د قدرت په څوکیو کې ښځې هغه دي، چې يوه دنده لري او همدا دنده دوی ته قدرت او یا ډېرمسؤلیت ورکوي. په تاريخي ډول قدرت د جنسونو تر منځ په توپير سره وېشل شوی دی. د قدرت موقفونه تر ډېره د ښځو په پرتله له نارينه وو سره تړاو لري. د جنسیتي برابرۍ له زیاتوالي سره، ښځې ډېر واکمن موقفونه ترلاسه کولای شي.[۱][۲]
په ټولنيزو نظامونو کې د ښځو دقيق او متناسب استازيتوب د بشري نسل د اوږد مهاله برياليتوب لپاره مهم ښودل شوی دی. سربېره پردې يوه څېړنه ښيي چې "نه شتون يوازې د کمزورتیا او بې برخې کولو نښه نه ده، بلکې له قدرت څخه د ښځو ګوښه کول هم جنسيتي کلیشې ترکیبوي اود برابرۍ چټکتیا هم له ځنډ سره مخ کوي".[۳]
حرفوي قدرت په ساحه کې د همکارانو قدرت ته اشاره لري. د قدرت موقفونه نږدې په هر چاپیریال کې شته، چې کوچنۍ کچې نیولي تر غير رسمي ډلو يا کلپونو او د هېوادونو تر مشرانو يا د شرکتونو تر اجراییوي رئیسانو پورې تړاو لري. نور رسمي حالتونه په حکومت، صنعت او سوداګرۍ، ساينس او علمي ادارو، رسنۍ او ډېرو نورو برخو کې موندل کېږي.[۴]
د قدرت او جنسيت موقفونه يو بل سره ډېر تړلي دي. څرنګه چې په یوه څېړنه کې ښودل شوې ده د "قدرت توپيرونه په مکرر ډول په چلند کې د جنسیتي توپیرونو لپاره لاره هواروي؛ څرنګه چې اوس ټولنه سره اوبدل شوې ده، واک او جنسيت هيڅکله خپلواک نه دي". په دې توګه: جنډر د قدرت سره په بېلابېلو لارو تړلی چې څرنګه قدرت ترلاسه کېږي، کارول کېږي او ښکاره کېږي؛ تړاو لري. په ۱۹۸۸ کال کې په یوه ژورنال کې خپره شوې مقاله د جندر او واک ترمنځ اړيکه داسې را لنډوي: "هغه نظر چې ښځې او نارينه د واک په هڅونه کې توپير لري، د تاريخ او کلتور په مټ پیاوړی شوی دی. د لويديځ په تاريخ کې ښځو د نارينه وو په پرتله د واک ګڼو ډولونو ته لږ لاسرسی درلودلی دی. ډېری خلک په دې باور دي چې نارينه د واک او واک په تر لاسه کولو کې لېوالتيا لري، په داسې حال کې چې ښځې دا لېوالتيا نه لري. ځینې نور بيا په دې باور دي چې نارينه او ښځې د واک د رامنځته کولو، ساتلو او څرګندولو په طریقو کې توپير لري". سربېره پر دې څېړنو ښودلې، چې د مشرتوب په کچه موقفونو کې د ښځو د ونډې زياتیدل فساد کموي. ځکه چې "ښځې په بډې اخیستو کې لږ ښکېلې دي او لږ احتمال شته چې هغوی دې بډې واخلي". په ۲۰۰۰ کال کې د جنسیت او فساد په اړه يوې څېړنې دا هم وموندله، چې "د ټول هېواد په کچه معلومات ښیې په هغو ځايونو کې فساد لږ جدي دی، چې مېرمنې په کې د پارلماني څوکيو لويه برخه او په دولتي بيوروکراسۍ (داسې اداري سيستم چې مامور يوازې خپل امر ته په کې مسوول وي يا د افراط تر حده د اداري تشريفاتو رعايت په کې کېږي) کې لوړ موقفونه لري او د کاري ځواک لويه برخه جوړوي".[۵][۶][۷]
د واک د څوکیو په وېش کې د نارينه او ښځينه د وېش سربيره، ډېری نور عوامل هم په دې کې چې څوک واک لري؛ رول لوبوي. نژاد، پاړکی، جنسيت، عمر او نور عوامل ټول په دې کې چې څوک په واک کې دي؛ د پام وړ رول لوبوي. دا عوامل په ځانګړي ډول کله چې د جنسيت توپير سره يو ځای شول، د ټولنيزو کارکوونکو د ملي ټولنې د ژورنال څېړنې موندلي چې "د نژادپالنې او جنسيت پالنې دوه ګونی بار د دوی په رواني روغتيا باندې اغېزه کوي او د دوی لپاره فرصتونه محدودوي". سربېره پر دې، د يوې بلې څېړنې له مخې: "هغه درجه چې ورته يو سيستم په برياليتوب سره ښځې شاملوي، سيستم ته له مدني حقونو څخه د بې برخې لږه کيو د ورګډولو لپاره د ميلان ښکارندويي کولی شي".[۸][۹][۱۰][۱۱]
