په لومړيو کلتورونو کې د پوهې تاريخ په لرغوني تاريخ کې له لومړنۍ پوهې (پروتوساينس) تر اسلامي پوهې (Islamic Science) پورې رانغاړي. په دې وختونو کې سلا يا نصيحت او پوهه له يو نسل څخه بل نسل ته په وييز يا شفاهي دود سره لېږدېدله. د ليکلو پراختيا، پوهې ته د دې وړتيا ورکړه، چې د نسلونو تر منځ په خورا سترې ژمنتيا او امانت سره زېرمه او په واسطه يې اړيکه ونيول شي. د کرنې له ودې سره يو ځای، چې د خوړو د ډېرښت لامل شو؛ د لومړنيو تمدنونو لپاره شونې شوه چې وده وکړي او خپل زيات وخت له ژوندي پاتې کېدلو پرته نورو دندو کې مصرف کړي. لکه: د پوهې د نېکمرغۍ لپاره د پوهې لټون.
د بين النهرين خلکو په سومر (ننني عراق) کې له ميلاد څخه نږدې ۳۵۰۰ کالونه پخوا له خپلو لومړيو وختونو راهيسې په خورا بشپړو عددي لومړنيو معلوماتو سره د نړۍ د ځينو کتنو يا مشاهدو د ثبتولو هڅه پيل کړه. د فيثاغورث د قانون يوه مشخصه يا ټاکلې بېلګه له ميلاد څخه مخکې ۱۸ پېړۍ کې ثبت شوې وه. د بين النهرين د ميخي خط دړه يا تخته (Plimpton 322)، چې د فيثاغورث يو شمېر درې ګوني (۳، ۴، ۵) (۵، ۱۲، ۱۳) ثبتوي نېټه يې له ميلاد څخه مخکې نږدې ۱۸۰۰ ته رسېږي، مګر د فيثاغورثي نظريې يو عام مفهوم دا نه و. [۱]
ستورپېژندنه هغه پوهه ده، چې ځان د کتنو ثبتولو او څېړلو ته ځانګړی کوي: د ستورو، سيارو او سپوږمۍ د حرکتونو سخت يا ټينګ يادښتونه د ليکونکو له لورې پر رامنځته شويو زرګونو خټينو دړو يا تختو باندې پاتې دي. ان نن ورځ هم د بين النهرين د پوهانو له لورې د ستورپېژندنې مشخص شوې دورې په لويديځو کالیزو کې په پراخ ډول کارول کېږي، چې لمريز يا شمسي کال، سپوږميزه يا قمری مياشت او د اونۍ اوه ورځې يې څرګندې بېلګې دي. دوی د همدې لومړنيو معلوماتو په کارولو سره د کال په دوره کې د ورځې روښنايۍ د بدلېدونکي اوږدوالي د ګڼلو (محاسبه کولو) او د سپوږمۍ او سيارو او کسوف او خسوف د څرګندېدلو يا نه څرګندېدلو د اټکل کولو په موخه حسابي مېتودونه رامنځته کړل. يوازې د يو څو ستورپېژندونکو نومونه پېژندل شوي دي. لکه: د کلداني ستورپوه او رياضيپوه کيډيني (Kiddinnu)، چې د يوناني ستورپېژندونکو د وخت يا عصر ستورپوه و. د لمريز کال لپاره د کيډينو مفهوم د نننيو کالیزو لپاره کارېدونکی دی. ستورپېژندنه او د ستورو پوهه يو له بل سره ځکه ورته ګڼل کېده، چې د پادريانو له لورې په بابل کې د همدې پوهې د لارې چارې په واسطه ثابت شوی دی. په حقيقت کې د عقلي پوهې پر لور د معاصر ميلان د څارلو او له موهوم پالنې او باور څخه لرې تګ په واسطه بين النهرين ستورپېژندنه په سرچپه ډول په هغه تمدن کې يو څه زياته د ستورپوهنې (د طالع کتنو او نښو په اصطلاحاتو کې د ستورو څېړلو) پر بنسټ شوه، چې ښايي د خاورينو دړو نامتو والی بيان کړي. هيپارخوس (Hipparchus) د ځمکې د محور برابروالي د ګڼلو يا محاسبه کولو په موخه ياد معلومات کارول. له کيډيني څخه ۱۵۰۰ کالونه وروسته الباتاني (Al-Batani) چې په نننۍ ترکيه کې وزېږېد، له راټولو شويو معلوماتو څخه ګټه واخيستله او د هيپارخوس قيمت ته يې د ځمکې د محور د برابروالي لپاره وده ورکړه. د الباتاني ارزښت، په کال کې ۵۴،۵ ارک يا دايروي ثانيې په کال کې د ۴۹،۸ دايروي يا ارک ثانيو اوسني ارزښت سره په ښه ډول پرتله کوي (د تاوېدلو يا ګردش د يوې داېرې تاوېدلو په موخه د ځمکې د محور لپاره ۲۶۰۰۰ کالونه).
