کرز د افغانستان د کندهار ولايت په سوېل کي يو کلي دی چي کندهار ښار ته څېرمه پروت دی.
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی له همدغې سیمې څخه دی. [۱] د نوموړي پلار عبدالاحد کرزی هم دلته ښخ دی. [۱] د ۲۰۱۴ کال د جولای په ۲۹ د حامد کرزي د تره زوی حشمت کرزی په کرز کي د یوه ځانمرګي بریدګر له خوا ووژل سو. [۱]