ټیکنالوژیکه خیال‌پالنه

ټیکنالوژیکه خیالبافي یا ټیکنالوژیک یوټوپیانېزم (Technological utopianism، چې ډېری وختونه د ټیکنو-یوټوپیانېزم یا ټیکنالوژېزم په نوم هم یادېږي) هرې هغې نظریې ته ویل کېږي چې بنسټ یې پر دې باور بنا وي چې په ساینس او ​​​​ټیکنالوژۍ کې پرمختګ کولی شي ، یوه یوټوپیا یا خیالي نړۍ (utopia) رامنځته کړي، یا هم لږترلږه یوه یا بل ارماني یا خیالي ایډیال ته په رسېدو کې مرسته وکړي.

له همدې امله، یوه ټیکنو-یوټوپیا هغه مثالي ټولنه ده، چې قوانین، حکومت او ټولنیز شرایط په کې د خپلو ټولو وګړو د ګټو او هوساینې لپاره کار کوي، کوم چې د نږدې یا لرې راتلونکي لپاره ټاکل کېږي؛ ځکه د ساینس او ​​​​ټیکنالوژۍ پرمختګ د دغسې یوه مثالي یا ایډیال ژوند د معیارونو شتون ممکنوي؛ د بېلګې په توګه: اړاوي یا کثرت، په انساني طبیعت کې بدلونونه، د رنځونو مخنیوی او حتی تلپاتیو‌الی یا د مرګ پای.

ټیکنالوژیک یوټوپیانېزم زیاتره له نورو هغو بحثونو سره تړلی وي، چې ټیکنالوژۍ د ټولنیز او کلتوري بدلون د عواملو په توګه وړاندې کوي، لکه ټیکنالوژیک جبر یا رسنیز تخیلات.[۱]

ټیکنالوژیکه یوټوپیا ټولې هغه ستونزې له پامه غورځوي چې ټیکنالوژي یې رامنځته کوي، خو پر دې بیا په کلکه باور لري چې ټیکنالوژي انسان ته دا شونتیا وربښي چې ټولنیز، اقتصادي، سیاسي او کلتوري پرمختګونه وکړای شي. په ټولیز ډول، ټیکنالوژیک یوټوپیانېزم د ټیکنالوژۍ اغېزېې خورا مثبتې ګڼي.[۲][۳]

د ۲۰مې پېړۍ په وروستیو او د ۲۱مې پېړۍ په لومړیو کې ګڼې داسې ایډیالوژۍ او خوځښتونه راڅرګند شول، چې ټیکنالوژیکې یوټوپیا ته د بڼې ورکولو ننګه یې د یوه ترلاسه کېدونکي هدف په توګه کوله. په دغو ایډیالوژیو او خوځښتونو کې سایبرډیلیک کلتور ضد، کالیفورنیايي ایډیالوژي، سایبر یوټوپیانېزم، ټرانس هیومنېزم او فردیت‌پالېزم یې د یادولو وړ دي. کلتوري منتقد امري زیمان استدلال کوي، چې ټیکنالوژیک یوټوپیانېزم یو غیر منطقي ټولنیز روایت دی، ځکه د ملاتړ لپاره یې هېڅ شواهد نشته دي. نوموړی دې پایلې ته رسېږي، چې دا چاره په ډاګه کوي چې څومره عصري ټولنې د پرمختګ او ټیکنالوژۍ پر روایتونو باور لري، سره له دې چې ټول شواهد یې برعکس دي.[۴][۵]

تاریخچه

[سمول]

له ۱۹مې پېړۍ څخه د ۲۰مې پېړۍ تر نیمایي پورې

[سمول]

کارل مارکس باور درلود چې ساینس او ​​ډیموکراسي د هغه څه ښی او کیڼ لاسونه دي، کوم چې نوموړی یې د اړمنۍ له ساحې څخه د آزادۍ ساحې ته حرکت بولي. نوموړی وایي چې: په علم او ساینس کې پرمختګ د پاچایانو له واکمنۍ او د عیسوي کلیسا له واک او ځواک څخه د مشروعیت په اخیستلو کې مرسته کړې ده.[۶]