بابلي ستورپېژندنه د ستورپېژندنې اړوند ښکارندو د بشپړې رياضیکي تشرېح په ورکولو کې لومړنۍ او خورا بريالۍ هڅه وه. د تاريخپوه “A. Aaboe” له نظره د پوهنيزې يا علمي ستورپېژندنې ټول وروسته ډولونه د يوناني کلتور په نړۍ، هند، اسلام او لويديځ کې که چېرې په حقيقت کې د رښتينو پوهو کې ټولې وروستۍ هڅې نه وي؛ په پرېکنده او بنسټيزو لارو چارو کې پر بابلي ستورپېژندنه باندې تکيه کوي. [۲]
په لرغوني مصر کې د پام وړ پرمختګونه ستورپېژندنه، رياضيات او طب دي. د دوی هندسه د کرنيزې ځمکې د ترتيب او ملکیت ساتلو په موخه د پلټنې يا سروې کولو يوه اړينه پايله وه. يادې کرنيزې ځمکې هر کال د نيل سيند د سيلابونو له امله زيانمېدلې. د 3-4-5 ښي مثلث او نورو مهمو قواعدو د هغوی د “post and lintel” معمارۍ (په د ودانيو په جوړولو کې هغه سيستم چې له مخې يې پياوړي افقي عناصر د پياوړو عمومي عناصرو په واسطه د دواړو تر منځ د لويو تشو په درلودلو سره ساتل کېږي) په ګډون د سيده کرښې جوړښتونو د وړاندې کولو دنده تر سره کړه. مصر د زياتره لويديځې نړۍ لپاره د کيميايي څېړنې يو مرکز هم و.
مصري هيروغليفونو چې د ليکني يو غږيز سيستم و، د هغې مصري غږيزې الفبا برخه کې د بنسټ په توګه خدمت کړی دی، چې وروستۍ عبراني، يوناني، لاتيني، عربي او سيريلي الفبا ترينه تر لاسه شوې وې. د الکسندريا ښار په خپل کتابتون سره مشهور و، چې د روم تر واکمنۍ لاندې د راتګ پر مهال په اور وسوځول شو او له ۶۴۲ ز کال څخه مخکې په بشپړ ډول ويجاړ و. په دې سره د لرغونو ادبياتو او پوهې يوه لويه برخه له لاسه لاړه. [۳][۴][۵]
د اډوين سمېت (Edwin Smith) پاپيروس يو له لومړنيو طبي شته اسنادو څخه دی او ښايي هغه تر ټولو لومړنی سند وي، چې د مغز د تشرېح کولو او تحليل هڅه کوي. ياد سند ښايي د عصبي عصري پوهې د کټ مټ پيل په توګه وګڼل شي. که څه هم په داسې حال کې چې مصري طبابت ځيني ګټورې لارې چارې درلودلې، مګر له خپل ناګټورتوب او ځيني وختونه زيان رسوونکو لارو چارو څخه خالي نه و. طبي تاريخپوهان باور لري چې لرغونې مصري درمل پوهنه د بېلګې په ډول په پراخه ډول اغېزناکه نه وه. سره له دې هم مصري درمل پوهنه د ناروغۍ د درملنې لپاره د ازمايښت يا معاينې، تشخيص، درملنې او د ناروغۍ د اټکل برخې پلې کوي، چې د پوهې يا ساينس بنسټیزې ازمايښتي کړنلارې پر وړاندې پياوړې برابرۍ ښيي او د جي اي ار لويد (G. E. R. Loid) په وينا د اصولو د دې پوهې په پرمختګ کې يې د پام وړ ونډه ولوبوله. “Epers” پاپيروس هم د دوديز ازمايښت شواهد لري. [۶][۷]
د مايکل ډي پارکېنس (Michael D. Parkins) له لورې د يوې خپرې شوې څېړنې له مخې په اجابت پاپيروس (Hearst Papyrus) کې د ۲۶۰ نسخو ٪۷۲ يې معالجوي يا روغتيا بښونکي عناصر نه درلودل. د مايکل ډي پارکېنس په وينا چټله درملپوهنه لومړی په مصر کې پيل شوه او په منځنيو پېړيو کې يې دوام وکړ. ځينې تمرينونه لکه پر ټپونو باندې د غوا خوشايي يا چاپکې کېښودل، د غوږونو سوري کول او خالونه پرې وهل او د غوږ مزمن انتانات د تيتانوس په رامنځته تګ کې مهم عوامل وو. فرينک جي سنويک (Frank J. Snoek) وليکل چې مصري طب د مچ يا مچ ته ورته حشرې داغونو، د کربوړي يا شرموښکۍ وينې، د خوګ له غاښونو او نورو دې ډول درملو څخه ګټه واخېستله، چې د نوموړي په باور زيان رسوونکي وو. [۸][۹][۱۰]
په ساساني دوره (۲۲۶ – ۶۵۲ ز) کې رياضياتو او ستورپېژندنې ته ډېره پاملرنه وشوه. د ګنديشاپور “Gundishapur” اکاډمي په دې برخه کې يوه څرګنده بېلګه ده. د ستورپېژندنې مېزونو لکه د شهريار مېزونه “Shahryar Tables” نېټه همدې دورې ته رسېږي او د ستورو ساساني کتنځايونه وروسته د اسلامي دورې د مسلمان ستورپېژندونکو او ستورپوهانو له لورې تقليد يا کټ مټ پلې شوې. په منځنۍ ساساني دوره کې ايران ته له لويديځ څخه د يونان د نظريو او دودونو په بڼه د پوهې يوه څپه راغله، چې د عيسويت له خپرېدلو څخه وروسته يې د سرياني (د عيسويانو او همدرانګه د ايراني نستوريانو رسمي ژبه) ژبې ملتيا وکړه. عيسوي ښوونځيو په ايران کې د نرسي (Nersi)، فرهاد (Farhad) او مارابي (Marabi) په ګډون ستر پوهان وړاندې کړي دي. همدرانګه د ارستو د منطق او فلسفې د ايرانۍ څانګې د مشر پاولس پرسا (Paulas Persa) له لورې يو کتاب پاتې شو، چې په سرياني ژبه او ساساني پاچا انوشيروان ته ليکل شوی دی.