CZ 52 | |
---|---|
CZ 52 pistol
| |
ډول | نیمه خپلکار ټوپکچه |
جوړونکی هيواد | چکوسلواکیا |
د کار نیټه | |
د کار موده | ۱۹۵۲- ۱۹۸۲ (چکوسلواکیا) |
کارونه لخوا د: | چکوسلواکيا |
صنعتي تاریخ | |
ډیزاینر | Jan and Jaroslav Kratochvíl |
د جوړېدو مقدار | Approx. ۲۰،۰۰۰ |
پيژندنه | |
وزن | ۰٫۹۵ kغ (۲٫۰۹ رطل) |
اوږدوالي | ۲۱۰ mم (۸٫۳ انچه) |
شاټ | ۲۵×۷،۶۲ مرمی ټوکارېف ، ۹×۱۹ مرمی |
سمول |
ټوپکچه مادل ۵۲ (په چېکي ژبې کې: Pistole vz 52)یوه نیمه خود کاري (خپل کاري) لاسی پوځي وسله ده چی د ۱۹۵۲ کال څخه تر ۱۹۸۲ کال پورې د چکوسلواکيا په جمهوريت کی د چکوسلواکيا د پوځ لپاره جوړېدله. تر اوسه پورې ۲۰،۰۰۰ ټوپکچې جوړې شوې دي. نوموړی وسله په عراق (۱۹۹۰) او افغانستان (۲۰۰۸ - ۲۰۱۱) کی د چېک وسله والو ځواکونو لخوا کارېدله.
ټوپکچه ماډل ۵۲ په ۱۹۵۲ کال کی د Uherský Brod په ښار کی د چکوسلواکيا وسلوالو ځواکونو د غوښتنو په اساس د Jan Kratochvíl او Jaroslav Kratochvíl لخوا طرح او جوړه شوه. گولۍ کاليبر 9x19 وې خو په ۶۰ کالونو کې دغه کالیبر په ۲۵×۷،۶۲ مرمی ټوکارېف واوښتې. د وسلو گلنگدان سیستم د کولپ لرونکو سیستمونو څخه دي چې د دوو کوچنۍ استوانو په مرسته پرانیستل شوي دي. د گلنگدان نوموړي سیستم د آلمانی ماشیندار Maschinengewehr 42 څخه اخیستل شوي دی. نوموړي وسله په جاغور کی ۸ گولی درلودلای سی او خودکاری او میخانیکی فیوز لري.[۱]