پير سيد احمد گيلاني د افغانستان د محاذ اسلامي د گوند مشر او يو پخوانی جنگسالار دی. د پیر سید احمد ګیلاني ژوند لیک
پیرسید احمد ګیلانی په ۱۹۳۲ م کال د ننګرهار ولایت د سره رود په ولسوالۍ کې په یوه علم پروره کورنۍ کي دی نړي ته سترګي وغړولی. هغه د صوفیه قادریه د طریقت پیر یا رهبر وو، په افغانستان کې چې د د پلار سید حسن ګیلاني لومړنې کس وو چې د په عراق – بغداد کې د د قادریه طریقت منځته راوړ و. په ۱۹۰۵ م کال دوی افغانستان ته راغلل او امیر حبیب الله خان ورته په ختیځ کې د ننګرهار سره رود ولسوالۍ کي د میشت کیدو ځآی ورکړه ، پیر سید احمد ګیلاني بیا کابل ته ولاړ او هغه خپلې زده کړې د کابل د امام ابوحنیفه په کالج کې دشریعاتو په برخه کې پیل کړی ، هغه د شریعاتودپوهنځې له ختمیدو مخکې دخپلې کورنۍ په غوښتنه د شاهي کورنۍ سره اړیکه ټینګه کړه او د امیرحبیب الله خان له لمسۍ عادله سره نکاح وکړه. دغه روحاني کورنۍ د طریقت تر څنګ بیا په سوداګري پیل وکړ په ۱۹۷۹ زیږدیز کال کله چې کمونستان قدرت ته ورسیدل ، پیر ګیلانی پاکستان ته مهاجر شول ،هلته یی د د محاذ - اسلامي ګوند جوړ کړ ، ددی ګوند دجوړیدو اصلي موخه په افغانستان کې د حقیقت لپاره مبارزه کول وو، محاذ –اسلامي ګوند د هغو اوو نورورګوندونو په څیر په افغانستان کې د اتحاد شوروی په مقابل کې وجنګیده دغه ګوند په افغانستان او پاکستان( افغان کډوالو) کې د د پراخ نفوذ خاوند وو. د پیر سید احمد ګیلاني په رهبری د محاذ اسلامې ګوند په افغانستان کې د د طالبانو له قدرت رسیدلو وروسته، دهغو سره هم په مخالفت کې شو او دشمالي ټلوالوسره یوځای شول ، پیر د اسلامیزم او نشنلیزم سره په مخالفت کې واقع شو. ګیلاني دحامد کرزی په دوران کې د هغه له کلکو ملاتړو کوونکو څخه وو او دپیر په غوښتنه هغه طالب وسلوال چې په جګړه کې ښکیل نه وو ، په افغانستان کې د هستوګنې کیدو لپاره منځګړی شو ، پیر سیداحمد ګیلاني په ۱۳۹۳ لمریز د ولسمشري په ټاکنو کې د محمد اشرف غني څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. پیر ګیلانی ۶ میاشتې وړاندې د سولې د عالي شورا د مشر په هیڅ وټاکل شو او دهغهې مذاکرات د د بین افغانی سولې لپاره دده په مشری دحزب اسالامي سره ښې پایلې درلودی.
پیر سید احمد ګیلاني پنځه ماشومان لري چې په لاندې کرښو کې یی دندی او نومونه ذکر شوی دی: ۱.فاطمه ګیلاني --- د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې مشره ۲.سید احمد ګیلاني ---- د مشرانو جرګي لومړي نایب ۳.مریم ګیلانی ---- د شمسه کلیوالو ماشومانو او عادله بنسټ ایښودونکی ۴.زهره ګیلاني--- د زیډ – سوزني کالي جوړونې د برنډ منځته راوړونکې او مشره ۵.سیداحمد ګیلاني ---- په جوردان کې دافغاننستان لوی سفیر مړینه : پیر سید احمد ګیلانی د زړه د حملې له کبله د ۸۵ کالو په عمر په کابل کې د غازی امان الله خان په روغتون کې له دی نړۍ سترګې پټې کړی. روح یی ښاد فردوس جنت یی په نصیب شه!
ټولونه او ژباړه : ډاکټر ا . همدرد
Edwards, David (2002). Before Taliban: Genealogies of the Afghan Jihad. Berkeley: University of California Press. p. 252. ISBN 978-0-520-22861-0.
^ Jump up to: a b Vogelsang, Willem (2002). The Afghans. Malden: Blackwell Publishers. p. 316. ISBN 978-0-631-19841-3. Jump up ^ Edwards, p.255 Jump up ^ Dorronsoro, Gilles (2005). Revolution Unending. Afghanistan: 1979 to the present. London: Hurst. pp. 151–152. ISBN 1-85065-703-3. ^ Jump up to: a b Rubin, Barnett (1995). The fragmentation of Afghanistan. New Haven: Yale University Press. p. 203. ISBN 0-300-05963-9. Jump up ^ Edwards, p.274 Jump up ^ Urban, Mark (1990). War in Afghanistan. London: Palgrave MacMillan. p. 223. ISBN 0-333-51477-7. Jump up ^ Yousaf, Mohammad; Adkin, Mark (2001). Afghanistan: The Bear Trap. Havertown: Casemate. p. 105. ISBN 0-9711709-2-4. Jump up ^ Rubin,p.210 Jump up ^ Lloyd Parry, Richard (12 October 2001). "Anti-Taliban warlords set the rules for a new round of the Great Game". The Independent. Retrieved 2010-06-08