په ترانسپورت کې د انرژۍ مؤثريت د مسافرو، توکو يا هر ډول بار لپاره د تر سره شوي سفر ګټور واټن دی؛ چې د ترانسپورت د پورې وهنې (چلول/پر مخ بېول) په وسايلو کې په موجودې ټولې انرژۍ وېشل شوی وي. ورودي انرژي د پورې وهلو د انواعو له پلوه په ګڼو انواعو کې وړاندې کېدای شي، او عموماً دا ډول انرژي په مايعو سون توکو، برېښنايي انرژۍ يا خوراکي انرژۍ کې وړاندې کېدای شي. کله کله د انرژۍ مؤثريت د انرژۍ د شدت په توګه هم پېژندل کېږي. په ترانسپورت کې د انرژۍ د مؤثريت مقابل يا عکس په ترانسپورت کې د انرژۍ مصرف کېدل بلل کېږي. [۱][۲][۳]
په ترانسپورت کې د انرژۍ مؤثريت عموماً د سون توکو د مصرف په توګه تشريح کېږي، د سون توکو مصرف د سون توکو د اقتصاد ضد دی. په هر حال، د سون توکو مصرف د پورې وهلو د وسايلو سره تړلی دی، کوم چې مايع سون توکي کاروي، په داسې حال کې چې د انرژۍ مؤثريت په هر ډول پورې وهلو پلې کېدای شي. د پورته ګډوډۍ څخه د مخنيوي په موخه، او په دې موخه چې په هر ډول موټر کې د انرژۍ مؤثريت پرتله کړای شي، پوهان انرژي د نړيوال سيستم په واحد سره اندازه کوي، چې هغه «جولز» دی.[۴]
له همدې کبله د واحدونو په نړيوال سيستم کې، په ترانسپورت کې د انرژۍ مؤثريت د يو ميټر جول، يا m/J په ډول اندازه کېږي، په داسې حال کې چې په ترانسپورت کې د انرژۍ مصرف د جولز په يو ميټر يا J/m په توګه اندازه کېږي. د موټر د زيات اغېزناک کېدو په موخه، دا موټر چې په يو «جول» کې څومره ميټرونو ته پوښښ ورکوي (ډېر مؤثريت)، يا په يو ميټر کې چې د سفر لپاره دا موټر څومره کم جولز کارو (لږ مصرف) دی. په ترانسپورت کې د انرژۍ مؤثريت تر ډېره بريده ترانسپورتي وسلې ته په کتنې توپير لري. د ترانسپورت بېلا بيل ډولونه د يو بايسيکل لپاره په يو کيلو متر کې سل کيلو جولز (kJ/km) څخه نيولې بیا د هلیکوپتر الوتکې لپاره په يو کيلو متر کې تر لسګونه ميګا جولز (MJ/km) پورې رسېږي.
د استعمال شويو سون توکو او مصرف شويو سون توکو د اندازې له لارې، د انرژۍ مؤثريت همدا راز ډېر ځله په فعال نرخ (($/km) او چاپېريالي اخراج (لکه. CO2/km) پورې هم اړه لري.
د واحدونو په نړيوال سيستم کې، په ترانسپورت کې د انرژۍ مؤثريت د يو جول ميټر، يا m/J په ډول اندازه کېږي. په هر حال، د واټن تر واحد او انرژۍ د واحد پورې اړه لري، بيا هم ګڼ بدلونونه پلې کیږي. د مايعو سون توکو لپاره، د انرژۍ د ورود مقدار د مايع حجم په اصطلاح سره اندازه کېږي، لکه ليترونه يا ګيلنونه. د هغه ډول پورې وهلو لپاره چې په برېښنا چلېږي، عموماً د kWh کارول کېږي، په داسې حال کې چې د هغه موټر يا وسيلې لپاره چې بايد انسان يې پورې وهي يا وچلوي، د انرژۍ ورود د کالوري په توګه اندازه کېږي. د بېلا بېل ډول انرژۍ او واحدونو تر منځ بدلېدل عام دي.
