وېليم حې مېکناټن

د مکناټن د ژوند د وروستيو وختونو يو انځور چې د جېمز آټکېنسون لخوا کښل شوی

وېليم حې مېکناټن (۲۴ اگسټ، ۱۷۹۳ ز. – ۲۳ ډيسمبر، ۱۸۴۱ ز.) (په انگرېزي:William Hay Macnaghten) په هند کې يو برتانيوی مامور و چې د نوموړي وژلې په هند کې يې د برتانيې د حکومت په سياست کې د بدلون سبب شو.

وېليم حې مېکناټن
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۲۴ اگست ۱۷۹۳[۱][۲][۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۲۳ ډېسمبر ۱۸۴۱[۱][۴][۵] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
ښخولو ځای
زدکړنځی
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات

مخينه

[سمول]

مېکناټن د سر فرانسيس مېکناټن بارټ، چې د مدراس او کلکتې د سترې محکمې دويم قاضي ؤ، ځوی ؤ. نوموړي په چارټرهاوس کې زده کړه ترلاسه کړې وه. په ۱۸۰۹ ز. کال کې د مدراس کاډېټ ښوونځي کې شامل شو، خو په ۱۸۱۶ ز. کال کې يې د بنگال سېول خدماتو سره يوځای شو. هغه د ژبو زده کولو ډېر استعداد درلود او په همدې خاطر يې د هندوانو او مسلمانانو د قانون له مخې ډېرې معاهدې چاپ او خپرې کړې. د نوموړي سياسي فعاليت په ۱۸۳۰ ز. کال کې د لارډ وېليم بېنټينک د سکرترۍ له دندې پيل شو او په ۱۸۳۷ ز. کال کې هغه د والي-جنرال لارډ آکلنډ يو منلی او د ډاډ وړ سلاکار شو. کله چې جنرال لارډ آکلنډ د خپلې سياسي کړنلارې له مخې د امير دوست محمد خان په وړاندې د شاه شجاع ملاتړ وکړ، نو په همدې مهال مېکناټن د خپل سياسي فعاليت له امله وپېژندل شو

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ويل شوي په: SNAC. SNAC ARK ID: w6w75dm7. Subject named as: William Hay Macnaghten. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  2. ويل شوي په: The Peerage. The Peerage person ID: p31948.htm#i319479. Subject named as: William Hay Macnaghten, 1st and last Bt.. ليکوال: Darryl Roger Lundy. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  3. ويل شوي په: AlKindi. Diamond Catalog ID for persons and organisations: 10043. Subject named as: William Hay Macnaghten.
  4. ويل شوي په: Encyclopædia Britannica Online. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: biography/Sir-William-Hay-Macnaghten-Baronet. Subject named as: Sir William Hay Macnaghten, Baronet. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ ويل شوي په: Find a Grave. Find a Grave memorial ID: 163284261. اثر ژبه: انګليسي ژبه.