په ۲۰۱۱ کال کې په پاکستان کې د ناټو برید (چې د سلاله پېښې، سلاله برید یا د ۱۱\۲۶ بریدونو په نوم هم یادېږي) یوه سرحدي نښته وه. دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د متحده ایالاتو په مشرۍ د ناټو ځواکونه د ۲۰۱۱ کال د نومبر په ۲۶ د افغانستان – پاکستان پولې ته څېرمه، په دوو پاکستاني پوځي پوستو کې د پاکستان امنیتي ځواکونه سره ښکیل شول. وروسته دواړو خواوو ادعا کوله چې مقابل لوري لومړی ډزې کړې دي. د ناټو دوه اپاچي چورلکې، یو AC-130 توپ ويشتونکې الوتکه او دوه F-15E ایګل جنګي الوتکې لږ تر لږه له ۲۰۰ مترو (۶۶۰ فټ) څخه تر ۲.۵ کیلومترو (۱.۶مایل) پورې، په ځايي وخت د شپې په ۲ بجو د پاکستان سرحدي سیمې سلاله ته (چې د نیمه خپلواکه قبایلي سیمو په مهمند ایجنسۍ د بایزۍ فرعي برخه کې موقعیت لري) ننوتلې. دوی د پولې د افغانستان له غاړې ننوتې او د پاکستان د سرحدي ګزمې په دوو پوستو یې ډزې پیل کړې او یا یې ځوابي ډزې وکړې چې له امله یې ۲۸ پاکستاني پوځیان ووژل شول او ۱۲ نور یې ټپیان شول. دغه برید د پاکستان او امریکا ترمنځ د اړیکو د خرابېدو لامل شو. د پاکستان ولس په ټول هېواد کې د لاریونونو په ترسره کولو سره غبرګون وښود او حکومت یې داسې اقدامات وکړل چې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په ستراتیژۍ یې منفي اغیزه وکړه. په دې اقداماتو کې د شمسي هوايي ډګر تخلیې او په پاکستان کې د ناټو د اکمالاتي لارې بندولو ګډون درلود. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې، هیلري کلنټن د ۲۰۱۲ کال د جولای په ۳ مه نېټه په رسمي توګه د پاکستان پوځ ته د اوښتو زیانونو له امله بښنه وغوښته. ورپسې پاکستان د ناټو اکمالاتي لاره بېرته پرانیستې. [۱۲]
د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو د ۲۰۱۱ کال د نومبر په ۲۶ د پاکستان او افغانستان پولې ته څېرمه د پاکستان ځواکونو د ګزمې پر دوو سرحدي پوستو ډزې وکړې. برید تقریبا په افغانستان کې او د ګرینويچ په وخت په ۲۱:۰۰ بجو وشو). د پوځي عملیاتو د عمومي رئیس DGMO))، تورن جنرال اشفاق ندیم په وینا، دا د ناټو یوهمغږی برید و او په کې دوه AH-64D اپاچي لانګبو هلیکوپتر، یو AC-130H سپیکټر توپ ویشتونکې اولوتکه او دوه F-15E ایګل جنګي جېټ الوتکې وکارول شوې. یوه MC-12W لیبرټي ټربو پروپیلر ډوله الوتکه د استخباراتي، څارنې او د پېژندنې په رول کې کارول شوې وه. دا پوستې د پاکستان د نيمه خپلواکه قبایلي سیمو (فاټا) کې د مومند ایجنسۍ د بایزۍ فرعي برخې په سلاله سیمه کې، له افغانستان د پولې څخه پاکستان په لور له ۲۰۰ مترو (۶۶۰ فټ) څخه تر ۲.۵ کیلومتره (۱.۶ مایل) پورې موقعیت لري، او د سلاله غره په څوکو کې یو کیلومتر فاصله لري. [۱۳][۱۴][۱۵]
تر ٢٤ پورې پاکستاني پوځيان په دغو بريدونو کې ووژل شول، چې په کې دوه افسران، جګړن مجاهد ميراني او تورن عثمان علي هم شامل وو. ديارلس نور سرتېري ټپيان شول. دواړو لورو ادعا کوله چې لومړی پر دوی بریدونه شوی. فرضي پوله، او همدارنګه د افغانستان د سرحدي سیمو په شاوخوا کې د طالب جنګیالیو د تګ راتګ سابقه، د پېښې د ممکنه لاملونو په توګه یاد شوي دي. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
