کافر کوټ د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان ولسوالۍ کې د سيخوري غرونو کې د هندوانو د معبد يوې لرغونې ودانۍ کنډوالې دې چې له پنځه معبدونو او يوې لويې کلا نه جوړه شوې ده، خو ځينې بيا د مزدکونو دا شمېره اووه ښيي.[۱] دا ودانۍ يو وخت د هندوانو عبادت ځای او معبد وو، په خيبر پښتونخوا کې دا ځای ډېری وخت د شمالي کافر کوټ په نوم يادوي، ترڅو له سوېلي کافر کوټ سره، چې په بيلوت شريف کې موقعيت لري، يې توپير وشي. [۲] [۳] کافر کوټ په خپل منځ کې د اوبو يو ډنډ هم لرلو چې د باران اوبه پکې راټولېدلې او وروسته به بيا د اړتيا له مخې کارېدلې چې د دې حوض يا ډنډ شاوخوا عبادتځايونه هم وو.[۴]
دا کلا ډېره لرغونې ده او يو ځانگړی بهرنی دفاعي دېوال لري چې په ډېر ښکلي انداز سره له داسې ډبرو جوړ شوی چې په نږدې سيمه کې نه موندل کيږي او ويل کيږي چې د سېند له لارې له خوشحالگړ نه راوړل شوې دي؛ خو د دې کلا د جوړېدو او جوړوونکي په اړه کره مالومات نشته، د کيسو له مخې ويل کيږي چې په دې سيمه کې تيل او بيل دوه وروستي هندي واکمن (راجاگان) وو، خو په دې اړه هيڅ تاريخي لاسوند نشته. ويل کيږي چې دا ودانۍ په ۱۱ زېږديزه پېړۍ کې د محمود غزنوي د يرغل پرمهال وېجاړې شوې.[۵][۶] [۷]
کافر کوټ له ډېره اسماعيل خان څخه ۵۵ کيلومتره شمال کې د اباسين په غاړه د خيسوري غرونو کې په دوه غونډيو د پخواني هندو مزدک کنډوالې دي.[۸]
د ځايي خلکو په وينا دا کلاګانې دوه هندي پاچاهانو ټل (ټيل) او بل (بيل ) جوړې کړي دي چې د بيلوت ښار سره نږدې ده، هغه ته خلک د يو زيارت له کبله بيلوت شريف وايي او بله يې د کونډا کلي ته نږدې ده. [۹]
د پښتو ژبې خوږژبي سندرغاړي جاوېد امېرخېل په خوب وينمه عالمه سندرې ډېری ويډيويي برخې په کافرکوټ کې ثبت شوي دي.[۱۰][۱۱]
د دې ځای مجسمې او جوړښتي توکي ټول پاکستان او د نړۍ بېلابېلو موزيمونو ته وېشل شوي دي، چې گڼ شمېر يې په برېتانيايي موزيم کې خوندي دي.[۱۲]
{{cite web}}
: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link)
{{cite web}}
: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link)
{{cite web}}
: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link)
{{cite web}}
: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link)
{{cite web}}
: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link)
{{cite web}}
: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link)
{{cite web}}
: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link)
{{cite web}}
: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link)
{{cite web}}
: د سياس۱ تېروتنې: نه ليدل کېدونکي کړه وړه (link) د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link)
{{cite web}}
: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link)