د امېدوارۍ طبي ساقط کولو (MTP) د ۱۹۷۱ز کال قانون له تصویب راهیسې په هند کې د جنین سقط په بېلابېلو شرایطو کې قانوني ګڼل کېږي. د جنین خوندي او قانوني سقط خدماتو ته د مېرمنې د لاسرسي موندلو په موخه، د امېدوارۍ طبي ساقط کولو د ۲۰۰۳ز کال مقررات د نوموړي قانون په رڼا کې تنظیم شول. [۱][۲]
په ۲۰۲۱ز کال کې، د امېدوارۍ طبي ساقط کولو (MTP) د ۱۹۷۱ز کال په قانون کې ځانګړي تعدیلات راغلل او تصویب شو؛ د بېلګې په توګه، هغه ښځې چې د امېدوارۍ مخنیوي درملو او مېتودونو په کارولو سره، سره بیا هم حمل اخېستی وي، اجازه لري د جنین خوندي سقط کولو خدمات ترلاسه کړي او په ځینو ځانګړو شرایطو کې مېرمنو ته د جنین سقط کولو موده د امېدوارۍ تر ۲۴مې اوونۍ پورې وغځول شوه او که چېرې کومه مېرمن غواړي د امېدوارۍ تر ۲۰مې اوونۍ پورې خپل ماشوم سقط کړي، د جنین سقط کولو یوازې یوه کارپوه څرګندونې ته اړتیا لري. له هغه ځایه چې د MTP قانون ۲۰۲۱ تعدیل، د ۲۰۲۱ز کال د سپټمبر له ۲۴مې نېټې راهیسې د پلي کولو وړ دی، اوسمهال مېرمنې کولای شي د امېدوارۍ ۲۴مې اوونۍ تر پایه پورې خپل ماشوم سقط کړي. د جنین سقط د خدماتو لګښت په بشپړه توګه د دولت عامې روغتیا د بیمې له بودیجو، آیوشمن بهارت او «د کارمندانو دولتي بیمې» لهخوا ورکول کېږي او د جراحي لهلارې د جنین سقط کولو د بشپړو خدماتو لګښت ۱۵،۵۰۰ هندي کلدارې (شاوخوا ۱۹۰ امریکایي ډالره) ټاکل شوی دی، چې په هغو کې مشوره، درملنه، په روغتون کې بستر کېدل، درمل، التراسوند او راتلونکې تعقیبې درملنې شاملې دي. د جنین طبي سقط لپاره، د بشپړو خدماتو لګښت ۱،۵۰۰ هندي کلدارې (شاوخوا ۲۰ امریکایي ډالره) دی چې په هغو کې یوازې مشوره او USG شامل دي.[۳][۴]
که چېرې یوه امېدواره مېرمن په خپله خوښه د جنین سقط خدماتو وړاندې کوونکي په مرسته خپل ماشوم سقط کړي، دې ته ارادي (لاسي یا عمدي) سقط ویل کېږي. غیرارادي (غیرعمدي) سقط، چې د نقصان په نوم هم پېژندل کېږي، د امېدوارۍ تر ۲۰مې اوونۍ څخه مخکې د ماشوم ضایع کولو ته وایي. د جنین سقط کولو وروستی ډول هم له جسمي او هم له رواني پلوه رنځوونکی دی. تر ۲۰۱۷ز کال پورې د جنین سقط یوازې پر دوو ډولونو ــ خوندي او ناخوندي ــ وېشل شوی ؤ.[۵]
ناخوندي سقط د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) لهخوا د امېدوارۍ ساقط کولو د داسې یوه پروسیجر په توګه تعریف شوی ؤ چې «د یوه نهروزل شوي او اړینې وړتیا نهلرونکي عادي وګړي لهخوا یا په داسې چاپېریال کې ترسره شي چې د طبي پر حداقل معیارونو باندې برابر نهوي». سره لهدې، اوسمهال د جنین سقط کولو ټکنالوجي لا پرمختللې او خوندي شوې ده او سقط پر درېیو ډولونو وېشل کېږي: خوندي، لږخوندي، خورا لږ خوندي. پهدې توګه، دا امکان رامنځته شوی ترڅو هغه شرایط په دقیقه توګه څرګند شي چې د جنین ناخوندي سقط لامل ګرځي او ورځ په ورځ د خطرونو کچه لوړوي او همدا راز د روغتیا له رسمي سیسټمه بهر د میزوپروستول کارونې اړوند مېتودونه وڅېړل شي. [۶]
