په متحده ایالاتو کې په فدرال، ایالتي او سیمه ییزه کچه ټاکنو کې د رایو ورکولو په موخه نوم ثبتونه اړینه چاره ده. له دغې چارې څخه یوازنی مستثنی ایالت هم شمالي ډاکوټا دی، په داسې حال کې چې کېدای شي د ښاري ټاکنو لپاره رایه ورکوونکي ثبت کړي. په ډیری ایالتونو کې د رایو ورکوونکو د نوم ثبتونې بهیر په ایالتي او یا د ښاروالیو په کچه ترسره کېږي. ګڼ شمېر ایالتونه د رایو ورکوونکو د نوم او د هغوی د تازه جزیاتو د ثبت په موخه کره نېټه ټاکي چې له ټاکنو وړاندې ۴ اونیو څخه تر دوو اونیو پورې ټاکل کېږي. په داسې حال کې چې یو په دریمه برخه ایالتونه د رایو ورکولو په شرایطو برابرو کسانو ته اجازه ورکوي څو د ټاکنو په ورځ یا له ټاکنو یوه ورځ وړاندې خپل نومونه ثبت او یا هم خپل ثبت شوي معلومات تازه کړي. [۱]
ویل کېږي چې د نوم ثبتونې یو شمېر الزامات یو شمېر کسان (په ځانګړې توګه محروم وګړي) له نوم ثبتونې او په پایله کې د خپلې رایې د ورکولو له حق څخه راګرځوي او له امله یې د رایو ورکوونکو د ونډې کچه راکمېږي. د رایو ورکولو لپاره د نوم ثبتونې په برخه کې یو شمېر شرایط له نوم ثبتونې څخه د مخه نیونکو عواملو په توګه یادېږي، د بېلګې په توګه ګویا د منصفه پلاوي په توګه خدمت کوي چې خلک پوځي خدمت ته سوق کوي او یا هم هغوی اړ کوي څو د ځای د تغیر په صورت کې د خپلو موټرو بیمې تازه کړي. خو له دې سره هم ډیری دغه ادعاوې ناسمې بلل کېږي ځکه چې د یو بالقوه منصفه پلاوي په توګه د هغوی پرېکړې یوازې په ځانګړو قضايي حوزو کې د پلي کېدو وړ دي او یا هم دا چې دا خدمت ته د رابللو یوازنۍ لار نه ده. [۲]
په ۲۰۱۲ زکال کې یوې څېړنې وښووله چې په متحده ایالاتو کې د رایو په شرایطو برابرو ۲۴ سلنه کسانو خپل نومونه نه و ثبت کړي چې په ټولیزه کچه یې شمېر ۵۱ میلیونه تنو ته رسېد. په داسې حال کې چې رایې ورکوونکي په دودیزه بڼه اړ دي له ټاکنو وړاندې د ټاکل شوي مهال په ترڅ کې د نوم ثبتونې دولتي ادارو ته مراجعه وکړي او خپل نومونه ثبت کړي. د ۱۹۹۰مې لسیزې په نیمايي کې فدرال دولت په ټاکنو کې د خلکو د ونډې د زیاتوالي په موخه د نوم ثبتونې په برخه کې یو لړ اسانتیاوې رامنځته کړې. په ۱۹۹۳ زکال کې د رایه ورکوونکو د نوم ثبتونې ملي قانون ایالتي ادارې مکلفې کړې څو د نوم ثبتونې خدمتونه د موټر چلونې د جوازونو د ورکړې د مرکزونو، د معلولیت د ثبت له مرکزونو، ښوونځیو، کتابتونونو او پسته خونو څخه په ګټنې وړاندې کړي، یا هم د ټاکنو پر ورځ رایه ورکوونکي ثبت کړي چېرې چې هغوی د نوم ثبتونې سره یوځای رایه هم ورکړي. په ۲۰۱۶ زکال