د افغان او امریکایي چارواکو په وینا، پېښه وروسته له هغه پیل شوه چې د امریکا-افغان اېتلافي ځواکونو، چې د افغانستان په ختیځ کنړ ولایت کې یې د افغان طالبانو پر ضد عملیات کول، د پاکستان په سرحدي برخو کې تر ډزو لاندې راغلل . په کابل کې یوه افغان چارواکي وویل، "د افغان پوځیانو پر وړاندې، چې د ملاتړ غوښتنه یې کړې وه، له هغه موقعیت څخه ډزې روانې وې.."[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
افغان چارواکي زیاته کړه چې پر دوی مستقیماً د پاکستان له یوې پوځي پوستې څخه ډزې وشوې. یوه غربي چارواکي تا نظر تایید کړ او ویې ویل: "دوی د پاکستان د اردو له اډې څخه تر ډزو لاندې راغلل." او، "دا یو دفاعي غبرګون و." د افغان او متحده ایالاتو د څرګندونو له مخې ورپسې د مقابلو ډزو په وړاندې هلیکوپترو د ملاتړ غوښتنه وشوه. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]
د پاکستان یوه دفاعي چارواکي په مکرر ډول ومنله چې د پاکستان په سرحدي پوسته کې ناستو عسکرو د نفوذ د چټک مخنیوي په موخه هغه خواته یو څو رسام، د هاوان څو مرمۍ او یو یا دوه د ماشیندار ډزې کړې.[۳۱]
په کابل کې یوه بل امریکایي چارواکي د ۲۰۱۰ کال د سپټمبر میاشتې یوې پېښې ته اشاره وکړه چې د پاکستان پر یوې پوستې د ناټو یوې چورلکې ډزې وکړې چې دوه سرتېري یې ووژل. "دا داسې یو حالت و چې یاغیانو د پاکستان د سرحدي پوستې له خوا سمدستي ډزې وکړې او هغه یې د ډزو د موقعیت په توګه وکاروله. کله چې موږ ځوابي ډزې وکړې، موږ د پاکستان امنیتي ځواکونو په نښه کړل." په کابل کې پوځي چارواکو ادعا وکړه چې په پاکستان کې اورپکو د پاکستان له سرحدي اډو څخه هم د بریدونو لپاره کار اخیستی دی، چې دوی وايي کېدای شي د ایتلافي ځواکونو انګېرنه وي چې د ډزو سر سم یې د هوایي برید غوښتنه وکړه.[۳۲]
یوه امریکايي چارواکي وویل، د ناټو ځواکونو لوېدیځې پولې ته څېرمه د پاکستان د پوځ د ۱۱مې قول اردو قومندانۍ ته خبر ورکړی و، چې په همدې ورځ به د طالب اورپکو پر ضد عملیات وکړي. پاکستاني جنرال عباس په یوه خبري کنفرانس کې ومنله چې ایتلافي ځواکونو "زموږ پوځ ته دمخه خبر ورکړی و، چې دوی به هلته عملیات وکړي.[۳۳]
د امریکا د پوځ په وینا، د پلان شوي برید په اړه معلومات د پولې هغه مرکز ته لېږدول شوي وو چې د دواړو خواوو افسران ځای پرځای وو او د معلوماتو په تبادلې سره په دې هڅه کې وو چې پر یو بل د ډزو مخه ونیسي، چې وروسته پاکستاني افسرانو برید ته اجازه ورکړه او څرګنده یې کړه چې په سیمه کې هېڅ پاکستاني ځواکونو شتون نه درلود.[۳۴][۳۵]
