په هند کې د غلامۍ لومړنی تاريخ ځکه ننګول شوی دی، چې د ځينو اصطلاحاتو لکه “dasa” او “dasyu” پر ژباړو باندې تکيه کوي. يوناني ليکوال ميګاستينيس (Megasthenes) په خپل اثر “Indika” کې د ماورين (Mauryan) سترواکۍ د تشرېح کولو پر مهال څرګندوي، چې په هندي ټولنه کې غلامي بنده (منع) وه. که څه هم ځينې سرچينې وړانديز کوي، چې غلامي د بودا (له ميلاد څخه مخکې شپږمه پېړۍ کې) د ژوند په وخت کې او ښايي ان تر ويدي (Vedic) دورې پورې هم، په لرغوني هند کې يو پراخ منل شوی دود يا بنسټ و. [۱][۲][۳]
غلامي په هندوستان کې له ۱۱ ز پېړۍ څخه وروسته د شمالي هند د مسلمان واکمنۍ پر مهال وروسته له هغې زياته شوه، چې مسلمان واکمنانو د هند نيمه وچه کې يو ځل بيا غلامي دود کړه. د سيمو د نيونې په موخه په فوځونو کې د غلامانو د کارونې تر څنګ، چې هغه وخت د اسلامي پاچاهانو تر منځ يوه اوږدمهاله عمل و؛ غلامي د هندوانو په غلام جوړولو سره يو د پام وړ ټولنيز دود شو. د ډهلي د سلطنت او د مغلو سترواکۍ د دورې د مسلمان تاريخپوهانو په اند د هندو پاچاهانو له بريدونو څخه وروسته هندوان د غلامانو په توګه ونيول شول، چې زيات يې مرکزي او لويديځې افريقا ته هم ولېږدول شول. د سوماليا له ټاپووزمې (Horn of Africa) څخه هم زيات غلامان د دکن سلطنت (Deccan Sultanates) او مغلو سترواکۍ د پياوړو يا مسلمان فوځونو په کورنيو کې د خدمت کولو په موخه، د هند نيمې وچې ته راولېږدول شول. [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
هند کې غلامۍ د ۱۸ او ۱۹ پېړۍ پر مهال دوام وکړ. د استعماري دوري پر مهال هندوان د هند سمندر د غلامۍ سوداګرۍ د برخې په توګه د بېلابېلو اروپايي سوداګريزو شرکتونو له لورې، د نړۍ بېلابېلو برخو ته د غلامانو په توګه نيول شوي وو. د هند له نيمې وچې څخه له يو ميليون څخه زيات قراردادي کارکوونکي (چې د ګيرميټيياس “girmitiyas” په نوم يادېږي)، په کښتونو او معدنونو کې د کار کولو په موخه افريقا، اسيا او امريکا کې بېلابېلو اروپايي مستعمرو ته ولېږدول شول. پرتګاليانو د نږدې ۱۵۳۰ او ۱۷۴۰ ز کالونو تر منځ افريقايي غلامان پر کونکان “Konkan” ساحل باندې خپلو هندي مستعمرو ته ولېږدول. غلامي د هند د ۱۸۴۳ ز کال د غلامۍ قانون (Indian Slavery Act 1843) له مخې د ختيځ هند شرکت په ملکيتونو کې له منځه لاړه. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
په ويدي او نورو لرغونو هندي ادب کې د “dasa” او “dasyu” اصطلاح د «چوپړي» يا «غلام» په توګه ژباړل شوې ده، مګر ځينو نورو له دې معنا سره مخالفت کړی دی. په ريګويدا “Rigveda” کې د ډاسا “dasa” اصطلاح د يو «دښمن» په توګه هم ژباړل شوې ده، مګر په ټوله کې د اصطلاح پېژندنه د پوهانو تر منځ ناڅرګنده او د بحث وړ دی. [۱۸][۱۹]