کې اورېګان لومړنی ایالت و چې د موټر چلونې د جواز او پېژند پاڼې د ورکړې پر مهال یې د رایو ورکولو لپاره د نوم ثبتونې بهیر په بشپړه توګه اتوماتیک کړ، له دې وروسته ۱۵ ایالتونو او د کلمبیا سیمې هم له دغې چارې پیروي وکړه. ورته مهال سیاسي ګوندونه او نور سازمانونه هم ځینې مهال د رایو ورکوونکو د ثبتونې په موخه یو لړ پروګرامونه جوړوي څو وکولای شي نوي رایه ورکوونکي ثبت کړي.[۳][۴]
د متحده ایالاتو په ۳۱ ایالتونو او د کلمبیا په سیمه کې رایه ورکوونکي د نوم ثبتونې پر مهال کولای شي له یوه سیاسي ګوند سره خپله اړوندتیا هم څرګنده کړي. [۵]
د ماساچوستس ایالت د متحده ایالاتو لومړنی هغه ایالت و چې په ۱۸۰۰ زکال کې یې په ایالتي کچه د رایو ورکولو په موخه د رایو ورکوونکو نوم ثبتونه اړینه وبلله چې له دې وروسته مېن (۱۸۲۱)، پنسلوانیا (۱۸۳۶) او کانکټیکات (۱۹۳۶ زکال) هم له دغې چارې پیروي وکړه. د نوولسمې پېړۍ پر مهال په ځانګړې توګه له کورنۍ جګړې وروسته ډیری ایالتونو د رایو ورکوونکو نوم ثبتونه د ټاکنو په برخه کې اړینه وبلله څو په دغو ایالتونو کې د کډوالو له رایې ورکولو مخه ونیسي. له دې سره دغې چارې تر ۱۹۱۳ زکال پورې دوام وکړ او همدغه کال نبراسکا لومړنی ایالت شو چې په ایالتي کچه یې د یو ټاکنیز کمېشنر تر څارنې لاندې په دایمي بڼه د رایو ورکوونکو د نوم ثبتونې سیسټم رامنځته کړ. [۶]
په ۲۰۲۰ زکال کې یوې څېړنې وښووله چې د رایو ورکوونکو د نوم ثبتونې د ټولو هغو قوانینو له امله چې له ۱۸۸۰ زکال څخه تر ۱۹۱۶ زکال پورې تصویب شوي و، په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه تر ۱۹ سلنې راکمه شوې وه. [۷]
شمالي ډاکوټا په ۱۹۵۱ زکال کې په ایالتي او فدرال کچه ټاکنو لپاره د رایو ورکوونکو د نوم ثبتولو بهیر لغو کړ، په دې سره دا یوازنی ایالت شو چې دغه چاره یې ترسره کړه. دغه ایالت په ۲۰۰۴ زکال کې رایه ورکوونکي اړ وبلل څو د رایې د ورکړې پر مهال خپل پېژند کارتونه وښيي. دغه چاره لامل وګرځېده څو شمالي ډاکوټا د رایو ورکوونکو په ځپلو تورنه شي، ځکه چې ډېری بومي امریکایانو د رایو له ورکړې ډډه وکړه او دا د دې له امله وه چې د هغوی په قبیلوي پېژندکارتونو باندې د پست بکس ادرس شتون درلود او دغې چارې د یو رایج دود په توګه دوام درلود. [۸][۹]
په ۲۰۲۲ زکال کې اریزونا د رایو ورکوونکو د انلاین نوم ثبتونې سیسټم رامنځته کړ. په ۲۰۱۶ زکال کې اورېګان لومړنی ایالت و چې په اتوماتیک بڼه باندې یې د موټر چلولو د جواز او د پیژندکارت د ورکړې پر مهال د رایو ورکونکو د نوم ثبتونې سیسټم فعال کړ.
