د سمندري سرویس د څارولو لپاره هم کار کولای شي. دغه څارونکی غونډال اېسټونيا، پاکستان او امریکا ته لېږل شوي . چېک حکومت غوښتل چې د ویرا څارونکی غونډال د چېن هېواد ته هم ولېږدي، خو امریکایی حکومت پر چېکي سیاستوالو سیاسي فشار وغورځاوه او چېک سیاستوالان اړ شول چې له دغه سوداگري څخه ډډه وکړي.
د غیر فعال څارونکي غونډالونه د چېک په جمهوریت کې د ۱۹۵۵ز. کال څخه جوړېږي او د ویرا غیر فعال څارونکي غونډال د هغو غونډالونو څخه وروستي موډل يا بڼې دي. د ویرا غیر فعال څارونکی غونډال د ۱۹۹۴ ز. کال څخه راپه دېخوا جوړېږي اود چېکي پوځ په ۱۹۹۵ز. کال کې له دغه غونډال څخه په رسمي توگه کار واخیست. د ویرا غیر فعال څارونکی غونډال د درې (اې اس ام) (ESM) دانتنونو او یو قبلولو مرکز څخه يي بڼه رامنځته شوې. د انتن وزن ېې ۲۵ کیلوگرام دی. دغه غونډال کولای شي ۳۰۰ موخ ييزې نښې وڅاري. دغه غونډال کولای شي د الوتکې رادارونه، دهواپېژندنې رادارونه، آی اېف اېف غونډال (IFF) او د تاکتیک د هوایي چلوونکي غونډال ( TACAN) وڅاري. د وېرا څارونکی غونډال څخه اېلکټرومگنېټېک (برېښنايي مقناتيسي ) سیگنالونه (electromagnetic signals) راووځي او د شمېرپوهنې په مرسته د الوتکې او نورو اهدافو موقعت تعینوي. دا پدې مانا چې کله د دښمن الوتکه په جگړې کې خپل رادار یا بل الېکټرونیکي غونډال پرانيزي نو ویرا څارونکی غونډال د دغې الوتکې شتونځای مومي او ملي پوځ کولای شي دغه الوتکه په نښه کړي. په اوس وخت کې ۶ د ویرا موډلونه يا بڼې ېې جوړېږي .