په ډېرو کلتورونو کې د نارينه او ښځینه وو لپاره دودیزې ونډې ښځې په ابتدايي ډول په کور کې کار کولو ته وقف کړې دي. د نورو په تغذيه او پالنه کې دا دوديز رول له بېلابېلو سرچينو څخه رامنځته شو، خو پايلې يې د ښځو له خوا د کار په ارزښت کې کمښت او له کوره بهر د کار کولو لږه وړتيا ده. دا له مېرمنو څخه له ټولنيزو هیلو او دا چې کور او کورنۍ ته پاملرنه وکړي او د کور په ساتنه کې د نارينه ملاتړ له نشتوالي سره يو ځای شوی دی. دا ټول د دې توقع لامل کېږي، چې ښځې په کور کې مسؤلیتونه لري او ډېری وختونه په حرفوي جنسيت پالنه کې ونډه لوبوي.[۱۲][۱۳]
د ښځو په اړه نور دوديز نظرونه دوی ځینو مسلکونو ته وقف کوي. د کورنۍ د سرپرست په توګه د ښځو نظر له کورني واحد څخه د باندې نورو ته هم غځیږي. ښځو ته په دوديز ډول د خلکو او نورو موجوداتو او شيانو د ساتونکو په توګه کتل شوي دي. په داسې حال کې چې د سرپرستۍ دا دنده ډېری وخت د يوه لوړپوري کس په عمومي ډول د نارينه لوړپوري تر لارښوونې لاندې دي. په ۲۰۰۰ لسیزه کې د نرس قابله ګیو په برخه کېد ښځو ۹۵ سلنه دغه بېلګه منعکسوي، چې دا هغه ډاکترانې دي چې بالاخره مسوولې دي او د نرس او داکټر په اړيکو کې واک لري. [۱۴][۱۵]
د ښځو دوديزې کليشې دوی د نارينه وو په پرتله ډېری احساساتي او غير منطقي او په دې توګه د ډېرو مهمو دندو لپاره لږې مناسبې ګڼي. که څه هم دا معلومه شوه چې په داسې حال کې چې د سټيريوټائپ يا کليشو لپاره یو څه بنیاد شته، خو دا د احصايوي کره کتنې په نړيواله کچه کوم حقيقت نه لري. په سويلي افريقا کې يوې سروې وموندله چې "د ۳۰ سلنې څخه ډېر په دې نظر دي، چې مېرمنې دومره احساساتي دي چې د لوړې کچې مشرتابه پوستونو د ادارې کولو وړتيا نه لري"؛ په ښکاره ډول سټيريوټايپونه يا کليشې دوام لري او لا هم خپل اغېز لري.[۱۶][۱۷][۱۸]
څېړنې ښيي چې "دا د ښځو د وړتياوو په اړه د کليشه يي نظرياتو لپاره معمول دي، چې د مشرتابه په دندو کې ښه فعاليت وکړي او د ښځينه مشرانو په اړه د خلکو ادراک یا پوهه لوړه کړي".
د ډېرو کلونو لپاره او د نړۍ په ډېرو سيمو کې سياست ښځو ته اجازه نه وه ورکړې، چې په حکومت کې اغېزناک رول ولوبوي. ان په ۱۹۰۰ لسیزه کې سياست ته د هغې برخې په سترګه کتل کېدل چې د نارینه وو تر واک لاندې و. سره له دې د ښځو غورځنګونو او د کلتور بدلون پیښو لکه د دويمې نړيوالې جګړې په څېر په سياست کې د ښځو حقونه او رول په تدريجي ډول زيات کړل. ډېری عوامل د نړۍ په حکومتونو کې د ښځو د ګډون درجې ته ورګرځي. د ۱۹۹۹ کال يوې څېړنې وموندله چې: "د ټاکنيز سیستم جوړښت، د کيڼ اړخو ګوند حکومت، د ښځو د رای ورکولو مبارزه، په مسلکي دندو کې د ښځو ونډه او په سياست کې د ښځو د رول په اړه کلتوري چلند هر يو په نړيوال ډول په سياسي استازيتوب کې د جنسيتي نابرابرۍ د کچې د بې ثباتۍ لپاره خپله ونډه لري". ان ډېری نور عوامل هم شته، چې په حکومت کې د ښځينه ونډې په برخه کې په کلکه رول لوبوي. د ۲۰۰۵ کال د يوې څېړنې له مخې د دفتر لپاره د ښځینه نوماندې درلودونکې ګوند ته «يو اغېزناک درک شوی مسووليت» شته. ان نن ورځ په نړۍ کې هېڅ هېواد په ملي مقننه قوه کې ۵۰ سلنه يا له دې ډېر ښځينه ګډون نه لري او ۷۳ سلنه هېوادونه له ۲۰ سلنې څخه لږ ښځينه ګډون لري.[۱۹][۲۰][۲۱]