د مسافرو د ترانسپورت لپاره، د انرژۍ مؤثريت عموماً د مسافرو د وختونو د واټن په نظر کې نيولو سره د انرژۍ د يو واحد په حساب سره اندازه کېږي، چې هغه SI دی، د يو «جول» په حساب په يو جول سره د مسافرو ميټرونه (pax.m/J)؛ په داسې حال کې چې د بار وړونکي ترانسپورت لپاره د انرژۍ مؤثريت عموماً د لېږدول شوي بار کتلې ته په کتنې سره چې د انرژۍ د يو واحد په مسافه کې ضرب شوي وي، او دا په IS سره وي، د کيلوګرام ميټرز په يو جول کې (kg.m/J) په توګه اندازه کېږي. د موټر د ظرفيت په نظر کې نيولو سره، د «والیوميټرک» مؤثريت هم معلومېدای شي، لکه په يو ګيلن کې د مسافر ميل (PMPG)، په دې ډول دا اندازه تر لاسه کېدای شي چې د سون توکو په يو ميل کې يو ګيلن يا د مسافر په ظرفيت کې ضرب شي، او يا د منځنۍ کچې په ځای نيولو کې ضرب شي. د شخصي موټرو ظرفيت (يعنې چې څومره اشخاص پکې ځای نيسي) عموماً له ظرفيت څخه تر ډېره بريده کم وي، او په دې ډول د وړتيا او ځای نيولو پر اساس شمېرل کېدونکي ارزښتونه عموماً ډېر مختلف وي. [۵][۶][۷][۸]
په IS واحد سره عامې بدلونې
جولز | |
د پيټرولو ليتر | 0.3x108 |
امریکايي د پيټرولو ګيلن (ګيسولين)[۹] | 1.3x108 |
ايمپيريل ګيلن پيټرول (ګيسولين) | 1.6x108 |
ګيسولين[۱۰][۱۱] | 4.2x103 |
کيلوواټ ساعت[۱۲] | 3.6x106 |
BTU (برتانوي حرارتي واحد)[۱۳] | 1.1x103 |
د انرژۍ مؤثريت د سون توکو په اقتصاد (يعنې په څومره سون توکو څومره واټن وهل کېدای شي) سره ښودل کېږي:[۱۴]
د انرژۍ مصرف (متبادل مؤثريت) د سون توکو مصرف ته په کتنې سره څرګندېږي:[۱۶][۱۷]
د برېښنا مصرف:
له سون توکو څخه د برېښنا توليدول له هغې برېښنا څخه زياتې ابتدايي انرژۍ ته اړتيا لري، چې له دې لارې توليد کېږي.
د انرژۍ مصرف:
يو 68 کيلو ګرامه (150 lb) شخص چې په يو ساعت کې څلور کيلو متره مزل کوي (2.5 mph)، په يو ساعت کې تقريباً 210 کيلو کالوري (880 kJ) خوراکي انرژۍ ته اړتيا، کوم چې له 4.55 km/MJ سره مساوي ده. د پيټرولو يو امریکايي ګيلن (3.8 L) کې د انرژۍ شا او خوا 114,000 برتانوي حرارتي واحدونه (120 MJ) موجود وي، نو په دې ډول دا د يو امريکايي ګيلن (0.65 L/100 km) له 360 ميله سره برابر دی.[۱۹][۲۰]
ويلومبايل (بند اوږده بايسيکلونه) د کوچنۍ مخکينۍ برخې او ايروډايناميکي بڼې له امله د شخصي ترانسپورت د هر ډول نقليه وسيلې په پرتله د انرژۍ تر ټولو زيات مؤثريت لري. د پنځوس کيلو متره په چټکتيا سره (په يو ساعت کې 31 ميله)، د ويلوموبايل جوړونکی شرکت WAW ادعا لري چې په سل کيلو متره کې يوازې 0.5 kWh (1.8 MJ) انرژۍ ته اړتيا لري، تر څو مسافر ولېږدوي (= 18 J/m). دا شا اوخوا 1⁄5 (20%) دی، کوم چې د یو معياري عمودي بايسيکل لپاره د ايروډاينامک له پوښ پرته د يو رفتار چلېدو لپاره اړينه وي، او 1⁄50 (2٪) کوم چې يې په فوسيلي سون توکو چلېدونکی يا برېښنايي اوسط موټر مصرفوي (د ويلوموبايل مؤثريت د يو امریکايي ګيلن په سر د 4700 ميله، 2000 km/L يا 0.05 L/100 km سره برابر دی). د انسان له خوا کارول شوې خوارکي حقيقي انرژي 4-5 ځله زياته وي. له بده مرغه، په سايکلونو د هغې د انرژۍ د مؤثريت ګټه د کمېدونکي رفتار سره کمېږي، او تقريباً په يو ساعت کې د لس کيلو متره رفتار سره له منځه ځي، په کوم حالت کې چې د ويلوموبايل او «ټرايتلون» موټرسايکل لپاره د ځواک اړتيا تقريباً يو ډول وي.[۲۱][۲۲][۲۳]
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)