په بریتانیا کې د غلامۍ پای د ۱۸ مې پېړۍ د وروستیو او د ۱۹مې پېړۍ د لومړیو خوځښت ؤ، ترڅو د غلامۍ، که رسمي وی او که غیر رسمي، په بریتانیا کی وي، یا په نړۍ کې، په بریتانوي سترواکۍ کې، د اتلانتیک د غلامانو سوداګرۍ د پای په ګډون، دود ختم کړي. په لویدیځه اروپا او امریکا کې دا خوځښت د یوې پراخې فسخې برخه وه.
د غلامانو پېرودل او پلورل، د بریتانیا په ټوله سترواکۍ کې په ۱۸۰۷ ز کال کې ناقانونه شو، خو د غلامانو درلودلوته ترهغه اجازه ورکړل شوه چې، په ۱۸۳۳ ز کال کې په بشپړه توګه غیر قانوني اعلان شوه، چې په دې سره یو بل بهېر پیل شو، چې له ۱۸۳۴ ز کال څخه وروسته غلامان، د خپلو پخوانیو خاوندانو قراردادي "کارآموزان" شول، تر هغه چې تر ۱۸۴۰ ز کال پورې اکثریت او تر ۱۸۴۳ز کال پورې د پاتې استثنایي غلامانو لپاره آزادی ترلاسه شوه. د بریتانیا له حکومت څخه د غلامانو پخوانیو خاوندانو، د خپلو زیانونو رسمی تاوان تر لاسه کړ، چې د ژغورنې د تاوان په توګه پېژندل کېده.
انګلیسی کویکرانو او یو څو انجیلی مذهبی ډلو، د ۱۷ مې او د ۱۸ مې پېړیو په لومړیو کې غلامي و غندله (چې هغه وخت په افریقایانو باندې عملی شوه) او دایی غیر عیسوي عمل و ګڼلو. د روښانتیا د دورې یو څو سیکولر مفکرانو، له انساني حقوقو څخه د سرغړونې له امله تر نیوکې لاندې ونیوله. جیمز ایدوارډ اوګلیتروپ لومړی کس ؤ چې، د غلامۍ پر ضد یې د روښانتیا قضیې ته عملي بڼه ورکړه. غلامی یې په خپل ولایت جورجیا کې په بشری ډګر کې منع کړه ، په پارلمان کې یې پر ضد دلایل وړاندې کړل او په پای کې یې خپل ملګری ګرنویل شارپ او حنا مور سخت وهڅول چې دا قضیه تعقیب کړی. په ۱۷۸۵ز کې، د هغه له مړینې وروسته دوی د ویلیم ویلبرفورس او نورو سره د کلپهم ګوند په بنسټ اېښودلو کې یوځای شول. د اوګلیتروپ ممانعت برعکس شو او په چټکۍ سره، ټولو امریکایی مستعمرو د غلامۍ سیستمونه جوړ کړل. [۱][۲]
د غلامانو سوداګري په ١١٠٢ ز کال کې په انګلستان کې منع شوې وه . د محکمې په ۱۵۶۹ ګڼه قضیه کې چې کارترایټ په کې دخیل و، چې له روسیې څخه یې یو غلام پېرلي و، محکمې فیصله وکړه چې، د انګلیس قانون غلامي نه شي منلی، ځکه چې په رسمي توګه هېڅکله اجازه نه وه ورکړل شوې. دا پریکړه د وروستیو پرمختګونو له امله و ځلېده. دا پریکړه په ١٧٠٠ ز کال کې، د قاضی القضات ښاغلي جان هوټ له خوا وشوه. کله چې هغه په دې اړه حکم وکړ، چې " د انګستان په خاوره کې، هرکله چې یو کس پښه کېږدي، هغه آزاد دی". [۳][۴]