شمالي ډاکوټا یوازنی ایالت دی چې د رایو ورکوونکو د نوم ثبتولو بهیر نه لري، دغه ایالت د نوم ثبتونې بهیر په ۱۹۵۱ زکال کې لغو کړ، په داسې حال کې چې د ښاروالیو د ټاکنو لپاره رایې ورکوونکي ثبتوي. په شمالي ډاکوټا کې رایه ورکوونکي باید د رایې له ورکړې وړاندې خپل پېژندکارت او په اړوند مرکز کې د رایې د ورکړې د حق اسناد وړاندې کړي. [۱۰][۱۱]
شمالي ډاکوټا ۱۹۹۳ زکال ته اړوند د رایو ورکوونکو د نوم ثبتونې د فدرال ملي قانون له الزاماتو مستثنی دی. د دغه معافیت له امله شمالي ډاکوټا له ۲۰۰۴ زکال وروسته رایه ورکوونکي اړ وبلل چې د رایو له ورکړې وړاندې باید د پېژندنې تائید شوی سند وړاندې کړي چې یو له دغو څخه هم قبیلوي پېژندپاڼه وه چې بومي امریکایانو ترې ګټنه کوله. په دغو پېژندپاڼو کې د استوګنې د پتې پر ځای د پستي صندوق څخه ګټنه معمول او قانوني چاره وه ځکه چې دلته د کوڅو دقیقې پتې شتون نه درلود. په ۲۰۱۶ زکال کې په قبیلوي پېژندپاڼو کې د استوګنې د پتې د ثبتونې بدلون رامنځته شو ځکه چې شمالي ډاکوټا د رایو ورکوونکو په ځپلو تورنه وه او ډیری بومي امریکایان د رایو له ورکړې محروم شوي و او دوی د استوګنې د ځای لرونکې تائید شوي پېژندپاڼه نه لرله.[۱۲][۱۳]
په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو کانګرس د فدرال ټاکنو اړوند د قوانینو د جوړولو صلاحیت لري، خو د ټاکنیزو قوانینو ډیری واکونه یې ایالتونو ته تفویض کړي دي. د متحده ایالاتو اساسي قانون ټول ایالتونه د وګړو د برابرو حقونو (۱۴مه اصلاحیه)، نژاد (۱۵مه اصلاحیه)، جنسیت (۱۹مه اصلاحیه)، د سړي سر مالیاتو یا بل هر ډول مالیاتو د نه ورکړې (۲۴مه اصلاحیه) یا د ۱۸ کلنۍ او یا هم له هغو څخه د زیات عمر لرلو (۲۶مه اصلاحیه) له مخې په ټاکنو کې د هر ډول محدودیتونو له رامنځته کولو منع کوي. له دې سره هم په بېلابېلو قضايي حوزو کې د ټاکنو مدیریت یو تر بله په پریمانه کچه توپیر لري.
په ټولیزه بڼه، له اتلس کلونو څخه زیات عمر لرونکي ټول امریکايي وګړي حق لري په فدرال ټاکنو کې رایه ورکړي. په ډېر لږ شمېر قضیاوو کې د متحده ایالاتو دایمي استوګن وګړي (ګرین کارت لرونکي وګړي) د رایو ورکولو لپاره نوم ثبتوي او رایه ورکوي، پرته له دې چې وپوهېږي دغه چاره ناقانونه ده. هغه وګړي چې د متحده ایالاتو تابعیت نه لري او په غلطه بڼه یې د نوم ثبتونې په موخه ځانونه د متحده ایالاتو د وګړو په توګه معرفي کړي وي، د ټاکنو فدرال محکمه کولای شي هغه په یو کال بند یا د نغدي جریمې په ورکړې محکوم کړي. له متحده ایالاتو څخه د یو شمېر وګړو د ډیپورټ لامل هم ځینې مهالونه د دغه ډول قضایاوو څخه سرچینه اخلي. له دې سره هم یو شمېر ښاروالۍ تابعیت نه لرونکو وګړو ته اجازه ورکوي چې په سیمه ییزو او د ښاروالیو په ټاکنو کې رایه ورکړي. [۱۴][۱۵]
له مېن او ورمونټ (او همدارنګه د کولمبیا له سیمې) پرته نور ټول ایالتونه د یو مهال لپاره د مجرمینو څخه د رایو ورکولو حق سلب کوي، هغه چاره چې د جنايي لاملونو له امله د رایو د حق سلب کول بلل کېږي. سربېره پر دې ۲۱ ایالتونه د مشروطې آزادۍ پر مهال د رایو ورکړه منع کوي، خو د دغه مهال له بشپړېدو وروسته د دوی رایه مجاز بولي. یوولس نور ایالتونه بیا د نامحدود مهال لپاره د وګړو د رایې حق ځنډوي او یا هم بېرته هغوی ته د رایو د حق د ورکړې په موخه ځانګړي اقدامات اړین بولي. [۱۶]