د سماټ ليوي (Scott Levi) د نظر له مخې ښايي په لرغوني هند کې غلامي د ارتاشاسترا “Arthashastra”، مانسمريټي “Manusmriti” او ماهابهاراتا “Mahabharata” غوندې متنونو پر بنسټ د عامې دورې د پيل په واسطه يو رامنځته شوی دود وي. ښايي غلامي د بودا د ژوند او ښايي ان له نوموړي څخه وړاندې د ويدي دورې پر مهال هند کې پراخه شوې وي، که څه هم سکاټ څرګندوي چې له «غلامانو» سره د ويدي ډاسا “Dasa” تړاو ستونزه زېږونکی دی او ښايي يو وروستی پرمختګ وي. [۲۰][۲۱]
يوپندر سينګهـ(Upinder Singh) څرګندوي چې رېګ ويدا (Rig Veda) په غلامۍ سره اشنا ده، چې د جګړې پر مهال يا د پور د پايلې په توګه غلامۍ ته ويل کېږي. نوموړې وايي چې د ډاسا “dasa” (سانسکرت: ) او وروسته وختونو کې “dasi” د نارينه او ښځينه غلامانو لپاره کارېدونکې اصطلاحګانې وې. د پوپندر په خلاف سويرا جايسوال (Suvira Jaiswal) وايي چې ډاسا قبيلې د ويدي دودونو په يو ټبر يا کورنۍ نظام کې ګډې (مدغم) وې، په داسې حال کې لکه څرنګه چې د کاکسيونټ اوسيجي (Kaksivant Ausiji)، بالبوتا (Balbutha)، تاروکسا (Taruksa)، ديوداسا (Divodasa) او نورو پوهانو د بېلګو په واسطه ښودل شوي دي؛ “dasi putras” کولی شول د پادريانو، جنګياليو او مشرانو دريځونو ته پورته شي. ځيني پوهان د «غلام» په توګه د داسا اصطلاح له لومړنيو ژباړو سره د توکميزو توپيرونو په شتون او نه شتون سره مخالفت کوي. د هند پېژندونکو سټيفاني ډبليو جميسن (Stephanie W. Jamison) او ژول پي بريريټن (Joel P. Brereton) د نظر له مخې چې د ريګويدا د وروستۍ ژباړې له امله پېژندل کېږي، داسا او داسيو (dasa/dasyu) د اريا “Arya” انساني يا نا انساني دښمنان دي. د ريګويدا له مخې د جاميسن او بريريټن دولتونه د ويدي د اندرا “Indra” الوهيت په واسطه له منځه تللي دي. په ويدي دوره کې د «غلامانو په توګه د ډاسا» ژباړه د ۲.۱۲ او ۸.۴۶ په شان مذهبي سندرو له مخې مخالفت کې دي، چې په خيريه ډول د خپلې شتمنۍ ورکووني «شتمن ډاسا» وګړي بيانوي. د هند پېژندونکي توماس ټراوټمېن (Thomas Trautmann) په اند د اريا او داسا تر منځ اړيکه چې يوازې د ريګويدا په دوه بيتونو کې څرګندېږي، ځکه ناڅرګنده او د تمې خلاف ده، چې ډاسا [وګړي] د متني ثبوت له مخې د اريا [وګړو] په پرتله په اقتصادي ډول يو څه زيات پرمختللي وو. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
د اسکو پارپولا (Asko Parpola) په وينا په لرغونو هندي متنونو کې د داسا “dasa” اصطلاح “proto-Saka” ريښې لري، چې “dasa” يا “daha” اصطلاح په کې په ساده ډول د «انسان» معنا لري. پارپولا څرګندوي چې “dasa” او “dasyu” دواړه ويي د سانسکرېت او پالي “Pali” ژبو په ګډون په هندي الاصله ايرانيو ژبو کې عام نه دي او ياد ويوکي ښايي د PIE ريښې “*dens-“ميراث وي او د “saka” ويي ښايي له “dasa” څخه تکامل کړی وي. د ماشيلېن ايشی (Micheline