ډېرو څېړونکو او پالیسيجوړوونکو ویلي چې د ساینس، تکنالوژۍ، انجنیرۍ او ریاضیاتو (STEM) برخې په اتلسمه پېړۍ کې د روڼاندۍ د دورې په جریان کې تر پیدایښت را وروسته د ښځو په کم تاریخي ګډون تر ډېره د نرینهوو په لاس کې پاتې شوې دي.
څېړونکي په دغو برخو کې د دې جنسیتي نابرابرۍ د موجودیت د دوام لپاره د بېلابېلو دلایلو په موندلو لګیا دي. هغه کسان چې د دغې نابرابرۍ لامل تبعیضي قوتونه بولي، د داسې لارو چارو په لټه کې دي چې په یادو برخو کې دا نابرابري جبران کړي (دا معمولاً د لوړو مسلکونو په توګه په نړیوالې کاري غوښتنې سره د خدماتو په جبرانولو تعبیرېږي).[۱][۲][۳][۴][۵]
څېړنې ښيي چې په ریاضیاتو او ساینس کې د نرینه ځوانانو په لاستهراوړنو کې ډېر لاملونه ونډه لري؛ لکه د مور او پلار هڅونه، د ریاضي او ساینس له ښوونکو سره تعامل، د درسي پروګرام محتوا، د عملي ازمایښتونو تجربې، په ریاضیاتو او ساینس کې د لېسو پرمختګ او په کور کې موجودې سرچینې. په امریکا متحدو ایالتونو کې په دې اړه د څېړنو موندنې توپیر لري چې د ریاضیاتو او ساینس په اړه د هلکانو او نجونو نظر کوم مهال توپیر کوي. یوه څېړونکي په ملي کچه د ګڼو توصیفي طولي څېړنو په تحلیلولو سره د منځني ښوونځي په لومړنیو کلونو کې د ساینس په اړه د نجونو او هلکانو په نظرونو کې لږ توپیرونه وموندل. د ریاضیاتو او ساینس د اړوندو څانګو د تعقیب لپاره د زدهکوونکو هیلې هم پر هغو کورسونو اغېز کوي چې په هغو برخو کې یې انتخابوي او هم د هغې هڅې پر کچه اغېز کوي چې دوی یې په دغو دورو کې کوي. [۶]
په 1996 کال کې په امریکا متحدو ایالتونو کې یوې څېړنې وښوده چې د منځني ښوونځي په دوره کې نجونې پر ځان باور بایلي، ځکه دوی فکر کوي چې نرینه د تکنالوژۍ په برخه کې ډېر ځيرک دي. دا واقعیت چې نرینه په فضايي تحلیل کې د ښځو په پرتله ښه کار کوي او دا داسې مهارت دی چې د انجنیرۍ ډېری متخصصین یې ډېر اړین ګڼي، له دې امله دغه ناسم تصور رامنځته کوي. فیمینېست څېړونکي پر دې باور دي چې تر ډېره هلکان فضايي وړتیاوې له ټولګي بهر ترلاسه کوي، ځکه هغوی له فرهنګي او ټولنیز پلوه هڅول کېږي چې په خپلو لاسونو یو څه جوړ کړي او کار وکړي. څېړنې ښيي چې نجونې هم همدغو وړتیاوو او مهارتونو ته د روزنې په ورته شکل پراختیا ورکولی شي. [۷][۸][۹][۱۰]
په 1996 کال کې په امریکا متحدو ایالتونو کې د لومړي کال پر محصلانو د لوړو زدهکړو د څېړنې انستېتیوت یوه څېړنه ښيي چې نرینه او ښځينه په خپلخوښو تحصیلي برخو کې ډېر توپیر لري. د هغو محصلانو له ډلې چې په لومړي ځل په 1996 کال کې کالج ته شامل شول، شل سلنه نرینهوو او څلور سلنه ښځينهوو غوښتل چې په کمپیوټر ساینس او انجنیرۍ کې زدهکړې وکړي، په داسې حال کې چې همدومره نرینهوو او ښځينهوو غوښتل چې د بیولوژي او فزیکي علومو په برخه کې زدهکړې وکړي. د تازه شاملو نرینهوو او ښځينهوو تر منځ په خپلخوښې تحصیلي برخه کې توپیر مستقیماً په هغو برخو کې توپیر ته راجع کېږي چې ښځې او نرینه سند پکې ترلاسه کوي. تر منځنۍ کچې وروسته ښځې تر نرینهوو کمې په ریاضیاتو، فزیکي علومو، کمپیوټر ساینس او انجنیرۍ کې د سند پر ترلاسه کولو بریالۍ کېږي. د دغه جنسیتي تعادل د نهشتوالي استثنا د ژوندیو موجوداتو د علم په برخه کې ده. [۱۱]
په سکاټلنډ کې د (STEM) په برخو کې ډېر شمېر ښځې فارغېږي خو د نرینهوو په پرتله نه دي توانېدلې چې په دغو برخو کې کار وکړي. د ایډینبورګ سلطنتي ټولنه اټکل کوي چې د لوړو مهارتونو لرونکو ښځو د ونډې دوه برابره کول به هر کال د سکاټلنډ له اقتصاد سره 170 میلیونه پونډه مرسته وکړي. [۱۲]