د شمالي امریکا مستعمروته انگلیسي ښکېلاکګرو غلامان وارد کړل او له ۱۸ می پیړۍ سره سم، له افریقا، هند او ختیځې اسیا څخه سوداګرو ( چیرته چې دوی سوداګري کوله) لندن او ادینبورګ ته د غلامانو واردول پیل کړل، ترڅو د نوکر په توګه کار وکړي. هغه نارینه وکړي، چې د شمالي امریکا مستعمرو ته کډه کېدل، له ځان سره يې زیاتره خپل ختیځ هندی غلامان یا نوکران بېول، ځکه چې ختیځ هندیان په استعماری سوابقو کې ثبت شوي دي. د دې لوی بدلون د را منځ ته کېدو په اړه، تاریخ پوه ډیوېډ اولوسوګا لیکلی دی:[۵][۶]
د دې لپاره چې په بشپړه توګه پوه شو، چې په برېتانیا کې د فسخې را منځ ته کېدل هم د سیاسی غورځنګ په توګه او هم د ولسی خواخوږۍ په توګه، څومره د پام وړ وو، مهمه ده چې په یاد ولرو چې، په بریتانیا کې د غلامۍ په وړاندې د اتلسمې پېړۍ تر وروستۍ درېمې برخې پورې څومره لږ غږونه پورته شول. [۷]
په ۱۷۵۵ ز او ۱۷۶۹ ز کلونو کې په بریتانیا کې د آزادۍ ځینو لومړنیو دعوو، د محکمې قضیی په سکاټلینډ کې را منځته شوې، چې د غلامۍ قانونيت یې وننګاوه. دا قضیې د ۱۷۵۵ز د مونټګومیری قضیه د شیدان په وړاندې او د ۱۷۶۹ ز کال د سپینز قضیه د دالریمپل په وړاندې وې. په سکاټلینډ کې هر غلام، عیسوي دین ته اوښتی و او د غلامۍ قانونيت یې وننګاوه. دوی د بریتانیې په محکمو کې مخکښه قانوني کړنلاره غوره کړه چې، وروسته د مدعیانو لپاره د بریالیتوب پر لور روانه وه. په دې قضیو کې، مخکې له دې چې د محکمې پريکړه وړاندې شی ، د مدعی او مدافع مړینو دا کار پای ته ورساوه. [۸]
په لندن کې افریقایی غلامان نه اخیستل کېدل او نه پلورل کېدل، خو د بادارنو له خوا د نورو ځایونو څخه راوړل کېدل. افریقایان د نورو ملتونو او په ځانګړې توګه له غیر مسیحی خلکو سره یو ځای، د بهرنیانو په توګه ګڼل کېدل او په دې توګه د انګلیسی تابعیت لپاره وړ نه وو. انګلستان په هغه وخت کې د تابعت ورکولو کړنلاره نه درلوده. د افریقایی غلامانو قانوني حیثیت، د ۱۷۷۲ ز سومرسیټ تر قضیې پورې ، چې تښتیدلی غلام جېمز سومرسیټ د محکمو له خوا پریکړې ته اړ شو، څرګند نه وو. سومرسټ تښتیدلی و او د هغه بادار چارلس سټوارت هغه ونیولو او په یوه بېړۍ کې یی بندی کړ، چې غوښتل یې هغه جمیکا ته واستوی، تر څو بیرته په غلامۍ وپلورل شي. دا په داسې حال کې وه، چې په لندن کې سومرسیټ عیسوي شوی او د هغه دری تعمیدي پلرونو، د هغه په اړه د قاضي په وړاندې د حاضرېدو خط ولیک. په پایله کې، مشر منسفیلد د کنګ بنچ د محکمې مشر قاضی، باید قضاوت کړی وی چې ایا د سومرسټ تښتول د انګلیسې د کامن لا په بنسټ قانوني دي او که نه. په انګلستان کې د غلامۍ د رامنځته کولو لپاره هیڅ قانون نه وو پاس شوی. دی قضیې ملی پاملرنه ځان ته را واړوله او پنځو مدافعینو د سومرسیټ په استازیتوب د دې عمل ملاتړ وکړ.
