په افغانستان کې ترانسپورتي چارې تر ډېره د سړکونو، اوسپنې پټلۍ او هوا له لارې ترسره کېږي. د افغانستان د سړکونو د شبکې لویه برخه د ۲۰مې پېړۍ له نیمايي را وروسته جوړه شوه، خو د همدغې پېړۍ په وروستیو دوه لسیزو کې د سیاسي کړکېچونو له امله د رامنځته شوې جګړې پر مهال ونړول شوه. اوس مهال د افغانستان د اسلامي امارت چارواکي هڅه کوي د افغانستان د اسلامي جمهوریت له دولت سره د جګړې پر مهال د دوی د خپلو او نورو وسله والو له خوا ویجاړې کړای شوې لویې لارې، واټونه او پلونه بېرته ورغوي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]
په وچه کې چاپېر افغانستان هېڅ سمندري بندر نه لري، خو د آمو سیند څخه چې د ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان سره د دغه هېواد د پولې په اوږدو کې بهېږي په پام وړ کچه د توکو په لېږد را لېږد کې ګټنه کېږي. په وروستیو کلونو کې د دغه هېواد د هوايي ډګرونو، سړکونو، د اوسپنې پټلۍ د شبکې او همدارنګه ځمکنیو بندرونو بېرته رغول لامل وګرځېدل چې افغانستان چټکه اقتصادي وده وکړي. تر ۲۰۲۱ زکال پورې په افغانستان کې د فعالو هوايي ډګرونو شمېر ۴۶ ته ورسېد.[۷]
د افغانستان ډیری اصلي لویې لارې د شلمې پېړۍ په نیمايي کې د شوروي اتحاد او متحده ایالاتو په مرسته کریړ شوې. شوروي اتحاد په ۱۹۶۰مه لسیزه کې د سالنګ د تونل په ویستو سره د سالنګ لویه لار جوړه کړه چې د افغانستان شمال او ختیځ یې له یو بل سره ونښلوه. ورته مهال د افغانستان د مهمو ښارونو؛ هرات، مزار شریف، لښکرګاه، کندهار، غزني، کابل او جلال آباد نښلونکې لویه لار چې د ګاونډي پاکستان هېواد له لویو لارو سره هم وصلېږي د دغه هېواد د سړکونو د سیسټم اصلي برخه جوړوي.
په ټولیزه توګه د دغه هېواد د سړکونو د شبکې بشپړ اوږدوالی په تخمیني ډول ۳۴۹۰۳ کیلومتره کېږي چې تر ۲۰۱۷ زکال پورې له دغو څخه ۱۷۹۰۳ کیلومتره یې کرېړ او پاتې نور ۱۷۰۰۰ کیلومتره یې خامه پاتې و. د ټرافیکو سیسټم یې هم ښی لاسی دی. تر ۲۰۰۸ زکال پورې په کابل کې د ثبت شوو موټرو شمېر ۷۳۱۶۰۷ موټرو ته ورسېد. ورته مهال ډېری موټر قانوني اسناد نه لري. افغان دولت هم هېواد ته له لسو کلونو څخه د پخوانیو موټرو واردات بند کړي. د ۱۹۹۰مې لسیزې له نیمايي راوروسته په دغه هېواد کې د ټیوټا کمپنۍ موټر تر ټولو ډېر کارېدونکي موټر دي. په وروستیو کې افغانستان په کورني بازار کې د ګټنې په موخه د نقلیه وسایطو جوړولو ته مخه کړې. په دغه هېواد کې وګړي لرې پرتو سیمو ته د سفر په موخه له شخصي موټرو، کرایي کوچنیو موټرو او بسونو ګټنه کوي. ورته مهال ډیری لارې د لویو موټرو د زیات وزن د انتقال له امله جدي بیارغونې ته اړتیا لري؛ له همدې امله سیلانیان تر ډېره په اوږدو سفرونو کې د هوايي چلن له خدمتونو ګټنه کوي.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
اوس مهال د افغانستان د لویو لارو شبکه د بیارغونې په پړاو کې ده. ورته مهال ډیری منطقوي سړکونه هم د بیارغونې او یا پراختیا په حالت کې دي.