د ۱۹مې پېړۍ لیبرالانو، سوسیالیستانو او جمهوریت غوښتونکو هم تر ډېره ټیکنالوژیک یوټوپیانېزم منلی دی. د جوزف پریستلي په څېر راډیکالانو بیا د ډیموکراسۍ د ملاتړ او دفاع په څنګ کې ساینسي څېړنې تعقیب کړې. رابرټ اوون، چارلز فوریه او هنري ډي سینټ سیمون د ۱۹مې پېړۍ په لومړیو کې د عقل او منطق په کارولو سره د بشریت د راتلونکي ساینسي او ټیکنالوژیکي تکامل اړوند خپلو لیدلوریو له کبله د کمونیستانو لپاره الهام بښونکي وو. راډیکالانو بیا د ډاروین د تکامل تیوري د ټولنیز پرمختګ نظریې ته د اعتبار ورکولو لپاره وکاروله. په "تېر ته نظر" نومي اثر کې د اډوارډ بیلامي سوسیالیستي خیالي نړۍ (یوټوپیا)، چې د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې یې په متحده ایالاتو کې سلګونه سوسیالیستي کلبونو او یوه ملي سیاسي ګوند ته الهام ورکړ، د بیلامي د تصور یا تخیل په څېر خورا ټیکنالوژیکه وه. د بیلامي او فابیان سوسیالیستانو له نظره، سوسیالیزم باید د صنعتي پراختیا د یوې بې‌درده پایلې په توګه رامنځته شوی وای.[۶]

د ۲۰مې پېړۍ وروستي او د ۲۱مې پېړۍ لومړي کلونه

[سمول]

د ټیکنو-یوټوپیانېزم یوه خوځښت د ۱۹۹۰مې لسیزې په ډاټ کام کلتور کې بیا وده وکړه، په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو په لوېدیځ ساحل کې په خاصه توګه د سیلیکون وادي په شاوخوا کې. کالیفورنیايي ایډیالوژي د باورونو یوه ټولګه وه، چې د ۱۹۶۰مې ز لسیزې د کلتور-ضد خوځښت د بوهیمینېزم او استبداد ضد چلندونه له ټیکنو-یوټوپیانېزم او د آزادي پالو اقتصادي پالیسیو له ملاتړ سره په ترکیبي بڼه رانغاړي. دا هغه څه وو چې د وایرډ مجلې په پاڼو کې منعکس شوي، راپورونه پرې خپاره شوي او حتی په فعاله توګه تبلیغ ورته شوی. دا مجله په ۱۹۹۳ ز کال کې په سان فرانسسکو کې تاسیس شوې وه او د څو کلونو لپاره یې پیروانو د "بایبل" په څېر خدمت ورته کړی دی.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

اصول

[سمول]

برنارډ ګنډرون، د ویسکانسېن–مېلواکي پوهنتون د فلسفې د څانګې پروفیسور، د ۲۰مې پېړۍ په وروستیو او د ۲۱مې پېړۍ په لومړیو کې د عصري ټیکنولوژیکو یوټوپیایانو څلور اصول په لاندې ډول تعریفوي:[۱۲]

  1. موږ اوسمهال د ټیکنالوژۍ په برخه کې (تر صنعتي دورې وروسته) یوه انقلاب کې یو.
  2. په پوسټ-صنعتي دوره کې به تخنیکي وده (لږترلږه) دوام ومومي.
  3. په پوسټ-صنعتي دوره کې ټیکنالوژیکي وده به د اقتصادي کمښت وضعیت پای ته ورسوي.
  4. د اقتصادي کمښت د حالت له منځه وړل به د هرې لویې ټولنیزې بدۍ د له منځه وړلو لامل شي.

رشکوف بیا ګڼې داسې ادعاګانې وړاندې کوي، چې د ټیکنالوژیک یوټوپیانېزم بنسټیز اصول رانغاړي:[۱۳]