د ده د ۱۷۷۲ ز کال د جون د ۲۲ مې په پریکړه کې، منسفیلډ ټینګار وکړ:
د غلامۍ حالت داسې یو خاصیت دی چې په هر دلیل، اخلاقي او سیاسي توګه د زغملو وړ نه دی، چې له هر هغه ځایه چې را منځته شوی دی، خپل قوت له دلایلو، مواردو او وخت سره ساتی، چې یوازې د مثبت قانون له مخې له حافظې څخه پاکېږی. دا ډیره بده ده، چې هيڅ شی دا نه شي زغملي، مګر یو مثبت قانون. نو له دې کبله هر څه چې نا آرامونکی وی، کېدای شی چې د یوې پرېکړې له امله را منځ ته شوي وي، زه نه شم ویلی چې دا قضی ته د انګلستان د قانون له خوا اجازه ورکول شوې او یا تصدیق شوې ده؛ او له دې امله تورپوستې باید برائت ترلاسه کړي.[۹]
که څه هم د قضاوت قانوني پایلې ،کله چې د وکیلانو له خوا تحلیل شوې، ناڅرګنده دي، نو په ټولیزه توګه قضاوت په هغه وخت کې وشو، چې پریکړه شوې وه : غلامي د انګلیسی کامن لا له مخې نشته او په دې توګه، په انګلستان کې منع شوه. په پایله کې له ۱۰ څخه تر۱۵ زرو پورې غلامانو، په انګلستان کې تر ۱۷۷۴ ز کال پورې آزادی ترلاسه کړه. دا پریکړه د بریتانیی په بهرنیو سیمو کې عملی نه شوه؛ د مثال په ډول د امریکا مستعمرو د مثبتو قوانینو په بنسټ غلامي منځ ته راوړې وه. د سومرسټ قضیه ،په انګلیسي نړۍ کې د کامن لا یوه مهمه برخه شوه او دی د غلامۍ د منسوخ کولو غورځنګ په پیلولو کې یې مرسته وکړه. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
جوزف نایټ ، چې یو افریقایی غلام او د خپل بادارجان ویدربرن له خوا په جمیکا کې پېرل شوی وو او سکاټلینډ ته راوړل شوی و، د سومرسټ د قضیی په اړه د لوستلو وروسته هغه پرېښود. واده یې وکړ او د ماشوم سره هغه د آزادۍ دعوا ی په دې اساس ثبت کړه چې، هغه په لویه بریتانیا کې د غلام په توګه نه شی نیول کېدی. د ۱۷۷۸ ز کال نایټ قضیه د ویډربرن په وړاندې، ویډربرن وویل چې: نایټ هغه ته د " تلپاتې خدمت " پوروړی دی. د هغه په وړاندې د سکاتلند د محکمې غونډې پریکړه وکړه او ویې ویل چې :د دې هېواد د قانون پر بنسټ، د مال په حیث غلامي په رسمیت نه ده پېژندل شوې او غلامان کولای شي د بادار په پرېښودلو او په جبري توګه له سکاتلند څخه په مستعمرو کې غلامۍ ته د بیرته ګرځېدو لپاره له محکمې څخه خوندیتوب تر لاسه کړي. [۱۴]
په دې وخت کې غلام سالاري ، د بحث موضوع او او تنظیم شوه، چې د لندن د لویدیځ هند د کروندګرو او سوداګرو ټولنه یی جوړه کړه، چې خپل نظر وړاندی کړی. په ۱۷۸۰ ز کال کې د هغه له پیل څخه، دې اداری د غلامۍ د سوداګرۍ او د غلامۍ د منسوخ کولو په وړاندې لوی خڼدونه را منځته کړل. دې ټولنې درې بېلې ډلې سره یوځای کړې، چې د بریتانیا د شکر سوداګر ، ناسوب کرودنګر او د استعمار اجېنتان وو. [۱۵]
افریقایی الاصله امریکایی تاریخ لیکونکي دو بویس، چې په ١٩٤٨ز کال کی د غلامانو د سوداګرۍ په منسوخ کولو کې د انګلیس د ملاټړ په اړه په نیوکه کوونکې لیکنه کې وویل،
د اتلسمې پېړۍ د انګیرنو په دویمه برخه کې، د لیبرال او بشر دوست فکر لوړېدل، د غلامۍ او د غلامۍ د سوداګرۍ د مخالفت د ودې په اړه لږ څه نه دي؛ خو دا یوازې د یوې برخې لپاره کار دی. نور او واکمن عوامل، د افریقایی غلامانو د سوداګرۍ د ګټې را کمېدل، د هایتی انقلاب له لارې د لویدیځ هند د شکر د کار او بار سقوط، د ناپیلیون لاسوهنه او د هسپانیه سیالې وه. پارلمان به په دومره اسانۍ سره د اقتصادي ځواکونو له دې فشار پرته، د منسوخۍ مبارزی ته غاړه نه اېښودله. د دې تر څنګ، په هند کې د سترواکۍ د ټینګښت او په چین او نورو ځایونو کې د نفوذ د نویو ساحو په ترلاسه کولو سره، د پانګې اچونې او ګټې نوي ډګرونه، د انګریزانو پر مخ پرانیستل شول. په افریقا کې په حقیقت کې د بریتانیې حکومت، د غلامۍ ضد مبارزې له لاری پیاوړی شو، ځکه د دې آزادۍ په رڼا کې نوې خاوره ضمیمه او تر کنټرول لاندې راغله. بده نه ده چې، یوه شېبه د شارپ، ویلبرزورس، بوکسټن او د هغوی د پیروانو د رښتینتابه په اړه یادونه وکړو، خو هغه اخلاقی ځواک چې دوی یې استازیتوب کړی و، له زیات مقاومت سره مل کړی و، ځکه چې دې انګلیسی پانګې اچونې، د استعماري ګټې لپاره له مناسبو کرښو سره سمون نه درلود. [۱۶]
{{cite book}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)