په لاندې کې د افغانستان د یو شمېر مهمو لویو لارو نوملړ وړاندې شوی:
په ټول افغانستان کې له لسو څخه زیات رسمي سرحدي بندرونه شتون لري چې په فراه ولایت کې د ابونصر فراهي، په پکتیکا کې د انګورو اډې، په فاریاب کې د آقینې، په پکتیا کې د ډنډ او پټان، په خوست کې د غلام خان ، په بلخ کې د حیرتانو، په هرات کې د اسلام قلا ، په بدخشان کې د اشکاشم، په کندز کې د شیرخان بندر، په کندهار ولایت کې د سپین بولدک، په هرات کې د تورغونډۍ، په ننګرهار کې د تورخم او په نیمروز ولایت کې د زرنج؛ بندرونه په کې شاملېږي. د چین او افغانستان نښلونکې لار چې له ۲۰۲۱ زکال راهیسې تر بیا رغونې لاندې ده د واخان ولسوالۍ له واخجیر کوتل څخه تېریږي. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]
د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د آمو سیند پر سر جوړ شوی پل چې د شیرخان بندر او د تاجکستان په خوا کې د پنج پایین په نامه سرحدي بندر ترمنځ موقعیت لري، افغانستان او تاجکستان د ځمکې له لارې له یوبل سره نښلوي. دغه پل په ۲۰۰۷ زکال کې د متحده ایالاتو د پوځ د انجینرانو (USACE) له خوا جوړ کړای شو. له دې سربېره دغه دواړه هېوادونه د تاجک – افغان پله په نامه بل پل پر مټ هم نښلېدلي چې د تم- دموګان سرحدي بندرونو ترمنځ موقعیت لري. د افغانستان – ازبکستان د دوستۍ پل افغانستان د ځمکې له لارې له ازبکستان سره نښلوي. د دلارام – زرنج لویه لار د هند په مرسته جوړه او د ۲۰۰۹ زکال په جنوري میاشت کې افتتاح شوه.[۲۳][۲۴]
افغانستان په ټولیزه توګه له خپلو یو شمېر ګاونډیو هېوادونو سره د اوسپنې پټلۍ پر مټ څلور ځایه وصل دی.[۲۵]
له ۲۰۰۶ زکال راهیسې د ایران له خواف څخه د افغانستان هرات ښار ته د اوسپنې پټلۍ د جوړېدو په حالت کې ده. د ایران په خاوره کې دغه د اوسپنې پټلۍ په معیاري ۱۴۳۵ ملي متري (۴ فوټه ۸+۱/۲ انچ) کچه جوړه شوې ده. د ۲۰۲۰ زکال په ډسمبر میاشت کې راپور ورکړل شو چې د هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ چې ۲۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري د افغانستان د هرات ولایت تر غوریان ولسوالۍ پورې را رسېدلې ده. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]
د ۱۰ کیلومترو په اوږدوالي او د ۱۵۲۰ ملي متره (۴ فوټه ۱۱+ ۲۷/۳۲ انچ) پلنوالي په لرلو د اوسپنې پټلۍ د ترکمنستان سرحد آباد (مرو) د افغانستان له تورغونډۍ ښارګوټي سره نښلوي چې د هرات ولایت شمال ته په ۱۱۵ کیلومترۍ فاصله کې موقعیت لري. د شوروي پر مهال د جوړې شوې دغې اوسپنې پټلۍ د بیا رغونې او همدارنګه له تورغونډۍ څخه تر هرات ولایت پورې د هغو د رسولو چارې په ۲۰۱۷ زکال کې پیل شوې. [۳۳]
د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ بله د اوسپنې پټلۍ د افغانستان د فاریاب ولایت له آقینې بندر څخه تېرېږي چې د ترکمنستان له امام نظر او اتمایرات (کرکي) څخه په تېرېدو د ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ له شبکې سره نښلي. دغه د اوسپنې پټلۍ د آقینې له سویل څخه تر اندخوی پورې دوام لري چې اوږدوالی یې شاوخوا ۵۸ کیلومتره (۳۶ مایله) کېږي. په پام کې ده چې دغه د اوسپنې پټلۍ له اندخوی څخه د هېواد نورو برخو ته هم وغځېږي. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]
د ازبکستان او د افغانستان د شمالي مزارشریف ښار ترمنځ د ۷۵ کیلومتره په اوږدوالي د اوسپنې پټلۍ شتون لري چې ټوله دغه د ۱۵۲۰ ملي متره (۴ فوټه ۱۱+۲۷/۳۲ انچه) په پلنوالي جوړه شوې. دغه پټلۍ د ترمز څخه پیلېږي او د آمو سیند پر سر د شوروي اتحاد له خوا د جوړ شوي د افغانستان – ازبکستان د دوستۍ پل څخه په تېرېدو د مزارشریف ښار تر هوايي ډګر پورې رسېږي. له دې سره په وروستیو کلونو کې د دې سروې ترسره شوه څو دغه پټلۍ لومړۍ تر کابل او بیا تر پېښور پورې وغځول شي. [۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]
ورته مهال افغانستان له پاکستان، چین او تاجکستان سره نښلېدونکې د اوسپنۍ پټلۍ نه لري.