تر ۱۹۷۱ز کال څخه مخکې، د هند ۱۸۶۰ز کال د جزا قانون ۳۱۲مې مادې لهمخې د جنین سقط جُرم ګڼل کېده، او هغه یې د «عمدي نقصان» په توګه تعریفوه. پرته له هغو مواردو څخه چې جنین د مېرمنو د ژوند ژغورلو لپاره سقط شوی ؤ، د ماشوم ضایع کولو لپاره مجازات ټاکل شوي وو او مېرمنه او روغتیایي کارمند دواړه په جُرم کې شریک وو؛ که چېرې یوې مېرمنې په داوطلبانه ډول د یوې بلې مېرمنې ماشوم سقط کاوه، په نغدي جریمې یا درې کلونو بند محکومېدله او د خدماتو ترلاسه کوونکې مېرمنې لپاره اووه کاله بند یا د هغه معادل نغدي جریمه په نظر کې نیول شوې وه.[۱۰][۱۱][۱۲]
په ۱۹۶۰ز لسیزه کې، په ۱۵ هېوادونو کې د جنین سقط قانوني شوي وو او په دې سره په هند کې د جنین ارادي (لاسي) سقط لپاره د یوه قانوني چوکاټ رامنځته کولو په هکله سلامشورې پیل شوې. د سقط پېښو شمېر ورځ په ورځ په زیاتېدو شو او د روغتیا او کورنیو هوساینې وزارت یې اړ کړ ترڅو پوره تیاری ولري. د هند دولت پر دې موضوع له غور وروسته، په ۱۹۶۴ز کال کې د شانتيلال شاه په مشرۍ سره یوه کمېټه جوړه کړه ترڅو د جنین سقط کولو د قانون مسوده ترتیب کړي. د نوموړې کمېټې سپارښتنې او وړاندیزونه په ۱۹۷۰ز کال کې له منلو وروسته، په پارلمان کې «د امېدوارۍ طبي ساقط کولو لایحې» په توګه مطرح شول. دغه لایحه په ۱۹۷۱ز کال کې «د امېدوارۍ طبي ساقط کولو قانون» په توګه تصویب شو، چې د سريپاتي چاندراسکر لهخوا لیکل شوی ؤ.[۱۳][۱۴]
د امېدوارۍ طبي ساقط کولو (MTP) د ۱۹۷۱ز کال قانون، په هند کې د CAC خدماتو ترلاسه کولو لپاره قانوني چوکاټ جوړوي. د حمِل تر ۲۰مې اوونۍ پورې د امېدوارۍ ساقط کول په لاندې ذکر شویو شرایطو کې قانوني ګڼل کېږي:
د امېدوارۍ طبي ساقط کولو قانون څرګندوي چې: (۱) څوک امېدواري ساقط کولای شي؛ (۲) امېدواري تر کوم وخت ساقط کېدلای شي؛ (۳) امیدواري په کوم ځای کې ساقط کېدلای شي. د MTP ۲۰۰۳ز کال قوانین او مقررات د سقط خدماتو وړاندې کوونکي او روغتیایي مرکز لپاره د روزنې او جواز ترلاسه کولو شرایطو په تړاو په تفصیل سره بحث او په خوندي او قانوني توګه د امېدوارۍ ساقط کولو لپاره د راپور ورکولو او مستند کولو شرایط په ډاګه کوي.
د امېدوارۍ طبي ساقط کولو قانون لهمخې، د جنین سقط یوازې د هغه جواز لرونکي ډاکتر لهخوا ترسره کېدلای شي چې په لاندې شرایطو برابر وی:
په ۲۰۰۲ز کال کې، د امېدوارۍ طبي ساقط کولو (MTP) د ۱۹۷۱ز کال په قانون کې ځینې تعدیلات رامنځته شول ترڅو د سقط خدماتو ته (په تېره بیا د روغتیا په خصوصي سکټور کې) د مېرمنو د لاسرسۍ کچه لوړه او د لا ښه پلي کېدلو لپاره یې زمینه برابره کړي.
د جنین سقط کابو ۵۶ سلنه په هند کې د ناخوندي سقطونو په کتار کې راځي. په هند کې، د کلیوالو سیمو په شمول، ناخوندي سقطونه د ګڼشمېر مېرمنو لپاره د بېلابېلو ټولنیزو او اقتصادي خنډونو لهامله یو متداول مېتود دی. روغتیایي مرکزونو ته د جنین سقط خدماتو ترلاسه کولو لپاره د مېرمنو نهمراجعه کولو یو بل اړخ د خلکو پېغورونه دي.[۱۵][۱۶]
{{cite journal}}
: CS1 maint: unrecognized language (link)
{{cite journal}}
: CS1 maint: unrecognized language (link)
{{cite journal}}
: CS1 maint: unrecognized language (link)
{{cite journal}}
: CS1 maint: unrecognized language (link)
{{cite journal}}
: More than one of |archivedate=
and |archive-date=
specified (help); More than one of |archiveurl=
and |archive-url=
specified (help)