په 2017 کال کې یوې څېړنې ښودلې چې د ساینس، تکنالوژۍ، انجنیرۍ او ریاضیاتو د برخو په زدهکړه کې د جنسیتي واټن له منځه وړل به د اروپايي اتحادیې پر اقتصادي وده مثبت اغېز ولري او په ټوله اروپا کې به تر 2030 کال پورې له 0.7 تر 0.9 سلنه او تر 2050 کال پورې به 2.2 تر 3.0 سلنه په سړي سر ناخالص داخلي تولید کې ونډه واخلي. [۱۳]
له پوهنتون فارغو ښځو په متوسط ډول د فارغو نرینهوو په پرتله کم عاید درلود، که څه هم هغوی په 1980یمه لسیزه کې د پوهنتون د ټولو فارغانو د عاید وده شریکه کړه. په تنخوا کې ځینې توپیرونه د کارونو په هغو توپیرونو پورې اړوند دي چې ښځې او نرینه یې بیانوي. د ساینس او انجنیرۍ د لېسانس سند د ترلاسه کوونکو تر منځ د ساینس او انجنیرۍ په کارونو کې ښځې د نرینهوو په پرتله کمې ګومارل کېدې. په ورته علمي بستونو کې د ښځو او نرینهوو تر منځ د حقالزحمې واټن لا هم پر ځای پاتې دی. د باتجربه ساینسپوهانو او انجنیرانو تر منځ په تنخواوو کې جنسیتي واټن د تازه فارغانو لپاره ډېر دی. په ریاضیاتو، کمپیوټر ساینس او انجنیرۍ کې تنخواوې لوړې دي او دا هغه برخې دي چې ښځې ډېرې پکې کمې دي. په استرالیا کې د دغه هېواد د سرشمېرنې ادارې لهخوا یوه شوې څېړنه ښيي چې په استرالیا کې په یادو برخو کې د ښځو او نرینهوو تر منځ په حقالزحمه کې شته جنسیتي واټن په 2013 کال کې 30.1 سلنې ته رسېدلی و چې د 2012 کال په پرتله 3 سلنه ډېروالی لري. پر دې سربېره د ماس د څېړنې پر اساس، کله چې په امریکا کې د معتبرو څېړنیزو ادارو له علمي غړو وغوښتل شول چې د لابراتوار د مدیر لپاره د زدهکوونکو غوښتنې جذب کړي، د علمي غړو دواړو ښځينهوو او نرینهوو د ښځینه متقاضیانو خلاف چې هغوی له نرینهوو سره یو ځای دغه مقام ته مساوي اسناد سپارلي وو، نرینه متقاضیان د ګومارنې وړ او مناسب و ارزول. د ماس په څېړنه کې علمي غړي دې ته مایل وو چې نرینه متقاضیانو ته لوړه پیلنۍ تنخوا او د کاري همغږۍ فرصتونه ورکړي.[۱۴][۱۵][۱۶]
په امریکا متحدو ایالتونو کې د ساینس، تکنالوژۍ، انجنیرۍ او ریاضیاتو په برخو کې د ښځو د دوکتورا کچه 42 سلنه ده، په داسې حال کې چې په ټولو برخو کې د ښځو په واسطه ترلاسه شوې د دوکتورا کچه 52سلنه ده. کلیشې او تعلیمي توپیرونه په دغو برخو کې د ښځو د زوال لامل کېدای شي. د توماس ډي په وینا، دغه توپیرونه د درېیم ټولګي له لومړیو پیلېږي چې په ریاضي او ساینس کې هلکان پرمختګ لري او په لوستلو کې نجونې.[۱۷][۱۸][۱۹]
یونسکو (UNESCO) د نورو ادارو لکه د اروپايي کمیسیون او په آسیا کې د ساینسي علومو د اکاډمیو او پوهانو د اتحادیې (AASSA) په منځ کې په نړیواله کچه په ساینس، تکنالوژۍ، انجنیرۍ او ریاضیاتو کې د ښځو پر کمه ونډه په څرګند ډول خبرې وکړې. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
د مقایسوي شمېرو راټولولو او تفسیرولو لپاره د هغوی له هڅو سره سره، باید احتیاط وشي. ان هېبنر کوبلېټز د هېوادونو تر منځ د بامعنا احصایوي مقایساتو په اجرا کې د شته خنډونو په اړه نظر څرګند کړی. [۲۴]
د بېلابېلو دلیلونو له مخې د ساینس، تکنالوژۍ، انجنیرۍ او ریاضیاتو په برخو کې د ښځو د نړیوالې پرتلنې په اړه د باور وړ معلوماتو ترلاسه کول ستونزمن دي. مجموعي شمېرې موږ ته ډېر څه نه بیانوي، په ځانګړې توګه کله چې د تعلیمي کچو د بیانولو اصطلاحات، د رشتو محتوا، د دندو کټګورۍ او له یوه هېواده بل هېواد ته نور شاخصونه توپیر لري.
کوبلېټز وايي، ان کله چې بېلابېل هېوادونه د اصطلاحاتو په اړه ورته تعریفونه کاروي، د دغو کټګوریو ټولنیز اهمیت ښايي په پام وړ توګه توپیر ولري.[۲۵]
{{cite web}}
: External link in |خونديځ تړی=
(help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف=
ignored (help)
{{cite book}}
: |last=
has generic name (help)
{{cite book}}
: Check |url=
value (help)
{{cite web}}
: External link in |خونديځ تړی=
(help); Unknown parameter |خونديځ-تړی=
ignored (help)