په افغانستان کې د هوايي ترانسپورت خدمتونه د آریانا افغان هوايي شرکت په نامه د افغانستان د دولتي هوايي شرکت او همدارنګه د کام ایر په نامه خصوصي هوايي شرکت له خوا وړاندې کېږي. داخلي الوتنې د دغه هېواد ګڼ شمېر هوايي ډګرونو ته ترسره کېږي او نړیوالې الوتنې بیا تر ډېره د کابل هوايي ډګر ته کېږي. د اریانا افغان هوايي شرکت نړیوالې الوتنې له کابل څخه ډهلي، دوبۍ، اسلام آباد، ریاض او ارومچي ته ترسره کېږي، په داسې حال کې چې کام ایر بیا الماتا، انقرې، ډهلي، دوشنبې، اسلام آباد، استانبول، جدې، کویټ، تاشکند او شارجې ته الوتنې لري. [۴۴][۴۵]
په ۲۰۲۱ زکال کې د کابل د سقوط او همدارنګه د افغانستان د اسلامي امارت د بېرته واکمنېدو له امله له دغه هېواد څخه ډېری نړیوالې الوتنې وځنډېدلې. داخلي الوتنې په رسمي ډول د ۲۰۲۲ زکال په جنوري کې پیل شوې. د دولت له بدلون وړاندې یو شمېر نورو بهرنیو هوایي شرکتونو لکه ایر انډیا، امارات، ګلف ایر، ایران آسمان، پی آی اې او ترکیش ایرلاین د هېواد له ګڼ شمېر هوايي ډګرونو الوتنې لرلې. اوس مهال (۲۰۲۳ زکال) یوازې درې بهرني هوايي شرکتونه په افغانستان کې فعالیت لري چې په دغو کې د پاکستان پي آی اې او د ایران ماهان هوايي شرکت چې له کابل څخه مشهد او تهران ته الوتنې کوي؛ شامل دي. په پام کې ده چې ډېر ژر به د هند ایر انډیا او سپایس جېټ هوايي شرکتونه هم بیاځلي کابل ته الوتنې پیل کړي. [۴۶][۴۷]
په افغانستان کې مهم هوايي ډګرونه په لاندې ډول دي:
نړیوال هوايي ډګرونه
داخلي هوايي ډګرونه
په افغانستان کې د پوځي هوايي چلن په برخه کې چارې ۱۹۲۰مې لسیزې ته اړوندېږي چې د بریتانیا د سترواکۍ او شوروي اتحاد په ملاتړ پیل شوې. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته له دغه هېواد سره د نړیوالو قدرتونو په ځانګړې توګه د شوروي اتحاد او ناټو د سیاسي اغېزو له امله، د پوځي الوتکو او نورو پوځي مرستو ډول بدلون لرلی. اوس مهال د افغانستان د هوايي ځواک قطعات، افغان هوايي ځواک جوړوي.
د بګرام هوايي اډه په پیل کې د ۱۹۵۰مې لسیزې پر مهال جوړه شوه. دغه اډې د شوروي اتحاد او ناټو ځواکونو د بریدونو پر مهال د سیمې په کچه پام وړ پراختیا لرلې. د دغه هوايي اډې امکانات د بوئینک ۷۴۷، لاک هېډ سي-۵ ګلکسي او انتونوف -۱۲۴ الوتکو په څېر لویو الوتکو د ناستې وړتیا لري.
په وچه کې د چاپېر افغانستان یوازنۍ د اوبو لار د آمو سیند دی چې د افغانستان د شمالي پولې ډېره برخه جوړوي. دغه سیند په کلنۍ کچه د ۵۰۰ مټریک ټنه بار د لېږد را لېږد شاهد دی. اړوند ګمرکونه یې د بلخ ولایت په حیرتانو او د کندز ولایت په شیرخان بندر کې موقعیت لري.
د نفتو نل لیکې (پایپ لاینونه) له بګرام څخه ازبکستان او له شینډنډ څخه ترکمنستان ته غځېدلې دي. دغه نل لیکې کلونه کېږي چې له خرابېدو سره مخ دي او ترې ګټنه نه کېږي. ورته مهال په ټولیزه توګه په دغه هېواد کې د طبیعي ګازو د لېږد ۱۸۰ کیلومتره نل لیکې شتون لري. د افغانستان او پاکستان له لارې له ترکمنستان څخه تر هندوستان پورې د طبیعي غازو د لېږد په موخه د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند د غازو نل لیکه (ټاپي) تر اوسه (۲۰۲۳ زکال) تر کار لاندې ده.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)