په عیسویت کې د ښځو ونډې د عیسویت له لومړیو تر اوسه ډېر توپیر کړی. ښځو په عیسویت کې مهم رول لوبولی په ځانګړې توګه په واده او په رسمي وزارتي بستونو کې د دندې ترسره کولو پرمهال او په بېلابېلو عیسوي ډلو، کلیساګانو او نورو کلیسایي سازمانونو کې. [۱]
په ډېرو سازمان شوو کلیسا ګانو کې د رهبرانو په توګه د ښځو د ونډې لوبول منع دي، خو ډېری کلیساګانې اوس د ښځو پر وړاندې د مساواتو (د ښځو او نارینه وو لپاره مساوي ونډه) لیدلوری لري. د روم په کاتولیک او ارتودکس کلیساګانو کې یوازې نارینه وو کولای شول د کشیش او یا هم نورو رهبرانو (د کلیسا په ټاکل کېدونکو رهبرانو، د سیمه ییزو کلیساګانو د مشرانو، فرهنګي غړو) په توګه وټاکل شي؛ یوازې مجرد نارینه کېدلای شي د رهبرۍ په لوړو مقامونو لکه پاپ، معنوي پلار او کاردینال په توګه وټاکل شي. ښځې کولای شي د راهبو او یا هم پاکو باکره ګانو په توګه خدمت وکړي.[۲][۳][۴]
د پروتستانت یو شمېر اصلي ډلو د وزیرانو (کشیشې) په توګه د ښځو د ټاکلو په برخه کې د خپلو محدودیتونو په راکمولو کار پیل کړی، له دې سره چې یو شمېر نورو لویو ډلو په ځانګړې توګه د جنوبي باپتیست کنوانسیون د دې په غبرګون کې خپل محدودیتونه لا زیات شدید کړي. ډیری کاریزماتیک او پنټیاکاستل کلیساګانې د دې چارو مخکښانې وې کوم چې د جوړښت له پیله یې ښځو ته د تبلیغ اجازه ورکوله.[۵][۶][۷]
مسیحي دودونه کوم چې پاکان د ځانګړې پاکۍ په لرلو په رسمیت پېژني؛ د دغه دین ښځې له دې ډلې یادوي. د هغو تر ټولو مهمه مریم، د عیسی مور، کومه چې په ټول عیسویت کې ورته ځانګړی درناوی کېږي، په ځانګړې توګه رومن کاتولیزم او ختیځه ارتودوکسی ډلې کوم چې هغه "د خدای د مور" په توګه یادوي.
د عیسي مور مریم، ماری مګدلان، ماری بیتنی او د هغې خور مارتا د هغو ښځو له ډلې دي کوم چې د مسیحیت په بنسټ اېښودلو کې یې مهمه ونډه لرله. په هاروارد پوهنتون کې د نوي دور د مطالعاتو او د پخواني مسیحیت پروفیسور کارن ال کینګ لیکلي چې په د په تېرو شلو کلونو په پخواني مسیحیت کې بشپړ ډول بدلون راغلی. ګڼ شمېر ښځې د هغو ښځو په نوملړ کې زیاتې شوې کوم چې د عیسویت په لومړي تاریخ کې یې مهم ونډه لرله. په اصل کې نوی تاریخ د انجیل کتاب له تازه کشفیاتو رامنځ ته شوی، چې په تېرو دورو کې له دې حقیقت څخه سترګې پټې شوې وې.[۸]
ماری مګدلان د مسیحیت د لومړي خوځښت تر ټولو پیاوړې زده کوونکې او رهبره وه. د عیسویت د لومړۍ حوارینې په توګه د هغې ټاکلو د ښځو د رهبرۍ په برخه کې د معاصرې پوهې په زیاتوالي کې مرسته کړې ده.[۸]
د نوي دوران انجیلونه، کوم چې د میلادي قرن په وروستۍ څلورمه برخه کې لیکل شوي، تصدیقوي چې ښځې د عیسی له لومړنیو پیروانو څخه وې.
لیندا ودهید د خپلو ګڼو کتابونو څخه په یوه کې اشاره کوي چې د ښځو د ونډې په اړه د موضوع رامنځته کېدو لومړنۍ الهیاتي پایه د پیدایښت په کتاب کې ده چې لوستونکي دې پایلې ته رسوي چې ښځینه د نارینه وو تر واک لاندې دي او "د خدای څېره په نارینه وو کې د ښځو په پرتله ډېره ځلېږي". په لاندې برخو کې د نوي دوران نویو الهیاتي باورونو په مسیحیت کې د ښځو د ونډې په تفسیر کې مرسته کړې:
بشپړونکي یا Complementarians باور لري چې مسیحي وزیران باید نارینه وي څو له عیسی مسیح څخه نمایندګي وکړي چې د دوی په باور د خدای زوی و او د یو نارینه انسان په توګه یې تجسم پیدا کړی و. اوس موضوع دې ته اړونديږي چې نر او ښځه د خدای په انځور کې رسم شوې، ښځه د نارینه له لارې د خدای تصویر ته لار مومي ځکه هغه ده جوړه کړې او هغه یې لويي ده.[۱۰][۱۱][۱۲]
لیندا وود هید څرګندوي: "له ګڼو هغه ګواښونو څخه چې عیسویت ورسره په نوي مهال کې مخ دی، جنسیتي مساوات دي چې تر ټولو هغو جدي ګواښ دی. د ۱۹مې پېړۍ یو شمېر مسیحي لیکوالانو په کلیسا او ټولنه کې د ښځو پر وړاندې دودیز لید لوري وننګول کوم چې په ټولنه کې وو. یوازې له ۱۹۷۰مې لسیزې وروسته ګڼ نظریات رسمي شول. د غیر مسیحي لیدلورو سربېره په مسیحیت کې د ښځو د ونډې اړوند څلور اصلي لیدلوري عبارت دي له: مسیحي فیمنیزم، مسیحي مساوات غوښتل، بشپړتیايي او د انجیل پلار واکي.[۱۳][۱۴]
عیسوي فیمینېستان د عیسویت له لیدلوري فعال فیمینېستي مقام لري. وروستي نسلونه د هغه څه په اړه تجربه لري کوم چې د مسیحي فیمینېزم ټاپه پرې لګېدلې. هغه خوځښت چې د ژوند په هر پړاو یې اغیز لرلی، له عیسویت څخه یو شمېر پخوانیو تفسیرونو د ښځو ونډې ته په درناوي د عیسویانو یو شمېردودونه ننګولي. خو له دې سره، مسیحي فیمینېزم د مسیحیت په اډانه کې د لیبرالیستي نظریو څرګندويي کوي. د مسیحي محافظه کارو مساوات غوښتونکو پر خلاف، مسیحي فیمنېستان لیوالتیا لري چې د درې جنسه وو او د جنین په سقط کې د انتخاب ټاکلو له حق ملاتړ وکړي. د انجیلي او ایکومینال ښځو ډله، چې د نړیوال مسیحي فیمینېزم مهمه ډله بلل کېږي، "د خدای لپاره ټول شموله انځورونو او ژبې" ته ارزښت ورکوي.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
{{cite web}}
: External link in |خونديځ تړی=
(help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف=
ignored (help)
{{cite web}}
: External link in |خونديځ تړی=
(help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف=
ignored (help)