دې پېښې په پاکستان کې غوسه او ناندرۍ را پورته کړې، چې دا برید یې "بې پروا او خپلسره ډزې"، "غیر مسؤلانه عمل" او د دې هېواد له حاکمیت څخه "سخته سرغړونه" یاد کړ. د پاکستان د پوځي تاسیساتو مشرانو د پوځ په پوستو باندې د ناټو بریدونه قصدي، له مخکې څخه پلان شوي او له مخکې څخه طرحه شوي وګڼل. پاکستان د ناټو په "عادي عذرونو" باندې په نیوکو، هغه ادعاوې رد کړې چې دوی له نیښتې مخکې ډزې کړې وې، او ویې ویل چې کله ناټو د شپې برید پیل کړ، هغو سرتېرو چې د پوستې ساتنه کوله ویده او استراحت وو. [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]
تورن جنرال اثر عباس د آی ایس آی د عامه اړیکو عمومي رئیس، ناټو وننګوله چې "که دوی ادعا کوي چې ډزې د پاکستان له خوا پیل شوي، ثبوت دې وړاندې کړي. زموږ له خوا هېڅ ډزې نه دي شوي." هغه وویل چې ناټو او افغانستان "په دې وخت کې، هڅه کوي چې په عذرونو له وضعیت څخه ځان خلاص کړي، د دوی تلفات چېرته دي؟" په عین حال کې، دا ادعا د پاکستان له خوا په کلکه رد شوه چې د پاکستاني چارواکو له خوا د هوایي برید اجازه ورکړل شوې وه. حتی ادعا یې وکړه چې برید له هغه نور هم دوه ساعته دوام وکړ، چې پاکستاني چارواکو اېتلافي ځواکونو ته د درېدو خبرداری ورکړ. [۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹]
د پاکستان د پوځ په لومړنیو رپوټونو کې وویل شول چې په دوو پوستو کې څه کم ۴۰ پوځیانو شتون درلود، چې زیاتره یې د برید پر مهال ویده یا استراحت وو. لومړی چورلکو د غره پر سر د «ولکانو» په نوم پر سرحدي پوسته برید وکړ. لومړني برید له پوستې سره ټولې اړیکې غوڅې کړې، چې د چټک ځوابي برید لپاره یې د پاکستان د هوايي ځواک څخه د هوايي ملاتړ غوښتنه ناشونې کړه. پر ځای یې پاکستاني پوځيان د "بولډر" په نوم په نږدې پوسته کې ځای پر ځای شول، او د ناټو له چورلکو سره د الوتکو ضد توپونو په ډزو ښکېل شول.چې ورپسې هلیکوپترونو چټک شاتګ وکړ. [۵۰][۵۱][۵۲][۵۳]
پاکستاني چارواکو هڅه وکړه چې د ناټو لورو ته د وضعیت په اړه خبر ورکړي، خو د پاکستان دا غوښتنه برید کوونکي ځواک ته و نه رسېده. په بولډر سرحدي پوسته د برید لپاره چورلکې دوهم ځل راغلې. لږه شېبه وروسته د ناټو له قومندانانو سره اړیکه ټینګه شوه او برید ودرول شو. ټوله مرګ ژوبله په ولکانو سرحدي پوسته د لومړني برید له امله را منځ ته شوه. وروسته تورن جنرال عباس څرګنده کړه چې دا له عقل څخه لرې ده چې ولې ناټو ځواکونه د دوهم برید لپاره راستانه شول. [۵۴]
د سیمه ییزو چارواکو له قوله، د ناټو د برید پر مهال، د افغانستان په سرحدي سیمه کې د اورپکو هېڅ فعالیت نه و. د آی اېس آی د عامه اړیکو وياند، عباس وويل، چې د دواړو سرحدي پوستو کوردینات آيساف ته ورکړل شو و. هغه زیاته کړه چې بريد څه کم دوه ساعته دوام وکړ او ادعا یې وکړه چې د پوستو پرسونل GHQ ته خبرداری ورکړ، چې ورپسې سمدستي په افغانستان کې د آیساف سیمه ییزې اډې ته خبر ورکړل شو ترڅو شاوخوا دشپې ۱۲:۳۰ بجې برید ودروي، خو دوی داسې ونه کړل. په ځای یې، GHQ په پوستو کې پرسونل ته د غبرګون اجازه ورکړه. ناټو د شپې په ۱:۱۵ بجو خبر ورکړ چې دوی پوه شول چې د پاکستان په اردو یې برید کړی او خپلو ځواکونو ته یې امر کړی چې برید ودروي. بیا هم د ناټو د توپونو هوايي بمبار د پاکستان د ژغورنې هغه ځواک په نښه کولو ته دوام ورکړ چې د دوو پوستو مرستې ته یې وردانګلې وو. پاکستان دغه پېښه "بې پروا او خپلسرې ډزې"، یو "غیر مسؤلانه عمل"، او د دوی له حاکمیت څخه "سخته سرغړونه" وبلله. [۵۵][۵۶][۵۷][۵۸][۵۹][۶۰][۶۱][۶۲][۶۳][۶۴][۶۵]