  1. ټیکنالوژي د انساني طبیعت غوره اړخونه منعکسوي، هڅونه یې کوي او "اړیکې، همکاري، شراکت، مرستندویي، او ټولنه" تقویه کوي.[۱۴]
  2. ټیکنالوژي زموږ خپلمنځي ارتباطات، اړیکې او ټولنې ته وده ورکوي. د انټرنیټ لومړنیو کاروونکو د انټرنیټ په اړه خپله پوهه د خپلې شاوخوا له نورو خلکو سره شریکوله.
  3. ټیکنالوژي د ټولنې د دیموکراتیک کولو لامل کېږي. پوهې او مهارتونو ته د لاسرسي پراختیا د خلکو او معلوماتو د اړیکې لامل شوې ده. د بیان د آزادۍ پراخېدو "آنلاین نړۍ ... چې موږ په کې خپل نظر څرګندولی شو" رامنځته کړې ده. د ځواک او شتمنۍ د نابرابرۍ کمول په دې معنا دي چې هرڅوک په انټرنیټ کې مساوي حیثیت لري او اجازه لري چې د هر بل کس په څېر ډېر څه وکړي.[۱۵]
  4. ټیکنالوژي په حتمي توګه پرمختګ کوي. هغه تعامل چې د تلویزیون د ریموټ کنټرول، د ویډیو ګېم لوبټوکان، د کمپیوټر ماوس او د کمپیوټر د کیبورډ له اختراعاتو څخه لاسته راغلی، د خورا ډېر پرمختګ لپاره یې شونتیا برابره کړې ده.
  5. د ټیکنالوژۍ ناڅاپي او غیرمتوقع اغېزې مثبتې دي. څرنګه چې ډېرو خلکو انټرنیټ کشف کړ، دوی له میلیونونو خلکو سره له تړل کېدو څخه ګټه پورته کړه او انټرنیټ یې پر یوه ټولنیز انقلاب بدل کړ. حکومتونو عامو خلکو ته ورساوه او "ټولنیزې جانبي اغېزې... یې اصلي ځانګړنه [شوه]."[۱۶]
  6. ټیکنالوژيک مؤثریت او د لګښت کوونکي انتخاب زیاتوي. د تلویزیون ریموټ، د ویډیو ګېم لوبټوکان او د کمپیوټر ماوس رامنځته کولو دغه ټیکنالوژۍ آزادې کړې او کاروونکو ته یې شونې کړه چې دوی سمبال او کنټرول کړي او هم دوی ته ګڼ نور انتخابونه ورکړي.
  7. نوې ټیکنالوژي کولی شي، د زړې ټیکنالوژۍ له خوا رامنځته شوې ستونزې حل کړي. ټولنیزې شبکې او بلاګونه د dot.com پوکڼۍ د کاروبارونو له سقوط څخه رامنځته شوې او پر کاروونکو د بېلابېلو طرحو د ترسره کولو هڅه کوي.

نیوکې

[سمول]

منتقدین یې ادعا کوي چې له علمي او ساینسي پرمختګ سره د ټیکنو-یوټوپیانېزم په وسیله د ټولنیز پرمختګ پېژندنه د مثبتیت او ساینسېزم یوه بڼه ده. د عصري آزادي‌پال ټیکنو-یوټوپیانېزم منتقدین بیا وایي چې: دا د "دولت پر لاسوهنې" تمرکز کوي، حال دا چې د سوداګرۍ او کاروبار د مقرراتو او تنظیم مثبتې اغېزې له پامه غورځوي. دوی همدا راز دې نکتې ته اشاره کوي، چې د ټیکنالوژۍ د چاپېریالي اغېزو په اړه د ویلو لپاره چندان څه نه لري او نظریې یې د نړۍ د ډېری نورو هغو برخو لپاره لږ د اهمیت وړ دي چې لاهم یو څه خورا کمزوري دي (نړیوال ډیجیټل وېش وګورئ).[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د کلتوري څېړنو په برخه کې د کاناډا د څېړنیزې ادارې (CRC) مخکښ امري زیمان د ۲۰۱۰ ز کال په خپل اثر "د سیستم ناکامي: تېل، راتلونکی او د ناورین اټکل" کې استدلال کوي چې ټیکنالوژیک یوټوپیانېزم یو هغه ټولنیز روایت دی چې پر چاپېریال د نفتو یا تېلو د اغېزو په اړه له خلکو سره د شته پوهې پربنسټ عمل کولو څخه د هغوی مخه نیسي.[۲۱]

پر ټیکنو-یوټوپیا باندې په نورو نیوکو کې د انساني عنصر په اړه شته اندېښنو ته اشاره کولی شو. منتقدین وایي، چې یوه ټیکنو-یوټوپیا کولی شي، انساني اړیکې راکمې کړي، کوم څه چې د یوې لرې او غیرصمیمي ټولنې لامل کېږي.

سرچينې

[سمول]
  1. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  2. Segal, Howard P. Imagining Tomorrow: History, Technology and The American Future, "The Technological Utopians", Cambridge: MIT Press, 1986.
  3. Rushkoff, Douglas. EME: Explorations in Media Ecology, “Renaissance Now! Media Ecology and the New Global Narrative”. Hampton Press, 2002, p. 41-57.
  4. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  5. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  7. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  8. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  9. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  10. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
  11. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  12. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  13. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  14. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  15. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  16. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  17. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  18. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  19. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  20. Huesemann, Michael H., and Joyce A. Huesemann (2011). Technofix: Why Technology Won’t Save Us or the Environment, New Society Publishers, Gabriola Island, British Columbia, Canada, ISBN 0865717044, 464 pp.
  21. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).