Ishay) د نظر له مخې چې د انساني حقونو د څېړنو او ټولنپوهنې پروفيسور دی، د “dasa” اصطلاح د «غلام په توګه ژباړل» کېدلی شي. د غلامۍ دود يا بنسټ د لږو يانې محدودو حقونو په درلودلو سره ناخپلواک کار څرګند کړ، مګر په لرغوني هند کې لکه د بابلي او عبراني غلامۍ غوندې د يوناني نړۍ خلاف انګېرل شوې غلامۍ نرمه ځانګړتيا او ټاکلې (محدوده) کچه درلوده. ايشی “Ishay” څرګندوي چې ناخپلواک کار په لرغوني هند کې دوه ډوله کېدلی شي، چې يو يې underadsatva او بل يې د ahitaka په نوم يادېږي. په سختۍ کې د کار لپاره ځان ګرو کولو ته “underadsatava” وايي، په داسې حال کې چې د “ahitaka” له مخې د يو شخص ناخپلواک کار د جګړې پر مهال د نيونې په وخت کې د پور يا جريمې [د پيسو په واسطه خلاصون] پر وړاندې ژمن يا ګرو شوی و. “Isahy” څرګندوي، چې د غلامۍ دې بڼو د ناخپلواک کار موده محدوده کړه او دې ډول غلام د خپلې شتمنۍ حقونه درلودل او خپله شتمني يې خپلو خپلوانو ته لېږدولی شوه. [۲۶][۲۷]
د داسا اصطلاح چې په لومړنيو بودايي متنونو کې څرګندېږي، پوهان يې په بېلابېل ډول د چوپړي يا غلام په توګه ژباړي. بودايي نسخې هم د “kapyari” يادونه کوي، چې پوهانو په حقوقي ډول د ضمانت شوي يا تړل شوي خدمت کوونکي (چوپړي يا غلام) په توګه ژباړلې ده. د ګريګوري چوپين (Gregory Schopen) په اند بودا په “Mahaviharin Vinaya” کې وايي، چې د راهبانو يوه ټولنه ښايي “dasa” اصطلاح د بيارغونې (ترميم) او نورو عادي کارونو لپاره ومني. ورته بودايي متن وروسته بيانوي، چې بودا په صومعو (د روحانيونو استوګنځايونو) کې د کار لپاره د “kalpikara” او “kapyari” اصطلاحګانو کارول ومنل او هغوی لپاره يې د ودانۍ د بېلو برخو جوړول تاييد کړل. چوپين د داسا اصطلاح د چوپړيانو يا نوکرانو په توګه ژباړي، په داسې حال کې چې د “kalpikara” او “kapyari” اصطلاحګانې ځکه په ترتيب سره مريي او غلام ژباړي چې دوی د عوامو په واسطه بودايي مذهبي ټولنې څخه اخيستل کېدلی يا ورکول کېدلی شي. د نوموړي په وينا دا چې د چاپي متنونو په هندي نسخو کې د وينا دا برخې نه موندل کېږی او په سري لانکان (Sri Lankan) نسخه کې موندل کېږي، نو ځکه کېدای شي وروستۍ لاسوهنې (تحريفونه) وي چې د لرغوني هندي دود په پرتله سريلانکايي دود منعکس کوي. د چوپړيانو او مريي يا تړي شوي کارکوونکي بحث د تبت “Tibet” په موندل شويو ليکلي يا چاپي متنونو کې هم موندل کېږي، که څه هم تفصيل يې توپير لري. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]
{{cite book}}
: CS1 maint: location missing publisher (link)
[Paraphrasing B. R. Ambedkar]: "The fact that the word Dāsa later came to mean a slave may not by itself indicate such a status of the original people, for a form of the word "Aryan" also means a slave.