په افغانستان کې د جګړې له پیل راهیسې، دا برید د پاکستان په خاوره کې د ناټو تر ټولو مرګونی برید و. د پوځي عملیاتو د عمومي رئیس تورن جنرال اشفق، او لوی درستیز، ډګرجنرال وحید ارشد په یو رسنیز کنفرانس کې ادعا وکړه چې دا "تصادفي" پېښه نه وه. هغه د یو لړ پېښو په اړه وویل چې د برید په وخت کې ناټو ته خبر ورکړل شوی و خو د دوی چورلکې په محاربه کې پاتې شوې. د پاکستان پوځ دا هم وویل چې د ناټو ځواکونه په پوسته د دوهم ځل برید لپاره را ورګرځېدل. کله چې له هغه وپوښتل شول چې آیا پاکستان د امریکا د هوايي ځواک د افسر، برید جنرال سټیفن په مشرۍ د څېړنیز ټیم څخه راضي دی، هغه قاطع ځواب ورکړ او ویې ویل چې په تېرو کې د پاکستان د حاکمیت څخه د سرغړونې ټولې پېښې د منلو وړ پایلې ته نه دي رسېدلي. پاکستان ته بلنه ورکړل شوه چې د پېښې په اړه په ګډه پلټنه وکړي، خو پاکستان له ګډون څخه انکار وکړ.
تورن جنرال اشفق د ډسمبر په ۹ ادعا وکړه چې ناټو هغه شپه د مخابروي اړیکو څارنه کوله او دوی پوهېدل چې د ولکانو پوسته یې ویشتلې ده. د پاکستان پوځ دا برید «بې پروا او خپل سری» یاد کړ. د پاکستان حکومت په امريکا سختې نیوکې وکړې او سمدلاسه یې په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ته اکمالات ودرول. د توجه وړ دا وه چې د شنبې ورځې دا بريد، په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو قوماندان جنرال جان الن او د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفق پروېز کياني تر منځ له لیدنې یوه ورځ وروسته وشو. په دې لیدنه کې دواړو قوماندانانو د پولو په اوږدو کې په همغږۍ او د نورو اقداماتو په اړه خبرې وکړې چې "موخه یې د پولې دواړو غاړو ته د کنټرول ډېرول و". [۶۶][۶۷]
{{cite web}}
: CS1 maint: numeric names: authors list (link)
{{cite news}}
: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
{{cite news}}
: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
{{cite news}}
: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
{{cite news}}
: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
{{cite news}}
: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
{{cite news}}
: CS1 maint: numeric names: authors list (link)
.....That account of the mission is disputed by Pakistani authorities, who say the U.S. launched an unprovoked attack on two of their border posts, a prolonged assault that continued for nearly two hours including after Pakistani officials alerted the coalition forces to stop
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)